جرمي بینتام

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

جرمي بینتام (۱۷۴۸-۱۸۳۲ز) یو انګریز فیلسوف، قاضي او ټولنیز سمونپال و چې د عصري "ګټې اصالت" فلسفې (utilitarianism) بنسټګر يې هم بولي.

بینتام د خپلې فسلفې "بنسټیز اصل" داسې تعریفوي: " د هر سم یا ناسم عمل او پریكړې معیار داكثريت خوښي ده". بینتام د انګلیسي او امریکايي حقوقو د فلسفې مخکښ تیوریسن او داسې سیاسي سخت دریځي دی چې مفکورو يې د هوساینپالنې (welfarism) فلسفې په  رامنځته کولو کې اغېز لرلی دی. هغه د فردي او اقتصادي ازادیو، د کلیسا (دین) او دولت د بېلتون، د بیان آزادۍ، د ښځو لپاره د مساوي حقونو، د طلاق حق او (د یوې ناچاپ شوې لیکنې په ترڅ کې) د همجنسپالو کړنو د جرم نه ګڼلو په برخه کې منډه ترړه کړې ده. هغه د غلامۍ د جمعي سزا ورکولو او د ماشومانو په ګډون ټولو ته د فزیکي سزاګانو د له منځه وړلو غږ پورته کړ. هغه د ژویو د حقونو له لومړیو حق غوښتونکو څخه بلل کېږي. که څه هم دی د فردي قانونی حقونو د پراختیا پیاوړی پلوی و، خو د طبیعي قانون او طبیعي حقونو (چې دواړه  په اصل کې "الهي" او "خدايي ورکړه" بلل کېږي) د مفکورې مخالف او "بې معنا" يې بلل. همدا ډول بینتام په حقوقي تخیل ډېرې نیوکې کولې. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

د بېنتام په شاګردانو کې د هغه منشي او همکار جېمز مېل، د هغه کوچنی زوی، سټوارټ مېل، حقوقي فیلسوف جان آسټېن، امریکايي لیکوال او فعال جان نیل شامل وو. هغه "د زندانونو، ښوونځیو، کمزورو قوانینو، حقوقي محکمو او په خپله د پارلمان په سمون کې د پام وړ اغېز درلود". [۱۱]

په ۱۸۳۲ز کال کې د خپل مرګ څخه وروسته، بینتام وصیت کړی و چې د ده جسد دې ټوټې ټوټې شي او د یوه آټو آیکن یا "خپل-انځور" په توګه دې د تل لپاره خوندي وساتل شي او دا به د ده یادګار وي. دا کار وشو او اوس د ده آټو آیکن د کالج لندن پوهنتون د محصلینو مرکز په عمومي دروازه کې عامه نندارې ته اېښودل شوی دی. د تعلیم د عامولو په برخه کې، د هغه د بحثونو په سبب، بینتام د کالج لندن پوهنتون "معنوي بنسټګر" بلل کېږي. په داسې حال کې چې هغه د یاد پوهنتون په بنسټ کې یواځې لږ مستقیمه برخه درلوده.

د توماس فري سټوډیو له لوري د بینتام انځور، ۱۷۶۰-۱۷۶۲ز

ژوندلیک[سمول]

بینتام د لندن ښار په هاونسډېچ سیمه کې د ۱۷۴۸زکال د فبرورۍ میاشتې په ۱۵مه نېټه په یوه شتمنه کورنۍ کې چې د توري ګونډ ملاتړې وه، وزېږېد. ویل کېږي چې هغه یو نابغه ماشوم و: کله چې کوچنی و، د پلار پر میز يې د انګلستان د تاریخ څو جلدي کتاب لوست. هغه په درې کلنۍ کې د لاتیني ژبې لوست پیل کړ. په اووه کلنۍ کې يې د وایلون غږول زده کړل او د شپې مېلمستیاوو پر مهال به يې د هانډېل سوناتاس موسیقي غږوله. هغه یو ورور درلود چې سموېل بینتام نومېده (۱۷۵۷-۱۸۳۱ز) او نږدې اړیکې يې ورسره لرلې. [۱۲]

بینتام وېسټ مېنېسټر ښوونځي ته لاړ او په ۱۷۶۰ز کال کې، چې کله دی ۱۲ کلن و، پلار يې د اکسفورډ د مَلِکې کالج ته ولېږه چې هلته يې په ۱۷۶۳ز کال کې لېسانس او په ۱۷۶۶ز کال کې ماسټري واخیسته. هغه مدافع وکیل فارغ شو او په داسې حال کې چې هېڅکله يې تجربه هم نه درلوده، بیا هم په ۱۷۶۹ زکال کې د حقوقپوهانو ټولنې ته وروغوښتل شو. هغه د انګلستان د حقوقو له پېچلتیا سره ډېر زړه خوړینی شو او "له کلماتو سره د لوبو شیطان" به يې باله. کله چې د ۱۷۷۶ز کال په جولای میاشت کې امریکايي مستعمرو د خپلواکۍ اعلامیه خپره کړه، د بریتانیې حکومت کوم رسمي ځواب خپور نه کړ، خو په پټه يې د لندن مدافع وکیل او مقالې لیکوال جان لینډ ته دنده وسپارله چې متقابل استدلال وکړي او رد ځواب ورته ولیکي. هغه یوه ۱۳۰ پاڼې مقاله ولیکله چې په مستعمرو کې خپره شوه او سرلیک يې و "[د خپلواکۍ] د اعلاميې لنډه بیاکتنه". لیکوال يې د لینډ ملګری بینتام ښودل شوی او په دې مقاله کې پر امریکايي سیاسي فسلفې برید شوی او په سپکه ورته کتل شوي وو. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د زندان بې پایلې پروژه او پنوپتیکان[سمول]

په ۱۷۸۶ زاو ۱۷۸۷ ز کې بینتام د خپل ورور سموېل لیدو ته په سپینه روسیه (اوسني بیلاروس) کې د کریچیف سیمې ته لاړ. ورور يې هلته د شهزاده پوتېمکین د ګڼو صنعتي او نورو پروژو په اداره کولو بوخت و. لکه څرنګه چې جرمي بینتام وروسته څو ځله وویل، دا د سموېل مفکوره وه چې د لږ شمېر مدیرانو له خوا د ډېر او غیرماهر کاري ځواک د فعالیتونو د څارنې لپاره، باید د سترو ودانیو په منځ کې یوه دایروي ودانۍ جوړه شي. [۱۷][۱۸]

بینتام دې ماډل ته په داسې بڼه پراختیا ورکړه، چې په زندانونو کې د پلي کېدو وړ وي او خپلې مفکورې يې له پلار سره چې په لندن کې اوسېده، د یو لړ مکتوبونو له لارې شريکې کړې. هغه د قراردادي مدیریت مفکوره، د څارنې اصل ته ورډېره کړه او هغه داسې چې، د باور ځای دې قرارداد ونیسي او څومره چې [په زندان کې] د مړینې کچه راټیټېږي، په هماغه اندازه به د [د زندان] رئیس ته ډېره مالي ګټه ورسېږي. [۱۹][۲۰]

تمه دا وه چې پنوپتیکان به د هغه وخت له زندانونو څخه ارزانه پریوزي، ځکه لږو کارکوونکو ته يې اړتیا درلوده. بینتام د جزايي قانون د سمون له یوې کمېټې داسې غوښتنه وکړه، "اجازه راکړئ چې په دې ماډل یو زندان جوړ کړم. زه به د زندان ساتونکی وم. تاسو به وګورئ چې... د زندان ساتونکی به معاش نه لري-او په ولس به هېڅ لګښت نه راځي." لکه څرنګه چې پهره داران به نه لېدل کېږي، نو لازمه نه ده، تل په دنده حاضر وي، دوی به وکولای شي چې، پهره هغو ته ورپرېږدي چې پهره ورباندې کوي. د بینتام د طرحې له مخې، له زندانیانو به د بیګارانو په توګه کار اخیستل کېږي، دوی به د ګنډلو ورکشاف او یا د اوبو راایستلو څرخونه تاووي. دا چاره به د زندان لګښت راکم کړي او ان ښايي د عاید یوه سرچینه شي. [۲۱]

د حقوقي او ټولنیز سمون لپاره د هغه د ډېرو  طرحو په منځ کې یوه هم په انګلستان کې د پانوپتیکان زندان جوړولو لپاره د هغه نهايي بې پایلې طرحه وه. بینتام د خپل ژوند ۱۶ کلونه د [زندان] جوړولو د طرحې پر پراختیا او غني کولو تېر کړل او هیله يې درلوده چې حکومت به يې د یوه ملي زندان لپاره د هغه پلان ومني او دی به د یاد زندان قراردادي مشر مقرر کړي. که څه هم دا زندان هېڅکله جوړ نشو، خو دې مفهوم د راتلونکو نسلونو پر مفکرانو مهم اغېز درلود. د شلمې پېړۍ فرانسوي فیلسوف مایکل فوکالت وايي چې پنوپتیکان د ۱۹مې پېړۍ د ګڼو "تادیبی" بنسټونو یوه نمونه وه. بینتام وروسته بیا د پنوپتیکان طرحې د رد کېدو له امله سخت په غصه و او په دې اند و چې طرحه يې د پاچا او اشرافي نخبګانو لخوا شنډه شوې ده. د بینتام همدغه د بې عدالتۍ او بې چارۍ حس و چې د "ناوړه ګټې" مفکوره يې رامنځته کړه – او هغه دا چې، د زورواکانو شخصې ګټې د عامه ولس د ګټو پر وړاندې توطیه کوي. دا مفکوره د سمون لپاره د هغه د پراخو بحثونو په یوه بنسټ بدله شوه. [۲۲][۲۳][۲۴]

د بینتام د پنوپتیکان زندان سکونه، بېلابېلې برخې او پلان، په ۱۹۷۱ کال کې د وېلي رېوېلي لخوا رسم شوی دی.

بینتام چې کله له روسیې څخه انګلستان ته راوګرځېد، د وېلی رېوېلي په نامه یوه معمار ته يې د انځورولو کار وروسپاره. په ۱۹۷۱ز کال کې، هغه خپل لیکلي توکي د کتاب په بڼه خپاره کړل، خو بیا يې هم ډېره موده، د خپلو طرحو سمون او لاغني کولو ته دوام ورکړ. [۲۵][۲۶][۲۷]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Betham, Jeremy. A Comment on the Commentaries and a Fragment on Government, edited by J. H. Burns and H. L. A. Hart. London: The Athlone Press. 1977. p. 393.
  2. Harrison 1995، صص. 85–88.
  3. Benthall 2007، ص. 1.
  4. Gruen 2003.
  5. Francione 2004، ص. 139: footnote 78
  6. Sunstein 2004، صص. 3–4.
  7. Bedau 1983، صص. 1033–1065.
  8. Campos Boralevi 2012، ص. 37.
  9. Bentham 2008، صص. 389–406.
  10. Burns 2005، صص. 46–61.
  11. Roberts، Roberts او Bisson 2016، ص. 307.
  12. Warren 1969.
  13. Stephen 2011، صص. 174–5.
  14. Dupont او Onuf 2008، صص. 32–33.
  15. Anonymous 1776، ص. 3.
  16. Armitage 2007.
  17. Roth, Mitchel P (2006), Prisons and prison systems: a global encyclopedia, Greenwood, د کتاب پاڼې 33, د کتاب نړيواله کره شمېره 9780313328565 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Semple 1993، صص. 99–100.
  19. Semple 1993، صص. 134–40.
  20. Semple 1993، صص. 99–101.
  21. Bentham, Jeremy. [1797] 1995. "The Panopticon Letters." Pp. 29–95 in The Panopticon Writings, edited by M. Božovič. London: Verso Books.
  22. Schofield, Philip (2009). Bentham: a guide for the perplexed. London: Continuum. د کتاب پاڼي 90–93. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8264-9589-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Foucault 1977، صص. 200, 249–256.
  24. Bentham 1787.
  25. Semple 1993, pp. 102–4, 107–8.
  26. Semple 1993, pp. 108–10, 262.
  27. Semple 1993، ص. 118.