منځپانگې ته ورتلل

فیودور داستایفسکي

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

فیودور ميخايلوويچ داستاېفسکي (فیودور داستایفسکی) (په روسي کې: Фёдор Миха́йлович Достое́вский) د ۱۸۲۱ ز کال د اکټوبر۳۰ [نوامبر ۱۱] - د ۱۸۸۱ د جنوري ۲۸ [د فبرورۍ ۹] په نړۍ کې د روسيې یو له ډېرو نامتو سترو او اوڅارو ليکوالو او اندیالو څخه دی .

فیودور داستایفسکی
[[language|]]: Фёдор Михайлович Достоевский  ويکيډاټا کې (P1559) ځانګړنې بدلې کړئ
1879
1879
1879

لیکوال: لنډي کیسي او مقالي
د شخص معلومات
پيدايښت ۱۱ نوامبر ۱۸۲۱
مسکو
مړینه ۹ فبروری ۱۸۸۱ (۵۹ کلن)
سن پترسبورګ
د مړینې لامل ايمفيسېما   ويکيډاټا کې (P509) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت روسی
لقب شاعر
عملي ژوند
کار/مسلک ژباړن/ه ،  شاعر ،  خبريال ،  فیلسوف [۱][۲][۳]،  ليکوال [۴][۵][۶][۷][۸][۹]  ويکيډاټا کې (P106) ځانګړنې بدلې کړئ
مورنۍ ژبه روسي ژبه   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکې ژبه(ي) روسي ژبه [۱۰][۱۱]  ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
مؤثر الکساندر هرتسن ،  امانوېل کانت ،  وېليم شېکسپيير ،  ميڭيل دي سيرڤانطيس ،  چارلېز ډيکېنز ،  وېکټور هوګو ،  جورج ساند ،  ادګار آلن پو ،  نيکولای کارامزين   ويکيډاټا کې (P737) ځانګړنې بدلې کړئ
پوځي خدمت
وفاداري روسي سترواکي   ويکيډاټا کې (P945) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
فیودور داستایفسکي
فیودور داستایفسکي

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

خټه او نسب

داستاېفسکي د پلار له لوري د “ رتيشېوي “ په کورنۍ پورې تړاو درلود ، چې د سردار “ ایوان واسيلېويچ “ له نږدې خلکو څخه وو . د داستاېفسکي مور “ مارييا فیودورونا “ ( ۱۸۰۰ – ۱۸۳۷ ) په شتمنې روسۍ سوداگريزې کورنۍ ، چې (نېچایویخ) نومېده پورې تړاو درلود. داستاېفسکي د ۱۸۲۱ ز کال د اکټوبر پر ۳۰ په مسکو کې زېږېدلی دی . دی د مور او پلار له اوو ژوندیو پاتې شویو اولادونو څخه وو .

د ليکوال زلمیتوب او پنځوونکی ژوند

کله چې داستاېفسکي ۱۶ کلن شو ، نو مور یې له نري رنځ څخه مړه شوه ، او پلار يې خپل مشران زامن “ فيودور “ او “ ميخاییل “ ، چې وروسته دی هم ليکوال شو ، پیتربورگ ته ولېږل او هلته یې په ليليه کې شامل کړل . ۱۸۳۷ زېږدي کال د داستاېفسکي لپاره یو ارزښتناک کال وو . همدغه کال هم د ده د مور د مړينې کال وو او هم د ستر روسي شاعر پوشکين د مړينې کال . پر همدغه کال دی پیتربورگ ته ځي ، هلته د انجينرۍ په لوی کالج کې شامليږي ، چې نن ورځ د انجينرۍ پوځي – تخنيکي پوهنتون دی . داستاېفسکي په همدغه کالج کې زده کړې وکړي او هممهال يې خپلو کولتوري زده کړو ته هم وده ورکړه . پر ۱۸۳۹ ز کال ده ته د خپل پلار د وژنې خبر ورسېد ، چې د نيمه مريي بزگرانو له خوا وژل شوی وو . داستاېفسکي د بېلينسکي په ډله کې شامليږي . د پوځي خدمت له پای ته رسېدو څخه یو کال مخکې د بالزاک د “ ېفگېنيې گراندې “ اثر روسي ژبې ته راژباړي . ( ۱۸۴۳ ز کال ) . یو کال وروسته يې لومړني اثر “ بې وزله خلک “ چاپیږي او دی سملاسي نامتو کیږي . بېلينسکي د ده دغه اثر پر لوړه کچه وارزاوه ، خو د بل راتلونکي اثر “ دووينيک “ يې کوم نامتووالی په برخه نه شو. پر راتلونکي لنډ مهال د “ بې وزله خلک “ اثر له چاپه وروسته پر ۱۸۴۹ ز کال ، دی د پیتراشېفسکي د پلویانو ، چې ازاد خیاله خلک ول ، په تور ونیول شو . که څه هم پخپله داستاېفسکي ویل چې دی گناه کار او پړ نه دی ، خو محکمې دی د “ یو له مهمو جنایت کارانو څخه “ په نامه یاد کړ . د محکمې پرېکړه ډېره وچه او سخته وه ، یانې چې پر ده يې د اعدام امر صادر کړ . د داستاېفسکي لپاره يې په “ سیمیونوفسکي پلاڅ “ کې د اعدام سامان چمتو کړل ، خو په وروستۍ شېبه کې پرېکړه بدله شوه او له اعدام څخه وژغورل شو ، خو د سخت فزيکي کار پر بند محکوم شو . له ده سره پر اعدام باندې له نورو محکوم شویو کسانو څخه یو کس “ گريگوریېف “ ان لېونی شو . هغه احساس چې ده له اعدامېدو نه لږ مخکې درلود ، داستاېفسکي د “ بېړا “ په رومان کې د سردار “ میشکين “ په خبرو کې څرگند کړی دی . د درنو او شاقه کارونو بندې خانې ته د تگ پر مهال لیکوال پر ۱۸۵۰ ز کال د جنوري پر ۱۱- ۲۰ نېټو د دیکابریستانو له مېرمنو سره وکتل . د دیکابریستانو مېرمنو ده ته یو انجيل د ډالۍ په توگه ورکړ او لیکوال دغه انجيل د ژوند تر پایه له ځان سره ساتلی وو. داستاېفسکي څلور کاله د “ اومسک “ د درندو او شاقه کارونو په زندان کې تېر کړل . پر ۱۸۵۴ ز کال له زندانه خوشي شو او سایبيریا ته د سرتېري په توگه واستول شو . په “ سيمي پالاتينسک “ کې يې د پوځي خدمت پر مهال له قزاقي سیلاني او گرزندوی چوکان ولیخان سره وپېژندل . ولیخان وروسته بیا نامتو سیلاني شو . د ۱۸۵۵ ز کال د فبرورۍ پر ۶ د روسيې امپراتور لومړی نيکولای مړ کيږي . داستاېفسکي د امپراتور کونډې “ الېکساندرې فیودورونې “ ته یو شعر ليکي او په هغه کې ځان د یو ژمن تبعه په توگه ښيي . په پایله کې داستاېفسکي د ټيټې رتبې افسر کيږي . ليکوال د ۱۸۵۷ ز کال د فبرورۍ پر ۶ له “ مارييا ايسایوا “ سره واده وکړ . پر ۱۸۶۰ ز کال له خپل ناسکه زوي او مېرمن سره پیتربورگ ته ستنيږي ، خو د مهال د حکومت له خوا په ده پسې پټ څار ان تر ۱۸۷۰ زېږدي کاله دوام درلود. د ۱۸۶۱ ز کال له پیله له خپل ورور سره “ ورېمیا “ ( مهال ) مجلې په چاپولو کې مرسته کوي . مجله پر ۱۸۶۳ ز کال بنديږي او پر ځای يې دواړه وروڼه په گډه د “ اېپوخه “ په نامه د بلې مجلې پر چاپولو او خپرولو پیل کوي . د دغو مجلو په بېلابېلو گڼو کې د ليکوال دا اثار خپريږي لکه “ سپک شوي وگړي “ ، “ د مړه کور یادښتونه “ ، “ د دوبي د خاطرو په اړه ژمني یادښتونه “ او “ زاپیسکي ايز پدپولیا “ . وروسته داستاېفسکي له یوې ځوانې ښځې سره ، چې “ اپولینارییا سوسلووا “ نومېده اروپا ته سفر کوي . په بادن بادن ښار کې د قمار په لوبو کې ښکېليږي او پر همدغه مهال ( ۱۸۶۴ ز کال ) مېرمن او زوی له لاسه ورکوي . د ده د ورور له مړينې نيم کال وروسته د “ اېپوخا “ خپرونه هم په ټپه دريږي ، ( د ۱۸۶۴ ز کال فبروري ) . داستاېفسکي په داسې حال کې چې له سختو وټيزو ( اقتصادي ) ستونزو مخ دی ، د “ جرم او سزا “ رومان څپرکي یو په بل پسې ليکي او په “ روسکي وېستنيک “ کې يې د چاپ لپاره م . ن . کاتکوف ته لېږي . د ۱۸۶۶ ز کال په اکټوبر کې د ۲۱ ورځو په بهیر کې د قمارباز رومان ليکي . ليکوال داستاېفسکي ته د کاتکوف له خوا د “ جرم او سزا “ رومان پر سر ډېره ښه لاسباړه ورکول کيږي ، ليکوال د دې لپاره چې پوروړي ترې دا پیسې وا نه خلي ، له خپلې نوې مېرمنې اننا سنيتکينا سره له هېواده بهر ځي . اننا سنيتکينا د ليکوال ژوند جوړ کړ ، د هغه ټولې وټيزې مسلې يې پر خپله غاړه واخيستې او ليکوال هم له ۱۸۷۱ ز کاله وروسته د “ رولېتکه “ لوبه د تل لپاره پرې ښوده . داستاېفسکي د خپل ژوند اته وروستي کلونه د نووگورد ولایت د ستارایا روسه په ښار کې تېر کړل . د ليکوال د ژوند دا کلونه ډېر ثمر بښوونکي ول : پر ۱۸۷۲ ز کال يې د ابليسان ، پر ۱۸۷۳ ز کال يې د د ليکوال یادښتونه ، پر ۱۸۷۵ ز کال يې د تنکی زلمی رومان ، پر ۱۸۷۶ ز کال يې د کروتکایا، پر ۱۸۷۹ او ۱۸۸۰ ز کلونو يې د کارامازووا وروڼه رومان وليکه . دا مهال دوې پېښې د ليکوال لپاره ډېرې مهمې وې ، له هغوی نه يې لومړۍ پر ۱۸۷۸ ز کال امپراتور دویم الېکساندر دی خپل حضور ته راوباله او ليدنه کتنه يې ورسره وکړه . دویمه پېښه د ده له مړينې یو کال مخکې پر ۱۸۸۰ ز کال ده په مسکو کې د پوشکين د پژۍ د پرانيستلو پر مهال خپله نامتو وینا وکړه . ليکوال په دغو کلونو کې ځانساتو ( محافظه کارو ) رسنوالو ، تاريخ پوهانو او متفکرینو ته نږدې کيږي . له دې سره سره چې ليکوال د خپل ژوند په وروستيو کې نامتو شو ، خو د ده نړیواله اوڅارتیا په رښتیا هم له مړينې وورسته د ده په برخه شوه . له هغه شمېر نه فریدریخ نيشه ویل ، چې داستاېفسکي هغه یوازینی ارواپوه وو ، چې کولای يې شول کوم څه ترې زده کړي .

د ليکوال مړينه

د ۱۸۸۱ ز کال د جنوري پر ۲۶ د داستاېفسکي خور “ وېرا ميخايلووا “ د داستاېفسکي کور ته راغله ، د دې لپاره چې هيله ترې وکړي ، او د ریازان له جایداد څخه دې ته خپله برخه وربېله کړي ، هغه جایداد چې داستاېفسکي ته له خپلې ترور نه په میراث ورپاتې وو . د داستاېفسکي د دویمې لور “ ليوبوف فيودورونا داستاېفسکایا “ په وینا ، د جایداد د موضوع پر سر د داستاېفسکي په کور کې شورماشور جوړ شو ، اوښکې تویيدې ، چې په پایله کې د ليکوال داستاېفسکي له خولې څخه وینه راووته . ښايي چې همدغه جنجالي خبرو د ليکوال د تنفسي جهاز ناروغي سخته کړې وي ، چې دوه ورځې وروسته ومړ . ليکوال فيودور میخاییلوویچ داستاېفسکي د سانت پیتربورگ په “ الېکساندرا نېفسکایا لاورا “ کې خاور ته وسپارل شو .

اخځ

  1. http://ru.wikipedia.org/wiki/Достоевский,_Фёдор_Михайлович
  1. http://muse.jhu.edu/journals/journal_of_the_history_of_philosophy/summary/v041/41.4raymond.html
  2. http://muse.jhu.edu/journals/journal_of_the_history_of_philosophy/v041/41.4raymond.html
  3. https://muse.jhu.edu/journals/journal_of_the_history_of_philosophy/v041/41.4raymond.pdf
  4. Archivio Storico Ricordi person ID: https://www.digitalarchivioricordi.com/it/people/display/15671 — خپرېدونېټه: ۳ ډېسمبر ۲۰۲۰
  5. BeWeb person ID: https://www.beweb.chiesacattolica.it/persone/persona/1705/ — خپرېدونېټه: ۱۳ فېبروري ۲۰۲۱
  6. abART person ID: https://cs.isabart.org/person/15768 — خپرېدونېټه: ۱ اپريل ۲۰۲۱
  7. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  8. Mémoires uit het souterrain. — خپرېدونېټه: ۷ سېپتمبر ۲۰۲۱
  9. دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118527053 — خپرېدونېټه: ۱۸ فېبروري ۲۰۲۴
  10. Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb11900477j — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması — منښتلیک: Licence Ouverte
  11. CONOR.SI ID: https://plus-legacy.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/6285155