محمد اقبال نسیم خټک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

محمد اقبال نسیم خټک (د ۱۹۴۲ زېږدي کال، د خيبر پښتونخوا ایالت، د کرک سيمه - د ۲۰۱۹ زېږدي کال د جنوري لومړۍ، پېښور)، د افغانستان يو پښتو ژبی لیکوال، شاعر او څېړونکی وو.

مخینه[سمول]

محمد اقبال نسیم خټک پر ١٩٤٢ زېږدي کال د خېبر پښتونخوا په کرک سيمه کې زيږيدلى وو. د لوړو زده کړو تر پای ته رسولو وروسته یې د پېښور پوهنتون د پښتو څانگې د مشر په توگه دنده درلوده.

ډاکټر خټک گڼ شمير کتابونه ليکلي وو چې پکې خوشحال او جماليات، دُر دنيا، درنگ و بو، قاقله. خوشحال خان خټک او داسلام روح شامل دي. نوموړي د ښې او معیاري شاعرۍ تر څنگ د چینایي ژبې يو شمېر لنډې کیسې هم پښتو ته راژباړلې وې.

هغه پر خوشال خان خټک خپله پي اېچ ډي کړې وه او په خپل دغه کار یې یو کتاب (خوشال او جمالیات) هم لیکلی دی.

پروفېسر اقبال نسیم خټک د پېښور پوهنتون پښتو څانگې پروفېسر او وروسته یې مشر شو. د پېښور پوهنتون استاد پروفېسر اباسين يوسفزی يې په اړه وايي: «په خوشال بابا یې درې کتابونه لیکلې دي. اقبال نسيم خټک د یو نقاد په حېث هم پېژندل کېدو او په کلاسیکې شاعرۍ یې هم لیکل کړي دي. په حميد بابا، کاظم خان شيدا او نورو شاعرانو یې لیکل کړي دي او دغه کتاب یې د دردانې په نوم چاپ کړی. د رنگ و بو قافله یې یو بل کتاب دی چې پکې يې په ځینو نورو شاعرانو څېړنې کړې دي.»

مړینه[سمول]

د پښتو ژبې دا ستر څېړنکار، لیکوال شاعر ښاغلی اقبال نسیم خټک د ۲۰۱۹ ز کال د جنوري پر لومړۍ نېټه د ورپېښې ناروغۍ له لامله له دې نړۍ سترگې پټې کړې.

د اسلام اباد د قايداعظم پوهنتون د پښتو څانگې مشر او د شلگونو څېړنیزو او ادبي کتابونو ليکوال پروفیسر ډاکټر حنیف خلیل د اقبال نسیم خټک مړینه پښتو ژبې ادب لپاره یو ستر زیان بللی او ویلي یې دي چې د هغه په څیر قابل شخصیات په یوه ټولنه کې په پېړیو وروسته پیدا کیږي.

چاپ شوي نښيرونه يې[سمول]

اخځليک[سمول]

۱- https://www.voadeewanews.com/a/4725396.html

۲-https://www.mashaalradio.com/a/29688050.html

۲-‎