بیان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بیان د عبارتونو یوه ټولګه ده چې د حقایقو یوه مجموعه څرګندوي او د دغو حقایقو لاملونه، اړوند شرایط او پایلې په ډاګه کوي. دغه څرګندونه کېدای شي نوي اصول او یا قوانین رامنځ‌ته کړي، یا کېدای شي چې د کومې ازمایل شوې سکالو یا پېښې اوسني اړوند اصول یا قوانین راوسپړي. [۱]

په فلسفه کې، بیان د داسې عبارتونو یوه ټولګه بلل کېږي چې د یوې سکالو، پېښې یا د یوه حالت پېښېدنه یا شتون څرګندوي. په ټولیزه توګه، د بیان بڼې دا دي: ۱) توسني (تعلیلي) بیان؛ ۲) قیاسي - اصولي بیان، چې کېدای شي بیان، په یوه قیاسي استدلال کې، رامنځ‌ته کېدونکي تعمیم پورې تړاو ومومي (د بېلګې په توګه: «کله چې تودوخه لوړه شي، ګازونه انبساط کوي؛ د دغه ګاز تودوخه لوړه شوې وه؛ نو له‌دې امله، ګاز انبساط کړی»)؛ ۳) احصایوي بیان، چې کېدای شي بیان، په یوه استقرایي استدلال کې، رامنځ‌ته کېدونکي تعمیم پورې تړاو ومومي (د بېلګې په توګه: «پر تنباکو ډېری روږدي وګړي په سرطان اخته کېږي؛ دغه کس تنباکو استعمالوي؛ نو له‌دې امله، دغه کس په سرطان اخته شوی»). د انسان د چلند بیان، په ځانګړې توګه، د یوې سکالو اړوند باورونه او غوښتنې او همدا راز د هغه په هکله نور حقایق په ګوته کوي او له داسې یوې انګېرنې سره دوام مومي چې ګواکې یاد چلند منطقي دی (کم تر کمه تر یوې ټیټې کچې پورې). نو په‌دې توګه، که چېرې یو کس خپل کوټ وباسي، نو د هغه په هکله بیان کېدای شي له دغه حقیقت څخه اقتباس شوی وي چې نوموړی د تودوخې احساس کوي، یا غواړي چې لږ څه سړه هوا احساس کړي او یا هم نوموړی کس باور لري چې د کوټ په اېستلو سره به سړه هوا احساس کړي. [۲]

علمي بیان[سمول]

په‌دې وروستیو کې د ترسره شوو بحثونو لومړنۍ فرضیه دا ده چې ساینس ځیني وخت بیانونه وړاندې کوي (د «ځانګړي بیان» څخه په توپیر سره) او د علمي بیان د «تیوري» یا «موډل» دنده د بیانونو د جوړښت په ډاګه کول دي. نو داسې انګېرل کېږي چې «علمي بیان» د بیانونو یو ځانګړی ډول یا جلا بڼه ده. په حقیقت کې، «علمي بیان» لومړی داسې توپیرونه ښیي چې «علمي» ځانګړتیاوو لرونکي بیانونه له هغو بیانونو څخه چې علمي ځانګړتیاوې نه‌لري، جلا کوي؛ دوه‌یم دا چې د «بیان» او نورو مفاهیمو تر منځ توپیر په ډاګه کوي. سربېره پر دې، په وروستیو فلسفي ادبیاتو کې «لېوالتیا» داسې انګېرل شوې ده چې ګواکې په ساینس کې د موندل شوو بیانونو او په غیرساینسي معمولي سکالوګانو کې موندل شوو بیانونو ترمنځ یو بنسټیز پيوستون شتون لري، په‌دې توپير سره چې په غیرساینسي سکالوګانو کې لومړنۍ نابشپړې ځانګړتیاوې په ساینسي بیانونو کې په بشپړه، دقیقه او مفصله توګه رانغاړل شوې دي. سربېره پر دې، د ساینسي او نورو معمولي بیانونو تر منځ ګډ اړوندو مفاهیمو رابرسېرنه د بیان یوې بلې تیورۍ دنده انګېرل کېږي.[۳]

د علمي بیان یوه غښتلې تیوري، «د هېمپل قیاسي - اصولي موډل» بلل کېږي. دغه موډل په پراخه توګه تر نیوکو لاندې راغلی دی، خو بیا هم لا تر اوسه د بیان ګڼ‌شمېر تیوري‌ګانو په هکله بحث کولو په موخه، د پیل ټکی دی.

«بیان» د «استدلال» پر وړاندې[سمول]

د بیان او استدلال تر منځ توپیر، د رامنځ‌ته شوې پوښتنې د بڼې توپیر ته راګرځي. استدلال ته اړوندې سکالو کې، له یوه شکمن حقیقت څخه پیل کوو او هڅه کوو ترڅو د نوموړي حقیقت شتون د استدلال پر مټ پياوړی کړو؛ خو بیان ته اړوند پېر کې بیا، پیل مو له یوه منل شوي حقیقت څخه دی او پوښتنه دا ده چې «دا حقیقت ولې شتون لري او یا د رامنځ‌ته کېدو لامل یې څه دی؟»؛ د دغې پوښتنې ځواب ته «بیان» ویل کېږي. [۴]

د بېلګې په توګه: که چېرې فرېډ او مایک پر دې سره وغږېږي چې ایا د فرېډ پیشو ورږې لري که نه، مایک کېدای شي ووایي چې: «ستا پیشو ورږې لري؛ ویې ګوره، ځان ګروي». مایک یو استدلال وړاندې کړ چې پیشو ورږې لري. سره له‌دې، که څه هم فرېډ او مایک د پیشو د ورږې لرلو واقعیت سره ومني، کېدای شي وپوښتي چې دا واقعیت ولې شتون لري او یو بیان وړاندې کړي چې: «د پیشو د وروږو درلودلو لامل د هوا نمجن‌والی دی». توپیر دا دی چې موږ د یوې ادعا د سموالي او یا ناسموالي جوتولو په موخه هڅه نه‌کوو، بلکې د یوه واقعیت د رامنځ‌ته کېدو پر لامل باندې غږېږو. نو په‌دې توګه، استدلال د پوهې یا علم په پياوړي کولو او بیان د پوهاوي یا درک په پياوړي کولو کې مرسته کوي.

په‌داسې حال کې چې استدلال هڅه کوي وښیي چې یو څیز شتون لري، یا شتون به ولري، او یا باید شتون ولري؛ بیان هڅه کوي ترڅو وښیي چې یو څیز ولې او یا څنګه شتون لري.

بلاغت ته اړوند برخو کې «استدلال» او «بیان» په پراخه توګه سره ورته دي او لامل یې دا دی چې د ادعاګانو په هکله انتقادي تفکر له ګڼ‌شمېر ستونزو سره مل دی. دغه ستونزې د ګڼ‌شمېر لاملونو څخه سرچینه نیسي:

  • ډېري خلک په‌خپله نه‌پوهېږي چې یوه سکالو بیانوي او یا د هغې د شتون په هکله استدلال کوي؛
  • د بیان او استدلال، د دواړو وړاندې کولو پر مهال له یوشان کلېمو او ورته ګړنو څخه کار اخېستل کېږي؛
  • استدلالونو کې په وار، وار سره د «بیانولو» یا «بیان» او داسې نورې ګړنې کارول کېږي؛
  • بیان تر ډېره بریده د استدلال دننه کارول کېږي او داسې وړاندې کېږي چې د استدلال په څېر برېښي.

«بیان» د «توجېه» پر وړاندې[سمول]

د بیان ګړنه کله ناکله د «توجېه» په چوکاټ کې کارول کېږي؛ د بېلګې په توګه: د دې بیان چې ولې یوه عقیده سمه بلل شوې ده. توجېه کېدای شي د هغه بیان په توګه وپېژندل شي چې ولې یوه عقیده یوه سمه عقیده ده؛ او یا هم د هغې څرګندونې په توګه وانګېرل شي چې یو کس څرنګه په یو څیز باندې پوهېږي. اړینه ده ترڅو پوه شو چې یو بیان په کوم پېر کې د یوې توجېه په توګه راڅرګندېدلای نه‌شي. کېدای شي یو کس د یوه کوچني دلیل له وړاندې کولو څخه پرته یو څیز په مفصله توګه داسې بیان کړي چې د منلو وړ وګرځي.

د بیان ډَولونه[سمول]

داسې ډېرې بېلابېلې پېښې، سکالوګانې، او واقعیتونه شته چې بیان ته اړتیا لري. نو همدا راز، ډېر څیزونه شتون لري چې په کارولو سره یې یو بل څیز بیانولای شو. ارسطو د بیان څلور لرغوني ډولونه پېژندلي دي. ان د لا لرغوني وخت راهیسې دغه ډولونه د بیان نړۍ‌شموله، ځانګړي او بې‌ساري «ډولونو» په توګه انګېرل کېدل، چې د یوه څیز د بیان ټولې لارې چارې په کې رانغاړل شوې دي. سره له‌دې، د دغو ډولونو د دقیق تعریف او هم، یو بل سره د تړاو درلودلو پر څرنګوالي باندې ګډوډ باورونه شتون لري. د استدلال ټاکلي ډولونه د بیان په ډولونو کې شامل دي، لکه: قیاسي - اصولي، وظیفوي، تاریخي، ارواپوهنیز (سایکولوجیکي)، تقلیلي، ټېلیولوجیکي، میټودولوجیکي. [۵]

د بیان تیوري‌ګانې[سمول]

  • قیاسي - اصولي موډل
  • احصایوي ارتباطي موډل
  • توسني (تعلیلي) میخانیکي موډل
  • یووالی‌پاله موډل
  • د بیان واقعیت‌پاله تیوري[۶]

سرچینې[سمول]

  1. Drake, Jess (2018). Introduction to Logic. EP TECH PRESS. د کتاب پاڼي 160–161. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-83947-421-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. کينډۍ:Britannica
  3. کينډۍ:Cite SEP
  4. Mayes, Gregory (2010). "Argument-Explanation Complementarity and the Structure of Informal Reasoning" (PDF). Informal Logic. 30: 92. doi:10.22329/il.v30i1.419. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Drake, Jess (2018). Introduction to Logic. EP TECH PRESS. د کتاب پاڼي 160–161. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-83947-421-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. کينډۍ:Cite SEP