افضل خان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

افضل خان خټک د اشرف خان هجري زوی او د ستر خوشحال خان خټک بابا لمسی دی، چې کله د خوشحال خان او اشرف خان تر منځ اړيکې خرابه شوې نو خوشحال خان دی راوغوښت او د مشرۍ پټکی يې ور په سر کړ. هغه تاريخ مرصع ليکلی چې د پښتنو او د خټکو د کورنۍ اړوند ډېر څه يې په کې را غونډ کړي. افضل خان له پښتو سره د بې شانه مينې او د خپل نيکه په پله د پل اېښودو په موخه ډېر ليکوال وهڅول چې په پښتو ليکنې او ژباړې وکړي او هم يې د نيکه خواره واره اشعار راټول کړل.