اشرف خان هجري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اشرف خان هجري[سمول]

          اشرف خان هجري د خوشحال خان تر ټولو مشر او نوميالی زوی دی ، چې په (۱۰۴۴هجري) کې زېږېدلی دی . هجري په خپلو اشعارو کې خپل تخلص کله خټک ، کله روهي او زيات وخت هجري راوړی دی.

       کله چې د اشرف خان د مشرۍ وخت راغی ، نو هغه هم د مغلو له لاسه په (۱۰۹۲هجري) کال د سيد امير خان صوبدار له خوا په پېښور کې په چل سره د سيدبهولا ل په کور کې ونيول شو او بندي هند ته واستول شو او د ګواليار او بېجاپور په بنديخانو کې څوارلس کاله بندي وساتل شو.

       د بند د سختو کړاوونو نه وروسته په (۱۱۰۶هجري) کال په بند کې مړ شو . ازاد خان دده د مړينې پېښه داسې ښودلې ده :

د هجرت زر سل شپــــــږ وو          اشرف خان چې فوت شو ياره

((غم اندوه)) دده تاريخ دی           که حســاب کړې ويې شمـــاره

    هجري خپله بده ورځ هغه وخت ژړلې وه چې په اټک باندې تېرېده :

ما هــــالــــه ماتم د ځان وکړو په وينو

چې اټک وته مې شا کړه په ژړا شوم

        هجري د اشعارو يو دېوان لري چې د هميش خليل له خوا ړومبی ځل په پېښور کې په (۱۹۵۸ز) ترتيب او چاپ شوی دی.

      د هجري د دېوان قلمي نسخې په لندن ، هند ، پېښور او افغانستان کې ميندل شوي دي، دده د دېوان څخه مېجر راورټي په خپل اثر ((ګلشن روه )) کې خوښونې کړي دي .

      د هجري په دېوان کې غزلې ، بوللې ، څلوريزې ، پاړکي او د شعر نور ډولونه ليدل کيږي ، چې د اشعارو ټول بيتونه يې څلورنيم زرو ته رسېږي.

    اشرف خان په خپل دېوان کې د پښتو ځينې شاعران ياد کړي دي په دې ډول:

ارزاني دولت د خپل دور بلبل وو     نن يې وللی زمانې د شعـــر فـــــر دی

د واصل له شعره څه وايم وچاته       چې زما په مخ يې پورې د حال ور دی

شاعران د پښتنو ګوياڅېره دي        د مېرزا شعر شمله بلکې افســــر دی

خوږ زبان يې په زمان شکرې لوني    هغه وافا چې مستقر يې پېښور دی

نن په دا دور که ښه شاعران غواړې  که دوه درې تنــــــه د ګريو قلندر دی

       هجري د خپلې کورنۍ په شاعرانو کې قادرخان ، سکندر خان ، صدرخان د هنر او پوهې خاوندان بولي مګر د شعر لوی پېشوايان خوشحال او رحمان باباګڼي:

قادرخان که بحر بولــم دروغ نـــــــه دي         چې يې فکر د اصلي درو مصدر دی

د سکندر شعر له څـــه ســــره مخی کړم         طبيعت يې ډېر تـــــر دور منــــــور دی

صدرخان ګوره عجب ګوهر شناس دی            رحمان لا په دا هنــر د تورو غـــــر دی 

د هجري نور اثار تر اوسه پورې لا نه دي څرګند شوي .