Jump to content

د ارسطو فسلفه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
فلسفه

تانبه   کتنه  خبرې اترې  سمول 

د ارستو فلسفه یو فلسفي دود دی چي د ارستو د هڅو په بنسټ را منځ ته شوه چې د طبیعي قانون په مطالعه کې د کل څخه جز ته منطق او له کل څخه جز ته د تحلیلي تګلارې په بنسټ پېژندل کېږي. دا فلسفه د "ولې" پوښتنو او همدارنګه هدف یا علت پېژندنې (تیلیوجی) ته د څلورو لاملونو د طرحې په بنسټ ځواب ورکوي او د تقوا په اخلاقو ټینګار کوي. ارستو او د هغه مکتب د فزیک، بیولوژي، میتافزیک (له طبعیت نه پورته علم)، منطق، اخلاقو، غوره هنرونو، شعر، تیاتر، موسیقۍ، فصاحت او بلاغت، ارواپوهنې، ژبپوهنې، اقتصاد، سیاست او حکومت په اړه مقالې لیکلي دي.  هر هغه فکري مکتب چې د پیل د ټکي په توګه د ارستو یو ځانګړی دریځ خپل کړي په پراخه معنی هغوی "ارستو پلوي"  ګڼل کېږي. دا په دې معنی ده چې د ارستو بېلابېل نظریات (د بیلګې په توګه په اخلاقو یا د حیات په علم کې) ممکن د هغوی د محتویاتو د ریښتینې کچې په اندازه او همدارنګه له ارستو سره د تړاو دېره ګډه محتوا و نه لري.  

د ارستو په زمانه کې، تر بحث لاندې فلسفه طبیعي فلسفه وه، چې د ساینسي انقلاب په ترځ کې د عصري علومو له ظهور څخه مخکښه وه. د ارستو له اثارو څخه په پیل کې د پیریپاتیټیک (تګ) مکتب د غړو او وروسته د نوې افلاطونې فلسفي ملاتړ وکړ، چې د ارستو په لیکنو یې ډیری تبصرې رامنځ ته کړې. د اسلام په زرینه دوره کې، ابو علي سینا او ابن رشد د ارستو اثار په عربي ژبه وژباړل او د دوی د کړنو په بنسټ، همدارنګه ابو یوسف الکندي او ابو نصر الفارابي په څېر له فیلسوفانو سره، د ارستو فلسفه د لومړنۍ اسلامي فلسفې یوه لویه برخه شوه.

موسی بن میمون د اسلامي پوهانو څخه د ارستو فلسفه ترلاسه کړه او خپل اثر (لار ورکو ته لارښود) یې د هغه په بنسټ را منځ ته کړ چې وروسته د یهودي ښوونیزې فلسفې بنسټ وګرځېد. که څه هم لوېدیځه اروپا د ارستو له ځینو منطقي اثارو سره آشنا وه، خو د ۱۲ پېړۍ تر لاتیني ژباړې او ښوونیزې فلسفې تر مودې پورې چې د ارستو او د هغه عربي د مفسرینو اثار په پراخه کچه شتون وموندلو، دې آشنایي شتون نه درلود. پوهانو لکه البرتوس مګنوس او توماس اکویناس د ارستو آثار د کاتولیکې خدای پېژندنې سره سم تفسیر او منظم کړل.

د عصري طبیعي فیلسوفانو د نیوکو له امله تر شاتګ وروسته، د ارستو د تیلیولوژي (علت پېژندنه) ځانګړی نظریه د وولف او کانټ له لارې هیګل ته ولېږدول شوه، چې هغه دا په تاریخ کې د بشپړتیا په توګه پلي کړه. خو دا پروژه د ارستو د مخالفو په توګه د تریندلینبورګ او برینتانو لخوا تر نیوکې لاندې راغله، د هیګل نفوذ اوس ډېری په مارکس باندې د بنسټیز نفوس په توګه انګېرل کېږي.

د ارستو وروستۍ اخلاقي او "عملي" فلسفه، لکه د ګدامر او مک ډویل د فلسفې په څېر، ډېری وختونه د ارستو د دودیز میتافیزیکي یا تیوریکي فلسفې په ردولو باندې انګېرل کېږي. د دې نظر په بنسټ، د سیاسي جمهوریت غوښتنې لومړنی عصري دود، چې عامه چارې، عامه اجماع، یا دولت داسې په نظر کې نیسي چې د اتباعو د نیکو کړنو په بنسټ رامنځ ته کېږي، په بشپړه توګه ارستو پلوه دي.

الاسډیر مک انټایر یو مشهور ارستو پلوه فیلسوف دی چې د (تقوا په لټه کې) خپل کتاب کې یې د تقوا اخلاقو د فلسفې په بیا را ژوندۍ کولو کې مرسته وکړه. مک انټایر د ارستو فلسفه په په دې دلیل تر بیاکتنې لاندې نیسي چې تر ټولو لوړ دنیوي توکي، چې د انسانانو په باطن کې شتون لري، په ټولنیزو کړنو کې د ګډون له لارې منځ ته راځي.  

تاریخچه

[سمول]

لرغونی یونان

[سمول]

د ارستو اصلي پیروان د پیريپاتیتیک (تګ) مکتب غړي وو. د دې مکتب تر ټولو مخکښ غړي له ارستو څخه وروسته تیوفراستوس او د لامپساکس اوسېدونکی ستراټو وو، چې دواړو د ارستو څېړنو ته دوام ورکړ. د روم په دوره کې، دې مکتب د خپل کار په ساتنه او دفاع ځان را ټول کړ. په دې برخه کې تر ټولو مشهوره څېره د افرودیسیس اوسېدونکی سکندر و چې د ارستو په لیکنو یې نظر وړاندې کولو. په دریمه پیړۍ کې د نوې افلاطوني فلسفې په رامنځ ته کېدو سره، پیريپاتیتیک یا د تګ فلسفه د خپلواکې فلسفې په توګه پای ته ورسېده. خو لا هم، نوو افلاطون پلوو کوښښ کولو چې د ارستو فلسفه په خپل نظام کې ګډه کړي او د ارستو په اړه ډېر نظرونه وړاندې کړل.  [۱]

د بیزانتین یا ختيځ روم سترواکي

[سمول]

د بیزانتین ارستو پلوه فلسفه د بیزانتین په سترواکۍ کې د ارستو د تفسیر په بڼه راڅرګنده شوه:  چې نوموړی تفسیر داسې ترتیبات وو چې د ارستو د فلسفې متن په داسې توګه په کې تفسیر، تنظيم او ترتیب شي چې په اسانۍ د پوهاوي وړ وي. دا ډول تګلاره په ډېر ګمان سره څلورمې پیړۍ په نیمه کې د تیمیستیوس له خوا اختراع شوه، د ۱۱ پېړۍ په منځ کې مایکل سیلوس له خوا بیا ورغول شوه، او د ۱۳ پېړۍ په وروستیو او د ۱۴ پېړۍ په لومړیو کې د سوفونیاس لخوا نوره هم پراخه شوه. [۲]

د لیو په نوم ریاضي پوه د نهمې پیړۍ په نیمایي کې د مګنارا په مکتب کې د فلسفې د مشر په توګه وټاکل شو ترڅو د ارستو منطق تدریس کړي. ۱۱ او ۱۲ پېړۍ د دولسمې پیړۍ د بیزانتین د ارستو پلوه فلسفې د ظهور شاهدې وې. له دولسمې پېړۍ مخکې د ارستو د نظریاتو ټول بیزانتیني محصول په منطق باندې ولاړ و. خو د هغو موضوعاتو کچه چې د ارستو د تبصرو تر پوښښ لاندې په دوه لسیزو کې له ۱۱۱۸ کال وروسته ترتیب شوې، د شهزادګۍ انا کامنینا د نوښت له امله خورا ډېر کار و چې یو شمېر پوهان یې د ارستو د پخوانیو له نظر غورځول شویو کارونو په اړه د تفسیر لیکلو لپاره و ګمارل. [۲]

اسلامي نړۍ

[سمول]

د عباسيانو په سترواکۍ کې ډېر بهرني اثار عربي ژبې ته وژباړل شول، لوی کتابتونونه تاسیس شول او د پوهانو تود هرکلی وشو. د خلیفه هارون الرشید او د هغه د زوی مامون په دوره کې، په بغداد کې د حکمت ماڼۍ وده وکړه. عیسوی عالم حنین بن اسحاق (۸۰۹ – ۸۷۳ ) د خلیفه له خوا د ژباړونکي په توګه و ګمارل شو. اسحاق په خپل ژوند کې ۱۱۶ لیکنې چې پکې د افلاطون او ارستو اثار هم شامل دي په سریاني او عربي ژبو ژباړلي دي.  [۳][۴][۵]

د حکمت د ماڼۍ په بنسټ سره، د ارستو د اثارو ټوله ساتل شوې ټولګه (د ایدومي اخلاقو، لوی اخلاقو، او سیاست پرته) د یوناني مفسرینو د آثارو سره یوځای لاس رسي ته کېښودل شوه؛ چې دې ټولګې د اسلامي ارستو پلوه فلسفې واحد بنسټ کېښود. [۶]

ابو یوسف الکندي (۸۰۱ – ۸۷۳) لومړنی مسلمان فیلسوف و چې عربي نړۍ ته یې د یوناني او هیلیني فلسفې د معرفي کولو په برخه کې د هڅو له امله شهرت لري. هغه د ارستو او نوي افلاطون فلسفې ته د اسلامي فلسفي چوکاټ کې ځای ورکړ. دا په اسلامي فکري نړۍ کې د یوناني فلسفې د معرفي او شهرت یو لوی لامل و. [۷][۸]

فیلسوف الفارابي (۸۷۲ – ۹۵۰) په څو پېړیو کې په ساینس او فلسفه په برخه کې خورا نفوذ درلود، او د هغه په ​​وخت کې د علم په برخه کې له ارستو وروسته په پراخه کچه دوهم ګڼل کېده (هغه ته "دوهم ښوونکي" لقب ورکړل شوی دی). د هغه آثار، چې موخه یې د فلسفې او تصوف ترکیب و، د ابن سینا (۹۸۰ – ۱۰۳۷) کړنو ته یې لاره هواره کړه. ابن سینا د ارستو آثارو له مهمو ژباړونکو څخه شمېرل کېږي. هغه فکري مکتب چې ابن سینا تاسیس کړ د ابن سیناییزم په نوم یادېږي، چې د ارستو او نوې افلاطونې فلسفې په بنسټ را منځ ته شوی دی.  [۹][۱۰][۱۱]

د مدیترانې د بحیرې په لوېدیځه څنډه کې، د دوهم الحکم (۹۶۱ تر ۹۷۶) د واکمنۍ پر مهال، په قرطبه کې د ژباړې په برخه کې پراخې هڅې وشوې او ډېر کتابونه عربي ژبې ته وژباړل شول. ابن رشد (۱۱۲۶-۱۱۹۸) چې د خپل ژوند ډیره برخه یې په قرطبه کې او سیویل ښار کې تېره کړې ده، په ځانګړې توګه د ارستو د آثارو د تفسیر کوونکي په توګه مشهور و. هغه اکثراً په یو اثر دوه یا دری بېلابېلې تبصرې لیکلې او د ارستو په اثارو باندې د هغه باندې ۳۸ تبصرې پېژندل شوې دي. که څه هم د هغه لیکنې په اسلامي هېوادونو کې لږ اغېزې درلودې، خو په لویدېځ لاتین کې یې خورا لوی اغېز درلود، او د فکري مکتب لامل شو چې د ایورویزم په نوم یادېږي. [۱۲]

سرچینې

[سمول]
  1. Furley, David (2003), From Aristotle to Augustine: Routledge History of Philosophy, 2, Routledge
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ کينډۍ:Cite SEP
  3. Wiet, Gaston. "Baghdad: Metropolis of the Abbasid Caliphate". بياځلي په 2010-04-16.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  4. Opth: Azmi, Khurshid. "Hunain bin Ishaq on Ophthalmic Surgery." Bulletin of the Indian Institute of History of Medicine 26 (1996): 69–74. Web. 29 Oct. 2009
  5. Lindberg, David C. The Beginnings of Western Science: Islamic Science. Chicago: The University of Chicago, 2007. Print.
  6. Manfred Landfester, Hubert Cancik, Helmuth Schneider (eds.), Brill's New Pauly: Encyclopaedia of the Ancient World. Classical tradition, Volume 1, Brill, 2006, p. 273.
  7. Klein-Frank, F. Al-Kindi. In Leaman, O & Nasr, H (2001). History of Islamic Philosophy. London: Routledge. p 165
  8. Felix Klein-Frank (2001) Al-Kindi, pages 166–167. In Oliver Leaman & Hossein Nasr. History of Islamic Philosophy. London: Routledge.
  9. "Avicenna (Ibn Sina) (c.980–1037)". The Internet Encyclopedia of Philosophy. بياځلي په 2007-07-13.
  10. "Avicenna (Abu Ali Sina)". Sjsu.edu. خوندي شوی له the original on 11 January 2010. بياځلي په 2010-01-19.
  11. "Avicenna". Encyclopedia Iranica. 
  12. Edward Grant, (1996), The foundations of modern science in the Middle Ages, page 30. Cambridge University Press