غزل
غزل د عربي ژبې يو لغت دی او پښتو ته د فارسي د لارې راغلی دی. د دغه لغت لفظي مانا د ښځو سره خبرې دي خو اديبان شاعران يې د محبوب د ښايست او ښکلا د ستاينې هغه شعري ټولگي ته وايي چې لومړنۍ دوه کرښې يا مصرعې يې يو شان وزن (څپې يا سېلاب)، قافيه او رديف ولري چې دې ته مطلع هم وايي. په درېمه مصرعه يې د وزن يا سېلاب قيد وي خو د قافيې او رديف تر قېد لاندې نه وي. ورپسې بيا په څلورمه مصرعه کې لکه د لمړنۍ مصرعې د وزن، قافيې او رديف قيد لازمي دی او په همدې توگه مخکې ځي. د شعرونو د شمار او مضمون قيد پرې نشته خو عموماُ خلک په غزل کې د لږ نه لږ پينځه شعرونه ليکي. د مضمون دې آزادۍ غزل ډېر خوندور کړی دی او دغسې په يو غزل کې د محبوب ښايست، د هغه نه گيله، د وخت د حکمران نه فرياد، د تصوف معراج غوندې مضمونونه پکې ځايېدی شي. په قافيه او رديف پوهېدل دومره گران نه دی خو د وزن يا سېلاب خبره بيا ځانته وضاحت غواړي او د دې څرگندونې لپاره به د حمزه بابا دا غزل وړاندې کړو چې وايي:
تا چې سبا وکه سبا نه راځي
راشي په هرچا خو په ما نه راځي
دا که مونږ په څپو کې ووېشو نو داسې راځي
تا چې س با و که س با نه را ځي
را شي په هر چا خو په ما نه را ځي
دغه دواړه مصرعې يو شان سېلاب يا وزن لري او دغسې په هره مصرعه کې ١١، ١١ څپې دي. نو شاعر ته پکار دی چې که د خپل شعر وزن کچ کوي نو په څپو کې دې ووېشي او پخپله به پرې پوه شي.
بيا يې نو په بيا دی څه باور په تا
څو ځله بيا وکړي خو بيا نه راځي
ښکليه چې موسکی په ټيټو سترگو شې
هېڅ دې اندازه د ښکلا نه راځي
ووايه زاهد ته گناه زه کوم
زور يې خو کمبخته په تا نه راځي
عشق دی لکه وخت، اوسه حمزه پکې
تل وي په تگ بېرته په شا نه راځي
د غزل د ښکلا او شهرت وجه دده سادگي، د مصرعو ښايست، د ژبې خوږوالی او د مضمون آزادي ده. اوس که غزل څوک نور خوږوي نو هغه د تخيل ښکلا ده، نازک خيالي ده، خوندور تشبيحات دي، اشارات او کنايات دي. چېرته چې په پښتو کې د ساده غزل خبره راځي نو هغه بيا د حمزه بابا نه سلهاوو کاله وړاندې اکبر زمينداوري ليکلی دی، چې په دې توگه دی:
چې مدام زه ستا و مخ وته نظر وړم
د بېلتون د وېرې زړه زېر و زبر وړم
که مې وژنې که مې پېرې ستا رضا ده
دغه ستا د نغري سور انگار په سر وړم
ستا د تورو څڼو خيال هسې طويل دی
تل په زړه کې دغه فکر زه اکبر وړم
غزل پېژندنه
[سمول]د غزل په پېژندګلوۍ او تعريف کې پوهان سره يوه خوله نه دي ، هر يو خپل خپل تعريف او تعبير ورکوي ، ځينې شعر پوهان د غزل پېژندګلوي په دوه ډوله کوي ، يو د معنی له مخې او بل د فورم له مخې ، د معنی په اړه يې ټول کره کتونکي په يوه خوله نه دي چې غزل ته ولې غزل وايي؟ او ولې دانوم ورکړل شوی ؟ ،خو د لاندې څو نظريو په وړاندې کولو کېدای شي چې د غزل وضاحت يو څه وشي .
1) د غزل لغوي معنی له ښځو سره خبرې کول او يا د ښځو په هکله خبرې کول دي.
2) د غزل لغات په اصل کې د تنکيو ،نازولو او ښکلو کيسو کولو ته وايي .
3) غزل ښځو ته مخاطب کېدل دي په عربي کې وايي : ( زيدا غزل من عمرو) يعنې زيد له عمرو نه زيات عشق پالی دی يا زيد عشقي مضامين له عمرو نه ښه تړي او يا دا چې ( رجل اغزل) يعنې پلانی عشق پالی يا د موسيقۍ مينه وال دی.
4) دا هم مشهوره ده چې غزل د اغزال څخه اخيستل شوی . شمس قيس رازي غزل د هوسۍ د خولې نه د ستړيا په وخت کې وتونکي اواز ته وايي.
5) دا هم ويل کيږي چې غزل د قصيدې هغه برخه وه په کوم کې به چې د ممدوح د ښايست او ښکلا ستاينه کېدله او يا به يې عشقي او رندانه اشعار پکې ويل ،نو په کار ده چې يوازې عشقي موضوعات پکې وڅېړل شي، ځينې نور وايي چې غزل يو ادبي صنف دی او لکه څنګه چې په نورو اصنافو کې د موضوع د تعين قيد نشته همدارنګه مناسبه داده چې غزل دې هم د يوې خاصې موضوع پورې ونه تړل شي .
6) يوه نظريه دا هم ده چې غزل ته ځکه غزل ويل کيږي چې تغزل د مينې درد ، سوز وساز او ګداز لري ، له همدې کبله بې تغزله غزل ته غزل نشي ويل کېدی.
7) هغه کيفيت چې په مخاطب لوري اثر کوي او هغه د احساس او جذبې په حالت کې له ظاهري او نمايشي دنيا څخه بلې خوا وړي که مونږ پورتنيو څرګندونو ته پام وکړو ،نو واقعا چې غزل د کيفيت نوم دی .
د غزل اصطلاحي مانا :
[سمول]غزل د شعر هغه ډول دی چې سرترپايه يو وزن او يوه قافيه ولري که رديف ولري ،نو هم د ټولو بيتونو رديف به يې يو ډول وي که نه نو قافيه او وزن خو به يو وي ، په يو بيت کې دوه مسرې او د قصيدې په څېر مطلع لري، چې مطلع د غزل همدې دوو لومړيو نيم بيتو ته وايي ، په لغت کې مطلع د ختلو او ښکارکېدو ځای ته ويل کيږي ، د غزل په مطلع کې بايد ډېر پام وشي چې تغزل او سندريز والی ولري ، په غزل کې د هر بيت دويم نيم بيتی د مطلعې قافيه تعقيبوي يانې د مطلعې په وزن او قافيه ويل کيږي.
د غزل وروستي بيت ته مقطع وايی چې په لغت کې د غوڅېدو ځای ته ويل کيږي ، شاعر هم خپل غزل په همدې بيت غوڅوي او پای ته يې رسوي ، په مقطع کې اکثره شاعران خپل نوم يا تخلص ذکر کوي، خو دا د هر شاعر خپل اختياري کار دی که ذکر يې نه کړي د غزل په کيفيت کې کوم اثر نه پرېوځي او نه پرې غزل بې خونده کيږي ،د لا ښه وضاحت لپاره يې لاندې غزل ګورو:
بې کوره شي چې څوک په بې درکو پسې ګرځي
درانه خلک سپکيږي چې په سپکو پسې ګرځي
زما د قام د کومـــــې بــــدبخـــتــــۍ به درته وايم
چې څوک را زلمی کيږي په ټوپکو پسې ګرځي
بيا څوک د پښتنو د اتفـــــاق ســـــندرې وايــــي
دېوان يې د خوشحال په لاس خټکو پسې ګرځي
صلاح کوي ، جرګه کوي ،غونډيږي تنـــدرونه
څوک ځاله جوړوي ځانله په ډکــــو پسې ګرځي
د هغه غرڅنۍ غړۍ مــــې هغســـــې په زړه ده
لا هغسې مې فکــــــر په کنجکــــو پسې ګرځي
د ښکلو په سينو کې بې غرضه زړونـــه ګوري
صــابــــر بلا وهلــــی دی په ورکو پسې ګرځي
صابرشاه صابر
په پورتني غزل کې لومړی بيت چې غزل پرې پيل شوی مطلع ده ، اخري بيت چې غزل پرې پای ته رسېدلی مقطع ده ، چې شاعر پکې خپل تخلص هم ذکر کړی ، په دې غزل کې بې درکو ، سپکو، ټوپکو ، خټکو ، ډکو ، کنجکو او ورکو د قافيې کلمې دي ، پسې ګرځي ، پسې ګرځي يې رديف دی چې د هرې قافيې وروسته په يو ه شکل او يوه مانا تکرار راغلی دی.
د غزل د بيتونو شمېر د پنځو (۵)څخه تر پنځه لسو (۱۵) پورې وي ، ښه غزل هغه دی چې اووه (۷)بيته ولري ، همدارنګه د پښتو ادب نوميالی څېړونکی افضل رضا وايي : غزل هغه منظوم کلام دی چې مطلع او مقطع لري او د شعرونو شمېر يې طاق وي او لږ ترلږه پنځه بيتونه ولري ، خو ځينې پوهان بيا وايي چې د بيتونو د طاق مسئله کوم منطقي جواز نه لري او په معاصر شعري بهير کې خو ډېر کم شاعران د دې خبرې پابندي کوي.
د دې روايت په هکله په پښتو کې نورڅه کوټلي ثبوتونه نشته ،خو يوازې منان بارکزي د خپل ديوان په خاتمه کې د شعر په ژبه ددې روايت په اړه وايي:
په پښتـــــــو ژبه مــــې ووايه کتاب
هر غزل يې اووه اووه بيته انتخاب
دا په دا چې مولانا مولـــــــوي جام
د دېوان غــــــزلــــــې اوه بيته تما م
د غزل د بيتونو د شمېر په اړه خوشحال بابا وايي چې : زيات نه زيات ديارلس بيتونه بايد ولري ، ددې څخه زيات د نوموړي په خيال د قصيدې رنګ غوره کوي ،خو ځينې شاعران د غزل د شعرونو انتهايي حد يويشت يا پنځه ويشت بولي.
د غزل تاريخچه
[سمول]د ليريک (غنايي) يا بدلې شعرونو د ډول پخوانی او لرغونی ژانر دی ، غزل په خيتځو ادبياتو کې د تخليقي څرګندونو يوه غوره او په زړه پورې ذريعه ده چې له ځان سره ځانګړي روايات تړي ، غزل په فارسي ژبه کې د عربي ژبې د بوللې يا قصيدې له تشبيب يا نسيب نه رازېږېدلی.
په تاريخي لحاظ د غزل د دودېدو او پيدايښت دقيقه نېټه نه شو په ګوته کولای ،خو يوازې دومره ويلای شو چې د دې فورم پيدايښت او په ادبياتو کې رواج موندنه په شپږمه پيړۍ کې شوې ، دا هغه وخت وه چې قصيدې خپل ځای په ټوليزه توګه د غزل قالب ته پرېښوده ، د غزل د تاريخ د لا ښه وضاحت لپاره دا لازمه ګڼم چې د ښاغلي حبيب الله رفېع وينا کټ مټ رانقل کړم ((قصيده په عربي ادب کې يو بنيادي ژانر دی چې د عربو په جاهلي دوره کې يې ډېره وده کړې وه او عربو به ډېر ارزښت ورکاوه ،تر دې چې پياوړو شاعرانو به د قصيدو مسابقې سره کولې او د عطاظه په بازار او د مکې په دېوالونو به يې ځړولې او نور شاعران به يې ادبي مقابلې او ځواب ته رابلل . په قصيدو کې به داسې ستاينې او غندنې کېدې چې کله به د عربو په قبايلي جګړو کې وويل شوې ،نو د جګړې لوری به يې بدل کړ او بايللې جګړه به يې وګټله ، د بوللې په سر کې به خاص جذابيت ، قوت ، عذبت او کشش و ، چې په دې اساس به اورېدونکي بوللـه تر پايه اورېدله .
د غزل دې تمهيد ته يې تشبيب ، نسيب يا تغزل وايه چې د مينې او ښکلا په ستاينو به ولاړه وه ، الفاظ به يې دومره خواږه او راڼه و ، لکه له ګلابو چې عطر جوړ کړي ، دا ښکلي الفاظ په حقيقت کې هغه زرينې خښتې وې چې د غزل ماڼۍ پرې ودانيږي ، خو د عربو په ګرمو او تبجنو دښتو کې قصيدې خپله دا نازولې لور تل په اوږه ګرځوله او نه يې پرېښودله چې په دې سره ځمکه پلې شي ، پښې يې وسوځي او يا يې نور وجود د ګرمۍ په غشو داغي شي ، د غزل لکه څنګه چې بدن نازک او تنکی وه همداسې قدمونه هم واړه او لنډ وه د تشبيب او تغزل بيتونه به يې ډېر لږ وه لکه پنځو تر پنځه لسو بيتونو وه سره له دې چې بوللـه سوونه بيتونو ته رسېدله ، د غزل په هر بيت کې به يوه خبره بشپړېدله .
د اسلام له راتګ سره سم افغانستان ته هم عربي ادبيات راغلل بيا د سلطان محمود غزنوي په وخت کې ډېرو ليکوالانو له قصيدې راوروسته د غزل په ماشومه ژبه خبرې پيل کړې ، پښتو ژبې سره له دې چې له ويدي او اوستايي دورې نه خوږه ولسي او زړه شاعري درلوده د عربي ژبې سوغات يې هم په ځمکه و نه غورځاوه ، بوللې ، څلوريزې او غزلې ته يې هم هرکلی ووايه ،خو د خپل ادب رنګ يې ورکړ ، د عروضو پر ځای يې د خپل تونيک سېلابيک رخت جامې ورواغوستې .
لکه څنګه چې د قصيدې صنف پښتو ته راغی همداسې غزلې هم د پښتو ادب په ورشو ګانو خپل پاسته او غزالي قدمونه کېښودل او په همغه خوږه او عنبرينه ژبه يې له پښتو سره د زړه خواله وکړه ، د مينې خبرې يې وکړې او د مينې رازونه يې بيان کړل .
د شتو معلوماتو له مخې لومړی ځل اکبر زمينداوري د غزل پېغله د پښتو ادب په ځمکه پلې او د ژوند زمينه يې ورته برابره کړه او هغه خوږه ژبه يې ورکړه چې د غزلې غوښتنه وه :
د خپل ځان له حيرانۍ به څه ويل کړم
د عشق وير به تل په خپله پټـــول کړم
اکبر زمينداوری))
د ښاغلي رفېع صاحب له پورته وينا څخه دا څرګنديږي چې غزل د قصيدې په څېر له عربو څخه راپاتې او د قصيدې له ښکلا څخه زېږېدلی ژانر دی چې پورته څرګندونو څخه د غزل په تاريخ لا ښه پوهېدلی شو.
د پښتو غزل تاريخي بهير
[سمول]په پښتو ژبه کې د اکبر زمينداوري نه د غزل د مزل دوام پيل شو ، چې له نن څخه شپږ سوه کاله وړاندې وه ، نوموړی لومړنی شاعر دی چې مونږ ته يې غزلې رارسېدلي دي د د مغلي پاچا ګوډ تيمور چې په (۷۷۱-۹۰۷ﻫ) زمانه کې ژوند کاوه هم مهالی وه چې د هغې ظلمونه يې په شاعرانه ژبه ښه انځور کړي دي:
د مغلو تيمور هسې په اور وســــوم
چې به هېر پدې ماتم زمينداور کړم
شهسوار سنګر وال په ادبياتو تاريخ کې اکبر زمينداوری غزلبول شاعر ياد کړی ، د زمينداوري غزلونه ساده او روان دي او د ولسي غزلو رنګ پرې ګډ دی چې يوه بېلګه يې دا ده :
چې مدام زه ســــتـــا ومخ ته نظر وړم
د بېلتون له بېـــرې زړه زېروزبـــر وړم
چې پرما دې حکم وشي چې خـــادم شه
دغه ستا د نغري سور انګار په سروړم
چې جمال د مهر ومينې راښکاره کړې
شين طوطي شم په هوا د مينې پر وړم
چې ګفتار دې په ښه مينه راته وشــــي
نو بډای شم کوټې کوټې در ګوهر وړم
ستا د تورو څڼو خيال هسې طويل کړم
تل په زړه کې دغه فکــــــر زه اکبر وړم
خو په کلي توګه دا هم نشو ويلی چې د پښتو غزل ابتدا به د اتمې هجري پېړۍ څخه شوې وي، ځکه له دې وړاندې په ژبه کې نور شاعران هم موجود وه ، د پوهانو له نظره د دوهمې او اتمې هجري پېړۍ ترمنځ به د پښتو غزل په ملي او عروضي شکلونو خامخا موجود وه ، چې د ماضي په تورو تيارو کې رانه ورک دي ، له اکبر زمينداوري څخه وړاندې شاعرانو به په ملي او عروضي غزل خامخا خپله طبعه ازمايلې وي ، خو په دې اړه کومه بېلګه له مونږ سره نشته ،نو ځکه زمينداوري د پښتو د لومړي غزل ليکونکي په توګه يادوو.
له دې راوروسته په لسمه هجري پېړۍ کې د غزل يو شمېر نور شاعران راپيدا شول او په غزل کې يې ديني او اخلاقي مطالب ځاي پرځای کړل چې علي سرور لودي ، ملامست زمينداوري د دې دورې غزل ليکونکي شاعران دي ، په همدې پېړۍ کې د بي بي نېکبختې په نامه يوې عارفې پښتنې هم د نصيحت او ديني لارښوونو نه ډکې غزلې ويلي دي.
د يوولسمې هجري پېړۍ ( منځنۍ دورې) په لومړۍ نيمايي کې د نورو روحاني شاعرانولکه ميرزاخان انصاري ، دولت لواڼی ، واصل او علي محمد مخلص دي چې دغه منځنۍ دوره کې روښاني شاعرانو پښتو غزل ته وده ورکړه ، د تصوف موضوعات يې پکې خوندي کړل او ورسره يې په غزل کې هنريت او شعريت ته هم پام وکړ او د عشق حقيقت ته يې د مجاز جامې ور په غاړه کړې.
له دې وروسته د يوولسمې پېړۍ په دويمه نيمايي کې خوشحال بابا ته د پښتو غزل د مزي په رسېدو سره پښتو غزل نوی رنګ او خوند وموند او هم يې د موضوع له پلوه هرې خواته لمن پراخه شوه ، خوشحال خټک په پښتو غزل ټولې هغه لورونې وکړې او پښتو غزل ته يې نوې ځانګړنې او نوي اړخونه ورکړل . د خوشحال بابا پرمهال چې پښتو ادب کومه فني بشپړتيا وموندله په هغې کې د فن او شکل له پلوه پښتو غزل د نورو فورمونو په وړاندې زيات مقبول شو .
اګر چې خوشحال بابا په هره موضوع کې شعر ويلی دی ،خود استاد راج ولي شاه خټک په وينا د عشقيت کيفيتونه يې زيات په غزل کې څرګند کړي دي، لکه چې وايي:
په غزل په رباعي مې زړه مين دی
چې مدام يم د دلبــــرو د جمـــــــال
د پورته بيت نه دا څرګنديږي چې خوشحال بابا په پښتو غزل کې نوي ايجادات او نوښتونه وکړل او پښتو غزل يې د معيار لوړې پوړۍ ته ورسوله .
خوشحال بابا په دې هنر کې يوازې پاتې نه شو لکه چې وايي:
د خوشحال سره که کيني يو څو کاله
دا د غره خټک به واړه شاعران شي
بيا د پښتونخوا له هرې سيمې شاعرانو سر راپورته کړ په لسګونه شاعران راميدان ته شول او له لسهاو د غزل دېوانونه تخليق او ترتيب شول ، همدا د پښتو غزل ښه موجوديت وه چې په پښتو ادب کې دغه دوره حبيب الله رفېع او راج ولي شاه خټک په وينا د طلايي دورې په نوم ياده شوه .
اشرف خان هجري ، عبدالقادر خان خټک ، صدرخان خټک او سکندرخان خټک د خوشحال بابا د کورنۍ غړي دي ، دوی هم په دغه دوره کې غزلې وليکلې او په همدغه دوره کې صوفي شاعر عبدالرحمان بابا او نازک خيال شاعر حميد مومند هم غزلې وليکلې . رحمان بابا يو صوفي شاعر و ، چې په غزلو کې يې توصيه ، اخلاق ، حقيقي عشق او نور مسايل بيان کړل . رحمان بابا چې پښتو غزل ته د حسن او عشق د مرغلرو کوم امېل ور په غاړه کړ تر قيامته به پرې پښتو او پښتانه وياړي .
د رحمان بابا غزلې ساده روانې او د ولسي محاورې سره اړخ لګوي چې د فن له لحاظه کوم احساس لري هغه د غزل د فني مقابلې يو اثر ښکاري لکه چې وايي:
د رحمان وينـــــــا به هلـــــــه در په ياد شي
چې دې يو دېوال ته مخ بل ته دې شا شي
عبدالرحمن مومند
د دې دورې يو بل ځلانده ستوری حميد موند وه ، حميد مومند په پښتو ادب کې د يو ادبي مکتب ځانګړي سبک خاوند دی په دې سبک کې د عشق نازکخيالي موشګافي همدارنګه د نايابو تشبېهاتو ، استعارو ، کنايو او مبالغو ډېر درسونه ويل کيږي.
دا چې حميد مومند د هندي سبک پيرو دی د دې سبک زياتره غزلې د مينې محبت په محور څرخي ، خکه چې نورو موضوعاتو ته يې د انتقاد په سترګه وکتل لکه چې وايي :
ډېرو زهد ته حميد راکيښ شېــخــانو
چې داخل په دا قطار کې نه وه نه شـــو
ملايانو څخـــه درس کړ مينـــــــې پاتې
د شېخانو په شېخۍ کې څه بود نشته
حميد مومند د پښتو ادب په هغه سرمشرانو کې راځي چې د چا له برکته پښتو غزل د اسماني سندرو شان وموند . په دغه دوره کې لس ګونه غزل ويونکي شاعران پيداشول او په لس ګونه د غزلو دېوانونه ترتيب شول او په پښتو ادب کې د غزلو پانګه پيدا شوه ، د دغې دورې د غزل شاعران کاظم خان شيدا او پيرمحمد کاکړ دي چې همدوی غزل د معيار لوړې څوکې ته ورساوه .
تر شيدا او کاکړ راوروسته د ديارلسمۍ پېړۍ له پيل سره پښتو غزل د خپل قوت نه رالوېږي په دغه وخت کې شاعران مثنوي ، فولکلوري فورمونو کيسې او نظمونو ته مخه کړه او له دې سره يې پښتو غزل ته شا شوه .
شاعرانو کله کله غزل ته هم هڅه کړې ده ،خو هغسې خوند او قوت به يې نه درلود لکه د زرينې دورې د شاعرانو په غزلو کې چې موجود وه .
د شلمې پېړۍ په راتګ سره د پښتو شاعرۍ په لره او بره پښتونخوا کې خپله بڼه بېخي بدله کړه ، د شعر مضمون نوی شو او په عام ډول د پښتو شعر د هنريت او شعر برخه د ازادۍ او خپلواکۍ تر نوي او پارونکي مضمون قربان کړه او په شعر کې د هنر اړخ له نظره ولوېد، په پښتو شعر کې د دغه مضمون تر زياتېدو وروسته ورو ورو په شعر کې د هنر غوټۍ را پورته کېدلې او د هنر د نوي مضمون هڅه پيل شوه چې د پښتو غزل حمزه باباشينواري ميدان ته راودانګل چې په راتګ يې نوی غزل پيل شو .
لا ښو په سيمه د پښتــــــون به نورګلان وکرم
حمزه شباب د تخيل مې که اجـــــل پرېښوده
که تغزل اوس د حمـــزه په تفکــــــر شـــــــو بدل
ولې په دې مه کړه يقين چې يې غزل پرېښوده
ارواښاد حمزه شينواری
په شعري فورمونو کې د غزل اهميت
[سمول]غزل د ادبياتو په زړه پورې صنف دی چې په هره ژبه کې بې شمېره مينه وال او لوستونکي لري او په ادبي صنفونو کې يې لوړ مقام خپل کړی ، دا چې ولې غزل دومره مقبوليت تر لاسه کړی ؟دا په خپله ددې خبرې مزی په لاس راکوي چې غزل کې څه دي؟ او ددې لوړمقام تر شا کوم عناصر پراته دي ؟
مونږ وايو چې شعر خپل ارزښت له ښکلا څخه اخلي ،نو تر ډېره حده دغه ښکلا په غزل کې موجوده ده .
له بله پلوه ښاغلی صديق روهي هم وايي چې ((شعر د تخيل او عاطفې بچی دی که ددې څخه يو هم و نلري نو شعر يتيم دی)) ،نو که وګورو د غزل پوره مانا په دغو توکونو سمبال دی.
که څه هم په شعري فورمونو کې هر ژانر بېل بېل کيفيت لري ،خو غزل بيا دغه کيفيت ته لا خوند او رنګ ورکړی ، په همدې اساس د پښتو په شمول په نورو ژبو او ادبياتولکه عربي ، دري او اردو کې غزل ته تر نورو فورمونو زيات ارزښت او لومړيتوب ورکړل شوی ، دا هغه نازک ، لطيف او تنکی ژانر دی چې د ادبياتو په هره دوره کې خپل محبوبيت ښکاره کړي .
د غزل لپاره تخيلاتي رنګ ا وداخليت ډېر مهم دی ،ځکه خو په زړونو کې دومره ځای لري ، ويل کيږي چې د غزل د تغزل روح دی لکه څنګه چې بغير له روحه جسم تش کالبوت دی همداسې بغير له تغزل غزل هم بې روحه دی ، نو د غزل د مقبوليت يوه وجه تغزل دی چې زړونو ته تسکين ورکوي ، بل مونږ وايو چې عشق د شاعرۍ لپاره لازم او بنيادي محرک دی ، نړۍ وال تاريخ پوه ابن خلدون هم په دې نظر و چې د شاعرۍ لپاره عشف تر هرڅه زيات ضروري دی ، رحمان بابا وايي:
دا دستور دی چې له درده زګېروی خيژي
ګنې څــــــه وه د رحمـــــان له شاعرۍ
نو که وګورو غزل دغه جذبه په څو رنګونو کې وړاندې کړې او د هرې موضوع بار دې فورم په خپلو اوږو پورته کړی ، له همدې امله په شعري فورمونو کې غزل ته د لومړيتوب مقام ورکړل شوی او په هره ژبه کې شاعرانو د نورو فورمونو په پرتله په غزل کې ډېر کار کړی او دا ژانر يې د خپل ادب تهداب او بنسټ ګڼلی وي.
د فورم له مخې د غزل ډولونه
د پښتو په ځينو خاصو غزلو کې کيدای شي د غزل هغه مسرې چې قافيه نه لري ، يو څه له قافيه والو مسرو څخه زياته شي ، په پښتو کې له (۷) څپيزو څخه نيولې او تر (۱۰) څپيزو پورې غزلونه شته ، په پښتو شاعرۍ کې د غزل فورم دا لاندې بڼې لري .
1) بې رديفه غزل : هغه غزل دی چې رديف ونلري او په قافيه پای ته رسېدلی وي لکه د پيرمحمد کاروان دا غزل:
لپه دې جانانه چېرې تشـــــــــــ-ــــه نشـــــي ستــا
يا پکې اوبه راکــــــــــــــــــوه يـــا پکـــــې دعـــــــــــا
کلـــه چې شي ورځې تکــــــــــې تورې لکه شپې
مــــاتـــه پــټـــه وســـــــــــــــاته په موټـــــي کې رڼـــا
ستـــــــــــــا خوږې خبرې دي سکه لکــــــه ثواب
بــــــس د روژه مــــــــاتي غوندې بس لکه خرمــا
دوه اوښکې په سترګو کې په زړه کې يو جانان
جوړه دې کاروانه کـــــــــړه عجيبه مشغــــــــــولا
د پورتني غزل هره مسره (۱۳) څپې لري ، ستا دعا ، رڼا ، خرما ، خندا او مشغولا يې د قافيې کليمې دي رديف نه لري ، په پښتو شاعرۍ کې بې رديفه غزلونه نسبت رديف لرونکوته کم تر سترګو کيږي .
په پښتو کې لومړۍ معلومه او لاسته راغلې منظومه ژباړه هم د غزل له دې فورم سره سمون خوري ، د پټې خزانې په حواله ابو محمد هاشم ابن زيد سرواني په (۲۲۳-۲۹۷) هجري کې د يو عراقي شاعر محمد ابن فلاد يو شعر په پښتو ژباړلی چې د شعر منظومه ژباړه يې دا ده :
ژبه هم ښه وينــــــــا کا چې يې وينـــــه
د خاوند په لاس کې زر او درهمــــــونه
که درهم يې ځينې ورک سو سي نتلی
په نړۍ يــــــې وي په خــــــړو پېژندونـــــه
ژبه ور ،ورله ورځــــــي وينــــا يې اوري
د درهـــــم خاوندان تل وي په وياړونـــــه
همداسې تر پايه پورې
2) رديف لرونکي غزل:
[سمول]د غزل د فورم هغه بڼه ده چې د قافيې ترڅنګ رديف هم ولري ، رديف هغه يو يا څو کلمې دي چې د غزل دمسرو په پای کې د قافيې څخه وروسته په يوه شکل او ترډېره حده په يوه مانا تکرار راځي ، لکه د د روېش دراني دا لاندې غزل:
دا چې ځړيږي مخامخ درتــــــــــه پـــــه دار سرونه
په دې وطن کې وه همـدغــــه بـــس د کار سرونه
وږي يې هسې هم غاسب همېشــــه وړي په زوره
کاشکې داځل زمونږ غنم وکړي د مــــار سرونه
زه خو د مينې ارمانجن وم ماخو زړونه غوښتل
کړل دې د عقل طرفــــدارو راشمـــــــــــار سرونه
د سپينو ستورو پر ليدو شي پرښتـــې رايــادې
داسې ښکاريږي لکه وي چې يې هــوار ســرونه
تر سړيتوب د زرو قدر يــو په زره زيـــــــات شـو
دروېشه نن سبا واړه شـول تر دينار ســـــرونــــه
د ياد غزل هره مسره (۱۵) څپې لري ، دار ، کار ، مار ، شمار ، هوار او دينار پکې د قافيې کلمې دي ، سرونه – سرونه چې له ټولو قافيو څخه وروسته په يوشکل او يوه مانا تکرار راغلي رديف ګڼل کيږي . د غزل هندسي بڼه داده .
3) دوه قافيز غزل :
[سمول]دا هغه غزل دی چې دوه بېلابېلې قافيې ولري ، مانا دا چې د دوه مسرو د پای له قافيو څخه دمخه او د مسرو په منځ ک ېبله قافيه موجوده وي په مطلع کې دوه بېلابېلې قافيې موجودې وي د نورو مسرو قافيې د مطلعې خپله خپله قافيه تعقيبوي که چېرې له هرې قافيې وروسته رديفونه راغلي وي ،نو له هرې تعقيبوونکي قافيې څخه وروسته د هغې خپل رديف هم په همغه بڼه تکراريږي ، لومړی به دلته هغه بېلګه راوړو چې څنګ په څنګ قافيې ولري .
که يم ډېر د حوادثـــــــو پــــــــــه کشال شل
خو درځم که مې رهبر شــه باکمــــال مـــل
د جفاوفا سودا په خپل اختيــــــــــارکــــــه
د خوبانو په دربـــــار کــــــــې دی دلا ل لل
د هنر د چابک سوار لا فــــــــه که مـــــاتــه
چې اسمان نيلی راواخلي د خپل چال چل
په پورتني غزل کې د کشال ، باکمال ، دلال ، او چال د لومړۍ قافيې کلمې دي اود شل ، مل ، لل او چل کلمې دوهمي قافيې کلمې دي ، رديف نه لري، هره مسره يې (۱۲)څپې لري .
د غزل دا ډول په پښتو شاعرۍ کې زيات مقبوليت نه لري په پخوانيو دېوانونو کې يې بېلګې شته دي . هندسي شکل او جوړښت يې دادی:
د دوه قافيه ييزو غزلونو بل ډول دا دی چې لومړۍ قافيه د مطلعې د مسرو په منځ کې راځي ورپسې بيا بله قافيه او بيا ورپسې رديف ، د مطلعې هره قافيه ځانته ځانته رديفونه او ځانته ځانته قافيې لري يانې دا چې د وروسته مسرو قافيې په مطلع کې راغلې قافيې تعقيبوي لکه د اسحاق ننګيال دا غزل:
ټول عمر درنـــــه ده سپکېدو ته يې چې پرېنږدې
خاوره پښتنـــــه ده او پردو تــــه يې چې پرېنږدې
پرېږدئ خيبري تنـــــــده چې بيـــا په وينو ماته شي
ګرمه معـــــــرکه ده ســـــــړېدو ته يې چې پرېنــږدې
نن مې د خوشال توره چې بيا هوس د شرنګ لري
تاوه په شرنګ ښه ده چوپېدو ته يې چې پرېنږدې
د اسحاق ننګيال دا غزل دوه قافيې او دوه رديفونه لري په لومړۍ قافيه کې درنه ، پښتنه ، معرکه او ښه د قافيې کلمې دي ، ده ، ده يې رديف دی او په دويمه قافيه کې سپکېدو ، پردو ، سړېدو او چوپېدو د قافيې کلمې دي او ته يې پرېنږدې – ته يې پرېنږدې يې رديف دی ، ددې غزل هندسي جوړښت داسې انځور کېدای شي .
=b = a
=b = a
=b =a
=b =a
4) ماته غزل :
[سمول]ماته غزل ورته ځکه وايي چې په منځه (ملا) کې مات وي يا د هرې مسرې په منځ کې د اهنګ يوه وقفه راځي په همدې منځ کې د څپو د شمېر له مخې هره مسره په دوه مساوي برخو وېشل کيږي. لکه په لاندې غزل کې چې ( ګوره د زخمونو غوټۍ ) د مسرې له لومړنۍ برخې (څاڅي مې له سترګو نه ) د مسرې دوهمه برخه ده ، کله کله د اهنګ دا وقفه تر قافيې وروسته راځي او کله د رديف يوه برخه هم ورسره نيسي او بيا له هغه وروسته نور رديف راځي . دلته به د دې ډول غزل بېلګه د لا ښې پېژندنې لپاره وړاندې کړو.
ګوره د زخمونو غوټۍ څاڅې مې له سترګو نه
يار ته د کمڅو غوټۍ څاڅي مې له سترګو نه
نن چې دا تيارې کوڅې ټولې دي باغچې باغچې
جام جام د سپرلو غوټۍ څاڅې مې له سترګو نه
اوښکه د لېمو د باغ راغړي دې قـــــــدم پـــســــې
ګوره د اسرو غوټۍ څاڅي مې له ستـــرګــــــو نـه
اسحاق ننګيال
په پورتني غزل کې د زخمو ، کمڅو ، سپرلو او اسرو کلمې د قافيې کلمې دي ( غوټۍ څاڅي مې له سترګو نه ) يې رديف دی ، هره مسره يې ديارلس (۱۳) څپې ده ، هندسي شکل يې دا دی.
=1 a
= 1a
/
= 1a
/
= 1a
5) مطلعې غزل : هغه غزل دی چې يوازې مطلع نه لري يانې د سر لومړی بيت يې مقفي نه وي ، د لومړي بيت دويمه مسره يې قافيه لري او د نورو بيتونو د دويمو مسرو قافيه يې د لومړي بيت د دوه يمې مسرې قافيه تعقيبوي .
که چېرې د لومړي بيت د دوه يمې مسرې له قافيې وروسته رديف راغلی وي ،نو د نورو قافيه والو مسرو رديفونه هم همدا بڼه لري ، په پښتو لرغوني شاعرۍ کې د شيخ رضي او نصر لودي ترمنځ شوی شعري سوال او ځواب هم له همدې فورم سره ورته والی لري.
د ښې پېژندنې لپاره يې دالاندې شعر ګورو:
د پښتنـــــــــو د ناعلاجــــــــه مرض هغــه درد شـــوم
چې د پرهـــــر د جـــوړېـدو لاره پــرهــــر کــــــې ګورم
ښايي نيم زالې پټۍ بېرته شــي د زړونـــــــو لـــــــرې
جنګه اثر دې په خپل مات وګوډ هنــــــــــر کې ګورم
داستا تر څنګ به رسېدل څه دومره ډېرګران نه وي
خود به ګناه مې په څپانده سمنـــــــــــــدر کې ګورم
باصره ناصري
له بله پلوه استاد فضل ولي ناګار او افضل رضا په حواله چې د پښتو غزل د څېړنې په لړ کې دا حقيقت مخې ته راځي چې پښتو غزل په دوو شکلونو تر اوسه ژوندی پاتې دی .
1. فني او کلاسيک غزل :
چې د عروضو ، بحرونو او اوازونو په رڼا کې د ويل شوو غزلونو له ډلې سره اړيکې لري ، زمونږ د پښتو پخوانيو شاعرانو ټول دېوانونه او کليات زياتره د فني او کلاسيکو غزلونو څخه ډک دي .
2. ملي غزل :
چې د عربي او فارسي له عروضو نه يې ځان خلاص کړی يا ازاد کړی او لکه د نورو اريايي ژبو شعرونو په رنګ ملي وزن او رنګ لري .
خو څېړونکي حبيب الله رفېع په لږ توپير د پښتو ژوندی غزل په لاندې توګه وېشي:
a) ديواني غزل
b) ولسي غزل
c) مقامي غزل
او په دې ډول يې تشرېح کوي
a) ديواني غزل : عام او متعارف غزل دی چې په فارسي کې د عربي له بوللې (قصيدې) نه رازېږېدلی ا وبيا په پښتو کې دود شوی.
b) ولسي غزل : د پښتو ولسي غزل د پښتو د نالوستو او ولسي شاعرانو تخليق دی چې د پښتو د ډېرو لرغونو سندرو سره نښلي او خپلې اريايي ريښې لري.
c) مقامي غزل : د هندي مقامونو او راګونو سره په ارتباط کې رامنځته شوی او په پښتو ادب کې سل يو نيم سل کاله عمر لري او خوږ ژبي شاعران پکې تېر شوي دي.