صلاح الدين ايوبي
سلطان صلاح الدين ايوبي چي اصلي نوم یې ابوالمظفر صلاح الدین یوسف ایوبی دی په 1137میلادي کال کي دعراق هیواد په تکریت کي پیدا اوپه 1193 میلادي کال دمارچ پر 3 تاریخ دشام په دمشق ښار کي وفات سو. نوموړی له اصله څخه کرد مسلمان وو اوپه کوچنیوالي يې کورنۍ له عراق څخه د شام په لوري ولاړه .
| زېږونځای | |
|---|---|
| زېږون نېټه |
۱۱۳۸[۳] |
| مړينې نېټه |
۴ مارچ ۱۱۹۳[۴] |
| مړينې لامل | |
| مړينې ځای | |
| مړينې لامل | |
| ښخولو ځای | |
| ژبې | |
| دنده |
| عمومي مالومات | |
|---|---|
| وروڼه او خويندې |
Turan-Shah (en) |
| قومي ډلې | |
| دین |
| جګړه |
|
|---|
سلطان صلاح الدین ایوبي دمشهوره غازي نورالدین زنګي له سرتیرو څخه وو اوپخپله ژوندکي یوتکړه جنګيالئ ترې جوړسو . دنورالدین تروفات وروسته صلاح الدین ایوبي دمصر اوشام واک په لاس کي واخیستی اوله هغه صلیبیانو سره یې دجهاد اعلان وکړ چي څولسیزي یې دمسلمانانو مذهبي ښار بیت المقدس لاندي کړی وو . په مصرکي تر فاطمي واکمنی چپه کولو وروسته صلاح الدین ایوبی ته دملک الناصر لقب ورکول سو اونوموړی ډیر ژر دیوقوی اوځواکمن سلطنت په مټ دانګلیسي او نورو اروپایي صلیبیانوسره جګړې پیل کړې . ترخونړیو نښتو وروسته صلاح الدین ایوبی وتوانېدی چي په 1187میلادي کال کي دبیت المقدس ښار له صلیبیانوڅخه ازاد اوپه اسلامي نړۍ ځان ته ځانګړی نوم خپل کړي . یاده فتحه په اسلامي تاریخ کي ډیر ستر ویاړ وو چي صلاح الدین ایوبی ترلاسه کړه اوترننه یې هم مسلمانان په ښه نوم یادوي . ترفتحي وروسته صلاح الدین ایوبي دښار ټولو عیسایانو ته دهغوی دجرمونو سربېره بیاهم عمومي عفوه اعلان کړه اوټول یې وبخښل . سلطان صلاح الدین ایوبي تردې فتحي وروسته په شام کي داسلامي دولت ریښې ټینګي کړې اوپه مصرکي یې دپخواني شیعه واکمنی اغیزي هم له بېخه وایستې .
دسلطان صلاح الدین ایوبی کورنۍ په دې ډول ده : دنوموړي مور ست الملک اوپلار یې نجم الدین ایوب نومېدل، میرمن یې عصمة الدین نومېدل، زامن یې توران شاه، عادل اوسیف الاسلام نومېدل اولوڼي یې ست الشام او ربیعه خاتون نومېدلې .
په شام اومصر کي ترقوي سلطنت جوړولو اوڅوکاله پرلپسې جهاد وروسته چي په پایله کي یې دشام او مصر ستري برخي دبیت المقدس په شمول ازادي سوې سلطان صلاح الدین ایوبي د56 کلونو په عمر وفات اودشام په دمشق ښار کي خاورو ته وسپارل سو .
- ↑ سرچينې تړی: http://www.theguardian.com/world/2003/mar/20/iraq.rorymccarthy.
- ↑ سرچينې تړی: http://www.britannica.com/EBchecked/topic/595715/Tikrit.
- ↑ ويل شوي په: Nationalencyklopedin. NE.se ID: saladin. سکالو پېژند: Saladin. بياځلي سمون: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: سویډني ژبه.
- ↑ ويل شوي په: Encyclopædia Britannica Online. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: biography/Saladin. سکالو پېژند: Saladin. بياځلي سمون: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
- ↑ ويل شوي په: د دوتنې ادغام واک. بياځلي سمون: ۳۰ ډېسمبر ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
- ↑ group of authors. "Internetowa encyklopedia PWN" (in پولينډي ژبه).
{{cite web}}: CS1 maint: unrecognized language (link) - ↑ سرچينې تړی: https://referenceworks.brillonline.com/entries/encyclopaedia-of-islam-2/salah-al-din-SIM_6517?s.num=0&s.q=Ṣalāḥ+al-Dīn.
- ↑ ويل شوي په: ايرانيکا پوهنغونډ. Iranica ID: ayyubids. خپروونکی: کولمبيا پوهنتون. خپرېدو نېټه: ۱۹۸۲. اثر ژبه: انګليسي ژبه. ISSN: 2330-4804.
- ↑ ويل شوي په: The Fatimid Vizierate, 979–1172. Page(s): 170. اثر ژبه: انګليسي ژبه. خپرېدو نېټه: ۱۹۹۰.
- هغه پاڼې چې د P1559 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې ويکياومتوک توکي کاروي
- هغه پاڼې چې د P19 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P569 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P570 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P1196 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P20 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P509 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P119 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P1412 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P106 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P31 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P3373 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P172 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P140 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P607 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چې یوه ځانتيا کارويP18
- CS1 maint: unrecognized language