منځپانگې ته ورتلل

چارلېز ډيکېنز

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
چارلېز ډيکېنز
چارلېز ډيکېنز
[[language|]]: Charles Dickens  ويکيډاټا کې (P1559) ځانګړنې بدلې کړئ
چارلېز ډيکېنز
چارلېز ډيکېنز

د شخص مالومات
زېږون نوم [[language|]]: Charles John Huffam Dickens  ويکيډاټا کې (P1477) ځانګړنې بدلې کړئ
پيدايښت ۷ فېبروري ۱۸۱۲[۱][۲][۳][۴][۵][۶]
مړینه 9 جون 1870 (58 کاله)[۷][۸][۹][۵][۶]  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت د برېتانيا او ايرلينډ متحده پاچايي برېتانيا [۱۰]  ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک ليکوال [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۰]،  خبريال [۱۵][۱۰]،  سمونګر   ويکيډاټا کې (P106) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکې ژبه انګليسي ژبه [۱۶][۱۷][۱۸][۵]  ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
د کړنې څانګه ادبيات [۱۹]  ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
مؤثر والټر سکاټ [۲۰]  ويکيډاټا کې (P737) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
چارلېز ډيکېنز
چارلېز ډيکېنز

وېبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

چارلېز جان هوفام ډيکېنز (۷ د فبروري، ۱۸۱۲ – ۹ د جون ۱۸۷۰) يو انگرېز ناول ليکونکی و چې د ملکه وېکټوريا د واکمنۍ په وخت کې يې ډېر شهرت ترلاسه کړی و.

چارلز جان هفام ډېکنز، د هنرونو د شاهي ټولنې غړی؛ (د ۱۸۱۲ کال د فبروري له ۷ څخه د ۱۸۷۹ کال د جون تر ۹ پورې) یو انګلیسي لیکوال او ټولنیز نیوکه کوونکی (نقاد) و. نوموړي د نړۍ ځینې غوره افسانوي څېرې یا لوبغاړي رامنځ ته کړل او د زیاتو کسانو له خوا د وېکټوریا دورې ترټولو لوی ناول لیکونکي ګڼل کېږي. د نوموړی اثارو د هغه د ژوند په اوږدو کې بې ساری شهرت ترلاسه کړ او په شلمه پېړۍ کې، نقادانو او پوهانو هغه د یو ادبي نابغه په توګه یاد کړ. د نوموړي ناولونه او لنډې کیسې نن ورځ په پراخه کچه لوستل کېږي. [۲۱][۲۲][۲۳]

نوموړي چې په پورټسموت کې نړۍ ته سترګې پرانیستې، په ۱۲ کلنۍ کې ښوونځۍ پرېښوده ترڅو د بوټانو د تورلو په فابریکه کې کار وکړي چې په دې وخت کې یې پلار د پور ورکونکو په زندان کې بندي و. هغه له دریو کلونو وروسته ښوونځي ته راستون شو، چې ورپسې یې د ژورنالیست په توګه ادبي دنده پیل کړه. ډېکنز شل کاله یوه اونیزه مجله ایډیټ کړه، ۱۵ ناولونه، پنځه حکایتونه، سلګونه لنډې کیسې او غیر افسانوي مقالې یې ولیکلي، لیکچرونه یې ورکړل او په پراخه کچه یې لوستل وکړل، یو نه ستړی کېدونکی لیکونکی و او د ماشومانو د حقونو، ښوونې او روزنې او نورو ټولنیزو اصلاحاتو لپاره یې په کلکه مبارزه کوله.

د ډېکنز ادبي بریا په ۱۸۳۶ کال کې د Pickwick Papers (د پېکوېک یادښتونه) په سریالي (پرلپسې) خپرونو پیل شوه، د چې یوه خپرندویه پدیده وه - په څلورمه برخه کې د سیم ویلر د کرکټر (څېرې) له معرفي کولو څخه لویه مننه - چې د پېکوېک سوداګریز ارزښت او پایله یې ځلانده کړه. په څو کلونو کې ډېکنز یوه نړیواله ادبی څېره شو، چې د خپل خلق، طنز او د شخصیت او د ټولنې د ژور لید له امله مشهور شو. د هغه ناولونه، چې زیاتره یې په میاشتنیو یا اوونیزو برخو کې خپرېدل، د داستاني افسانو په سریالي خپرونو کې، چې د ناول خپرولو وېکتوریایي برلاسې بڼه شوه، مخکښ شو. په خپلو سریالي خپرونو کې د ځوړنده (نا معلوم) پای پر مټ یې لوستونکي ځوړند (بې پایلې) ساتل. د برخو تګلارې ډېکنز ته اجازه ورکړه چې د خپلو مخاطبینو غبرګون و ارزوي او هغه ډېری وختونه د ورته فیډبیک پر بنسټ خپل داستان او د لوبغاړي پرمختګ ته بدلون ورکاوه. د بېلګې په توګه، کله چې د هغه د مېرمنې د پښو ډاکتر په هغه تګلاره خواشیني څرګنده کړه په ډیویډ کاپرفیلډ کې آغلې ماوچر د خپلې ناتوانۍ په ښودلو کې وکاروله، ډېکنز په مثبتو ځانګړتیاو کرکټر ته وده ورکړه. د هغه داستانونه په کره توګه جوړېدل او هغه زیاتره د موضوعي پیښو عناصر په خپلو داستانونو کې ځای پر ځای کول. د بې سواده بې وزلو خلکو لویو ډلو به په انفرادي ډول پیسې ورکولې ترڅو دوی ته هره نوې میاشتنۍ برخه ولوستل شي، چې د لوستونکو ډلو لپاره هڅې او هیلې پرانیستې وي. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

د نوموړي د ۱۸۴۳ کال حکایت، چې د کرسمس کرول تر نوم لاندې و، په ځانګړي ډول مشهور پاتې دی او په هر هنري نسل کې خپل تطابق ته دوام ورکوي. د اولیور ټویسټ او لویې تمې هم په مکرر ډول خپل تطابق پیدا کوي او د نوموړي د زیاتره ناولونو په څېر، د ویکتوریایې لندن پخواني انځورونه راپورته کوي. د هغه د ۱۸۵۹ کال ناول، A Tale of Two Cities یا د دوو ښارونو کېسه، (چې په لندن او پاریس کې تنظیم شوې) د تاریخي افسانې ترټولو مشهور کار دی. نوموړی چې د خپلې دورې تر ټولو مشهور شخصیت و، دعامه خلکو د غوښتنې په ځواب کې، د خپل مسلک په وروستیو برخو کې د عامه لوستلو یوه لړۍ پیل کړه. د ډېکنسیان اصطلاح د هغه څه د تشرېح کولو لپاره کارول کېږي چې د ډېکنز او د هغه د لیکنو، لکه ضعیف ټولنیز یا کاري شرایط، یا په شوخه بڼه ځورونکي څېرې، یادونه کوي.  [۳۰][۳۱]

سرچينې

  1. ليکوال: Thomas Seccombe — سرليک: Dickens, Charles John Huffam — خپور کړی: Encyclopædia Britannica 11th edition — وينا: ... was born on the 7th of February 1812 ...
  2. د ټولټال کار کتنه په: http://feb-web.ru/feb/kle/ — سرليک: Краткая литературная энциклопедия — خپروونکی: The Great Russian Encyclopedia — وينا: 7.II.1812, Лендпорт близ Портсмута
  3. د ټولټال کار کتنه په: http://feb-web.ru/feb/kle/ — سرليک: Dickens, Charles — خپور کړی: The American Cyclopædia — وينا: ... born at Landport, a suburb of Portsmouth, Feb. 7, 1812, ...
  4. Latter-day Saint Literature database artist ID (archived): https://mormonarts.lib.byu.edu/people/charles-dickens
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ ۵٫۲ Latter-day Saint Literature database artist ID (archived): https://mormonarts.lib.byu.edu/people/charles-dickens — سرليک: ПроДетЛит Invalid <ref> tag; name "581a089c6475878a6bfd21a47766b29e2ecbcb78" defined multiple times with different content
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ ‎Anne Frank House person ID: https://research.annefrank.org/en/personen/ff92a915-b87d-4be7-823f-ca0c45df533c/ — خپرېدونېټه: ۱ اکتوبر ۲۰۲۵ — سرليک: Anne Frank Knowledge Base او Anne Frank Kennisbank — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  7. سرليک: Dickens, Charles — خپور کړی: Encyclopædia Britannica Ninth Edition — وينا: He was suddenly overcome by a stupor, caused by effusion on the brain, on the evening of the 8th of June [1870], and ceased to breathe on the following day.
  8. سرليک: Dickens, Charles — خپور کړی: The American Cyclopædia — وينا: ... died at Gadshill, near Rochester, June 9, 1870.
  9. ليکوال: Thomas Seccombe — سرليک: Dickens, Charles John Huffam — خپور کړی: Encyclopædia Britannica 11th edition — وينا: He died at 6-10 P.M. on Friday, the 9th of June, and was buried privately in Poets' Corner, Westminster Abbey, in the early morning of the 14th of June.
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118525239 — خپرېدونېټه: ۲۳ مارچ ۲۰۲۴
  11. د ټولټال کار کتنه په: http://feb-web.ru/feb/kle/ — سرليک: Краткая литературная энциклопедия — خپروونکی: The Great Russian Encyclopedia
  12. Archivio Storico Ricordi person ID: https://www.digitalarchivioricordi.com/it/people/display/15633 — خپرېدونېټه: ۳ ډېسمبر ۲۰۲۰
  13. abART person ID: https://cs.isabart.org/person/15671 — خپرېدونېټه: ۱ اپريل ۲۰۲۱
  14. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  15. Oxford Dictionary of National Biography ID: https://www.oxforddnb.com/view/article/7599 — سمونګر: Colin Matthew — سرليک: Oxford Dictionary of National Biography — خپروونکی: Oxford University Press
  16. Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb119001186 — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması — منښتلیک: Licence Ouverte
  17. NL CR AUT پېژند: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn19990001747 — خپرېدونېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  18. CONOR.SI ID: https://plus-legacy.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/7902819
  19. NL CR AUT پېژند: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn19990001747 — خپرېدونېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  20. Dickens’ love of reading influenced his writing — خپرېدونېټه: ۴ اپريل ۲۰۲۵ — خپرولونېټه: ۷ فېبروري ۲۰۱۲
  21. Black 2007, p. 735.
  22. Mazzeno 2008, p. 76.
  23. Chesterton 2005, pp. 100–126.
  24. Grossman 2012, p. 54
  25. Lodge 2002, p. 118.
  26. "Tune in next week". The New Yorker. 2 December 2017. خوندي شوی له اصلي څخه په 1 December 2017. بياځلي په 2 December 2017.
  27. Ziegler 2007, pp. 46–47.
  28. Stone 1987, pp. 267–268.
  29. Hauser 1999, p. 116.
  30. "Oxford Dictionaries – Dickensian" Archived 26 January 2014 at the Wayback Machine.. Oxford University Press.
  31. "Dickensian | meaning in the Cambridge English Dictionary". Cambridge University Press. خوندي شوی له اصلي څخه په 14 July 2018. بياځلي په 19 February 2021.