لايسيوم (لرغونی)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لوکیون یا لیسیم (په لرغوني یوناني : Λύκειον، په فرانسوي کې: Lycée) په لرغوني یونان کې د اتن ښار ته نږدې د لرګین لوبغالي نوم و، چېرې چې ارستو خپل ښوونځی تاسیس کړ.

له ارستو دمخه[سمول]

ياد لوبغالی د اپولوسيوس مزدک(عبادتځای) ( لېوه خدای اپولو ) ته نژدې و او له همدې امله د ارستو د ښوونځي نوم ترې اخيستل شوی دی. [۱] په پخوانیو لیکنو کې د دې ځای په اړه اشاره شوې ده. د مثال په توګه، د اپلاتون د خبرو اترو په پیل کې، موږ لولو چې سوکرات له اکاډمۍ څخه لیسیم ته ځي او پاتې کیسه د دې سړک په مینځ کې ترسره کیږي. لیسیم هم د فلسفي بحثونو او خبرو اترو ځای و. اسوکریټس او ډېری سوفیستانو په دې ځای کې د بیاناتو درس ورکړی دی. [۲]

د ارستو او له هغه وروسته دوره[سمول]

ارستو له خپل ټاټوبي – ستاګيرا – څخه اتن ته له راستنېدو وروسته په 334/335 م ز کې په همدې ځای کې خپل ښوونځی پرانيست. او د خپل پاتې ژوند ډېره برخه يې په لیسیم کې د فلسفي آثارو تدریس او لیکلو ته وقف کړه. دا هغه ځای و چې ارستو د کتابونو په راټولولو او په سیستماتیک ډول طبقه بندي کولو سره د اروپا د تاریخ لومړی کتابتون جوړ کړ. د اکاډمۍ برعکس، چې د شمېرپوهنې(رياضياتو) او تیوریکي موضوعاتو سره يې ډېره علاقه درلوده، لیسیم تجربوي علومو او بیولوژیکي څېړنو ته ډېر لیواله و. [۳] وروسته له هغه چې ارستو د خپل ژوند په وروستیو میاشتو کې له اتن څخه وتښتېد، د لیسیم مشري تیوفراستس ته وسپارل شوه، چې له 322 څخه تر 287 تر مرګه دا مسئوليت پرمخ يوړ.

پايليکونه[سمول]

اړوندې پوښتنې[سمول]

د مشا فلسفه