لیبرال ګوند (لویه بریتانیا)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ۱۹مې او شلمې پېړۍ په لومړیو کې لیبرال ګوند د محافظه کار ګوند تر څنګ په بریتانیا کې د دوو لویو سیاسي ګوندونو له ډلې و. نوموړی ګوند چې په ۱۸۵۰ کلونو کې د وېګ ګوند، آزادې سوداګرۍ - چې پیلایټ او اصلاح غوښتونکي بنسټپاله یې ملاتړ کول، د متحده په توګه کار پیل کړ او د ۱۹ پېړۍ په پای کې یې د ویلیم ګلاډستون په مشرۍ څلور حکومتونه جوړ کړل. سره له دې چې د ا ګوند د آیرلینډ د کورني حاکمیت په موضوع ووېشل شو، په ۱۹۰۵ کال کې حکومت ته راستون شو او د ۱۹۰۶ کال په ټول ټاکنو کې یې لویه بریا ترلاسه کړه. [۱]

د لومړیو وزیرانو هر یو هینري کمبل-بنرمن (۱۹۰۵ – ۱۹۰۸) او ایچ ایچ اسکوېث (۱۹۰۸ – ۱۹۱۶) تر مشرۍ لاندې، لیبرال ګوند داسې اصلاحات تصویب کړل چې هوسایني یو بنسټیز دولت یې رامنځ ته کړ. که څه هم اسکوېث د ګوند مشر و، خو ډېوېډ لویډ جورج د ګوند برلاسې څېره وه. اسکوېث د جګړې په وخت کې د ایتلافي لومړي وزیر د دندې له امله په ستونزو کې ډوب و او لویډ جورج د ۱۹۱۶ کال په وروستیو کې د هغه ځای ناستی شو، خو اسکوېث د لیبرال ګوند مشر پاتې شو. د لویډ جورج د جلا شوې ډلې او د اسکوېث د رسمي لیبرال ګوند تر منځ وېش دا ګوند ډېر زیات کمزوری کړ. [۲][۳]

د لویډ جورج ایتلافي حکومت د محافظه کار ګوند تر تسلط لاندې و چې بالآخره یې په ۱۹۲۲ کال کې له واکه ګوښه کړ. د ۱۹۲۰ کلونو په پای کې، کارګر ګوند د محافظه کار ګوند د اصلي سیال په توګه د لیبرال ګوند ځایناستی شو. لیبرال ګوند له ۱۹۱۸ کال څخه وروسته له زوال سره مخ شو او د ۱۹۵۰ کلونو په ټول ټاکنو کې یې یوازې شپږ چوکۍ ترلاسه کړې.  په فرعي ټاکنو کې د لویو بریاوو تر څنګ یې برخلیک تر هغه د پام وړ ښه نه شو چې په ۱۹۸۱ کال کې یې د نوي جوړ شوي سوسیال ډیموکرت ګوند سره اتحاد وکړ. د ۱۹۸۷ کال په ټول ټاکنو کې اتحاد څلورمه برخه رایي وګټې، خو د سیالۍ په پایله کې یې له ۶۵۰ چوکیو څخه یوازې ۲۳ ترلاسه کړې. د ۱۹۸۷ کال په ټول ټاکنو کې یې د رایو برخه له ۲۳٪ څخه کمه شوه او په ۱۹۸۸ کال لیبرال او سوسیال دیموکرات یوځای شول او سوسیال او لیبرال دیموکرات ګوند یې را منځ ته کړ چې راتلونکی کال د لیبرال دیموکرات په نوم بدل شو. په ۱۹۸۹ کال کې یوې جلا شوې ډلې بېرته لیبرال ګوند جوړ کړ.

د لیبرال ګوند نامتو اندیالان فیلسوف جان سټوارټ مېل، اقتصاد پوه جان مینارد کېنز او ټولنیز پلان جوړونکی ویلیم بیوریج  وو. وینسټن چرچل چې د لیبرالیزم او ټولنیزه ستونزه (۱۹۰۹) ترنوم لاندې اثر ولیک، د هینري ویلیم میسینګم له لوري د "یو اغیزمن او قانع کوونکي استدلال" په توګه تعریف شو او په پراخه چه د دې غورځنګ انجیل ګڼل کېده.  

تاریچه[سمول]

لیبرال ګوند له وېګ ګوند نه وده وکړه. د وېګ ریښه د دوهم چارلز د واکمنۍ له یوې اشرافي ډلې او د ۱۹مې پېړۍ د لومړیو له بنسټ پالو څخه وه. وېګ د تخت د واک د کمولو او د پارلمان د واک د زیاتولو ملاتړی و. که څه هم په دې کار کې د دوی انګیزه اصلاً د ځان لپاره د ډېر واک ترلاسه کول وو، زیاتو آرمان پالو وېګ غړو په تدریجي توګه د خپل ځان لپاره د ولسواکۍ د پراختیا ملاتړ وکړ. د وېګ د اصلاح غوښتونکو د سترو شخصیتونو له ډلې چارلس جیمز فاکس (چې په ۱۸۰۶ کې مړ شو) او د هغه پیرو او ځایناستی ارل ګرې وو. له لسزیزو مخالفت وروسته، وېګ غړي په ۱۸۳۰ کال کې ګرې تر مشرۍ لاندې واک ته راستانه شول او په ۱۸۳۲ کال کې یې د اصلاحاتو لومړي قانون پلی کړ.  

د اصلاحاتو قانون د وېګ پلوو اوج و، خو د وېګز د زوال لامل هم شو. د رایې حق او د اعوامو جرګې ته د منځنیو طبقو د وګړو ننوتل په نهایت کې د منځنۍ طبقې د لیبرالیزم منظمه پراختیا او د وېګ پلوۍ د  پای لامل شو، که څه هم د ډېرو کلونو په اوږدو اصلاح کونکي اشرافیان په ګوند کې لوړې چوکۍ درلودې. د ګرې له تقاعد په وروسته کلونو کې، ګوند لومړی د مشر میلبورن تر مشرۍ لاندې و چې یو ریښتینی سنتي وېګ و، او بیا د مشر جان رسل تر مشرۍ لاندې و، چې د ډوک زوی خو یو صلیبی سخت دریځه و. ورپسې د مشر پالمرسټن تر مشرۍ لاندې و، چې یو خاین آیرلنډي او د توري ګوند غړ او په اصل کې یو محافظه کار، که څه هم چې نوموړي بنسټ پاله ځانګړتیاوې درلودې.  

د ۱۸۳۹ کال په لومړیو کې، رسل د "لیبرالانو" لقب اخیستی و، خو په حقیقت کې د هغه ګوند د اعیانو په جرګه کې د وېګ پلوو یو سست ایتلاف او د اعوامو په جرګه کې بنسټ پاله و. مخکښ بنسټ پالان جان برایټ او ریچارډ کوبډن وو، چې د تولیدي ښارګوټو استازیتوب یې کاوه او د اصلاحاتو د قانون پر مټ یې استازیتوب ترلاسه کړی و. دوی د ټولنیز اصلاحاتو، شخصي آزادۍ، د تخت او د انګلستان د کلیسا د واکونو د کمولو (چې ډېری لیبرال غړي د رسمي کلیسا مخالف وو)، د جګړې او د بهرنیو یوالو (چې د سوداګرۍ بد وو) څخه د ډډې او له هرڅه زیات د آزادې سوداګرۍ پلویان وو. د یوې پېړۍ لپاره، آزاد تجارت یو لامل و چې پر بنسټ یې ټول لیبرال متحد وو.  

په ۱۸۴۱ کال کې، لیبرالانو د ښاغلي رابرټ پیل تر مشرۍ لاندې محافظه کارانو ته واک له لاسه ورکړ، خو په اپوزیسیون کې د دوی موده لنډه وه ځکه چې محافظه کاران د جوارو د قوانینو د لغوې پر سر، چې د آزادې سوداګرۍ ستونزه وه، ووېشل شول؛ او یوه ډله چې د پیلایټ پلوو په نوم یادېده (خو پخپله ښاغلی پیل چې لږ ورسته مړ شو، په کې نه و) له لیبرال اړخ نه جلا شوه. دې کار د رسل، پالمرسټون او پیلایټ پلوه مشر ابرډین تر مشرۍ لاندې وزارتونو ته اجازه ورکړه چې د ۱۸۵۰ او ۱۸۶۰ کلونو په اوږدو کې زیاتره دفترونه له ځانه سره ولري. یو مخکښ پیلایټ پلوه وېلیم ګلاډستون و، چې په زیاتو حکومتونو کې د خزانې اصالح کونکی وزیر و. د لیبرال ګوند د رسمي بنسټ تاریخ په دودیز ډول په ۱۸۵۹ کال کې او د پالمرسټن د دوهم حکومت رامنځ ته کېدو ته رسېږي.  

خو د وېګ – بنسټ پاله ترکیب د ریښتیني عصري سیاسي ګوند په توګه را پورته نشو پداسې حال کې چې دا د اشرافیانو تر تسلط لاندې و او د "دوه بدمخو زړو کسانو"، یعنې رسیل او پالمرسټن تر وتلو پورې یې و نشو کړای چې ګلاډستون د عصري لیبرال ګوند لومړي مشر شي. دې حالت ته ۱۸۶۴ کال کې د پالمرسټون د مړینې او په ۱۸۶۸ کال کې د رسل د تقاعد له امله لاره هواره شوه. د لنډ محافظه کار حکومت څخه وروسته (چې پر مهال یې د اصلاحاتو دوهم قانون د ګوندونو ترمنځ  د هوکړې پر بنسټ تصویب شو)، د ۱۸۶۸ کال په ټاکنو کې ګلاډستون لویه بریا ترلاسه کړه او لومړی لیبرال حکومت یې جوړ کړ. د ولسي ګډون د بنسټ په توګه د لیبرال ګوند تاسیس په ۱۸۷۷ کال کې د لیبرال فدراسیون په تاسیس سره را منځ ته شو. فیلسوف جان سټوارټ مېل هم له ۱۸۶۵ څخه تر ۱۸۶۸ کال پورې د لیبرال ګوند استازی و. [۴]

سرچينې[سمول]

  1. Thomas Banchoff; Mitchell Smith (1999). Legitimacy and the European Union: The Contested Polity. Routledge. د کتاب پاڼې 123. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-18188-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Martin Pugh, "Lloyd George, David, 1st Earl Lloyd-George", The Oxford Companion to British History, p. 565, quote: "Lloyd George made a greater impact on British public life than any other 20th-century leader, thanks to his pre-war introduction of Britain's social welfare system (especially medical insurance, unemployment insurance, and old-age pensions, largely paid for by taxes on high incomes and on the land)."
  3. Michael Fry (1988). "Political Change in Britain, August 1914 to December 1916: Lloyd George Replaces Asquith: The Issues Underlying the Drama". Historical Journal 31 (3): 609–627.
  4. "John Stuart Mill (1806–1873)". BBC. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اگسټ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)