امارتیا سېن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
امارتیا سېن
(بنګالي: অমর্ত্য কুমার সেন د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
امارتیا سېن

د شخص معلومات
پيدايښت ۳ نومبر ۱۹۳۳[۱][۲][۳]
تابعیت برطانوي هند
د هند اتحاد
هند  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم د کېمبرېج پوهنتون  د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
دنده فیلسوف
ليکوال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۴]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی هروارد پوهنتون
يونيورسټۍ آف دِهلي  د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جايزې
IND Bharat Ratna BAR.png بهارت رتنا  د (P166) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

امارتیا کومار سېن (بنګالي: [ˈɔmortːo ˈʃen]؛ چې د ۱۹۳۳ کال د نومبر په ۳مه زیږېدلی) یو هندی اقتصادپوه او فیلسوف دی، چې له ۱۹۷۲ کال راهیسې یې په انګلستان او متحده ایالاتو کې تدریس او کار کړی دی. سېن د رفاه اقتصاد، د ټولنیز انتخاب تیورۍ، اقتصادي او ټولنیز عدالت، د لوږې یا قحطۍ اقتصادي تیورۍ، د پرېکړې یا تصمیم نیونې تیورۍ، پرمختیایي اقتصاد، عامه روغتیا او د هېوادونو د هوساینې په تدابیرو کې ونډه اخیستې ده.

نوموړی اوسمهال د توماس ډبلیو لامونټ پوهنتون پروفیسور او په هاروارډ پوهنتون کې د اقتصاد او فلسفې پروفیسور دی. هغه پخوا په کامبریج پوهنتون کې د تثلیث کالج د استاد په توګه دنده ترسره کوله. نوموړي ته په ۱۹۹۸ کال کې په اقتصادي علومو کې د نوبل جایزه او په ۱۹۹۹ کال کې د رفاهي یا فلاحي اقتصاد په برخه کې د هغه د کړو کارونو پر ویاړ د هندوستان بهارت رتنا جایزه ورکړل شوه. د جرمني د ناشرانو او کتاب پلورونکو ټولنې نوموړي ته د نړیوال عدالت د مسایلو او د زده کړو او روغتیا په برخه کې له ټولنیزې نابرابرۍ سره د مبارزې اړوند د هغه د مخکښ سکالرشپ له کبله  "د جرمني د کتاب سوداګرۍ د ۲۰۲۰ کال د سولې جایزه" ډالۍ کړه.[۵][۶][۷]

څېړنیز کار[سمول]

د "تخنیکونو د انتخاب" په اړه د ښاغلي سېن علمي کار د موریس ډوب کار بشپړ کړ. په یو مخ پر ودې هېواد کې، د ډوب-سېن ستراتیژي د پانګې اچونې د مازاد حداکثر ته پر رسولو، د ثابت حقیقي مزد ساتلو او د تکنولوژیکي بدلون له کبله د کارځواک د ګټورتیا پر زیاتوالي تکیه لري، ترڅو د تراکم کچه لوړه کړي. په بل عبارت، کارګران د خپل تولید له زیاتولو سره سره د خپل ژوند د معیار لوړولو او ښه والي غوښتنه ونه کړي. د ۱۹۶۰مې لسیزې په وروستیو کې او د ۱۹۷۰مې لسیزې په لومړیو کې د سېن مقالو د ټولنیز انتخاب تیورۍ ته وده ورکړه، چې لومړی ځل د امریکايي اقتصادپوه کېنېټ ارو لخوا شهرت ته ورسېده. ښاغلي ارو په مشهور ډول ښودلې وه، چې کله رایه ورکوونکي درې یا ډېر جلا بدیلونه (اختیارونه) ولري، د رایې ورکولو هر ډول ترجیحي یا ترتیبي سیستم به لږ تر لږه په ځینو حالتونو کې له هغه څه سره خامخا په ټکر کې وي چې ډېری د اساسي دیموکراتیکو نورمونو په سترګه ورته ګوري. په ادبیاتو کې د سېن ونډه دا وه، چې وښيي په کومو شرایطو کې د ارو د ناشونتیا نظریه پلې کېږي، او همدارنګه د ټولنیز انتخاب تیورۍ ته وده ورکول او بډایه کول، د اقتصادي فکر تاریخ او فلسفه یې د ادبیاتو په برخه کې نورې ونډې اخیستنې دي.[۸]

په ۱۹۸۱ کال کې، سېن د "بې وزلۍ او قحطۍ: د استحقاق او محرومیت په اړه یوه مقاله" (۱۹۸۱) اثر خپور کړ، چې هغه په کې دا استدلال وکړ چې لوږه او قحطي نه یوازې د خوړو د نشتوالي له امله رامنځته کېږي، بلکې د هغې نابرابرۍ له امله هم رامنځته کېږي چې د خوړو د وېشلو په میکانیزمونو کې شته ده. سېن دا هم وایي، چې د بنګال قحطي د ښاري اقتصادي ودې او پرمختګ له امله رامنځته شوه چې د خوراکي توکو بیې یې لوړې کړې او بالاخره د دې لامل شوه چې په مېلیونونو کلیوالي کارګران، چې تنخواوې یې نه لوړېدې، د لوږې له امله مړه شي.[۹]

مسلکي ژوند[سمول]

سېن په ۱۹۵۶ کال کې د جاداوپور پوهنتون د اقتصاد په څانګه کې د استاد او څېړنپوه په توګه دنده پیل کړه او دوه کاله یې پر دغه دنده تېر کړل. له ۱۹۵۷ څخه تر ۱۹۶۳ کال پورې یې د کامبریج پوهنتون د تثلیث کالج د علمي غړي په توګه دنده ترسره کړه. په ۱۹۶۰ او ۱۹۶۱ کلونو کې په متحده ایالاتو کې د مساچوسېټس ټیکنالوژۍ انستېتیوت کې مېلمه استاد (visiting professor) و، چېرې چې نوموړي له پاول سامویلسن، رابرټ سولو، فرانکو موډیلیاني، او نوربرټ وینر سره هم وپېژندل. نوموړی په برکلي ښار کې د کالیفورنیا پوهنتون (۱۹۶۴-۱۹۶۵) او همدا راز کارنیل پوهنتون (۱۹۷۸-۱۹۸۴) کې هم مېلمه استاد پاتې شوی دی. هغه د ۱۹۶۳ او ۱۹۷۱ کلونو ترمنځ د ډیلي اقتصادي پوهنتون کې د اقتصاد د پروفیسور په توګه تدریس وکړ (چېرې چې نوموړي په ۱۹۶۹ کال کې د ټولنیز انتخاب او ټولنیزې هوساینې تر نوم لاندې خپل ترټولو مهم اثر هم بشپړ کړ).[۱۰][۱۱]

د دې مودې په جریان کې ښاغلي سېن د هند له نورو مخکښو اقتصادي پوهنتونونو او مرکزونو لکه د جواهر لال نهرو پوهنتون، د هند احصائیوي انستېتیوت، د پراختیايي څېړنو مرکز، د ګوکهېل د سیاست او اقتصاد انستېتیوت، او د ټولنیزو علومو د مطالعاتو له مرکز سره هم علمي همکارۍ او لیدنې کتنې لرلې دي. نوموړی د نامتو اقتصادپوهانو ملګری و. په دغو اقتصادپوهانو کې من موهن سینګ (د هند پخوانی لومړی وزیر او یو باتجربه اقتصادپوه چې د هند د اقتصاد د آزادولو یا لېبرال کولو مسؤولیت یې هم لرلی)، کې اېن راج (د څو لومړیو وزیرانو سلاکار او یو تجربه کار اقتصادپوه، چې د پراختیايي څېړنو مرکز او دغه راز د ترېوېندرم په نوم د هند د یوه مخکښ څېړنیز مرکز بنسټګر هم و)، او جاګدیش باګواټي (چې د نړیوالې سوداګرۍ په برخه کې یو مشهور هندی اقتصادپوه دی او دا مهال په کولمبیا پوهنتون کې تدریس کوي) د یادولو وړ دي. په ۱۹۷۱ کال کې نوموړي د لندن اقتصادي پوهنتون کې د اقتصاد د پروفیسور په توګه شامل شو او تر ۱۹۷۷ کال پورې یې همالته تدریس کاوه. له ۱۹۷۷ کال څخه تر ۱۹۸۸ کال پورې یې په اکسفورډ پوهنتون کې تدریس وکړ، چېرته چې هغه لومړی د اقتصاد پوهنځي پروفیسور او د نوفیلډ کالج علمي غړی و او وروسته بیا د ​​سیاسي اقتصاد ډرومونډ پروفیسور و او له ۱۹۸۰ کال وروسته د اکسفورډ د آل سولز کالج علمي غړی و.

ښاغلی سېن په ۱۹۸۷ کال کې په هاروارډ کې د توماس ډبلیو لامونټ پوهنتون د اقتصاد د پروفیسور په توګه شامل شو. په ۱۹۹۸ کې د کامبریج پوهنتون د تثلیث کالج د استاد په توګه وټاکل شو او په دې توګه د اکسفورډ او کامبریج (Oxbridge) کالج لومړی آسیايي مشر شو. د ۲۰۰۴ کال په جنوري کې ښاغلی سېن بېرته هاروارډ ته ستون شو. هغه د خپلې مړې شوې مېرمنې په نوم د لندن په پخواني ګویلډال پوهنتون کې د ایوا کولوني ټرسټ بنسټ هم جوړ کړ.[۱۲][۱۳]

د ۲۰۰۷ کال په مې میاشت کې د نړیوالې همکارۍ د چوکاټ او د مشارکت وړاندیز شوي جوړښت په اړه د څېړنو لپاره د نالندا مینټور ګروپ د مشر په توګه وټاکل شو، چې ټاکل شوې وه د نالندا نړیوال پوهنتون پروژه د یوه داسې ښوونیز نړیوال مرکز په توګه مدیریت کړي چې د لوړو زده کړو لرغونی مرکز بیا راژوندی کړي. دغه لرغوني مرکز په هند کې له پنځمې پېړۍ څخه تر ۱۱۹۷ کال پورې فعالیت لرلی و.[۱۴]

نوموړي له ۲۰۰۹ کال څخه تر ۲۰۱۱ کال پورې د انفوسیس جایزې لپاره د ټولنیزو علومو د منصفه پلاوي، او له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې بیا د بشري علومو د منصفه پلاوي مشري کړې ده.[۱۵]

د ۲۰۱۲ کال د جولای په ۱۹مه ښاغلی سېن د وړاندیز شوي نالندا پوهنتون (NU) لومړی چانسلر یا رییس وټاکل شو. پر سېن له دې امله نیوکه شوې وه چې پروژه د بې ساري ځنډ، ناسم مدیریت او د علمي غړو یا استادانو د نه شتون له امله زیانمنه شوې وه. بالاخره یې د ۲۰۱۴ کال په اګست کې تدریس پیل شو او د ۲۰۱۵ کال د فبروري په ۲۰مه نوموړي د دویمې دورې ریاست لپاره خپله نوماندې بېرته واخیسته.[۱۶][۱۷]

سیاسي نظریات[سمول]

کله چې هندی سیاستوال نرېندرا مودي د بي جي پي ګوند له خوا د لومړي وزیر څوکۍ ته د دوی د نوماند په توګه اعلان شو، ښاغلي سېن نیوکې پرې پیل کړې. د ۲۰۱۴ کال په اپرېل کې نوموړي وویل، چې مودي به یو ښه لومړی وزیر نه وي؛ خو وروسته د ۲۰۱۴ په ډسمبر کې یې بیا ومنله چې مودي خلکو ته د باور دا احساس ورکړ چې ځینې چارې به ترسره کېږي. د ۲۰۱۵ کال په فبرورۍ کې ښاغلي سېن د نالندا پوهنتون د چانسلر یا ریاست پوسټ د دویمې دورې لپاره له غوښتنې ډډه وکړه او ویې ویل چې د هند حکومت لېوالتیا نه لري چې نوموړی په ​​دې پوست کې پاتې شي.[۱۸][۱۹][۲۰]

د ۲۰۱۹ کال په اګست کې د هند له لوري د جمو او کشمیر د ځانګړي وضعیت له لغوه کولو وروسته د دوو اونیو لپاره په کشمیر کې د ځپونکي چلند او ګرځبندیز پر مهال، ښاغلي سېن پر حکومت نیوکه وکړه او ویې ویل: "د یوه هندي په توګه زه پر دغه حقیقت نه ویاړم چې هند په نړۍ کې د ډیموکراتیک نورم ترلاسه کولو لپاره له ډېر څه کولو وروسته –کله چې هند لومړنی غیر لوېدیځ هېواد و چې د ډیموکراسۍ په لور ولاړ– له دا ډول ګامونو سره خپل دا شهرت له لاسه ورکړ". نوموړي د کشمیر د سیاسي مشرانو نیول د هند د حکومت د دغې پرېکړې پرضد د شته غبرګون د مخنیوي لپاره "یوه کلاسیکه استعماري پلمه" وبلله او د یوه داسې ډیموکراتیک حل غوښتنه یې وکړه چې د کشمیر خلک هم پکې شامل وي.[۲۱][۲۲][۲۳]

نوموړي د خپل وروستي ژوند ډېره برخه د سیاسي لیکوال او فعال په توګه تېره کړې. هغه په ​​هند کې د نرېندرا مودي د رهبرۍ په اړه تبصرې کولې. له نیویارک ټایمز سره په یوه مرکه کې هغه ادعا وکړه، چې د هند د خلکو تر منځ د مودي وېره اچونه یوه د ډیموکراسۍ ضد چاره ده. "یو مهم څیز چې موږ له جان سټوارټ مېل څخه زده کړی، دا دی چې ډیموکراسي د خبرو اترو له لارې حکومت کول دي، او که تاسو بحث او خبرې اترې ډاروونکې کړئ، نو تاسو به ډیموکراسۍ ته ونه رسېږئ، مهمه نه ده چې څومره رایې ګټئ." نوموړي د مودي له هندو ملتپالې ایډیالوژۍ سره مخالفت وښود، او د یوې داسې غوره یو لاس او متنوع ایډیالوژۍ غوښتنه یې وکړه چې د هند د رنګارنګۍ ښودنه وکړي.[۲۴]

ښاغلي سېن نیویارک ټایمز ته یوه مقاله هم ولیکله، او هغه دلیلونه یې پکې مستند کړل چې ولې هند په اقتصادي پرمختګ کې له چین وروسته پاتې دی. هغه د روغتیا پالنې په برخه کې د اصلاحاتو پلوي کوي، ځکه د ده په اند په هند کې ټیټ عاید لرونکي خلک له استثماري او ناکافي خصوصي روغتیا پالنې سره لاس او ګرېوان دي. نوموړی هند ته وړاندیز کوي چې د زده کړو په برخه کې هغسې پالیسۍ پلې کړي چې جاپان د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې پلې کړې وې. له دې سره سره، هغه دا هم درک کوي چې په آسیا کې د ډیموکراسۍ او پرمختګ ترمنځ یوه موازنه شته ده، ځکه ډیموکراسۍ ته په هند کې د یوه نږدې واقعیت په سترګه کتل کېدای شي، خو په چین کې داسې نه ده.[۲۵]

سرچینې[سمول]

  1. پیوستون : 119290367  — د نشر نېټه: ۲۶ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: CC0
  2. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6cz3zhb — subject named as: Amartya Sen — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/sen-amartya-k — subject named as: Amartya K. Sen — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  4. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12041027j — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  5. "University Professorships - Harvard University". Harvard University. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "The Master of Trinity". University of Cambridge. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. . Indian Nobel laureate Amartya Sen honoured in US. The British Broadcasting Corporation
  8. Benicourt, Emmanuelle (1 September 2002). "Is Amartya Sen a post-autistic economist?". Post-Autistic Economics Review (15): article 4. http://www.paecon.net/PAEReview/issue15/Benicourt15.htm. Retrieved 16 June 2014. 
  9. (په 26 October 1998 باندې). The real causes of famine: a Nobel laureate blames authoritarian rulers. Time.
  10. "Amartya Sen | Biographical: opening paragraph". The Sveriges Riksbank Prize in Economic Sciences in Memory of Alfred Nobel 1998. Nobel Prize. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جون ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Amartya Sen | Biographical: Delhi School of Economics". The Sveriges Riksbank Prize in Economic Sciences in Memory of Alfred Nobel 1998. Nobel Prize. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جون ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Prof. Amartya Sen". Trinity College, Cambridge. University of Cambridge. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جون ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. (په 5 July 2013 باندې). Amartya Sen: The taste of true freedom.
  14. (په 11 August 2010 باندې). Ministry of External Affairs, Press Release: Nalanda University Bill. Press Information Bureau, Government of India
  15. "Infosys Prize - Jury 2011". Infosys Science Foundation. 30 December 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. (په 20 July 2012 باندې). Amartya Sen named Nalanda University chancellor. The Times of India.
  17. (په 2015-03-04 باندې). Nalanda University: What went wrong?. Business Standard India.
  18. . Narendra Modi is not a good PM candidate: Amartya Sen. NDTV
  19. . Narendra Modi did give people a sense of faith that things can happen. The Indian Express.
  20. . Amartya Sen Quits Nalanda.
  21. "Not Proud As An Indian...": Amartya Sen's Critique Of Kashmir Move, NDTV, 19 August 2019.
  22. Kashmir without democracy not acceptable: Amartya, New Nation, 19 August 2019.
  23. J&K Detentions "A Classic Colonial Excuse": Amartya Sen, NDTV, 19 August 2019.
  24. Chotiner, Isaac, and Eliza Griswold. "Amartya Sen's Hopes and Fears for Indian Democracy." The New Yorker, 6 Oct. 2019.
  25. "Why India Trails China." New York Times, 20 June 2013.