Jump to content

يعقوب کندي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له يعقوب بن اسحق الکندي نه مخ گرځېدلی)
ابو يوسف يعقوب كندي

ابو يوسف يعقوب كندي لومړنې مسلمان فيلسفو دى. په سوېلي عربو كې د اوسېدو له وجې په (فيلسوف العرب) باندې هم پېژندل كېږي. دده د پيداېښت په اړه تاريخ كومه كره نيټه نده ښودلې. خو داسې انگېرل كېږي، چې د نهمې زېږدې پېړۍ په نيمايي كې د كوفې په ښار كې زېږېدلې وي. دا خبره هم مالومه ده، ېچ دې د عباسي واكمن مامون الرشيد په پير كې ژوند كاوه، او د المتوكل باالله تر مړينې هم ژوندې وو.

ليكنې

تركوم ځايه چې د كندي د ليكنو خبره ده، ده په مختلفو علومو لكه، فلسفه، منطق، هندسه، شمېرپوهنه، ټنگټكور، ستورپېژندنه، رنځپوهنه، جدل او سياستپوهنه كې بې شمېره ليكنې كړي او بې شمېره كتابونه يې په پوهنيز ميراث كې پرېښي، چې ددې كتابونو يو اوږد لړليك ابن ابي اسبيعه او ابن نديم په خپلو كتابونو كې راوړي دي. ددې كتابونو وېشنه يې په لاندې توگه كړې:

  1. فلسفه ۲۲ كتابونه
  2. ستورپېژندنه ۱۹ كتابونه
  3. جدل ۱۶ كتابونه

دا هم وگورئ

بهرنۍ تړنې