خوشال خان خټک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
تر ۱۶:۵۲, ۹ نومبر ۲۰۱۰ پورې شته مخليدنه، د W.Kaleem (خبرې اترې | ونډې) (←‏د ستار نامه) لخوا ترسره شوې
دوتنه:خوشال خان خټك.jpg
خوشال خان خټک
دوتنه:Khushal-Khan-Khattak.jpg
خوشال خان خټک

د پښتو ژبې ستر شاعر او ملي اتل خوشحال خان خټك په داسې حالت کې نړۍ ته ستر ګې وغړولې چې نورالدین جها نګیر د هند په نیمه وچه بشپړ حاکمیت درلود ، یعنی په (۱۰۲۲ه) کال کې زېږېدلى دی . د خوشال بابا د پلار نومشهباز خان ، د نیکه نوم یې یحی خان او د غور نیکه نوم یې ملک اکوړه وو . دده د زېږېدنې كال له دغه شعر نه ښه معلو میږ ي:

کينډۍ:د شعر پای

ماشومتوب

خو شحال بابا د کو چنیوالي په دوره کې هم ډیري ستو نزې ګاللې دي . په شپږ کلنۍ کې په سیند کې لو یدلى او د هغه ځنې هم جوړ وتلی ، په اته کلنۍ کې له څپر نه پرې تیږه راولویده او په تندي سخت ټپي شو ، خو د هغه زخم نه هم جوړ شو .

ده په (۲۰) کلنۍ کې شعر ویلو ته شروع کړې ده او لو مړى شعر یې هم په دغه دوره کې ویلی دی ، لکه چې وایې :

د هـجـرت زر دوه ویشـت سـن و چې زه راغـلـم پـه جـهـان
زه خو شحال د شهباز خان یم چې تـورزن یم کـان په کـان
شهبـاز خان د یحی خــــان و چې بـل نه و هســــی ځـوان
یـحــی خـان د اکــــــوړی و چـې په تـوره و سلـــــطان

کينډۍ:د شعر پای

ستر خان د اتلس کالو و چې پلار یې واده ورته وکړ ، خو دی له دغه واده نه خوښ نه وو . خو شال خان د خان په کورنۍ کې زیږ یدلی او روزل شوی وو . د پلار او نیکه نه ورته خاني پاتي وه هم د ملک اکوړې ځنې چې پخپله اکوړې هم یو ښه سړی وو. کله چې د مغلو پاچا غوښتل ، چې له نوښار نه تر خیراباده د لارې ساتلو لپاره څوک پیدا کړی ، نو هغه و چې خلکو ملک اکوړه وروښود . ملک اکوړه د خپلو خپلوانو سره د خپګان په وجه له هغه ځایه ، یعنې له خټکو او له کربوغې نه خوړې ته راغلی وو او اکبر پاچا هم ورغی او د لارې د ساتنې پازه يې دده په غاړه کړه . دا چې دی یو ښه سړی وو ، نو د اکبر پاچا پام يې یې ځان ته كړى او په ده باندې یې هم زیاته مهر باني وکړه او ده هم ژمنه وکړه چې دی او قبیله به یې د پاچا وفادار او خدمتګار وي . ددغې لاری مخصول به هم ملک اکوړه اخیست او په دغه ځای کې یې یو سرای اباد کړ چې د (اکوړې) په نوم یاد یږي .

دغه سرداري تر خوشال خانه پوری راورسیده یعنی ، د ملک اکوړې نه وروسته د هغه زوی ، او بلاخره تر خوشحاله پورې راورسېده . خوشال هم دغه چاپیر یال پښتون قهرمان روزلی و او په شعر او نثر کې یې دبښتنولی احسا س پروت دی . دوخت مروج علوم یې په جوماتونو او مدرسوکې لو ستي وو . خو په دې زده کړه یې قناعت نه درلود او تل يې نيت درلود ، چې زیات څه زده کړي ، خو دی وایې زه ښکار زیات درس ته نه پریښودم ، لکه چې وایې :

په شل کاله دیګ زما د شعر په اور بار شو په دادور مې پوخ چې شپیته کاله مې تللي

کينډۍ:د شعر پای

یا :

د جهان تحصیل بــــه کل واړه زما و که اخته نه وایې د ښکار په اشتغال

کينډۍ:د شعر پای

د خوشال له کلیاتو نه هم مالومیږی ، چې خان د خپل وخت مروج علوم لکه : تفسیر ،فقه ،حدیث ،فلسفه ، طبا بت ، منطق ، حکمت ، معانی ، عروض ،بیان ۰۰۰ او نورو باندې پوهیده او لیکل یې پرې کولای شول او په دري باندې هم ښه شعرونه لری . دغه ستر ، ملی اتل او د پښتو ژبې بابا په (۱۱۰۰ه)کې له فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې او د ابدي ژوند غیږی ته وسپارل شو .

د خوشحال خان د پېژندلو په باب سرچينې

کورنۍ سرچينې

دوتنه:KhushalBaba.PNG
خوشحال خان خټک

د پښتو ادب په کلاسیکه شاعرۍ کې خوشال هغه علامه ، نابغه ، ستر شاعر او لوی ادیب دی ، چې د څه کم څلورسو کالو راهسې دده کلتوري خزانه تر ننه پورې دافغان ولس د نړۍ د لویو پوهانو او پوهنيزو مرکزونو د پاملرنې او څیړنې وړ کرځیدلې ده . د څیړونکو ځیرکتنه به تر هغې پورې دغه کلتوري میراث ته وجود ولری ، څو چې په نړۍ کې ولسونه په پوهنه او څیړنه بو خت وي . له خوشال څخه کوټې کوټې موضوعات او درانه درانه اثار په میراث راپاتې دي . دده اثار د شعر ، ادب ، ژبپوهنې او نورو بېلا بېلو پوهنو او څیړنو لپاره لوی دریاب دی ، چې لامبوزن هم پکې ستر کیږی خو دده برید ، پوله ، سر او تل به تر خپلې لامبو لاندې داخیل نه کړی او د ژوند تر پایه به پکې ستړی او ستومانه وي .

په خان بابا باندې زیاتو پوهانو لیکنې کړې او تر اوسه هم دده د اثارو په څیړنه او ځیرکتنه بوخت دي ، نو د همدغه اصل په نظر کې نیولو سره ، یانی دده د درناوي او نمانځنې په خاطر دوه لوی کتابونه په دوه لویو سیمینارونو کې د پښتو ټولنې له خوا چاب شول . دغه كتابونه په (۱۳۴۵)او (۱۳۴۶) کلونو کې د توریالي پښتون او ننګیالي پښتون په نومونو چاپ شوي ، خو دغه کتابونه ددغه پیاوړي انسان او ستر اديب د کارنامو په برخه کې په خروار کې د یو خورد مثال لري . په دغو دوو کتا بونو کې د هېواد او له هېواد نه بهر پوهانو خپلې مقالې چاپ کړې دي .

له دغو کتابو سره سره ، زموږ د هېواد د پښتو ادب پینځو ستوریو هم لیکېي کړې دي لکه : پوهاند عبدالشکور رشاد چې د خوشال په دیوان ګلستان او بوستان تر اغیز لاندې لیکنه کړې ده . پوهاند صدیق الله رښتین د خوشال لانډه پیژند ګلوي په كې چمتو كړې ، چې دغه لیکنه په توریالي پښتون کې هم چاب شوې ده . پوهاند عبدالحی حبیبي صاحب هم د خوشال توره او قلم ، د پښتنو د خپلواكۍ او مبارزی بسټيز توكي ګڼلي دي . استاد ګل پاچا الفتهم د خان په شاعرۍ باندې لیکنه کړې او وایې ، چې دی د شاعرانه ذوق سره د خپل ولس مشر هم وو . د پښتو غزل بابا امیر حمزه شینواری وایې: د خوشال خان خټك د نوم د اورېدو سره په ذهن کې د یو داسې نابغه انسان تقوا بریښي ، چې د انسان د ژوند په هر اړخ ځلانده او ژور نظر لري) .

خو ددې خبرې یادول ضروري دي ، هغه سرچينه ، چې د خوشال په باب یې لومړى څه خپاره کړي ، هغه پټه خزانه ده . وروسته نورو پوهانو هم دده په اړه کتابونه او مقالې لیکې دي لکه افضل خان يې په تاریخ مرصع کې یادونه کړې . له هغې نه وروسته د خوشال کلیات د دوست محمد کامل په سریزه خپاره شوي دي ورسره ارمغان خوشحال د سید رسول رسا په سمون خپور شوی او له هغه نه وروسته د پوهنو اکاډمۍ علمي غړي عبد القیوم مشواڼي صاحب هم دده کلیات یو ځل بیا چاپ کړى چې دده د پیژندلو لپاره یوه سرچينه وه .

پر دغو کلیاتو سربېره د پښتو ادبیاتو په تاریخ کې هم دی پیژندل شوی او پښتانه شعرا کې ، چې بختاني صاحب راغونډکړی ، هم دده په اړه په زړه پورې مالومات ورکړل شوي دي . یو بل نامتو کتاب چې ملي قهرمان نوميږي او د زلمي هېوادمل اثر دی ، په هغه كې هم د خان د پیژندلو او دده په اړوند د بهرنیو او داخلي پوهانو نظرونه راټول شوي ، او دا خبره هم پکې ذکر شوې ، چې دده په اشعارو کې درې برخي ډیري زیاتې دي لکه : توره ، ښځه او ښکار . همدارنګه د خان په باب په زړه پورې مالومات د (خوشحال کیست ) په کتاب کې هم خپاره شوي او موږ یې دده د پیژندلو لپاره یوه غوره ذخیره ګڼو . دشهسوار سنګروال په زیار هم د پښتو ادبیاتو معاصر تاریخ خپور شو ، چې په هغه کې هم د خوشال ژوند ، پیروان او ددغې دورې نور لیکوالان ذکر شوي ، خو په دې وروستیو کالونو کې هم د خان د فکر ، عمل ، کردار ، اشارو او نورو ښیګڼو باندې په زړه پورې اثار ولیکل شول ، چې دلته يې د ځنينو یادونه كوم :

  1. د پېښور پښتو اکیډمۍ یوه درې میا شتنۍ مجله د خوشال دریو یو په نوم خپره کړه < چې د بېلا بېلو ادبپوهانو له خوا بېلا بېلې لیکنې پكې شوې دي ، البته د خوشال نظر دپښتون د اصل او نسب په باب ، د خوشال فکر او عمل او داسی نور .
  2. د پوهاند مجاور احمد زیار په واسطه . یو بل کتاب د خوشال ازلی پښتو یو ژبپوهنه شته ده خپور شوی چې البته د خوشال اشعار یې د ژبپوهنې له نظره توضیع کړي دي .
  3. خوشال او فلکلور یو بل کتاب د داور خان داور په زیار خپور شوى ، چې د خوشال په اشعارو کې فلکلوریک مسایل يې پكې څیړلي دي .
  4. د عبدالواجد واجد په واسطه بل کتاب د خوشحال سبک او په پښتو ادب کې د سبک اغیزي هم یوه په زړه پورې لیکنه ده چې مکمل مالومات خلکو او دادب مینانو ته ورکولی شي.
  5. د دوکتور عبدالاحد جاوید هم یوه رساله (نګاهی به اشعار دري خوشحال ) په (۱۳۵۷) کال د افغانستان د علومو اکاډمۍ کې چاپ کړه .
  6. د قيام الدين خادم يوه مقاله (خوشحال څه زده کړه) په (۱۳۵۸) لمريز کال په اکاډمۍ علومو کې خپره کړه چې په واقعې ډول د خوشحال په اړوند ګټوره ده.
  7. خو شحال او جمالیات دډاکتر اقبال نسیم خټک اثر دی ، چې د پېښور په پښتو اکیډمۍ کې چاپ شوی دى.
  8. د تورې او قلم خاوند دمحمد نواز خټک اثر دی چې په (۱۹۶۱ع) کال کې خپور شوی چې دا هم یو په زړه پورې اثر دی .
  9. د حاجی پردل خان په واسطه د خوشحال دستارنامه هم په پېښور اكاډمۍ کې چاپ شوې ده .
  10. د خوشحال زنځیرۍ دحبیب الله رفیع په زیار دپېښور پښتو اکیډمۍ چاپ کړې ده .

د خوشال د پیژندلو په باب سرچينې نه ختمیدونکې دي ، بلکې په سلګونو مقالې ،کتابونه دده د پیژندلو او د اشعارو په مختلفو اړخونو باندې چاپ شوي دي ، چې اوس او پخوا دده د پیژندګلوۍ لپاره یوه مهمه منبع گڼل كيږي . د کابل مجله چې د علومو اکاډمۍ پښتو ادبیاتو له خوا چاپيږي ، ددغې مجلې څیړونکي دده په باب په هره ګڼه کې په زړه پورې مطالب خپروي لکه : د خوشحال او بهایي جان په اشعارو کې د معشوقې ستاینه د علي محمد لیکنه ، (۱۳۸۴ه) کال کې چاپ شوې او په همدغې ګڼه کې د محقیق عبدالشکور قیومي مقاله د( خوشحال په اشعاروکې د ګلستان اغیزی ) چاپ شوې ده . د(۱۳۸۰ه) کال د کب د میاشتې مجله کې د سیال کاکړ لیکنه (خوشحال او پښتو) او همدغې ګڼه کې د عبدالحی حبیبي لیکنه (د خوشحال په اشعاروکې انتقادي څانګه ) په (۱۳۸۲) کال په (۹) ګڼه کې علی محمد منګل لیکنه (خوشحال د خان په شان پیدا او د فقیر په شان مړ شو) تر سرلیک لاندی خپره شوه . یو بل په زړه پورې کتاب د کاند ید اکادیمسن محمد صدیق روهي په زیار د (خوشحال اخلاقي ایډیال ) په نوم خپورشوی ، خوشحال د ښوونې او روزنې فلسفه ، په معاصر افغانستان کې خوشال پیژندنه ، خو بلاخره دومره ویلی شم چې هر څومره په خوشحال بابا او د هغه د پیژندلو په باب باندې وغږیږو ، خلاصون نه مومي . ددې لیکنې لپاره همدومره بسنه کوي .

باندنۍ سرچينې

خوشال نه یوازې د پښتو ژبې یو ستر او نامتو شاعر وو ، بلکې په دري ژبه کې يې هم ښه شعرونه ویلي دي . همدا راز خان نه یوازې په پښتونخوا کې د یوه ملي اتل ، تورزن او د پياوړي قلم خاوند په توګه اوڅار دى ، بلکې په سیمه او نړۍ کې هم د پوهانو ، شاعرانو او څیړونکو په وړاندې د تورې او قلم اتل شاعر او لیکوال ګڼل کیږي . دده په اړوند لوېدیځو او ختيځو پوهانو لیکنې کړې دي او ان پښتو ټولنې ته یې لیکونه را استولي دي . جارج مار ګنسټرن د خوشال د شاعرۍ په باب څر گندوي : " د نیمې پیړۍ راهیسې زه د خوشال شعر لولم په دغه نیمه پیړۍ کې پر له پسې خوند ترې اخلم او قدریې کوم . خوشال حق لري ، چې ځان د پښتو ژبې سعدي او فردوسي وگڼي . هغه خدمت چې ده پښتو ژبې ته کړی ، هېچا په هیڅ وخت کې نه دی کړی ۰۰۰ زه د لو یدیځوال په حیث ۰۰۰ د لو یدیځ پوهنتون د یو سپین ږیري استاد په توگه خو شاله یم ، چې په لویدیځ کې به تر دې وروسته خوشال ښه وپیژنې ". سراولف کیرو د لندن څخه د وخت پښتو ټولنې ته یو لیک راستولی وو ، چې یوه برخه یې دلته راوړو :"۰۰۰لوی شاعر خوشال خټک ته زما صادقانه مینه او تعظیم دی ، ځکه چې خیال کوی زه به د ستاسو ددې شاعر منتخابات ، چې ما سره دي او زما دوست اپولن هویل په انګریزي کړي دي ،کابل ته درولېږم " .

همدارنګه د خوشال خټک د تلین د نمانځنې په اړه به د پروفیسور میکنیزي لیک هم دلته راوړو :

(۰۰۰د پښتو ټولنې د پیدونکو مهربانیو قدر ښه پیژنم ۰۰۰او بله دا هیله کوم ، چې خوشحال په نوم نمانځنه به لویه کامیابی وګټي ۰ )

یو مشهور ختیځ پوه مسټر راورټي وایې :

خوشحال د پښتو ډیر ستر اديب دی ، د ده اشعار په یورپ کې ډیر قدر لري

ډار مسټیټر د خوشحال په اړه داسې وایي :

خوشحال د توریالیتوب او شعر ګډ روح درلود

ګرکیسیون لیکی :

خوشحال خان د خټکو توریالی مشر وو ، دده شعرونه له نورو شاعرانو څخه ډیر خواږه او په زړه پورې دي

{{بیډولوف]] د خوشحال په هکله څرګندوي :

خوشحال یو متعدید انسان او د لوړې پوهې خاوند وو ، هیڅ داسې یوه خبره نشته ، چې په شعر کې یې نه وي راوستې ، زیاتره شعرونه یې د هیواد پالنې رنګ لري .

ډاکتر کریسن پخپل اثر " د افغانستان ادبیات " کې د خوشحال په اړه داسې نظر څرگندوي :

( خوشحال خټک د کلاسیکې دورې نامتو شاعر او د پښتو ادب پلار ګڼل شوی دی

روسي ختيځپوه او افغانپوه اسلانوف هم پخپل کتاب ( د روښانیانو ملي نهضت ) کې کښلي دي :

په پښتو ادب او شعر کې تر ټولو لوی سړی خوشحال خان خټک ګڼل کيږي . دی د خټکو مشر ، شاعر ، سپه سالار او جنگي شخصیت دی

همدارنګه نیکولای دوریانکوف ، سونخیف لو لف او ډیرو ختیځپوهانو د خوشحال د ګڼ اړخیز شخصیت په باب بېلابېلې څرګندونې كړې او لري يې .

د خوشحال د پیژندنې او دده د اثارو په باب بهرنیو پوهانو خورا ښې په زړه پورې لیکنې کړې ، خو ځینې نامتو کتابونه یې دادي :

  1. ګلشن روه دمسټر راورټي اثر دی ، چې په کال (۱۸۶۰ع) کې خپورشوی او خوشحال ته په ډیر ستر قدر قایل دى.
  2. د پښتو شعر هارو بهار د ډار مسټیټراثر دی ، چې هغه هم د خوشحال پیژندنې لپاره یوه ذخیره ګڼل کیږی لکه چې مخکې مو یادونه وکړه .
  3. کلید افغاني د پادري هیوز اثردی ، چې د خوشحال په اړه پکې په زړه پورې مالومات وړاندې شوي دي .
  4. پښتو منتخبات د ډورن اثر دی ، په کال (۱۳۵۶ه) کې د پښتو ټولنې له خوا چاب شوی ، چې د خان په اړه پکې په زړه پورې مالومات ور کړ شوي دي .
  5. خوشحال شناسی یو بل اثر دی ، چې په اردو ژبه د زیتون بانو په زیار په کال (۱۹۸۰ع) کې خپور شوى دي .

دا د هغو کتابونو او لیکوالانو نومونه ول ، چې د خوشال په اړه یې مالومات خپاره کړي دي . البته زما همدومره تر خپل وس او قدرته پورې ول ، چې راټول مې كړل ، خو د بابا په اړه په سلگونو لیکوالو لیکنې کړې او تر اوسه پورې دغه لیکنې دده د اثارو په اړه کیږي . لنډه داچې ، دده اثار په دري ، روسي ، هندي ، ډنمارکي ، انګلیسي ، او اردو ژبو ژباړل شوي ، چې له دې شمېر نه الفنستن لومړنى اروپایې پوه دی ، چې د خوشحال اثار یې ژباړلي او خپریدو ته يې چمتو کړي دي . د خوشحال د پیزندلو ، کارنامو او د هغه د اثارو په اړه نه یوازې داخلي پوهانو ، بلکې خارجي پوهانو هم ډیر څه لیکلي ، چې پورته يې بحث تیر شو . د خان په اړه ځینو پوهانو د ډاکترۍ (phd) تیسیسونه لیکلي چې په لاندې ډول دي :

  1. د میرمن خدیجه فیروزالدین په انګر یزي ژبه د (۱۹۲۸ـ ۱۹۳۸ع) کال پورې پای ته رسولی چې سريزه يې پرېشان خټک پښتو کړې ده .
  2. پوهنوال دوکتور ګل محمد نورزي (دافغان کلاسیک شاعر خوشحال خان خټک ژوند ، هنر او تخلیق تر سرلیک لاندې په کال (۱۹۴۹ع) خپل تیسیس بشپړ کړی دی .
  3. دوکتور محمد اقبال نسیم خټک هم د ( خوشحال او جمالیات ) تر سرلیک لاندې د دوکتورا تیسیس لیکلی چې د پښتو اکیډمۍ پېښور له خوا چاب شوی دى .
  4. ختيځپوه پېلېوین میخایل سېرګۍیویچ د دوکتورا تیسیس د (خوشحال خان ) تر سرلیک لاندی بشپړ کړی ، چې په (۲۰۰۱ع) كال کې چاب شوی دى . دا وو ځینې تیسیسونه چې د دوکتورا لپاره د خوشحال په اړه ليكل شوي دي .

خوشحال د مغلو طر فدار

دا خو ټولو ته جوته ده ، چې خوشال خپل نیم عمر یا زیات او کم د مغلو په طرفدارۍ کې تیر کړی ، خو ده یوازې نه بلکې پلار او نیکونو یې هم د مغلو طرفداري او د هغوی په ګټه یې د خپلو پښتنو سره جګړي کړي دي . د خان ژوند درې برخې لري ، لومړۍ دوره یې د کوچنیوالي دوره ده ، دويمه دوره یې د مغلو په طر فدارۍ کې تیره کړې ، او د ژوند دریېمه برخه يا دوره يې له مغلو سره په جگړه کې تیره کړې ده . خوشال د لومړي ځل لپاره په (۱۳) کلنۍ کې له خپل پلار سره په يوه جکړه کې برخه اخیستې او د مغولو په پلوۍ جنګیدلی ، خو دا خبره باید له یاده ونه باسو ، چې د مغلو پلوي ده ته له خپل نیکه نه په میراث پاتې وه . مغولو دده نیکه د لارې سا تندوی ټا کلی وو ، د هغه له مړينې نه وروسته د هغه زوی یحی خان ته دا منصب پاتې شو او د یحی خان له مړينې نه وروسته د هغه زوی شهباز خان او په پاى كې خوشال ته ور په برخه شو . په (۱۰۵۰) کال کې شهباز خان له یو واړه لښکر سره د یوسفزیو په سیمه بريد وکړ چې خوشال خان هم ورسره همسفر و . په دغه جکړه کې شهباز خان ماتې وخوړه ، ټپي شو او له پنځو ورځو نه وروسته مړ شو ، خو دی چې کله مړ کیږې منصب او مشري خوشال ته سپارل کیږي او د خپل پلار د غچ اخستلو په خاطر یو بل لښکر چمتو كوي او یو ځل بیا په هغه پخواني ځای (بلړ ناله ) کې له یوسفزیو سره مخامخ کیږی ، خو یوسفزي سخته ماتې خوري او خوشال د هغوى کورونه هم سوزوي . کله چې اکبر پاچا په دې حالت خبر شو ، نو هغه و چې خوشال ته یې منصبونه هم ورکړل . په (۱۰۵۵) کال کې شاه جهان غوښتل چې کابل ته ولاړ شي او د نظرمحمد مخه ونیسي ، ځکه چې هغه د تل لپاره د مغولي سرحداتو یعنې په بلخ او بدخشان بريدونه كول ، نو په دغه جنګ کې له خوشال سره علی مراد خان او اصالت خان هم برخه لرله ، خوشال پکې تر ټولو مخکې وو او کامیابي یې لاس ته راوړه ، نو هغه وو چې د اکبر پاچا له خوا اولس منصبونه ورکړل شول . سربېره پر دې خوشال له نورو پښتنو سره لکه : بنګښ هم چګړې کړې دي ، چې په (۱۰۶۳) کال کې له شیرمحمد سره په جګړه بوخت وو او (۳۰۰) تنه بنکښ پکې ووژل شول . خوشال خان تر هغې ورځې پورې د مغولو په پلوۍ وجنګید ، تر څو چې تر څو یې يې ونیو . خو کله چې په (۱۶۵۸ع ـ ۱۶۵۷ع) کلونو کې چې کله شاه جهان په ناروغۍ اخته شو او د هغې ناروغۍ له کبله مړ شو نو دلته یې د څلورو زامنو تر منځ جګړې ونښتې ، یانې دارشګو او مراد بخش یو طرف و چې دواړه وو ژل شول ، سلطان شجاع په دکن کې ترې پاتې شو او په واقیعت کې اورنګ زیب بر یالی شو . کله چې اورنګ زیب خپل حکومت كلك کړ نو ورته مالومه وه ، چې خوشال خان ستا دده دوست نشی کیدای . دا ښکاره خبره هم وه ، چې ظالم حکومت د خوشال غو ندې شخصیت نشي منلی ، نو هغه وو چې خوشال ، اورنګ زیب او میرزا عبدالرحیم ، چې د مغولو حاکم وو پیښور ته ولاړل ، چې خان دوې میاشتې په پیښور کې و او بیا یې د هند د رنتبور په جېل كې بندي كړ ، ځلور کاله بندي وو او په دغه بند کې يې زیات اثار هم وليكل لکه : دستار نامه ، تر جیع بند ، تر کیب بند ، او داسې نور .

خو شحال د مغلو مخالف

په اکوړه خټک کې د خوشحال خان خټک ارامځاى

خوشال ډېر وخت د مغولو پلوي وکړه تر څو چې بندي هند ته واستول شو . خو کله چې دی بندی شو نو په بند کې یې داسې فکر وکړ چې پلار ، نیکه ، غورنیکه او پخپله مې څومره د مغولو طرفداري وکړه او د هغې په غلامۍ کې مې وخت تېر کړ ، خو بیا يې هم ماته كومه گټه ونه رسېده ، نو هغه وو چې دده په فکر کې مکمل بدلون راغی او داسې يې وویل :

خدایه ته چې رړه کې اچـــوې دامینې چې په ښکار رب مبتلا کړم ته مې وینې

کينډۍ:د شعر پای د خوشحال کلیات مخ (۲۳۷)

دغه بیتونه ده د هند په بنديخانه کې ویلي دي ، خو کله چې دى بندی وو او دده زوی اشرف خان هجري هم دده په خاطر په کابل کې د بند شپې او ورځې تیرولې ، نو دا مهال په یو سفزیو کې شورشونه پیدا شول ، اورنګ زیب خوشال راوغوښت او ترې ويي پوښتل چې دا څه وجه ده ؟ خوشال په ځواب کې ورته وویل چې که چیری د کابل والي مهابت خان مقرر شي ، نو ښايي چې دغه ناامنیي له منځه ولاړه شي . له دې نه وروسته د مهابت خان په مقرریدو سره خوشال هم د بند نه ازاد کړی شو . په (۱۰۷۹ه)کال کې د پروفیسور پرېشان خټک په وینا پاو کم پینځه کاله ده په هند کې تېر کړل . خوشال خان په دې ښه ډاډمن شوى وو ، چې د هېواد او ولس دوښمن مغول هېڅ مهال نشي دوست كېداى . هېواد ته له رارسیدو نه وروسته يې كلك هوډ وكړ ، چې له مغولو نه به كسات اخلي ، نو يې د یوسفز یو ، خټکو ، اپریدو ، او نورو پښتني قبیلو په مرسته مغولو ته سختې ما تې ورکړه . په بې شمیره جګړو کې هم پښتنو ته او هم شاهي پوځ ته د سر ډېر زيانونه واوښتل او ډیر افسران پکې تباه او برباد شول . ددغو جګړو په پېښېدو سره د هند واكمن ته ډېر لوى د سر زيانونه واوښتل او مغول پاچا پخپل ځان د پښتنو خلاف د پوځ قومانده په لاس کې واخسته او په (۱۶۷۴ع) کال د هندوستان له پلازمېنې ډهلي نه د حسن ابدال په لور راروان شو . دلته له رارسیدو سره شهنشاه چې مغولي واكمن وو له ډیرې لویې چالاكۍ نه کار واخیست ، پرته له جگړې نه يې پښتني قبیلو ، ځينو مشرانو او نورو ته انعامونه ورکړل او دوی یې له خپل ځان سره ملگري كړل . له دې نه وروسته خوشال ډېرې هلې ځلې وكړې ، په پښتنو کې يې اتفاق راووست او د دوى د یو موټي کولو په لاره كيې يې ډېرې هڅې وكړې . بيا يې د مغولو پر خلاف د یو لوی لښکر جوړولو په خاطر د پښتنو پر بېلا بېلو سيمو دوره وکړه ، خو په دی برخه كې ورته هېڅ ډول برى ور په برخه نه شو ، د مغولو خلاف جګړو کې دده ډیر ځوانان مړه شول او یوه لوی زيان ورواوښت ، لکه مخکې مو چې یادونه وکړه ، وروسته له بند نه خوشال د پښتنو په پلو ودرید ، بی شانه جنګونه یې له مغولو سره وکړل او په هره جگړه كې يې سختې ماتې وركړې لکه : د خیبر په پیښه کې چې ښکاره د مغولو سره وو ، خو په حقیقي توګه د پښتنو سره ولاړ وو او مغول مات شول . یا لکه د نوښار او یا هم لکه د ډوډۍ په جنګ کې چې لوى برى يې په برخه شو او په یوه قصیده کې وایې :

څو وانه خلی له غلـــــــــــیمه انتقام
مـــرد نه خـوب کا نه خـوراک کا نه ارام

د خو شحال کلیات مخ (۷۰)

لنډه داچې خان نه یوازې په توره کې رسیدلی سړی و ، بلکې په شعر ، شاعری کې يې هم لوی مقام درلود . د نړۍ گڼ شمېر پوهانو دده اثار لوستي او ژباړلي دي او ده ته درناوى لري . خوشال د سردرۍ په غیږه کې سترګې غړولې او لوی شوی وو ، خو په خوی او خصلت کې یو دروېش صفته ، د تورې د جلال او د پوهنې د جمال یوه ځلانده بېلگه ، د جگړې په ډگر کې یو هېوادپال اتل ، د افغانستان او پښتنو یو مېړنى ، غیرتي بیش بها درو ګوهر انسان وو . لنډه داچې خوشال خټک په هر لحاظ د انساني صفتونو په لرلو سره یو لوړ او برجسته شخصیت وو .

ستا د ښایست ګلونه ډیر دي ځولی مې تنګه زه به کوم یو ټولومه

د خوشحال خان اثار

ستر خوشال بابا د خپل ژوند په درشل کې یانې په (۷۸) کالونو عمر کې پښتنو ته دومره څه پریښودل ، چې د تل لپاره په دغو برخو کې څیړل کیږی او دده له اثارو نه به استفاده کيږي . دده د اثارو په اړه ځنې پوهان وایې : چې شمېر يې (۲۰۰) ته رسیږي ، خو یو نامتو ختیځ پوه مسټر راورټي دده اثار تر (۲۵۰) زیات ښودلي دي .

خوشال نه یوازې په پښتو ژبه باندې شعر ویلی ، بلکې په فارسي ژبه هم ښه پوهېده او په دري ژبه یې هم خورا ډیر شعرونه ویلي دي . د تورې او قلم خاوند په پښتو ادبیاتو کې یو نوی سبک په نظم او نثر کې منځ ته راوړ او هغه مسجع یا فني نثر ته یې د پای ټکی کیښود . موږ مخكې وویل ، چې دده اثار نږدې تر (۲۰۰) پورې رسیږي چې مشهور یې دادي:

  1. کلیات چې نږدې (۴۰) زره بیتونه لري .
  2. فضل نامه : یو دیني کتاب دی چې فقهي مسایل پکې څیړل شوي .
  3. بازنامه : د ښکار په اړه بحث کوي .
  4. صحت البدن : یو منظم اثر دی چې د روغتیا په اړه څیړنې پکې شوې دي .
  5. اخلاق نامه .
  6. سوات نامه : یو منظم اثر دی چې د سوات په باب معلومات ، او د سوات جغرافیه پکې تشریح شوې ده .
  7. دستارنامه : د دستار او لو نګۍ په اړوند مسایل پکې راغلي دي .
  8. فرخ نامه : د تورې او قلم بحث دی .
  9. فراقنامه : د خوشال خان خټک د بند شعرونه دي .
  10. اینه : د فقهې کتاب دی .
  11. بیاض : د نثر کتاب دی .
  12. زنځیری : د لیکدود په اړه دی .
  13. تفسیر سوره یوسف .
  14. د پښتنو تاریخ : یو ورک اثر دی .
  15. د خوشال رباعیات .
  16. عیار دانش: د فارسي نه ژباړه ده .
  17. هدایه : له عربي نه ژباړل شوی دی .

دا هغه اثار دى چې له خان بابا څخه موږ ته راپاتې دي ، خو په سلګونو نور اثار یې ورک شوي دي .

د خوشال خان د اثارو بېلابېل اړخونه

دا سمه ده چې خوشال بابا د خپل وخت یو ننګیالی پښتون وو ، خو د فرهنګ په برخه او د پښتو زاړه ادب کې د خان جوګه بل فرهنګیالی نه لرو ، د خپل وخت او تر ده وروسته د ورانونو کې واحد فرهنګیالی دی چې اثار یې د کمیت او کفیت ، فکر او هنر له پلوه ساری نه لري . ده په ډیرو سنګینو او ناسازګارو حالاتو کې دومره څه تصنیف کړی ، چې پښتو یې یو دم د تکمیل حد ته ورسوله لکه چې وایې :

پس لــه بــــنده دی داعـــــــزم د خوشحال دخـــــــاطـــــــر جزم
یا نیـــــــولی مـــــــخ مکی ته یا مغلو ســـــــــــــــــره رزم

کينډۍ:د شعر پای

خان د خپل وخت د چاپېريال فرهنګي وضعې ته په پاملرنې سره ، د خپلې ژبې د قوت او پياوړتیا لپاره مټي راونغښتلې او د خپل بې شانه استعداد په واسطه یې پښتو ژبې ته دومره اثار تصنیف کړل ، چې پښتو ادب یې له سیمې سره سیال کړ ، لکه مخکې مو چې اشاره وکړه او مسټر راورټي یې د اثارو شمیره (۲۵۰) ښودلې ده. د خان اثار په دوو برخو ویشو :

  • د خان منظم اثار
  • د خان منثور اثار


خوشال په شل کلنۍ کې په شعر ویلو پیل کړی لکه پخپله چې وایې :

په شل کاله دیګ د شعر زما په اور بار شو
په دا دور مې پوخ ؤ چې شپیته کاله مې تللی

خو دا واضح ده چې د خان لو مړنۍ شعر او بیت دا نه دی ، بلکې لو مړنۍ غز له یې په لاندې ډول ده :

عقل سل د مصلحت بنـــــــــــدونه جوړ کا
چې دعشق سیلاب پرې راشي واړه نــــــور کا

خان د (۱۰۴۳ـ ۱۱۰۰) پورې با قاعده شاعري کړې او ډېر منظم اثار یې موږ ته راپریښی دي . د ده منظم اثار په لاندې ډول دي :

د خوشال خان منظم اثار

کليات

کلياتو کې د ده ټول منظم اثار شته دي لکه

الف ـ (۸۶۰) غزلې دي چې دا غزلې لو مړۍ ځل په کابل کې په (۱۳۵۸ه) کال دافغا نستان د علومو اکاډمې له خوا په چاپ ورسیدې . دويم ځل بیا په (۱۳۵۹ه) کال د علومو اکاډمۍ له خوا چاپ شوې ، خو دریم ځل ټول کلیات د پښتو څیړنو د نړۍوال مرکز د علمي غړی عبدالقیوم مشواڼی صاحب له خوا په چاپ ورسید . غزلونه هر اړ خیزې برخي څیړي ، تصوف ، مجازي عشق ، کورني جنجالونه ، پښتنواله ، علم ، سیاست ، او داسی نورې برخې پکې څیړل شوې دي .

ب ـ د خان په کلیات کې (۲۵) قصیدي راغلې دي . په قصیدو کې هم تصوفي برخې ، پوه او ناپوه ، د اصیل او کم اصل په باب قصیدې ، د دنیا د بی وفا یې ، نعمتونه ، له خپلو زامنو نه بیزاري ، دحضرت محمد (ص) صفت او داسې نورې برخي هم پکې شته دي . وګورئ په څومره هنرمندانه او ښکلې ژبه د پاک رسول صفت بیانوي :

د خدای عرفان مې وشو په عرفان د محمد
پاک دی محمد پاک دی سبحان د محمـــد
راشه نظر وکړه په (طها)په یسین باندې
خدای دی صفت کړی په قـــــران د محمد
او تر اخره ۰۰۰کلیات مخ (۳۸۲)

ج ـ رباعیات : د خوشال خان په کلیاتو کې (۱۶۰۴) رباعي راغلې دي ، خو یوه بله ځا نکړنه چاپي مجموعه هم لري ، چې يه (۱۳۴۹) کال چاب شوې او (۱۶۷۴) رباعي پكې دي . د ـ دده په کلیاتو کې د (قطعاتو) ځنې برخي هم شته ، چې نږدې (۴۰۵) قطعې كيږي او له دوه بیتو څخه نیولې تر پنځو بیتو پورې قطعې هم لري .

د ـ د خوشال په کلیات کې یو مثلث هم راغلی دی او نور صنفونه یې متفرق دي چې په هغه کې (۲) مر بعې ، یوه مثنوي ، څلور مخمسه ، دوه مسدسونه ، یو معشر ، یو ترکیب بند ، یو ترجیع بند خوندي دی . دا د خوشال د اشعارو شکل وو ، خو د ده د اشعارو منځپانگه ( محتوا ) لږه برخه کې هم هر نګه اشعار لري . د استاد محمد صدیق روهي په خبره :

د خوشال اثارو او اشعارو کې هر ډول مضامین پیدا کیږی لکه : عشقي ، اجتماعي ، سیاسي ، فلسفي ، علمي ، عرفاني ، تربیوي ، تاریخي ، انتریالوجیکي ، مذهبي ، طبي ، جغرافیایې ، نجومې ، هزلیات او داسې نور .

فراقنا مه

فراقنامه هم د خوشال یو منظم اثر دی او دا اثر خان هغه وخت خپور کړی ، چې کله دی د مغلو په چل ول باندې په پیښور کې نیول کیږی او د رنتبور زندان ته بیول کیده . د قید په دوران کې یې د فراقنامې څخه بې غیر نور اثار هم لیکلي چې هغه به پخپل ځای کې شرحه شي . فراقنامه د یو څو مثنویاتو او غزلونو ځنی جوړه شوې ، چې دغه دوه ييزې ( مثنویات ) د فراق او مسافرۍ په حالت کې خپل کور ، کلی ، ټبر ، اولاد یادونه ، دوستانو او د هېواد په یاد کې هغه ساندې ، د سوز او درد نه ډکي غاړي دي چې د پنجرې بلبل پر خپلو مصيبتونو او کړاونو ډکو حالتو کې ویلي دي . د فراقنامې اشعار ، په تېره بيا دوه ييزې ( مثنویات ) داخلې راواني ، د فراق او دردناکو حالاتو کې یو داسې داستان دی ، چې نه یې لوستونکى له اثره بچ باتې کیدای شي او نه اوریدونکی . د خپل کور ، کلي ، ټبر یادونه داسې کوي :

په پښتو شعر چې ما علم بلند کړ د خبرو ملک مې فتحه په سمند کړ

کينډۍ:د شعر پای تر اخره پورې فراقنامه مخ (۴)

بازنامه

بازنامه هم د خوشال یو منظم اثر دی ، چې د ښکار په اړه لیکل شوی ، یانې د بازانو سا تلو ، روزلو او نیولو په اړه لیکل شوى دى . په دې اړوند خان وایې :

دجهان واړه تحصیل به زما ؤ
که اخته نه وی د ښکار په اشتغال
(۱)

خان ته د تورې او ښکار هنر دواړه د مشرانو نه ورته پاتې دی لکه چې وایې :

که د تورې که د ښکار دا دوه هنره
راته پاتې تر ابادي لـــــــــــــــه پدره
(۲)

یا :

خدایه ته په زړه کې اچوی دا میني
چې په ښکار دی مبتلا کړم ته مې وینی
(۳)

بازنامه د ښکاري مرغانو ، شاهین ، باښې ، گوربت او باز په اړه د مکملو مالوماتو په لړ کې د ښکاریانو لپاره یوه ښه ګټوره کتابچه ده چې (۷۴) فصلونه لري او د مثنوي په طرز لیکل شوی دى . خوشال باز نامه په شپږو ورځو کې په کال (۱۰۵۸ه) کې ولیکله چې ټول بیتونه یې (۹۱۹) ته رسیږي .

سوات نامه

سوات نامه هم منظوم اثر دی چې د مثنوي په ډول لیکل شوى او ټول بیتونه یې (۹۳۹۱) ته رسیږی . په دغه کتاب کې دسوات د خلکو یادونه شوې او د سوات جغرافیه پکې تشرېح شوې ده . په سوات نامه کې د خان هغه سفر ، چې سوات ته یې کړی وو دا له بهرنیو سفرونو ځنی ګڼل کیږی ، پکې راغلی او همدارنګه د جغرافیې برخه ، اقتصادي ، سیاسي ، کلتوري او ادبي برخې پکې د سوات ذکر شوې دي . خوشال بابا سیاسي حالات څومره ښه بیانوي ، او په څومره خوږه ژبه د تورې بیان کوي :

داهم شکر چې مې وتړله تـــــوره
زما توره په جهان شوله مشهــوره
(۴)

یا :

د مغل دپاره ما تورې وهـــــــــلی
پښتنو به راته کړی ډیری کنځـــــلی
(۵)

کلتوري برخې هم ده ستایلې چې د لاندې بیت ځنی ښه څر ګندیږی ، د کتانونو د ټوكر یادونه په څومره خواږه انداز کې کوي :

هغه ځای چې درښتیا مهتاب ښکاره شي
د کتانو تار او پود ښکاره ښــــــــــکاره شي
(۶)

فضل نامه

فضل نامه هم د خان یو بل اثر دی . ددغه کتاب منځپانگه دیني او فقهي مسایل تشکیلوي . د شکل له مخې د مثنوي په ډول لیکل شوې چې (۴۰۰۰) بیتونه لري .

حالنامه

د خان یوه کوچنۍ منظومه رساله ده چې ټول بیتونه یې (۷۲) ته رسیږی او دغه اثر لو مړۍ ځل د حبیب الله رفیع له خوا میدان ته راووت . په دغه اثر کې فلکور ته هم پکې ځای ور کړ شوی دی . لکه چې وایې :

تصدیق خیرات یې واوره
بلا اړه وی له کـــــــوره (۱)

طب نامه

لکه ځرنګه چې یې له نامه نه څر ګندیږی ، دا کتاب د صحت او روغتیا په اړه لیکل شوی او د هرې ناروغۍ لپاره پكې ډېر ښه دارو درمل ښودل شوي او ښه نیت په دوا کې عبادت ګڼی لکه چې وایې:

په داروکې چې ښه نیـــت وي
دارو نه وي عبـــــــادت وي

(۲)

په طب نامه کې د سترګو ، سر ، نیم سری ، ټوخي ، قبض او د نس خوږی دارو ۰۰۰ پکې شته دي . سربېره پرې دې خوشال بابا منظومې ژباړې هم كړې دي ، لکه نام حق چې د مولوي شرف الدین بخاري تالیف دى او خان په (۱۰۶۶ه ق) کال کې په پښتو نظم اړولی دى . په دغه کتاب کې د روژې ، نمانځه ، او غسل عمده احکام بیان شوي دي . یو بل اثر (ژباړه) یې اخلاقنامه ده چې د حسین واعظ کاشفي اثر دی او خان ژباړلی دی . دا د خان منظوم اثار ول . اوس به یې منثور اثارو څخه هم لنډه غونې یادونه وکړو .

د خوشال خان خټك منثور اثار

دا چې د خان منظوم اثار له خپلو فکري ، هنري ځا نکړنو څخه بر خوردار دي نو همدارنګه یې منثور اثار هم دغه ځا نکړنی لري او مو نږ ته یې په نثر کې هم دومره څه بر یښی دی چې دموضوع ارزښتمنی یې تر منظومو اثارو څو چنده ده . دده منثور اثار یې په لا ندې ډول دي :


بياض

د خوشال د منثورو لیکنو په برخه کې یو هم بیاض دی چې په دغه کتاب کې هم هغه متفرقې ليكنې راغلې دي چې په بیلا بیلو وختو نو کې یې لیکلې لکه : سفري ، جنګي ، شخصي او کورني حالونه ، وصیت نامه او ان نورې تاریخي پیښې پکې راغلې دي او افضل خان خټك يې هم په تاریخ مرصع کې یادونه کړی ده نو ځکه د خان دغه اثر ځانکړی ښودل شوی دی ، خو استاد رفیع دغه اثر چې په تاریخ مرصع کې ذکر شوی ، په بیلا بیلو بر خو ویشلی لکه:

    • هند کوه نامه : بلخ او بدخشان د سفر ګذارش دی چې د یوه يونليك (سفر نامې) حیثت لری او په پښتو کې تر ټولو زړه سفر نامه همدغه ده .
    • ځان نامه : نسب نامه او تاریخ نامه درې نورې ليكنې دي ، چې د خان له عمده اثارو څخه ګڼل کیږی .۲

د ستار نامه

دستار نامه د خوشال یو منثور اثر دی . د کتاب په سر کې د لونګۍ د وړ توب په باب سریزه لری چې دی وایې :

چې دستار تړي هــــزار دي
ددستار سړي په شمــار دي

وروسته د سریزې څخه ده بابه هنرونه او خصلتونه راغلي دي ، شل هنره او شل خصلتونه پکې بیان شوي دي . په هنرونو کې د ښکار هنر ، د كرنې هنر ، د مو سیقۍ هنر او په خصلتو نو کې د مشورې ، انصاف ، انتظام ، او غیرت خویونه راغلي دي . په دستار نامه کې سیاست ، تدبیر ، اخلاق ، پوهه او پښتونولي دا ټول یو ځای شوي دي او د پښتو په ښایسته جام کې يې ځان ښکاره کړی دی .

ساغتنامه

د ساغتنامې نوم د لومړي ځل لپاره استاد حبیب الله رفیع یاد کړی او په دغه اثر کې د ښه او بد شاګوم په اساس داونۍ بیلا بیل سا غتونه ویشی او یوه کو چنۍ رساله ده . دا ول د خان منظوم او منثور اثار . اوس یې د هغو اثارو څخه یادونه کوو چې فقط نومونه یې مونږ ته راپاتې دي.

  1. هدایه (د دغه کتاب نوم محمد هوتک په پټه خزانه کې راوړی یو فقهی کتاب دی)
  2. ریاض الحقیقت
  3. فراقنامه
  4. آینه
  5. رساله مناظره
  6. کفایه
  7. د سورت یوسف تفسیر

خان نه یوازې په پښتو ژبه پوهیده ، بلکې په دري یې هم لیکنې کړې دي س د (نظم او نثر ) که چیری دري شعرونه را غونډ کړی شی نو یو وړ دیوان به تری جوړ شي . د پرو فیسور مارګنسترن په نظر چې وایې : ((دفارسی ژبی په لویو شاعرانو په منځ کې هیڅوک نشته چې هغه د خوشال خان سره د فکر په ژوروالي او د شعر د ترنم په هم آهنګی کې برابري وکړي )) (۱) د خان ددې اشعارو په باب ویلی شو چې تر څلور کټګوریو لاندې دي : غزل ، قصیده ، رباعي او شیرو شکر . عبدالحی حبیبي د خان دري غزل اووه یاد کړي دي ، خو رسا صاحب څلویښت یادکړی هغه هم رادیف و(الف ـ ی ) پورې لکه چې وایې :

پیر ما از می پر ستي فـــــر ما ید مرا
الله الله وقت ګل این تو به مشـــا ید مرا

د خوشال په دري اشعاروکې تر اوسه یوه قصیده لاس ته راغلې ده . د کاظم اهنګ په نظر یوه اخلاقي ټولنیزه قصیده ده همدارنګه یې څلور رباعی ګاني هم ثبت شوې دي . بل د خان ملمع شعرونه دی چې پخپله یې کلمات په ډیره ماهرانه او صحیح توګه کارولي ، چې ښه او په زړه پورې مانا ورکوي لکه چې وایې :

افغان بچه شوخی هر ګز په عا شق باندې
لطفی نکنی رحمی داهم کله څوک کا ندي

د خان ټول دری اشعار چې مونږ ته رارسیدلي (۳۷۷) بیته کیږی چې له هغې جملې څخه (۴۵) غزلې دي . د پښتو ادب بابا ستر خوشال نه یوازې په دري شعر ویلی ، بلکې په دري ژبه باندې نثر هم لري چې یو اثر بازنامه هم په دري نثر لیکلې او دغه اثر د زلمي هیوادمل له خوا په خراسان مجله کې په چاب رسیدلی دی .(۱)

ددغه عنوان په اخر کې ویلی شم ، لکه څرنګه چې مې مخکې هم اشاره ورته وکړه ، د خان اشعار د محتوا له نظره او یا د مضمون او قالب له پلوه ډیر زیات بدلون لري . دده په اثارو کې ټولنیز ، مذهبي ، طبي ، جغرافیوي ، نجومې ، فلکلوري ، او داسې نورې برخې راغلې دي ، خو د شکل له پلوه دده په اشعارو کې مثنوي ، رباعي ، مربع ، مخمس ، مسدس ، معشر ، ترکیب بند ، ترجیع بند ، قطعه ، غزل ، قصیده او داسې نور مو ندلی شو . دده په هر کلام کې بدیعی ښکلاوې لکه : تجنیس ، طباق ، مراعات النظیر ، ترجیع ، تنسق الصفات ، اقتباس ۰۰۰ ۰ په نثر کې هم ډیرېی ښکلاوې شته او د مسجع نثر او معاصر نثر تر منځ دده نثر د پلی حیثت لري او همدارنګه ده په اثارو کې د اخلاقو او عاداتو تر سرلیک لاندې لیکنې کړې دي لکه : د لمونځ اودس ، د روژې ډیره پابندي ، سخاوت ، ۰۰۰۰

همدارنګه خان صاف ګویي ، د ټوپک ، غشي ، باز او هر قسم ښکار کولو، اسونه به یې ډیر ساتل ، د کتاب ، سرود ، او ښایست ډیر مین وو ۰

د خوشال داشعارو سبک

د پښتو ادبياتو په تاريخ کې که څوک د شعر د خوږوالي ، جامعيت ، تنوع او ډيرښت په لحاظ دلو مړۍ پيړۍ په سر کې د ليدو وړ وې ، نو هغه خوشال خان دی چې دده په شخصيت کې د تورې او قلم ښيګڼې دواړه سره نغښتې دي . د ځينو پوهانو په نظر ، کله چې خوشال خان په پښتو ليک پيل کاوه ، دا هغه ورځي وي چې پخپله د خوشال په قول پښتو لا همهغسې بکره پاتې وه او په نثر کې هم کوم مستند ليکدود نه وو ، خو د خوشال ځنې مخکې هم چې کوم نثر موجود وو ، هغه پير روښان د خيرالبيان مسجع او فني نثر و خوشال د لومړي ځل لپاره پښتو په خلکو وپيژندله او پښتو ځکه بختوره ده چې تر روښان وروسته يې د خوشحال خان غوندې يو ستر ليکوال پخپله غيږه کې وروزه چې دغه اديب پخپل کړکيچن ژوند کې له يوې خوا توره په خلکو منلې ، خو له بلې خوا ده په ادبي ډګر کې هغه اتلولۍ کړې ، چې له مړينې نه وروسته يې په ټوله پښتو نخوا کې ساری پيدانه شو ، نو ځکه دی وايي :

دخوشحال قدر که اوس په هیچـــا نشتــه
پس له مرګه به یې یـــــاد کا ډیر عالم

رښتيا هم د خوشال قدراوس خلک کوي ، ځکه د داسې يو لوى او نوميالي شاعر يادونه خو هر څوک کوي ؛ لکه مخکې مو چې اشاره وکړه ، خان په پښتو شعر کې ځانته ځانگړى سبک لري عشقي ، ټولنيز ، فلسفي ، وطني ، اخلاقي او حماسي اشعار ډير لري . د انساني فضايلو او پښتنوالي ښيګڼو په بيان کي دی يو پوره اخلاقي او حقيقي اديب دی .
د خوشال شعر د مانا او مضمون له پلوه دومره جامع دی ، چې موږ ده ته د ادب استاد او پيشوا ويلای شو . خوشال په عشقي او بزمي اشعارو کې استاد دی ، يو پوخ فيلسوف دی ، وطني اشعار يې داسې خواږه او خوندور دي ، چې د پښتنو مينه يې په فطرت او خټه کې اخږلې وه . د هېواد مينه ، محبت او عشق ځنې څر ګنديږي اخلاقي ، اجتماعي ، او حياتي اشعار يې هم خورا لوړ دي ، په رزمې اشعاروکې هم دده په څير بل ويونکي نه لرو نو دی حق لري چې ووايي:

ما خوشحال چې په پښتو شعر بیــان کړ
دپښتو شعر به اوس په آب و تـــــاب شي

د خوشال شعر خوږ او خوندور دی ، نوي مضامين د شعر په ژبه ويلاي شي ، ويناوې د پښتو د خوږي محاورې سره سمه ده او اشعار يې تر څلويښت زرو بيتو پوري رسيږي . خوشال د پښتو يو نامتو ، توريالى او جنګيالى شاعر دى . دى لکه څنگه چې د شعر او ادب استاد دى ، هماغسې د ميدان بريالى قوماندان هم دى . خوشال خان حماسي اشعار په داسې انداز ، کفيت او کميت کې ويلي ، چې پښتو شاعرانو کې بل چا نه دې ويلي . دده کلام جنګي برخې ډيري لري ، چي دده د پښتونولۍ ملي روح ځنې څر ګنديږي نو ددغو خصوصياتو په لرلو سره ويلاي شو ، چې د خوشال خان سبک بزمې او رزمې دي د ګټو اساس هم توره او ميړانه ګڼي او دا عقيده داسې ښکاره کوي :

کل کتنه ده د تورې که کابل دی که کشمیر
میړني دي چې یاد یږی په سندرو یا په ویر

بل ځای د تورې او توریالیتوب په هکله داسې وایي :

چې څر ګنده سربازي کا نــــدې د تورو
زه خوشحال خټک تر هسې هنــر جــــار شم

د خوشال په شعر کې دده ريښې ، فلسفې او تصوف افکار هم څرګنديږي او دا ښکاره کوي چې دى زموږ ملي اديب ، پوخ فلسفې هم وو او د تصوف څخه هم بې برخې نه وو . خوشال د پښتو ادب پر اسمان لمر او دى د خپل ډير مشهور سبک مؤسس دى . ده په پښتو کې يو لوى مکتب پرانستلى چې ډير نوميالي شاګردان ورځنې راوتلي دي . د خوشال سبک په پښتو کې ډيره ښكلا او ډير شهرت وموند او د پښتو په سبکونو کې يو غوره ډول او مهم سبک ګڼل كيږي چې دادبې فنونو ډير مراعات پکې شوى دى او اشعار يې هم ډير خواږه او هم د صفت په ګاڼه ښکلي دي.

د سبک خواص يې

  • د ده سبک پښتو شعر ډیر پراخه کړو ، پر غزل سربېره ، قصیده ، مثنوی چې د خوشال تر مخه ویل شوی او ده نور ټول د عربي او فارسي د شعر اقسام په پښتو وویل .
  • د ده په سبک کې هر ډول صوفیانه ، اخلاقی ، فلسفی ، فکاهی ، مضامین مدخله او اجتماعي خبرې شته .
  • په دې سبک کې د پښتو ، پښتونولۍ ، د پښتني اخلاقو او ملي ولولو روزنه هم شته .
  • د خوشال په سبک کې اوږدې بوللې ( قصیدې ) پر یوه موضوع ، چې شاعر غوره کړې وي ، هم شته .
  • په دی سبک کې بدیعی صنایع تر دا زمان ګد شول ، خو په هغه اندازه نه لکه حمید بابا چې پکې راوړی دی.
  • حماسی احساسات پخپله خوشال په دی سبک کې راوړل .
  • هجوه او غندنه هم پکې لیدل کیږی چې مخصوصا مغلبانو ډیره هجوه او غندنه یې کړی ده او په اشعاروکې يې نوې کليمه راوړه چې هغه مغولواله ده .
  • د خوشال د مکتب په اشعاروکې ډیر حکیم او نصایح او فلسفي مطالب شته چې د ژوندون نری نری اسرار او حقایق پکې ویل شوي دي .
  • دادبي قیمت له پلوه دا سبک تر ټولو جامع او ښه دی ، هم یې زمان خوا قوی او هم یې شعری خوا بده نه ده .
  • په تخیل کې هم دا سبک ډیر ښه او په زړه پورې دی ، خورا لوړ او له نزاکته ډک شاعرانه تخیلات پکې شته .

دا یې د سبک خواص وو . خو خوشال نه یوازی په پښتو شعر کې د نوي سبک موجد بلل کیږی ، بلکې په نثر کې يې هم یو نوی سبک منځ ته راوړی ، ځکه چې دده څخه مخکې د پیر روښان مسجع نثر دده دغه نثر بیخی سادګۍ او روانۍ ته راوست چې هر څوک ښه پرې پوه شي . ددې خبرې اثبات پخپله له (بیاض او دستار نامې ) نه ښه ښکاري . نو په دی سبب ورته د پښتو پلار ویل د حقیقت او واقعیت سره مناسبه او په ځان خپره ده .

د خوشحال د سبک پيروان

خوشحال حټک د (۷۸) کالو عمر په لرلو سره د پښتو په کلا سیکو ادبیاتو کې د روښانه او هر اړ خیزه ایجادیاتو په وسیله د یوه پوره ادبی مکتب بنسټ ایښی دی او نږدې شلو تنو شاعرانو ، لیکوالانو ، پوهانو او مورخینو دده دادبي مکتب پیروي کړې ده .

هغه مواد چې وکولای شي د خوشال ادبي مکتب او دده د پیروانو په اړه معلومات وړاندی کړي ، ډیر لږ په افغانستان کې پیداکیږي ، که څه هم ځینو دیوانونه دده چاپ شوي ، خو تر اوسه یې ټول اثار د چاپ ډګر ته نه دي راوتلي . دده پیروانو دده د مکتب څخه د شکل او مضمون له پلوه پیروي کړې چې ځیني په لاندې ډول درېپېژنو :


اشرف خان هجری

اشرف خان هجری د خوشال مشر زوی دی ، یو با استعداده شاعر او زړه ور سرباز د خوشحال د نما ینده ګانو ځنی شمیرل کیږی (دسبک پلوی یې دی ) . اشرف خان هجری هم ځانته د شعر دیوان لری ، چې ددیوان ځنې برخې یې په ګلشن روه کې چاپ شوې دي . هجری هم عشقي ، وطني او اخلاقي اشعار لري . د خپل استعداد په لرلو سره یې د خپل پلار خدمت کاوه او د خپلې ملي ژبې او ادب خدمت يې کاوه . لنډه داچې د خوشال ځنې وروسته لوی شاعر ګڼل کیږي ، چې خپل پلار ته منسوب دى .

عبدالقادر خان خټک

د خوشحال خان په زامنو کې دويم زوی عبدالقادر خان خټک دی ، چې ده هم (۴۷) کلو په عمر کې داسې اشعار وویل ، چې دهغه په اندازه هم ډیر کم شاعران پیداکیږي او د خپل پلار پیروي یې وکړه . دی د نقشبنديه طریقې په پیروانو کې شامليږي ، او د تصوف څلور طریقې یې تیرې کړې دي . دده په اشعارو کې د تصوف څرک په څرګند ډول لیدلی شو او د عشقي اشعارو ترڅنګ یې د اتلولۍ د تورې او زړورتوب روحیه په څرګند ډول غبرگون مومي . عبدالقادر خان خټک هغه شاعر دی چې ظلم یې غندلی ، محکوم کړی او د هغه پر ضد یې اشعار هم ویلي دي ، ټولنيزه برخه یې په څومره ښکلي انداز کې راوړې ، لکه چې وایې :

ځوانمرد هغه دی لــــــــــکه شمع
د ځان په سوزولو مجلس کـــــا جمع

(۱)

سکندر خان خټک

سکندر خان خټک هم د خوشال خان خټک زوی او ټکره شاعر دی . دده د زیږیدو نېټه په څرګند ډول نه ده مالومه ، خو کومې څېړنې چې پوهانو کړې ، په (۱۰۶۸) کې زیږیدلی او تر (۱۱۱۶) پوری یې ژوند تعین دی . دی هم یو تکړه شاعر او په شعر کې یې د خپل پلار پیروي کړې ده . د شعر بېلگې يې دادي :

ستا د زلفو مار چیـــــــــچلی نه رغیږی په بستانو په زیــــــــــــــارتونو په دم هم تا چې مخ وته ښکاره کړ لیونی شوي پاس دغرونو په سر ګرځي په سم هم

تر پایه پوری او د ځینو اثارو څښتن هم یادیږی لکه : مهر شدی دیوان د لیلی او مجنون مثنوی او دلی او شهۍ۰

لنډه داچې د خوشال خان خټک پیروان ډیر زیات دي ، چې دلته د هر یو پېژندنه موضوع اوږدوي . په لنډ ډول به یې د نومونو یادونه وکړو لکه : صدرخان خټک ، ګا مګار خان خټک ، دوست محمد خان خټک ، علی خان خټک ، عا بد خان خټک ، افضل خان خټک ، امکبر خان خټک ، جمیل خان خټک ، حلیمه خټکه ، خوشحال شهید ، ګوهر خان خټک ، غلام محمد ، توتیا خټکه ، سعدالله خټک ، معاذالدین ، نوازخان ، یحی اخونزاده ، خواجه محمد بنکښ ، عاصم و فتح علی ، ابوالقاسم عثمان ، فضل ۰۰۰۰

د خوشال خټک پیروي نه یوازې دده د کورنۍ شاعرانو کړې ، بلکې نورو شاعرانو هم دده د لارې پیروي کړې او د سبک پیروان یې ګڼل کیږی . پښتانه لیکوال او نور څېړونكي دغه لوی ازلي کاروان بولي او د هغه سپه سالار لارښود خوشال خان خټک بلل کیږي .

د خوشحال په اشعارو کې دښځې انځور

دریغه دریغه خپـــلې مــــورې آواره خــــبري نــــــــــورې
وزر وکــــړی لـــــه دی ځایه حـــــال ددواړو ولــــــیدلی
چې یې مور په غم کې څه کـــا چې یې خور په غم کې څه کــــا
د کورونو حال مــــــــې څه دی داولس احوال مــــــــې څه دی

کينډۍ:د شعر پای

که د خوشال شعر او نثر ته يو څيړنپوه ښه ځير شي او څه ناڅه څيړنه پکې وکړي دا به هم ورته جوته شي چې خوشال هم په فارسي او عربي ژبو کي هم ښه پوره او ژوره مطالعه درلوده او يو ستر عالم و، چې ددين ، مذهب او فقهې څخه پوره خبر او ښي دينې زده کړې يې سرته رسولې وې او ددې سره په څنگ کې يې لکه څرنګه چې معلومه ده د پښتو شاعرۍ په داسې حال کې زيږيدلی دی، چې پښتو شاعرۍ باندې د فارسي شاعرۍ خوند خورا ډير پروت وو او پښتنو ته د داسې يو لوی اديب پېداکېدنه ډېره اړينه وه، چې د خپلو لوړو خيالونو ، ژوند پوهې او سترو فکرونو څر ګندونه په ډير زړه ورتيا سره وکړي او پښتو ژبه د نورو ژبو په کتار کې ودروي خوشال بابا زما په فکر د يو ستر پښتون او ځيرک ژبپوهاند په توګه دا ډير ژر درک او حس کړي چې پرته له خپلې مورنۍ ژبې څخه په بله ژبه باندې شعر کاميابي نه لري ځکه يې خپل ډېر شعرونه په خپلې مورنۍ ژبه ويلي دي .

د خوشال بابا په شعر او شاعري باندې ډيره څيړنه شوې او دومره کتابونه پرې ليکل شوي ، چې دالړۍ تماميده نه لري . څو چې علم او ادب وي د خوشال په شعر او ادب باندې به څيړنه کيږي.

د خوشال بابا په اشعاروکې د ښځې ، تورې او ښکار يادونه ډيره شوې ده او همدارنګه د شهۍ او معشوقې د ښايسته ونې او ښکلي قد پخې غوټۍ هم په ځانګړي ډول سره راغوړيدلي ، ورته په موسکا شوې دې ، په تازه نارو او غلبلو يې له ډيرې ژورې مينې سره خپل معشوق انځوروي . اوس هم شاعران او اديبان هڅې او هاندونه کوي چې پخپلو اشعارو د معشو قې سراپاته يو ښکلی انځور ور کړي او ښايې ډيرو شاعرانو دغسې رنګينې ټوټې پنځولې وي.

که د خوشال کليات هر څيړونکی مخې ته کيږدي نو ډير ژر به ورته معلوم شي چې هغه جنګي خوشال چې غروراغو کې د زمري په شان په ميړانه ګرځيدلی لږ وروسته دشيراز دسيمې د هزار دستان بلبل په زړه خوشحالونکې او د سوز او ګداز په غزلو ګډهم در معلوميږي .

لکه څر نګه چې مو مخکې يادونه وکړه ، د ستر خو شال بابا د اشعارو يوه مهمه برخه د ښځې او شهۍ ستايل دي او د هغوی د حقوقو سره سره يې دومره توصيف کړی چې پخپله له لوستونکي نه لار په کې ورکه شي . خوشال بابا عموما ښځې په څلورو برخو ويشلې دي او د هرې يوي تعرف يې د شعر په ژبه بيان کړی دی او هغه دادي:


ګل فامې

دګل فامې ښځې په اړه هم خوشال بابا په زړه پوري ستاينه کړي ده او وايې چې بورا غوندې څرخيږي يعنې لکه څرنګه چې بورا په ګل باندې ګرځي نو ګل فامه هم په دې شکل ده او د نيلوفر غوندې تن لري . وګوري دغه صحنه څومره ښه انځوروي :

ګل فامې ديدهغه چې نيلوفر غوندې په تن وي
له تنه يې ښه بوي درومې بوراغوندې څرخېږي

خوشال بابا د ګل فامې ښځې په باب وايې چې غټې سترګې تورې ، لوي باڼه نري نري وريځې ، غونچې په څېر يې خوله سر يې ګرد او نرۍ پوزه لري او همدارنګه باړخوګان يې هم د ګل په څېر ښکاريږي لکه وايې چې :

ښې غټې تورې سترګې لوي باڼه نرې يې وريځې
که پاڼ خوري که شراب خوري ترې مرې يې ښکاره کيږي
غونچه غوندې خوله تنګه سريې ګرد نرې يې پوزه
باړخويې لکه ګل دچمبيلي سپين نازک ځلېږي

خوشال ددغو ښځو (ملا) زلفو ، لېچو ، کوتو ، ګيډي ، خوب ، قامت ، او د وجود هره اعصايې په ډېره هنرمندانه توګه ياد کړي او ډېره ښکلې وينايې په دا ډول تعريف کړې دي لکه چې وايې :

پلن وچولې سرې شونډې هسک خال يې په دنخ کې
واړه هموار غاښونه په خنداکې سپين برسيندلي بريښيږي
ښې سپينې ډکې لېچې ګرد ورغوي اوږدې ګوتې
هرځاي ته يې چې ګورې هيڅ لقب پرې نه جوړيږي
دتيوسر يې تورقي چې هلک سينه کشاده
په قدسمه شابسته سم الفسي چې ودريږي
دسرويښته يې تور نرې اوږدې ولول يې ذلفې
په ځان لکه باغکه چې ويښته پرې نه نمايږي
ډېر خوب لږ يې خوراک ګيډه يې ناسته ملا نرۍ
راست په کې نامه څخه په ګوته څرګنديږي
لږقهر عقل منه کم د خوله مهر باڼه
ساره خولږه خندا هم په شونډوکې موسيږي

دادګل فامې ښځۍ صفت و په دوهم قدم کې يې دنېک فرجامې ښځۍ صفت بيان کړي دي .

نېک فرجامې

خوشال بابا دا ښځې هم د ګل فامې په څېر ګڼلي خو دا ښکاره کوي چې گل فامې ښځې په دوه خاصيتونو کې د ګلفامو سره فرق لري او نور ټول اوصاف د ګلفامې لري که ويښته دي که ملا ، که شونډې ،که ګېډه که قد که باړخو ...اوداسې نور دي . هغه دوه صفتونه دادي چې يو د بودا غوندې نه دي او بل د نيلوفر شکل نه لري وګورﺉ دنېک فرجامې ښځې صفت د شعر په ژبه يې څومره ښه بيان کړي .

ګل فامې خومې ووې نېک فرجامې درته ستايم
په حسن په ښايست کې وګلفاموته رسيږي
دادوه توکه يې نه وي چې بوراباندې څرخيږي
ياپان خوري ياشراب خوري ترمرې يې ښکاره کيږي
ويښته يې په وجودبانديهملږوډېرليدل شي
نه زږه وي نه بدرنګهپه وجوديې ښه جوړيږي
خوراک په اندازه خوري خوشبويې لکه ځان وي
لږخوب کاډېره لامبي په ستر سهار ويښيږي
مينه يې په هوس وي خنداوبريښيوه ناکه
په لوبوپه سندروپه سروديې زړه خوښېږي
نه غم نه دلګيري کاهميشه تروتازه وي
پخپلوسهيليومينه کاباندې خوږيږي
دخپل مېړه په بره ښه په هره چانازيږي
په نيت جوړه په پشت جوړه ظاهر باطن يورنګه
دنېک خبره هم په ډېر ضرور په ډېرناکام کا
په دروغ خويې هرګز په خوله په ژبه نه جوړيږي
په خوله پاکه په زړه پاکه بې وېرې بې وسواسه
په غولي په جولي چې هيڅ ناپاکه نه تېريږي
له ځانه يې ښه لوي دګبينه غوندې خوږ درومي
دخول وته يې زړه دخپل مېړه په رضاکيږي

(خوشال کليات ۶۰ مخ)

او دريم ډول ښځې يې د دوه دامو په نوم يادې کړي دي.

دوه دامې

دا ښځې د ټولو يانې د نيک فرجامو او ګل فامو سره ښکاره توپير لري هغه اوصاف ، چې دغو دوو ډولونو (ګلفامې ، نيک فرجامې) لري، دغه يې نه لري او د هغې برعکس دي، يانې بدګويه دي، بده ژبه لري، په خبرو باندې نه شرميږي ، او د ليوه په څېر يې د خپل ځان ځنې يې بدبوي ځي ، په خوړلو هم نه مړيږي او داسې نور صفتونه يې هم کړي دي؛ لکه ، چې وايي:

د دوه دامو ورته وکړم راته غوږ کړه
په زړه کلپه ناغه په خبرنه شرميږي
بدګويه بد زبانه ډير وي لږ خبره
ځان تود بوي يې له ځانه د ليوه غوندې بهيږي
ونسته چې دځان ځيږه د تن هم ځږه کر لنډه بد رنګي
يکدله ګيډه وره په خوړلو ته مړيږي

همدا ډول د دوه دامو ښځو په اړه وايي، چې داسې دي، نه پت ګوري، نه عزت ګوري او نه شرم ګوري، لوى او هلک پسې ګرځي، ښه کارونه يې پرېښي او په بدو پسې منډې وهي په بدو کارونو بوخته وي، د تل لپاره يې دغه بده لاره تعقيب کړې وي.

کله د زيارت د سير په بهانه او کله د بازار په بانه او کله د نور څه په بهانه وځي او نور خپله فاحش کارونه سرته رسوي خو بل آخر دغسې ښځې ډېرې په بدو يادې دي، تاسو يې د خوشال خان په شعر کې وګورﺉ، چې څومره ښه انځور يې کړي دي:

ميوه، لونګ، جايغل پدر يې غرض نه وي
تروه ترخه سونډ مونډ بلا بتر نه يې زړه کيږي
چې تاو خارښت ورپاڅي ناکراره شي ښوريږي
که لوي وي که هلک وي وهر چاوته قهريږي
نه پت ګوريو نه شرم نه يې حق وته نظر وي
دخپل ميړه په غېږ کې زړه يې نورو ته پړقيږي

(دخوشحال کليات ۶۶۰ مخ)

خوشال خان دغه ښځې ډېرې بدې يادې کړي او دا يې هم ويلي دي ، چې مخ يې تور دى ، ځکه چې کله خپل ميړه غواړي نو ځان مريض بولي ، کور ، کلى ، له گاونډيانو سره په نورو حالاتو کې په بدو څيزونو ، افعالو ، بده خوله او نورو بېلا بېلو بدو کارونو باندې مشغوله وي او له هغوى نه خوند اخلي.

فيل اندامې

خوشال خان دغه څلورم ډول ښځې هم د دوه دامو په څېر او يا دهغې ځنې بترې يادي کړې دي، چې وايي: د فيل په څېر خوراک، څښاک کوي په مينه محبت باندې نه پوهيږي، يو دروند اواز لري، قهرجنې وي، په ښو خبرو هم بې ځايه په قاريږي، د بل خندا بده پرې لګيږي، غټې شونډې ، غټ مخ، پلنې وروځې،وړې سترګې،لوي سر، ځږه وېښته او په قهر ککړ ې ښځې وي، دغسې او دغو ته ورته نورې بدې ځانګړنې لري،چې ددغې بېلګه د شعر په ژبه ولولي.

اوس غوږ باسه وماته مخ يې تور دي د دودامو
بيان د فيل اندامو هم ضرور دي بيانيږي
کټه مخ، بدکوککونه، وروځي پلنې وړې سترګې
لوي سر،وېښته ځږه، سرونه سره ځليږي
درست ځان کټه لاس پښې کټه کټه د لاسو ګوتې
بدې شونډې داړه ورې چې سړي ځنې ويريږي
يو دروند آواز هم دروند په زړه سخته ناشولته
هم په مهر قهرجنه، چې بل خاندې دا پخيږي
هاتي غوندې خوراک کا دهاتي غوندې تر بوي ځي
په عشق په محبت په مهر مينه نه پوهيږي

(خوشحال خان کليات ۴۶۱ مخ)

خوشال بابا د فيل اندامو او دوه دامو ښځو نه بيخي بېزاره شوي دي او هم د هغوي مخونه يې تور ښودلي دي خودا يې هم ډېره کړې ، چې په افغانستان کې دغه دغه ډول ښځې نه شته بلکې په چين ، هند او نورو هېوادونو برسېره پردغو ښځو باندې فيل اندامې هم ليدل کيږي، بلکې په کابل ، کشمير ، فرخار، او نورو هېوادونو کې نيک فرجامې شته دي، او خوشال بابا هم نيک فرجامې يادوي او د ستاينې تر څنګ يې تر مهره جاريږي. لکه چې وايي:

د چين او د ماچين په ملک کې ډېرې دي ګلفامې
د هند په لته هم په خال خال په چېرته څرګنديږي
کشمير، قندهار، کابل، فرخار، څوچې خراسان دي
په دا کې نيک فرجامې ډېرې ډېرې مونده کيږي
هېڅ ملک کشور اقليم له فرجاموخالي نه دي
په هر لوري نوبت او ددې دي چې غږيږي
اسمان، چې وريځ شه کراري نه کا هسې ګرځي
تر سردنيک فرجامو زه خوشحال وايم ځاريږي

(دخوشحال خان کليات ۴۶۱ مخ)

خوشحال خان بابا نه يوازې دا چې ښځې په څلورو ډولونو باندې وېشلي دي او دهغې توصيف يې کړي دي ، بلکې د هرې ښځې شونډېو وېښته، باڼه، وروځې، پښې، لاس، ګوتې ، سر، پوزه، تن يا وجود او هره عضله په خپل شعر کې راوړي او ستايلي دي، د خوشال بابا شعر که چېرې يو څېړنپوه يې ولولي نو ډېرژر به ورته مالومه شي، چې دده اشعار د دغسې دُر او ګوهر نه هم ډک دي او په واقعي او حقيقي توګه يې د ښځې ستاينه ډېره کړې ده، دي وايي، چې ښځه سينګار وکړي او دا ددې مانا لري، چې خپل عاشقان به تباه کړي او د دغسې ناز او نزاکت سره په کتلو باندې د خلکو زړونه يوسي او له عالمه به يې پناه کړي.لکه چې وايي:

عجايب ښکار يې وکړ بيا بلا کا
د چشمانو په کاته د زړونو غلا کا
معشوقې ته يې چې هومره حسن ورکړ
دا اميد چې دعاشق خونه تالا کا

(د خوشحال کليات ۵ مخ)

او يو بل ځاي هم داسې وايي، چې کله مې ستا تورې سترګې وليدې نو زه به هېڅ کله دغه تورې سترګې هېرې نه کړم.

چې مې وليدې ستاتورې سترګې بيا
زه به نه کړم هېرې تورې سترګې ستا

(د خوشحال کليات ۸ مخ)

لنډه دا چې خوشال خان دغه شان خلکو ته د ټينګېدو نه دي، يانې ښکلي مخ ، تورې سترګې اوښايسته ووته هېڅ قراري نه لري او وايي:

ولې راته وايې چې په ښکلو نظر مه کړه
سترګې چې پيدا دي خو ديدار لره که نه

(کليات ۱۷۴ مخ)

خوشال خان له ډېرې مينې د ښځود زلفو او سترګو يادونه کوي البته د حسن تعليل په شکل يې راوړي دي، چې د سترګو سره يې نرګس سيالي نه شي کولاي او د هغې په مقابل کې بيخي عاجز دي او د زلفو په مقابل کې يې سنبل بيخي خجله کيږي. وګورۍ دغه بيت:

چې سترګې کړې ورپورته په نرګس شي بلا سازه
چې زلفې کړې نمودې ‌‌‌طبعه واړه سنبل شي

(کليات ۲۶۱ مخ)

او بيا د خپلې مينې به مقابل کې داسې الفاظ استعمالوي، چې ډېر ښايسته د مياشتې نوم پرې کږدي او نور هم ددغسې حالت د تآثير لاندې راځي په هنرمندانه ډول دغه صحنه بيانوي:

د جمال خوبي دې زياته تر افتابه
د نظر دپاره نوم درباندې ماه ږدم
که مې چېرې لاس د واک درورسيږي
په سپين مخ به دې دغاښ نښې سياه ږدم

(کليات ۸۷-۸۸ مخ )

خوشال خان خټک نه يوازې په شعر کې نورې برخې څېړلي بلکې د پېغلې (شهۍ) قد په ستاينه کې هم بې ساري اديب دي، چې د پښتو ادب د وياړ لوړه او بيخي لوړه شمله ده خو چې نړۍ وجود لري، دده د ادب شمله به تر اسمانه هسکه او اوچته وي افغانان او پښتانه به پرې ويآړي، خوشحال خان لکه چې مخکې مو چې يادونه وکړه، د ده د وجود هر اندام په ډېرښکلي ډول په خپلو شعرونو کې راوړي، خوبيا په تېره شونډې چې د ياقوتو نه هم ښې ګڼي، اننګي دلاله د ګلونه نشه کوونکي بولي او زلفې هم تر عنبرو خوشبويه ګڼي او وايي:

چې شونډو ته دې ګورم تر ياقوتو لا تېري کا
چې زلفو ته دې ګورم په عنبرو بهتر يې
که هرڅو د لاله ګلونه ښه دي په چمن کې
په دواړو اننګيو داغ د ولاړو د ځيګريې

(کليات ۳۴۷ مخ)

پوهان وايي د ژوند هر لوري او اړخ د شعر او ادب لپاره يو رنګين او ښکلي مضمون دي خو شرط دادي، چې شاعر او اديب په حقيقي او آره بڼه ورته ځير دي اوهسې بې ځايه انځورګري ونه کړي، چې د ژوند لپاره څه کټه ونه لري په دغه اړه خبرې ډېرې دي، خو شعر بايد د ژوند لپاره وي.... په هر حال خوشال د حسن او جمال په رنګينيو کې خپل شعر او هنر ايجاد کړي دي، نو يې دا کار د خپل ژوند ټولنيز احساس له مخې د يو ساعت د روح دآرامتيا او تفريح دپاره کړي دي، د ده حسن او جمال ښکلې غنچې او ګلدستې هم د پښتو په شعر او شاعرۍ کې ځانګړي شهکارونه ګڼل کيږي، خو د ښکلي او ښکلا په اړه د ده يوه پرېکړه داسې ده:

په ځان او په جهان کې مادوه څيزه دي وکښلي
په ځان کې دواړه سترګې په جهان کې واړه کښلي

لنډه دا چې که خوشال خان بابا ازل ميراث ته يو څېړونکي ځېر شي، نوبه خامخا دا په ډېره مينه سره دا وايي ، خوشال بابا بې له شکه يو بې ساري شاعر ؤ، د حسن او جمال خوا ته يې هم زياتې ځيرکشي کړي دي، د ده کليات د حسن او جمال نه ډکه يوه رنګينه خزانه بلل کيږي. دده دغه مطلب د ښې افادې لپاره دغه بيت ته ځير شي.

دا څه شعر نه دي، چې خوشحال خټک بيان کړو
واړه لعل دُر دي د بيان په تار پييلي

خو خوشال بابا په خپلو اشعارو کې يوازې د حسن او ښکلا يادونه هم نه ده کړې، بلکې نور موضوعات لکه د سالم اولاد روزل د ښځو د حقوقو په باره کې په واضحه توګه اشعار ويلي، يانې، چې ښځه څومره په خپل مېړه باندې حقوق لري او همدارنګه نور موضوعات د مېړه حقوق په ښځه باندې هم په خپلو اشعارو کې راوړي دي او خوشال بابا وايي: د ښځې حق په خپل مېړه باندې هم ډېر دي او د قرض شکل باندې دي، چې مېړه ته لازمه ده، هغه ادا کړي، هغه وساتي، په تن پټه کړې دروېزې ته احتياج نه شي، د نورو کارونو نه خلاصه وي فرضاً که زموږ په ټولنه کې چې رواج دي خصوصاً په قبايلو کې اود جنوب په طرف کې چې په ښځو باندې بوټي د غرونه راوړل کيږي، بلکې دغه کارونه بايد پرې ونه شي، حلال پرې وخوړل شي او دا هم زياتوي، چې ښځه دخپل مېړه لپاره پيدا ده اومېړه د خپل ښځې لپاره :

د عورتې حق هم فرض دي
په مردانو لکه قرض دي
امانتي دي عورتې
د ښه خداي دي امانتې
په مردانو دي سپارلي
په خدمت دي خداي ګمارلي
ښځې مرد سره پيدا دي
د جنت يخې حلوا دي
په عزت ساتلې بويه
د دوي چار ده ډېره لويه
انبيا که اوليا دي
د عورتو نه پيدا دي
بادشاهان ترې پيداکيږي
ښه ځوانان ترې پيداکيږي
ښې محبوبې لکه ګل دي
ښه ځوانان باندې بلبل دي
که يې زه صفت ثنا کړم
مګربل دفتر انشا کړم
دوي به څه وتاته ستايم
له حقوقو به يې وايم
نفقه که آغوستن دي
دواړه توکه دي دُزدن دي

(کليات ۲۱ مخ)

خوشال بابا په واقعيت سره، چې د تورې او قلم خاوند , د پښتو ادب بابا او د پښتنو ژبې بابا ياديږي او دا خبره پرځاي ده، ده په خپل شعر کې د ژوند هره برخه ، هر راز مسايل راوړي دي او خلک يې خبر کړي دي. که چېرې د مينې اشعارو ته يې وګورو نو داسې ګمان وکړو، چې ترده لوي مولوي نه شته، که اخلاقي اشعارو ته يې وګورو نو د اسې ګومان کوو، چې ترده لوي شاعر په دغه برخه کې نه شته، که رزمي اشعار يې وڅېړل شي، نو دا به جوته شي، چې تر ده لوي قهرمان نه شته او که عشقي برخه يې وپلټل شي، نو دا به هم ترې څرګنده شي، چې تر ده پورې عاشق نه شته، او په آخر کې د خوشحال يوه غزله چې د شهۍ په اړه يې کښلي:

تلم پرخپله لاره راسره مله شوه نګارا
شوخه غمزه ګره خنده رويه خود ارا
رنګ يې د سړي د اما خوي د ښاپيريو
تن يې لکه سيم د په زړه سخته سنګ ارا
راغله په شعر راله په لاس شوه له ماورکه
کوي په کوي جاروزمه سيي غواړم بغارا
ډېرې لري نښې د صورت د زېبايۍ
څه خو درته وايم يوڅو نښې اشکارا
رنګه، تازه تنګه، قد عرعره، مو کمره
ښه يې ترڅکونو د ګلابو غدارا
غاښ يې دُر ګوهر په لب شکر آبرو کمانه
تور باڼه ناوک په دواړو سترګو خونخوارو
پوزه يې غونچه ده د زنبق سيب سپينه زنه يې
مښک د مخ خالونه په مخ کې مه يارا
هار د جواهرو د ده لړۍ د مرغلرو
تور وربل اودلي زلفې يې عنبر سارا
واړه يې د تن جامې ګلګونې زرنګارې
درسته سره لمبه ده چاليدله خد ارا
بيا هسې مدد کړه چې خوشحال سره رس کړ
بخته ددې درکې سراغ نخښه و مارا

(خوشحال کليات ۵ مخ)

رفيع الله ستانکزى

سرچينې

  • داور، داورخان، خوشحال او فولکلور، پښتو اکېډمۍ، پيښور، ۲۰۰۶ کال
  • هېوادمل، زلمی سرمحقق، ننګيالی د زمانې، د افغانستان دکلتوري ودې ټولنه، ۱۳۸۰ کال افغانستان.
  • سنګروال، شهسوارنيازی، د پښتو ادبياتو تاريخ،د احمدشاه ابدالي پوهنتون، ۱۳۷۷ کال، پيښور.
  • واجد، عبدالواجد، د خوشحال سبک او په پښتو ادب د دغه سبک اغېزې، آزادۍ مطبعه، ۱۳۸۳کال، کابل.
  • د سکندرخان ديوان، مقدمه ددوست محمد کامل مهمند، قصه خوانۍ، ۱۹۶۲ کال، پيښور.
  • د عبدالقادرخان خټک کليات، ترتيب او تدوين پروفيسورجهانزيب په زيار، پښتو اکيډمۍ، ۲۰۰۲کال، پيښور.
  • د خوشحال کليات، د عبدالقيوم مشواڼي، وييپانګه، اوډنه، پرتلنه او سمونه، دانش خپرندويه ټولنه، ۱۳۸۴کال، کابل.
  • کابل مجله، پښتوټولنه، ۱۳۸۴ کال، کابل.
  • کابل مجله، پښتوټولنه، ۱۳۸۰ کال، کابل.
  • د خوشحال ريويو، درې مياشتنۍ مجله، پښتواکېډمۍ، پيښور، ۱۹۸۶ کال، پيښور.
  • فراقنامه خوشحال خټک، مقدمه او حاشيه د همېش خليل، قامي مکتبه، پيښور.
  • روهي، کانديد اکاډميسن محمد صديق، د خوشحال اخلاقي ايډيال، د محمد صديق فرهنګي ټولنه، ۱۳۸۰ کال، پيښور.
ددلـبرو پـه ســــــتا یـنــه ما پخه کړه خپــــــــله ینه
نا تر سي ددیو ګــــــــوره چې په حال نه کا پو ښتنه

يادونه: د ستر خوشال بابا انځور د روسي انځورگر ((ايگر كازارين)) له دغې ويبپاڼې نه هم كاپي كولاى شئ. [[۱]]