ايمفيسېما

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ايمفيسېما

ايمفيسېما (په انگرېزي: Emphysema) د سږو يو وخيمه (سخت) ناروغي ده چې په دې ناروغۍ کې د هوايي کيسو او الويولايونو دېوالونه تخريب او هوا دهوايي کېسو په منځ کې بنده (حبس) کېږی. دا ناروغي په هغو سېگرټ څښوونکو کې چې دوامداره يې څښولي وي او په اوندن برانشيت باندې اخته وي، ليدل کېږي.

نښې نښانې

د ډیر عمره کسانو چې عمر يې د 50 کالو ډېر وي لیدل کېږی. د ناروغ ټټر لکه د بېلر په شان شکل پيدا کوي په قرع سره وضاحت اورېدل کېږي طبليت هم اورېدل کېږی په اصغاء سره آوازونه ډېر خفيف اورېدل کېږی. د دې ناروغۍ په نورو نښو کې سالنډي، ذفير اوږد وي او ډنگرتوب شامل دي.

درملنه

سېگرټ څښول دې په ټپه ودرول شي. ناروغ دې ځان له دوړو او گردونو نه وساتي.