منځپانگې ته ورتلل

آین رنډ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
آین رنډ
Ayn Rand  ويکيډاټا کې (P1559) ځانګړنې بدلې کړئ
آین رنډ
آین رنډ

د شخص مالومات
زېږون نوم
Алиса Зиновьевна Розенбаум،  
Alisa Zinovyevna Rosenbaum،  
אליסה זינובייבנה רוזנבאום  ويکيډاټا کې (P1477) ځانګړنې بدلې کړئ
پيدايښت ۲ فېبروري ۱۹۰۵[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
سینټ پیټرزبورګ [۱۳][۱۴]  ويکيډاټا کې (P19) ځانګړنې بدلې کړئ
مړینه 6 مارچ 1982 (77 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۲]  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
منهټن [۱۵]،  نيويارک   ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
د مړینې لامل زړه نابری   ويکيډاټا کې (P509) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت روسي سترواکي (–۱۹۱۷)

شوروي اتحاد (۱۹۱۷–۱۹۳۱) د امریکا متحده ایالات (۱۳ مارچ ۱۹۳۱–)[۱۶][۱۷]

د شوروي اتحاد فدراتیف سوسیالیست جمهوریت   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
نسل يهودۍ [۱۸]  ويکيډاټا کې (P172) ځانګړنې بدلې کړئ
روغتيايي څرنګوالی د سږو سرطان   ويکيډاټا کې (P1050) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک فیلسوف [۱۹]،  سکرين ليکوال ،  خبريال ،  ليکوال [۲۰]  ويکيډاټا کې (P106) ځانګړنې بدلې کړئ
مورنۍ ژبه روسي ژبه   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکې ژبه روسي ژبه ،  انګليسي ژبه [۲۱][۲۲]  ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
د کړنې څانګه عینیت   ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
مؤثر شخصیات ارستو ،  لوډیګ وون مېزس ،  ټوماس آکوینس ،  فيودور ميخايلوويچ داستاېفسکي ،  وېکټور هوګو   ويکيډاټا کې (P737) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
آین رنډ
آین رنډ

وېبپاڼه
وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه  ويکيډاټا کې (P856) ځانګړنې بدلې کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ

الیس اوکانر (الیسا زینوفیونا روزنبام، ۲ فبروري ۱۹۰۵ – ۶ مارچ ۱۹۸۲ زکال) چې تر ډېره په خپل مستعار نوم آین رنډ پېژندل کېږي روسي الاصله امریکايي لیکواله او فیلسوفه وه. نوموړې د خپلو داستانونو او د عینیت پالنې (Objectivism) په نوم د یو فلسفي سیسټم د پراختیا له امله شهرت وموند. په روسیه کې وزېږېده او همالته یې زده کړې وکړې، هغه په ۱۹۲۶ زکال کې متحده ایالاتو ته کډه شوه. له دوه ناولونو چې په پیل کې بریالي نه و او همدارنګه له دوه براډوې تیاترونو وروسته هغې په ۱۹۴۳ زکال کې د سرچینې (The Fountainhead) په نوم خپل بل ناول له امله شهرت وموند. په ۱۹۵۷ زکال کې رنډ خپل تر ټولو پېژندل شوی اثر، اطلس شراګډ خپور کړ. له دې وروسته نوموړې په ۱۹۸۲ زکال کې تر خپلې مړینې پورې د خپلې فلسفې د ترویج په موخه غیر داستاني ادبیاتو ته مخه کړه خپله periodicals فلسفي مجله او د مقالاتو ګڼ شمېر ټولګې یې خپرې کړې.[۲۳]

رنډ له عقل څخه د پوهې د ترلاسه کولو د یوازنۍ وسیلې په توګه دفاع کوله. هغې مذهب او باور رد کاوه. له عقلاني او اخلاقي ځان پالنې یې ملاتړ کاوه او اخلاقي فداکاري یې رد کوله. د سیاست په برخه کې هغې له زور کار اخیستل د غیر اخلاقي چارې په توګه محکوم کول او همدارنګه یې له جمع پالنې، دولت پالنې او انارشېزم سره مخالفت درلود. پر ځای یې هغې له لسه فر (آزاد) کپیټلېزم څخه ملاتړ کاوه چې د دې د تعریف له مخې هغه سیستم و چې بنسټ یې د شخصي مالکیت د حقونو په ګډون د فردي حقونو د رسمیت پېژندلو له مخې و. له دې سره چې رنډ له آزادۍ پالنې سره مخالفت درلود او هغې ته یې د انارشېزم په سترګه کتل، خو په متحده ایالاتو کې یې له معاصر آزادي پالونکي خوځښت سره اړیکې لرلې. رنډ په هنر کې رومانتیکه واقعیت پالنه رواج کړه. هغې یوازې له ارسطو، توماس اکویناس او کلاسیکو لیبرالانو پرته په ډېری فیلسفونو او فلسفي سنتونو نیوکې کولې.[۲۴][۲۵][۲۶]

د رنډ داستانونه د ادبي منتقدینو له مختلفو نقدونو سره مخ شول. په داسې حال کې چې د هغې له عقایدو سره عملي لیوالتیا د هغې له مړینې وروسته زیاته شوه، خو علمي فیلسوفانو د هغې فلسفه د جدلي کړنلارې او همدارنګه د میتودولوژیکي دقت د نشتوالي له امله په عموم ډول رد او یا هم له پامه غورځوله. د هغې لیکنو له سیاسي پلوه پر یو شمېر آزادي غوښتونکو او محافظه کارانو اغېز درلود. ورته مهال عینیت پالونکی خوځښت هڅه کوي د هغې نظریاتو ته په عامه او همدارنګه علمي ډګر کې پراختیا ورکړي.[۲۳][۲۷][۲۷][۲۸][۲۹]

ژوند

[سمول]

لومړنی ژوند

[سمول]

رنډ د ۱۹۰۵ زکال د فبروري په دویمه د الیسا زینوفیونا روزنبام په نوم په یوه بورژوازي روسي- یهوده کورنۍ کې چې په سن پترزبرګ کې اوسېده؛ وزېږېده. هغه د درمل جوړونکي زینوي زاخاروویچ روزنبام او انا بوریسوونا (کورنی نوم یې کاپلان و) د دریو لوڼو مشره وه. نوموړې ۱۲ کلنه وه چې د اکتوبر انقلاب او همدارنګه د ولادمیر لینین تر مشرۍ لاندې د بلشویکانو حکومت د هغې د کورنۍ پخوانی خوشاله ژوند ګډوډ کړ. د پلار کسب او کار یې مصادره شو او کورنۍ یې د کریمه یفپاتوریا ته وتښتېده، هغه سیمه چې د روسیې د کورنۍ جګړې په لومړیو کې د سپین پوځ په ولکه کې وه. د ۱۹۲۱ زکال په جون میاشت کې له عالي لیسې څخه له فراغت وروسته نوموړې له خپلې کورنۍ سره پتروګراد (وروسته یې نوم سن پترزبرګ شو) ته راوګرځېده، چېرې چې له ډېرو ناهیلو کوونکو شرایطو سره مخ شوه او آن ډېر مهال به وږې پاتې کېدله.[۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

هغه مهال چې له انقلاب وروسته روسي پوهنتونونه د ښځو پر مخ پرانیستل شول هغه له لومړیو هغو ښځینه و څخه و چې د پتروګراد په دولتي پوهنتون کې یې نوم ثبت کړ. هغې په ۱۶ کلنۍ کې د ټولنیزو علومو د تاریخ په څانګه کې په زده کړو پیل وکړ. هغه له یو شمېر نورو بورژوازي زده کړیالانو سره یوځای له فراغت وړاندې له پوهنتون اخراج شوه. خو د بهرنیو پوهانو له ډله ئیز شکایت وروسته ډېری اخراج شوو زده کړیالانو اجازه ترلاسه کړه چې خپلې زده کړې بشپړې کړي او فراغت ترلاسه کړي همدا و چې د ۱۹۲۴ زکال په اکټوبر میاشت کې له پوهنتون فارغه شوه. وروسته یې د یو کال لپاره د نمایشي هنر په برخه کې د لینن ګراد په دولتي تخنیکوم کې زده کړې وکړې. هغې د خپل کار زده کړې د برخې په توګه د پولنډي لوبغاړي پولا نګري په اړه مقاله ولیکله چې د هغې په لومړني اثر واوښته. دغه مهال و چې هغې پرېکړه وکړه د لیکوالۍ لپاره یې تخلص رنډ وي، او خپل لومړی نوم یې هم آین وټاکه.[۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]

د ۱۹۲۵ زکال په وروستیو کې هغې په شیکاګو کې د خپلو خپلوانو د لیدو په موخه وکولای شول ویزه ترلاسه کړي. هغې د ۱۹۲۶ زکال د جنوري په ۱۷ مه حرکت وکړ او د ۱۹۲۶ زکال د فبروري په ۱۹ مه نیویارک ته ورسېده. هغې چې هوډ درلود په متحده ایالاتو کې پاتې شي څو فیلمنامه لیکونکې شي، هالیوډ ته له تلو وړاندې یې څو میاشتې په کالیفورنیا کې له خپلو خپلوانو سره ژوند وکړ.[۴۴][۴۵][۴۶][۴۷]

په هالیوډ کې له مشهور ډایرکټر سیسل بي. ډمیل سره د هغې ناڅاپي لیدنه د دې لامل وګرځېده چې د پاچایانو د پاچا (The King of Kings) په فلم کې د اضافي لوبغاړې په توګه رول ولوبوي او وروسته له هغې یې د یوې تازه کارې فیلمنامې لیکونکې په توګه دنده ترلاسه کړ. په The King of Kings کې د کار پر مهال هغه له یو هڅاند لوبغاړي فرانک اوکانر سره بلده شوه. دوی دواړو د ۱۹۲۹ زکال د اپرېل په ۱۵ مه واده وکړ. هغې د ۱۹۲۹ زکال په جولای میاشت کې د امریکا دایمي اقامت ترلاسه کړ او د ۱۹۳۱ زکال د مارچ په دریمه د امریکايي وګړې په توګه وپېژندل شوه. هغې ډېره هڅه وکړه خپل والدین او خویندې متحده ایالاتو ته راولي، خو هغوی ونشو کولای د مهاجرت اجازه ترلاسه کړي.[۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲]

سیاسي نفوذ

[سمول]

په داسې حال کې چې هغې پر ځان د «محافظه کار» او «آزادي غوښتونکې» د نوم لګول رد کړل خو د ښي اړخ په سیاستونو او آزادۍ پالنې باندې یې دوامداره اغېز درلود. رنډ تر ډېره پورې د امریکايي معاصرې آزادي پالنې په لومړنۍ پراختیا کې د دریو تر ټولو مهمو مېرمنو (د روز ویلډر لین او ایزابل پټرسون په خوا کې) په توګه په پام کې نیول کېږي. د لیبرټرین ګوند له بنسټ اېښودونکو څخه ډیوېډ نولان ویلي چې «له آین رنډ پرته آزادي غوښتونکي خوځښت شتون نه درلود». د دغه خوځښت د تاریخ له مخې خبریال براین دوهرتي هغه «د ټولو وګړو لپاره د شلمې پېړۍ د تر ټولو نفوذ لرونکې آزادي غوښتونکې» په توګه توصیف کړې. تاریخ لیکونکي جینیفر برنز هغه «په ښي اړخ کې د ژوندانه د درملو د وروستۍ دروازې» په توګه یاده کړې.[۲۷][۲۷][۵۳][۵۴][۵۵][۵۶][۵۷][۵۸][۵۹]

هغه سیاسي څېرې چې رنډ د اغېزمنې مېرمنې په توګه یادوي تر ډېره پورې محافظه کاران (ډیری یې د جمهوري غوښتونکي ګوند غړي دي) دي، آن له دې سره چې رنډ د محافظه کارانو لپاره یو شمېر غیر معمول دریځونه لکه د جنین د سقط پلویتوب او همدارنګه په خدای ناباوري توب غوره کول. هغه د جونیر ویلیام اف، باکلي او همدارنګه د نشنل ریویو په نامه د محافظه کارې مجلې د ګڼ شمېر همکارانو له مخالفت سره مخ شوه چې د هغې د لیکنو او نظریانو اړوند یې ګڼ شمېر نیوکې خپرې کړې. له دې سره هم په ۱۹۸۷ زکال کې د نیویارک ټایمز یوې مقالې هغه د ریګان د ادارې پر مهال «د غوره ناول لیکنې» د جایزې په ګټونکو کې یاده کړه. همدارنګه د کانګرس جمهوري غوښتونکو استازو او محافظه کاره کارپوهانو بیا په خپل ژوند کې د هغې اغېز منلی او د هغې د ناولونو د لوستنې توصیه یې کړې. نوموړې همدارنګه له متحده ایالاتو بهر په یو شمېر محافظه کاره سیاستوالو لکه په بریتانیا کې په ساجد جاوید، په ناروې کې په سیو جنسن او په اسرائیلو کې په ایلت شاکد اغېز لرلی.[۶۰][۶۱][۶۲][۶۳][۶۴][۶۵][۶۶][۶۷][۶۸]

د ۲۰۰۷ – ۲۰۰۸ زکال مالي کړکېچ یو ځل بیا د هغې له اثارو په ځانګړې توګه له اطلش شراګډ سره د لیوالتیا لامل وګرځېد ځکه یو شمېر دغه اثر د کړکېچ اړوند وړاندوینه بولي. یو شمېر نظري مقالو هم د واقعي دنیا پېښې د هغې د رمان له طرحې سره پرتله کړې. هغه نښې چې د رنډ او د هغې د داستان اتل جان ګالټ ته کارول شوې د چایو ګوند په لاریونونو کې څرګندې شوې. د هغې په نظریاتو مخ پر زیاتېدونکې نیوکې تر ډېره د سیاسي کیڼ اړخ له لوري دي. منتقدین یې، اقتصادي کړکېچ له ځان غوښتنې او آزاد بازار څخه د هغې د ملاتړ له امله بولي او په ځانګړې توګه هغه په الن ګرینسپن باندې د اغېز له امله پړه بولي. په ۲۰۱۵ زکال کې آدام وینر وویل چې «رنډ په اغېزمنه توګه د ګرینسپن په واسطه د متحده ایالاتو د اقتصاد جوش لرونکې خونې ته ساعتي بم وغورځاوه». لیزا دوګان وویل چې د رنډ ناولونو د نئولیبرال سیاسي نظریاتو د پراختیا په برخه کې «نه محاسبه کېدونی اغېز» لرلی. په ۲۰۲۱ زکال کې کاس سانسټاین وویل چې د رنډ نظریات کولای شو د ټرامپ د ادارې په مالیاتي او نظارتي سیاستونو کې وګورو، هغه چارې چې نوموړي د رنډ د ناولونو «تل پاتې اغېز» ته اړوندې وبللې.[۶۸][۶۹][۶۲][۷۰][۷۱][۷۲][۷۳][۶۹][۷۴]

سرچينې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118903012 — خپرېدونېټه: ۱۴ اگست ۲۰۱۵ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb11921130q — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Ayn-Rand — سکالو پېژند: Ayn Rand — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6fq9wp7 — سکالو پېژند: Ayn Rand — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Internet Broadway Database person ID: https://www.ibdb.com/broadway-cast-staff/4390 — سکالو پېژند: Ayn Rand — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Itaú Cultural ID: https://enciclopedia.itaucultural.org.br/pessoa366095/ayn-rand — سکالو پېژند: Ayn Rand — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — ليکوال: Itaú Cultural — خپروونکی: Itaú Cultural — ISBN 978-85-7979-060-7
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/851 — سکالو پېژند: Ayn Rand — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ ISFDB author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?2878 — سکالو پېژند: Ayn Rand — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ سکالو پېژند: Ayn Rand — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/a2d1e711688240b5a141840607759221 — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  10. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/rand-ayn — سکالو پېژند: Ayn Rand — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Brockhaus Enzyklopädie — خپروونکی: F.A. Brockhaus
  11. سکالو پېژند: Ayn Rand — Vegetti Catalog of Fantastic Literature NILF ID: https://www.fantascienza.com/catalogo/NILF14387
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/3777 — سکالو پېژند: Ayn Rand — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  13. پیوستون : 118903012  — خپرېدونېټه: ۱۱ ډېسمبر ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  14. Ayn Rand, ‘Fountainhead’ Author, Dies — ليکوال: Wolfgang Saxon — خپرولونېټه: ۷ مارچ ۱۹۸۲
  15. پیوستون : 851  — خپرېدونېټه: ۲۰ جون ۲۰۲۴
  16. Ayn Rand Biographical FAQ — خپرېدونېټه: ۲۸ جنوري ۲۰۱۷
  17. Libris-URI: https://libris.kb.se/katalogisering/khwz1d535q7x28b — خپرېدونېټه: ۲۴ اگست ۲۰۱۸ — خپروونکی: National Library of Sweden — خپرولونېټه: ۲۶ مارچ ۲۰۱۸
  18. https://web.archive.org/web/20121204032625/http://www.noblesoul.com/orc/bio/biofaq.html — خپرېدونېټه: ۲۸ جنوري ۲۰۱۷ — خونديځ اصل په ۴ ډېسمبر ۲۰۱۲
  19. http://www.washingtonpost.com/opinions/in-defense-of-ayn-rand/2011/04/24/AFr9xAlE_story.html
  20. http://www.washingtonpost.com/opinions/in-defense-of-ayn-rand/2011/04/24/AFr9xAlE_story.html — سرليک: American Women Writers
  21. د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb11921130q — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: Ayn Rand (1905-1982): pseudonyme individuel
  22. CONOR.SI ID: https://plus-legacy.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/10728547
  23. ۲۳٫۰ ۲۳٫۱ Badhwar او Long 2020.
  24. Sciabarra 2013، مم. 248–249.
  25. Gotthelf 2000، مم. 91–92.
  26. Gotthelf 2000، م. 91.
  27. ۲۷٫۰ ۲۷٫۱ ۲۷٫۲ ۲۷٫۳ Burns 2009، م. 4.
  28. Cocks 2020، م. 15.
  29. Gladstein 1999، مم. 117–119.
  30. Sciabarra 2013، مم. 86–87.
  31. Heller 2009، م. 36.
  32. Heller 2009، م. 35.
  33. Heller 2009، م. 31.
  34. Heller 2009، مم. 3–5.
  35. Heller 2009، م. xiii.
  36. Gladstein 1999، م. 9.
  37. Britting 2004، م. 33.
  38. Heller 2009، مم. 49–50.
  39. Sciabarra 1999، م. 1.
  40. Britting 2004، م. 24.
  41. Heller 2009، م. 47.
  42. Sciabarra 2013، م. 72.
  43. Burns 2009، م. 15.
  44. Heller 2009، مم. 57–60.
  45. Heller 2009، م. 53.
  46. Heller 2009، مم. 50–51.
  47. Burns 2009، مم. 18–19.
  48. Britting 2004، مم. 43–44, 52.
  49. Heller 2009، مم. 96–98.
  50. Heller 2009، م. 71.
  51. Britting 2004، م. 39.
  52. Britting 2004، مم. 34–36.
  53. Doherty 2007، م. 11.
  54. Branden 1986، م. 414.
  55. Brühwiler 2021، م. 88.
  56. Burns 2015، م. 746.
  57. Gladstein 2009، مم. 107–108, 124.
  58. Weiss 2012، م. 55.
  59. Burns 2009، م. 258.
  60. Rudoren 2015.
  61. Brühwiler 2021، مم. 174–184.
  62. ۶۲٫۰ ۶۲٫۱ Burns 2009، م. 283.
  63. Doherty 2009، م. 51.
  64. Heller 2009، م. xii.
  65. Burns 2009، م. 279.
  66. Burns 2004، مم. 139, 243.
  67. Weiss 2012، م. 155.
  68. ۶۸٫۰ ۶۸٫۱ Doherty 2009، م. 54.
  69. ۶۹٫۰ ۶۹٫۱ Doherty 2009، مم. 51–52.
  70. Weiner 2020، م. 2.
  71. Sunstein 2021، مم. 145–146.
  72. Duggan 2019، م. xiii.
  73. Gladstein 2009، م. 125.
  74. Burns 2009، مم. 283–284.