جوهر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

یو سور رنگ په تصور کې نیسو. له دې رنگه څخه دوه شیان درک کوو: لومړی دا چې جسم دی، او دویم دا چې یو رنگ شته، چې دې جسم پورې اړوند دی، او دا جسم ددې رنگ لپاره ځای او شکل ورکوي. مالومه خبره ده، چې رنگ د خپل شتون د تحقق لپاره جسم ته اړتیا لري، یانې باید یو جسم وي، چې رنگ پر هغه باندې عارض شي او په هغه کې تحقق ومومي. حال دا، چې جسم رنگ ته اړتیا نلري. یانې که چېرې له جسم څخه رنگ لرې کړای شي، نو نوموړې جسم له خپل جسموالي څخه نه لویږي او بیا هم جسم یادېږي. په بل عبارت، که چېرې سور رنگ له منځ څخه لاړ شي او ځای یې کوم بل رنگ ونیسي، جسم په هر حال باقي پاتې دی. پداسې حال کې، چې که چېرې جسم له منځه ولاړ شي، رنگ سور رنگ یا هر ډول رنگ چې لري به هم له منځه ولاړ شي.

پدې توگه رنگ په جسم پورې تړلې، مگر جسم په رنگ پورې نه. د هر هغه څه چې د جسم په څېر یې شتون په ځان قایم وي، او د تحقق لپاره بل څیز ته اړتیا ونلري، ته جوهر ویل کېږي. او هرهغه څه، چې د رنگ په څېر په بل څه قایم او تړلی وي، ته عرض ویل کېږي. لومړی کس چې په فلسفه کې یې د جوهر ټکی یې وکاراوه، ارستو وو. ده جوهر یو له لسو مقولاتو څخه وگرځولو.

اوس د جوهر د لا زیاتې پېژندنې لپاره، چې په فلسفه او منطق کې یو بنسټیز ځای لري، له یوې بلې زاويې څخه پام وکړو: کله چې یو څیز سره مخامخېږو، له دوه ډوله پوښتنو سره پوښتو: لومړۍ پوښتنه دا چې: کوم ځانگړتیاوې ددې شي لپاره بنسټیزه او اړین اړخ لري، یانې څیز هغه څه کوي، چې دی؟ او په بل عبارت، د څیز هویت یې جوړ کړې؟

د مثال په توگه: کله چې پوښتو چې مېز حقیقتا څه دی؟ زموږ موخه دا ده، چې د هغو صفاتو او ځآنگړتیاوو څخه چې میز یې لري، کومه یوه بسټیزه ده. په دې صورت که چېرې مېز دا ځانگړتیاوې او صفات له لاسه ورکړي، نو بیا به مېز نه وي.