د سږو سرطان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د سږو سرطان

د سږو سرطان (په انگرېزي: Lung Cancer) د سږو يوه سرطاني ناروغي ده چې د سږو په بېلابېلو برخو کې د تومورونو په توگه رامېنځ ته کېږي. د سږو سرطان هم لکه د بدن د نورو غړو د سرطانونو په شان په دوه لويو ډلو چې کبيثه او خبيثه سرطانونه يادېږي وېشل کېږي. کبيثه سرطان هغه سرطان وي چې د وينې او لېمفاوي لارو په مرسته د بدن نورو سالمو غړو ته نه غځېږي او د ژونکو حدونه يې مالوم وي چې په آسانۍ سره د جراحي په ترسره کولو وروسته ناروغ جوړېږي. خو کبيثه سرطان بيا د وينې او لېمفاوي لارو په مرسته د بدن نورو سالمو غړو ته غځونې کوي او خپلې ريښې د بدن په نورو برخو ته ورغځوي. دا ډول سرطان د جراحي عملياتونو وروسته بيا هم وده کوي او ناروغ ته لويې روغتيايي ستونزو تر څنگ د مړينې سبب هم کېږي. خبيثه سرطان هغه غيرطبعي کتلې دیي چې د بدن غيرطبعي نشونما رامېنځ ته راوړي او له يوه ووب څخه بل ووب ته سرايت کوي.