سوفيست

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سوفيست يا سوفيسط (په يواني ژبه: σοφιστής ) په لرغوني يونان او لرغوني روم کې هاغه ځانگړو استادانو ته وېل کېدل چې د فلسفې په فصاحت او بلاغت اړخ باندې برلاسي و . که څه هم ځينې سوفيستانو د سندارا (موسيقۍ) ، ورزښت ، او شمېرپوهنې څانگو سبقونه ورکول خو په ټولگړې توگه يې ځوانو سياستوالو ، حکومتوالو ته د ارېته يا (ارېتس) زده کړې ورکولې ، چې موخه يې د هرچا څخه د بهتر ځان گڼل و. سوفيستانو په لومړي سر کې د بډايه او نوموتو کورنيو غړو ته د ښو زده کړو ورزده کول پر مخ وړل ، چې وروسته بيا د سقراط ، افلاطون او زېنوفون لخوا د دوی دغه کړنې وغندل شوې. برسېره پر دوی باندې د نيوکو دغو ځانگړو استادانو (سوفيسطانو) خپلو کړنو ته په ځانگړي توگه د روم د تاريخي پير په کلونو کې چې د دوهم سوفيسطي پیر په نوم شهرت لري وروسته دوام ورکړ. په دغو سوفيستانو باندې ډېرې درندې نيوکې د افلاطون او ارستو لخوا روانې وې .

آرپوهه

د هېنيکوس يا يولاسی آسگاډي ځغلوونکي پژۍ چې د لرغوني يونان په دلفي ښارگوټي کې موندل شوې او په ۴۷۴ کاله مخزېږدي پېر کې جوړه شوې

د يوناني ژبې ویی (سوفوس ) (σοφός) چې د نوم په بڼه د سوفيا سره تړاؤ لري مانا يې ٫٫ ماهر٬٬ يا ٫٫ هوښيار٬٬ راوځي ، ځکه چې په لرغوني يونان کې د افسانيي شاعرهومر په پېر کې هر هاغه چاته سوفيا يا سوفوس وېل کېدل چې د ځانگړو ښکليو هنرونو اوقلم او تورې علمي استعدادونو خاوندان به و. يوه بېلگه يې د لرغوني يونان د هينيکوس په نامه يوه پژۍ چې د يوې آسگاډي د سيالۍ لوبغاړی دی او يو لاس يې نشته خو په ښي لاس باندې گاډۍ ځغلوي .همدې ته ورته هوښيارو بنيادمانو ته يې سوفوی يا سوفوس وېل . وروسته بيا دغه ویی يا ويېکه په ټولگړې توگه عام مفهوم خپل کړ چې له مخې يې د علم مانا غوره کړه د بېلگې په توگه ، په سياست ، اخلاق ، او کورنيو چارو نظم اړوند چارو . دغه د لرغوني يوناني ژبې ادبياتو په افسانوي اووه قصيدو کې چې په ۷م مخزېږدي او ۶م مخزېږدي کې لکه د (سولون او تېلس ) څرگند شوي . همدارنگه دغه ماناوې د هروډوټس په تاريخي لیکنو کې څرگندې شوي .ريچارډ مارټن دغو اووه افسانوي قصيدو ته د(د سياسي شاعرۍ لوبگرانو ) نوم ورکړی."[۱] د سوفوس σοφός د ويی څخه د سوفيزدو σοφίζω فعېل يا ٫٫کړيال٬٬ جوړېږي چې مانا يې ده ( زده کړه ، پوهول ، په زده کړې سمبالول) ، خو د ژبښودنې د بې غږه حالت په لړ کې يې مانا ٫٫جوړېدل يا هوښيارېدل٬٬ راوځي يا هم ٫٫ ځيرفکره يا د پوهې او مسلک خاوند ٬٬ هم بلل کېږي . په پايله کې له دغه کړيال يا فعېل څخه يو نوم د (سوفيستس) σοφιστής په بڼه جوړشو ، چې په اصل کې يې مانا ٫٫ د خپل د هنر پنځگر يا ماسټر٬٬ بلل کېږي ، خو بيا د دې مانا هم پراخه شوه او د ٫٫ هوښيار سړي٬٬ مانا يې خپله کړه . همدغه ٫٫سوفيست٬٬ وييکه په نورو گڼشمېر ژبو کې د پورتني ويي ٫٫ سوفيستس٬٬ څخه راوتلې . "[۲] دغه د سوفيست ويی په يوناني ژبې کې د نورو ويوونو سره هم گډېږي چې يو ترکيبي مانا راباسي . د بېلگې په توگه ، ٫٫ گېمنوسوفيست ٬٬ يانې لوڅ فيلسوفان ، ٫٫ آيتروسوفيست٬٬ يانې يو ډول رنځپوه ، چې په لرغوني رومي ټولواکمنې پېرکې يادېده .

د پينځمې مخزېږدي پېر سوفيستان

د ۵مې م.ز. پېړۍ په دوهمو نيمايي کالونوکې په ځانگړې توگه آتېن کې يې ٫٫سوفيست٬٬ د يو ټولی هاغو پوهاندو کسانو ته وېل چې سيار گرځېدونکي استادان و. دوی به د پيسو په بدل کې خلکو ته زده کړې ورښودلې .

سوفيستان او ولسواکي

سوفيستان او زده کړې بهير

سرچينې

  1. Plato protagoras, intro by N Denyer, p1, cambridge up, 2008
  2. A Lexicon Abridged from Liddel and Scott's Greek-English Lexicon, Oxford: Clarendon, 1996, s.v.v. σοφίζω and σοφιστής.