خبرې اترې:خوشال خان خټک

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

خوشال خان خټک د پښتنو د لوى قام يو نامتو ، تورزن ، جنګيالي ، ستر او برجسته شاعر وو. دغه نوميالى شاعر او ملي اتل په 1022 هجري (1613ء)زېږديز كال کې زېږېدلى دى. د دۀ پلار شهباز خان د پښتنو د يوسفزو له قبېلې سره په يوه جگړه كې ټپي شو او څو ورځې وروسته له هماغه ټپ نه په حق ورسېد. د دۀ له مړينې وروسته خوشال خان ، چې په همدغه جگړه كې (د 1050هجري يا 1645ء په) په سر او زنګون باندې ژوبل شوي وو ، د خپلو خپلوانو او دوستانو په رضا مصلحت باندې سردار شو. په هند كې د مغولي واكمنۍ مشر ، بادشاه شاه جهان د ده د پلار جاگير د ده په نوم کړ او هم ئي له اټک نه تر پيښوره پورې د بادشاهي سړک حفاظت د دۀ په ذمه کړ او نور ډير کارونه ئي ورته په غاړه کړل ځکه چې شاهجهان د دۀ ډير عزت کاوۀ. خوشال خان خټك په 1645ء کې د شاه جهان له زوى ، شهزاده سلطان مراد بخش سره د بدخشان په لام تللي وو ، او د دغې مودې نورو جگړو ته هم لېږل شوى وو.

د شاهجهان له مړينې وروسته د هغه زوى اورنگزيب بادشاه هم دده درناوى كاوه ، خو څه موده وروسته د دوښمنانو په نغوتو ، چې يو يې هم د کابل د صوبې امير خان گورنر وو ، اورنگزيب له دۀ نه خفه شو ، او د گواليار په مضبوطه كلا کې يې قيد کړ. خوشال بابا له اوه كلن (۷) بند نه وروسته د محبت خان په سفارش د بادشاه له لوري له بند نه خوشى كړاى شو او له محبت خان سره يې خپل هېواد ته راولېږه. محبت خان په هغو ورځو کې د کابل صوبه دار ټاكل شوى وو او د پيښور د ضلعي د ځينو ماتو ګوډو کارونو سمولو لپاره بادشاه رالېږلى وو. د جيلخاننې زنځيرونو د خوشال زړه داسې تور کړى وو ، چې هېواد ته راورسېد نو په خلوت ننوت . ده د صوبې له گورنر او نورو وړو وړو حاکمانو سره هر ډول خبرې اترې بندې کړې او د بادشاه له پوځونو سره يې له هر ډول مرستې نه لاس واخيست.

د خوشال خان قبېله د پيښور گير چاپير نورو قبېلو سره ډيره جنگېده ، چې له هغوى نه يوه هم يو د يوسفزيو قبيله وه . هر وخت به يوه يا دوې قبېلې په خپلمنځي جگړو كې ښكېل وې ، خو له اپريدو سره ئي چې ډير زورور وول ، تل روغه وه. په پايله كې د اورنگزيب او خوشال خان تر منځ پېچلي اړېكي او خفګان دې حد ته ورسېد ، چې خبره سم په جار ميداني جگړې ته جوړه شوه. خوشال خان هم د همت توره تر ملا کړه او د ايمل خان او دريا خان په ملاتړ يې له بادشاه سره اوه (۷) کاله سخته جگړه وكړه. ددغو جگړو په بهير كې به مغولو تل ماتي خوړله.

د بنو او د جلال آباد په مينځ کښ ټولو قامونو چه د اولسي عالمو ئي په مغلو باندې دا بريد وليد نو هغوئي هم رو رو د قامولي په مزي کښ وپيرلي شول. د هغو مطلب دا وۀ چه مغل د افغانستان نه بالکل وځي. ليکن يوسفزي جدا وُو ځکه چه د خټکو د دښمني په وجه ئي پښتنو ته مدد نۀ ورکاوۀ. سره د دې چه خوشحال خان پخپله تر سوات پورې تلې وۀ چه د دښمني اور مړ کړي او د دوئي په زړۀ کښ هم د ځان په شان د وطن مينه پيدا کړي، ولي يوسفزي کانړي وُو په هغو جوکه ونۀ لګيده. دا واقعه هغۀ پۀ خپل غزل کښ ليکلې ده.

ولې د پيښور حال داسې خراب شوي وۀ چه اورنګ زيب ورته په ځان راوخوڅيد او دوه کال پورې په اټک پروت وۀ د جنګ تماشه ئي کوله. دي چالاک بادشاه ته چه دا خبره معلومه شوه چه په دې سخت ملک کښ فوځونه هيڅ نۀ شي کولې نو زر ئې وړاندې کړل او په دې خبره د هغه د زړه مراد پوره شۀ. په دې چل باندې څه قامونه بيل شول او د اورنګزيب طاقت ئې ومنۀ. خوشحال خان نه خپل خوا خوږي ياران جدا شول او د ډيرو په کړو وړو داسي شکمن شۀ چه د هغو له اخلاص نه ئې ويسا پاڅيده. ايمل خان او دريا خان د هغه اعتباري او تکړه مددګار وُو خو هغوئي وړنپي سر نه جنګ کښ مړۀ شوي وُو. دي ټولو خبرو خوشحال خان باندې ډير ناکاره تاثير وکړ عن چه بالکل نا اميد شۀ او ځان ئي ګوښي کړو.

آخر ئي د خټکو سرداري خپل مشر زوې اشرف خان ته پريښوده او پخپله ئي علم ادب ته مخه کړه. چه اشرف خان سردار شۀ نو د دۀ ورور بهرام چه خوشحال خان ترې نه په سپکو کارونو ډير خفه وۀ، ځان سره ډير خلق جمع کړل او په مشر ورور باندې تيارۀ راوستو ته ئي ملا وتړله. ډير ځلې يو بل ته جنګ د پاره مخامخ شول. يو ځل بهرام نيولې شوې هم وۀ ليکن په خپل مکر او چلول باندې د اشرف خان زړۀ نرم کړ او ځان ئي خلاص کړ. خوشحال خان د اشرف خان په دې کار باندې ډير خفه شۀ ځکه چه هغه د بهرام په طبيعت باندې ډير ښه پوه وۀ او د هغه دا غصه بېځايه نۀ وه ځکه چه بهرام سره د خلاصيدو بيا د ورور برخلاف شيطاني راوخستې. آخر په 1093هجري يا 1681ء کښ د ده مراد حاصل شۀ او اشرف خان ئي په ټګي مغلو ته لاس نيولي ورکړ. اورنګ زيب دې د بيجاپور په قلا کښ قيد کړ او هم هلته لس کال پس په قيد کښ مړ شو. د دې سردار ډير حال د دۀ د غزلو نه معلومېږي ځکه چه دې هم د خپل پلار او ورونړو په شان شاعر وۀ.

اوس د اشرف خان زوي افضل خان وسله تر ملا کړه او د خپل نيکه له لاس په ګدئي کښيناست. د قوم اکثرو خلقو تر اوس پورې خوشحال خان خپل رښتنې سردار او حقدار مشر ګنړۀ ليکن د اولسو (17) کالو هلک او ناتجربه کار افضل د بهرام غوندې چلولي نوک ته هم نه شۀ رسيدې. بل مغلو د بهرام مدد کاوۀ. خوشحال خان د افضل خان هلکتوب ته وکتل او بل په دې خيال چه د خلقو وينه عبث تويه نه شي، دښمنانو سره ئي دښمني سسته کړه او دا فکر ئي وکړ چه هسې نه خلقو ته افضل خان هلک ښکاره شي او د دۀ مخالفت ته راپاسي. بهرام ئي د سردارئي مزو ته خوشې کړ او افضل ته ئې د صبر نصيحت وکړ او دښمني ته ئي نۀ پرېښودۀ چه د پلار قيد ئي اوږد نه شي. ځکه افضل خان اپريدو ته لاړ چه د هغه دوستان وُو. سره د دې چه د بهرام ټول مرادونه حاصل شوي وُو خو بيا ئي هم په زړه دا خبره سمه نۀ وه چه د بوډا پلار شپې ورځې په آرام تيرې شي. څو ځلې ئي د هغه د وژلو کوشش وکړ. يو ځل ئي خپل زوي مکرم خان سره د يو څو سپاهيانو د خپل پلار نيولو د پاره وليږه ليکن دا بوډا سردار چه دغه وخت د اوۀ ؤ اوياؤ (77) کالو وۀ چه خبر شۀ نو توره ئي لاس کښ راواخسته او نيغ دوئي پلو راغې او په زور ئي وُوِ چه که په تاسو کښ څوک نر وي او څه جس لري نو ځما تورې ته رامخامخ شئې ليکن د هر يو په زړه کښ د بوډا سردار قدر دومره وۀ چه چا لاس اوچت نه کړ.

بهرام په دې کار سره سکروټه شۀ او مکرم خان ته ئي په قهر وُوِ چه پخپله ور پسې لاړ شه، که خوشحال خان توره کيښوه او ځان ئي درته وسپاره خو خير کنې په خپله توره ئي ووژنه. چه مکرم د دې نالائق پلار حکم پوره کولو د پاره بيا نيکۀ پسي لاړ نو خوشحال خان هم ورته د خلوت نه راووت او توره په لاس د عزۀ يوې غونډي ته وخوت. او توره ئي پښل کړه په زور ئي هم هغه خبره بيا وکړه چه که څه ايمان در کښ وي نو راشئي. په دې شان اوۀ ورځې پله پې لکه د سنتري په شان خوشحال خان په هغه غونډي پهره ورکوله ليکن چا دومره زړه وُنه کړې شۀ چه هغه ته رامخکښ شوي وي. اوس هغوئي دې خپل سردار ګنړه. بهرام چه خوشحال خان په داسې حال لکه د لښتي مرغي وليد نو ورپسې ئي يو ايلچي د پيښور مغل ګورنر ته وليږه چه هغه يو څو تکړه ځوانان راوليږي چه دا مزرې ونيسي ځکه چه آخر به نيوې شي او پيښور ته ئي بوځي. خوشحال خان په دې چل باندې په څه شان خبر شه نو څه چل ئي وکړ چه سرې ماښام وتښتيد او سحر د نمر وڅړيکي نه وړښې په اپريدو کښ ناست وۀ چه د اکوړي نه نوي (90) ميل لرې دې.

خوشحال خان اوس په اپريدو کښ استوږنه راواخسته او د خپل پلار نيکه وطن ته چه د خپل ځان نه ورته زيات ګران وۀ چري واپس نه شو او څنګه ئي چه ټول عمر آزاد تير کړي وۀ دغه شان د اته او اوياؤ (78) کالو په عمر کښ د آزادو خلقو په شان مړ شو. او د دې دنيا نه ئي د بېوفائي او د نمکحرامي داغ په زړه يو وړو. ځکه ئي د مرګ نه وړاندې ټولو خپلو خپلوانو ته چه په هر مصيبت کښ به ورسره وُو، وصيت وکړ چه ما په داسې ځي ښخ کړې چه په قبر مې د مغلو د سورو ګړد پرې نه وځي، او ځما آخرين کور يعني قبر په ډير احتياط سره پټ وساتې او چا ته ئي مۀ ښيئي هسې نه چه مغل ئي ومومي او د هغه سړي مړي خاورې بېعزت کړي چه چرې په ژوندانۀ د ده د نوم نه رپيدل او چه د ده او د ده د قام تورې د دغه مغلو ښه ښه ځوانان لکه د ګاځرو کوتره کړي وُو. د دۀ د وصيت درېم مراد دا هم وۀ چه که چرې د ده په وفادارو زامنو کښ د چا لاس په بد نيت بهرام باندې بر شي نو هغه دې په مينځ دوه ټوټي کړي، نيم دې د خوشحال خان د قبر سر ته، او نيم دې ښپو ته وسوزي.

دې د خټکو کوهستان کښ سرآي نوم يو وړوکي غوندې کلي دې هلته ښخ شو او تر نن ورځې پورې ئې قبر شته دې. د هغه د وصيت په خبره د هغه قبر تر هغې پټ وساتلې شو چه څومره پورې د مغلو له لاس د بېعزتي ويره وه.

د خوشحال خان درې شپيته زامن وُو او ډيرې لونړه ئي هم وي ليکن د څلورو پنځو زامنو علاوه نور د پلار د مينې لائق نه وُو.

مختلفو بيانونو نه دا هم معلومېږي چه خوشحال خان ډير لوئ مصنف وۀ چه هغه پنځوس د پاس درې سوه کتابونه جوړ کړي دي. ممکنه ده چه دا مبالغه وي ليکن دا خبره صحيح ده چه ډير کتابونه ئي جوړ کړي دي. کوم چه ما پخپله ليدلي دي د علم طب، د علم اخلاق، د علم فقه، د فلسفې او د شاهين بازي او د نورو نورو علمونو دي. او د خپل عجيبه ژوند حالات ئي هم ليکلي دي. ډير افسوس دې چه د هغه له مرګ پس د هغه جانشينانو د هغه تصنيفونه جمع نه کړې شول. نتيجه دا شوه چه د ډيرو کتابونو ئي تش نوم نوم پاتې شو. کوم کتابونه چه ورک شوي دي هغو کښ د هغه سوانح عمري هم ده.

د خوشحال خان هغه ستائني (نوحي) د صفتونو لايقي دې چه هغه په هندوستان کښ د جلاوطني په حال کښ ويلي دي، يا هغه کلام چه د اورنګزيب برخلاف جنګونو کښ ئي ويلي دي. ځکه چه دا د يو داسې پښتون سردار د قلم نه وتي دي چه د چارلس اول په زمانه کښ وۀ او د وطن د مينې محبت او د وطن سره د دوستې شړلو جذبې په کښ ښکاري. او دا خبرې د مشرقيانو په سينو کښ ډيري کمې راوچتېږي. يا د پخواني زمانې د سکاټ لينډ او د سويټزر لينډ د غرونو خلقو کښ څرګندي وي او پښتانه هم د هغو په شان سخت خلق دي.

د خوشحال خان د سرداري زمانې پورې د خټکو د ملک حد مقرر نه وۀ. قامونه ټيرو ته بيلې بيلې زمکې نه وې ورکړې شوي. خوشحال خان ټوله زمکه کچ کړه او حد بندي ئې وکړه او رجسټرونو کښ ئي وليکله او د هر سړي د ټبر په مناسب ئي د کروندې د پاره د زمکې څه برخه مقرر کړه. دا انتظام نن پرون هم جاري دې او تر اوس پورې څومره چه زه خبر يم دې کښ څه ادل بدل نه دې شوې. او تر اوس پورې د کانړو برجئي چه د حدونو مقررولو د پاره جوړي شوي وي موجود دي.

مسجع نثر[سمول]

خوشحال هم د مسجع نثر پیروي کړې؟ .zazaiazizullah (خبرې اترې) ۰۹:۳۶, ۱۰ مې ۲۰۱۹ (ہ ن و)