وېکټور هوگو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
وېکټور هوگو
زېږونوېکټور ماري هوگو
Did not recognize date. Try slightly modifying the date in the first parameter.
Besançon, (فرانسه)
مړينهمی 22, 1885 (عمر ۸۳)
پاريس, فرانسه
دندهشاعر, ډرامه ليکونکی, داستان ليکونکی
ليکوال, دولتي کارن، د بشري حقونونو فعال
ملتفرانسوی
Genresداستان, شاعري, لنډې کيسې
نامتو اثربېوزلان



لاسليک

وېکټور ماري هوگو (۲۶ د فبروري، ۱۸۰۲ ز. - ۲۲ د مای، ۱۸۸۵ ز.) (په فرانسوي: Victor Marie Hugo) يو فرانسوی شاعر، نندارمه ليکونکی، کيسه ليکوال، تجسمي هنرمند، سياستوال، د بشر د حقوقو فعال او د فرانسې د رومانتيک غورځنگ غړی و.

په لومړي سر کې، په فرانسه کې د هوگو د شهرت سبب د هغه شعرونه گرځي، خو بيا لږه موده وروسته د هغه رومانون او د هغه ډراماتيکې لاسته راوړنې د هغه د نوم په وېستل ډاډمن کوي. د هغه د شعرونو د جونگونو په منځ کې، لېس کانتېمپلېشن او لا لېجېندا دي سيکلېس د هغه د شاعرۍ د لوړو اعزازونو په سر کې شمېرل کېږي او په همدې توگه اکثراً هوگو د فرانسې له لويو شاعرانو څخه گڼل کېږي. د فرانسې نه دباندې، د وېکټور هوگو تر ټولو نامتو آثار لېس مېزرابلېس (بېوزلان او يا بېنوايان) او د نوترې دام ډي پاريس رومانونه دي.

که څه هم چې وېکټور هوگو د ځوانۍ په وخت کې د پاچايي نظام يو وفاداره پلوی ؤ، خو د لسيزو په تېرېدو سره د هوگو نظريات او ليد لوري بدل شو، او د جمهوريت غوښتونکو له کلکو ملاتړو څخه شو.