ژبپوهنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

انسانان د زمانې په لمن کې پيښې زيږوي او مورخين د هغو پيښو په پرله پسې ډولو تاريخ ليکنه کوي . تر ټولو ښه تاريخ ، هغو مورخينو ليکلی چې پيښې يې په هغه ډول چې واقع شويدي ، د زمانې په قيد کې راټولې کړي او د پوهېدو وړ يې گرځولي دي . تاريخ ليکنه د هر هېواد په ملت جوړونه کې ستر رول لري ، هغومره چې د ټولنې سياست پوهان ، واکمنان ، ټولواکان د ټولنې په شتون ، وده او پراختيا او يا هم بدحالۍ کې ونډه لري د مورخينو ونډه هم په هماغه پيمانه ده . تاريخ د ټولنې له پاره هغه هنداره ده چې هر لوستونکی کولای شي چې د هغې ټولنې څيره ، قد او توان پکې و ويني . او په بيلا بيلو زمانو کې دهغې ټولنې حالات ،د خوښۍ زمانې او د بدۍ وختونه ، د وياړ شيبې او د ناورين څپې او د ټولنې په ژوند او شتون پورې اړوند نور ې ټولې برخې او خواوې ليدلای او لوستلای شي. خو هغه څه چې د دې هندارې شفافيت او پاکي څرگندوي ، هغه د مورخ هغه قلم او کښل شوې ليکه ده چې د پيښو وډل شوی ټوک يې په ټولنه کې ميشتو وگړو ته وړاندې کيږي . که د مورخ له قلمه د پيښو رښتينې څيره راوتلې وي ، په هغه صورت کې لوستونکی هغه ټولنه په څرگنده او صفا توگه ويني ، او که خبره بل ډول ليکل شوې وي ، بيانو نه ټولنه پيژندل کيدای شي او نه لوستونکی د ټولنې په رښتيني څيره پوهيدای شي . دا ار او اصل زموږ د هيواد په اړه هم د تطبيق وړ دی . له نيکه مرغه له پخوانيو زمانو راهيسې زموږ په هيواد کې د سترو او نامتو مورخينو په زيار ز موږ د ټولنې څيره ، قد او توان هغه شان چې وو په هغه ډول را پيژندل شوی دی . خو په شلمه پيړۍ او په ځانگړي توگه د هغې پيړۍ دوهمه نيمکۍ د هيواد يوشمير مورخينو زموږ د ټولنې څيره هغه شان چې وه راوپيژندل او د دې تر څنگ يې د ټولنيزې ودې د ارونو پر بنسټ ټولنه د يوموټي ملت په لورې د اوښتون ډگر ته ور برابره کړه . په دې برخه کې د هيواد درېو تنو نامتو مورخينو هر يوه علامه پوهاند عبدالحي حبيبي ، استاد احمد علي کهزاد او مرحوم مير غلام محمد غبار نومونه رايادولای شو هغه چې نه يوازې زموږ د ټولنې تاريخ يې را څرگند کړی بلکې د دې هيواد وگړي يې د يوموټي افغان ملت په لورې روښانه راتلونکې ته ورمخامخ کړيدي . د افغانستان په تاريخ پورې اړوند کتابونه، رسالې او ليکنې او د هغو ليکوالان هر يو په خپل وار د زيات ارزښت او درناوي وړ دي ، خو په ځانگړي توگه که څوک د افغانستان د لرغوني تاريخ سره مينه ولري او يا وغواړي چې د دې هيواد په لرغوني تاريخ ځان خبر کړي هرومرو بايد هغو ليکل شويو تاريخي اثارو ته پام وگرځوي چې د خدای بخښلي استاد کهزاد له خوا ليکل شوي دي . د افغانستان په تاريخ او په ځانگړي توگه د هيواد په پخواني تاريخ کې د استاد کهزاد څيړنې د هرډول باور او ډاوړدي، په همدې ډول دافغانستان د منځنيو دورو تاريخي پيښې دهيواد تر بل هر مورخ په زياته پيمانه دخدای بخښلي علامه پوهاندحبيبي په اثارو کې چې تر ټولو مطمئين او د علمي موازينو سره سمون لري ، څيړل شوي او بيان شوي دي . په همدې ترتيب د افغانستان په معاصرو او ورستيو درو روپوري اړوندې پيښې د هيواد د بل نامتو مورخ مرحوم مير غلام محمد غبار په ليکنو اوڅيړنو کې په پوره تفصيل لوستلای شو . نوموړو مورخينو نه يوازې داچې د هيواد تاريخ يې له پيله تر ورستيو پيړيو په پرله پسې توگه څيړلی او ليکلی ، بلکې په خپلو ليکنو کې يې د هيواد ملي وياړني او ملي پيژندني ( ملي هويت ) په نيت او هڅه، لکه د نړۍ د نورو هيوادو د مورخينو په څير د خپل هيواد د اوسني جغرافيايې کرښو په دننه کې د پيښو پرله پسې يون اوکړون را څيړلی او د ټولو علمي موازينو په مراعات او کارولو سره يې د افغانستان د تاريخ د تدوين او ليکنې لپاره زيارايستلی او کړاونه يې گاللي دي . مورخين د افغانستان تاريخ په بنسټيزه توگه په څلورو لويو برخو ويشي لومړۍ برخه د افغانستان لرغونۍ پير تاريخ دۍ چې له سلگونوزره کاله وړاندو زمانو څخه تر اومي زيږدي پيړۍ پوري رسيږي . دويمه برخه د افغانستان د منځني پير تاريخ دۍ چې د اومي زيږدي پيړۍ څخه تر اولسمي زيږدي پيړۍ پوري زمانې په بر کې نيسي دريمه برخه د افغانستان معاصر پير تاريخ دۍ چې د اولسمي پيړۍ څخه تر نولسمي پيړۍ پوري رسيږي څلورمه او ورستۍبرخه يې د افغانستان د نوي پير تاريخ په نوم نومولې چې له نولسمي پيړۍ څخه تر اوسنيو زمانو پوري ټولي پيښي په بر کې نيسي . په هر ترتيب هغه سي چې د ليکني سرليک دۍ ، په دې برخه کې د افغانستان د لرغوني تاريخ او لرغونو ژبو په اړه په لازم لنډون د ځينو سر ليکونو يادونه کوو : دافغانستان د لرغوني پير تاريخ د څيړونکو له خوا په دريو برخو ويشل کيږي، چي هره برخه يې ځانگړي او ټاکلي مميزات لري ؛


  • لومړۍ :د لرغونۍ پير) : له سل گونو زره کاله وړاندي زمانو څخه ترڅه ناڅه پنځه زره مخزيږدکاله ؛)
  1. دډبري پخوانۍ دوره : په غزني کي د ناوردښت ؛ په سمنگان کي د هزار سم سموڅي ؛ په بدخشان کي د کور دره او نور
  2. ډبري نوي دوره: دموراسي غونډۍ؛سيد کلا؛د اق کپرک سمڅي؛او نور
  3. دفلزاتودوره : منديگک ؛ سيستان؛دشلي ( ١_٢٠ )اونور.


  • دويم :لومړي مدنيتونه او اساطيري تاريخ ( له پنځه زره مخزيږد کاله څخه تر شپږ سوه مخزيږدکاله پوري )
  1. اريا يې پير : لرغوني افغانستان ته د لرغونو قومونو تگ او راتگ ؛
  2. دويدي مدنيت سرودونه : ريگويدا،ويجورو ويدا ؛ اتهرو ويدا او ساما ويدا ؛
  3. داوستايې مدنيت سرودونه : يسنا؛ويسپرد؛ونديداد؛وړوکۍ اوستا؛اونور

_ د پيشداديانو کورنۍ: يما يا جمشيداو د هغه مخالف ضحاک؛ فريدون او د هغه مخالف اهنگرکاوه _ داسپه کورنۍ: سپين تمان يا زردشت ؛ لهراسپ ؛ گشتاسپ او نور. _ دکيانيانو کورنۍ: کيکاوس ؛ کيخسرو ؛ کيقباد او نور

  • دريم : د پخوانيو ستر واکيو پير : دافغانستان د لرغوني پير تاريخ دريمه برخه په افغانستان کي د سترواکيوپه نوم ياده سويده ، په دي پير کي دنړيوالو امپراتوريو په منځ کي د لرغوني افغانستان دريځ او د افغانانو په لاس جوړي شوي سترواکۍ څيړل کيږي چي له شپږ سوه مخزيږد کال څخه تر اومي زيږدي پيړۍ پوري زمانې په برکي نيسي .
  1. افغانستان او دافغانستان په لويدځ کي د هخامنشيانو سترواکۍ ( ٦٠٠ _ ٥٠٠ مخزيږد )
  2. افغانستان اود يوناني سترواکۍهر اړخيزي اغيزي؛( ٣٣٠ _ ٣٠٠ مخزيږد)
  3. افغانستان او افغاني خپلواک يونان باختري سترواکۍ ؛ ( ٣٠٠ _ ٣٠ مخزيږد)
  4. افغانستان او د کوشانيانو ستر واکي ؛ ( ٣٠ مخزيږد _ ٣٩٠ زيږد )
  5. افغانستان او د يفتليانو سترواکي ( ٤٠٠ زيږد_ ٧٠٠ زيږد )
  6. د اسلام مبارک دين خپريدل او د افغانستان د لرغوني تاريخ پای ؛


په افغانستان کي لرغوني ژبي او ليکدودونه

ژ اکدريد وائي : ژبه د نښانو مانا ده ؛ او مانا ثابته او ټاکلې نه ده. ژبه دانسانانو ترمنځ درمزونو منظم او منل شوۍ شکل دۍ ، چي د ږغونو په توزين ، جوړيږي . دا ږغونه پيچيلي او متناسب دي . يا په بله مانا ژبني ږغونه د شتون انعکاس دۍ ، چي په قراردادي ډول منځ ته راځي . که د ژبي قراردادي توب ومنو ، بيله شکه به د ژبي ټولنيز توب را بر ملا شي . د ژبي د پيدايښت په اړه له ډيرو پخوانيو زمانو راهيسي ، ليکني خپري سوي ، اندونه وړاندي شوي ،او بيلا بيلي طرحي او ايزمونه رايج شويدي . په دي لړ کي تر ټولو پخوانۍ بحث د ژبي د پيدايښت په اړه د هيرودوت په اثارو کي ليدل کيږي ، چي پنځه سوه مخزيږد کاله يې ژوند کاوه . نوموړي ليکلي چي : مصريانو خپل ځانونه او د هغوۍ پاچا پاتيک تر ټولو انسانانو خپل خيل او بيا ځانونه وړاندي گڼل ، خو وروسته تر يونيمگړي ازمايښت دې پايلي ته ورسيدل چي د ( ريگه قوم ) تر ټولو پخوانۍ دۍ .(( د پاتيک په ازمايښ کي د ماشومانو د بکس وينا معيار وه))

د تاريخي متونو په لړ کي د ژبي د پيدايښت او ازمايښت دا لومړنۍ او پخوانۍيادونه ده . تر هغه وروسته يوناني افلاتون ( ٤٢٧ _٣٤٧ مخزيږد) د کليمو پر منشا او جرړو تاکيد درلود ، او په ځانگړې توگه پردې مسئله چي د مادي شيانو او د ژبي د لغتونو ترمنځ اړيکي شته او که نه ، او که ژبه يوازي يو قراردادي ټولگه ده ؟ د دې پوښتني په اړه يې زيات ارزښتمن مطالب ليکلي او خپاره کړيدي . د لرغوني يونان اپيکوريان او رواقيان د طبيعي څيزونو يا پيښو او ږغونوترمنځ ورته والي يوه طبيعي او متناسبه رابطه بولي ، چي د ژبي په سيله را څرگنديږي . ژبه د ټولنپوهانو له نظره يو تعريف او د ژبپوهانو له نظره بل تعريف لري او همداډول د بشر پوهني له اصولوڅخه بيا ژبه بله مانا لري چي ښايې په نوروافادو کي هغه مانا ونه لري . د دې سره سره د ژبي يو نسبتا منل شوۍ تعريف دادۍ چي : ژبه د بشري ټولنو په منځ کي د قراردادي ږغونو سمبوليکه او سيستماتيکه ټولگه ده ؛ په دې ترتيب د ژبي په پورتني تعريف کي درې مهم ټکي را څرگنديږي ، لومړۍ داچي : ژبه د بشري ټولنو په منځ کي ... ،دويم د قراردادي ږغونو سمبول ...،او دريم دا چي سيستماتيکه ټولگه ده ؛ چي د دې هر ي افادې سپيناوي ته اړتيا شته .

داخبره بيخي څرگنده ده چي ژبه د انساني ټولنو په منځ کي شته ، ښايې داسي نور حيوانات او ژوي به وي چي د غريزې پر بنسټ موزون ږغونه وکاروي ، خو د پوره افادې شتون په هغو غريزوي ږغونو کي نه ليدل کيږي . دا بوازي انساني ټولني دي چي خپل په منځ کي د خپلي ژبي د جوړښت سره سم مفاهيم او افادې منځ ته راوړي او بيا يې د تعميم او کارولو چاپيريال برابروي . دويم ارزښتمن ټکۍ د ژبي قراردادي بريښ او سمبول دۍ چي د انسانانو تر منځ منل کيږي او بيا يې د کارولو پر وخت ستونزي نه لري .او دريمه ځانگړتيا يې پرله پسې والۍ دۍ ؛ داټکۍ د وينا له مخي ساده بريښي خو دهغه توضيح په اسانۍ سره نه شي ترلاسه کيدای ، د دې لپاره بايد مثالونو ته راوگرځو ، په دي ترتيب چي : هره ژبه ځان ته ځانگړۍ جوړښت لري خو انتظام او سيستم په هره ژبه کي شته د بيلگي په توگه که چيري يو تن خبره داسي پيل کړي چي (( محمود... د...،)) په تشو ځايونو کي داسي مناسب لغاتونه او جملې ځای کړو چي ټاکلې افاده ځني واخستل شي . لکه(( محمود نن د احمد کور ته ولاړ))دلته فعل ، فاعل او مفعول ټوله په ترتيب سره وکارول شوه چي دا د ژبي سيستماتيک والۍ دۍ ، چي دا سيستم په ټولوژبو کي بيله شکه شته . ښايې چي ځني طوطيان هم داډول جملې وکاروی ، او وويلای شي چي محمود نن د احمد کورته ولاړ، خو داسي نه شي کولای چي د اوښتۍواقعيت انعکاس دي وکړي او هغه دا چي طوطي نه شي کولای د محمود پرځاي کلبي او د نن پرځاي د سبا او يا پرون زمانه د اړتيا په صورت کي وکاروي. په دې ترتيب د انسانانو ژبه سيستماتيکه ده ؛ اوس چي په ټوليزه توگه د ژبي په پيدايښت او ږغونو څه ناڅه وږغيدو ، د خپل بحث د بشپړتيا لپاره لومړۍ د افغاستان لرغوني ژبي او بيا يې ليکدودونه را څيړو او سپړو ، ترهغه چي د خپل هيواد په لرغونو ژبو او لرغونو ليکدودونو څه نا څه پوه شو .

د ژبي د هغه منل شوي تعريف پر بنسټ چي پخوا مو ورته پام وکړ ، يو ځل بيا د افغانستان لرغونو ټولنو او اولسونو ته ور گرځو . دا چي ژبه د انساني ټولنو سره منځ ته راغلې ، وده يې کړي او د همدې ټولنو سره يې برخليک تړلۍ پاته شوۍ ، ځکه اړينه ده چي يو ځل بيا لرغوني تاريخ ته وروگرځو. لا تر اوسه څيړونگو نه ده څرگنده کړې چي د لرغونو افغانانو ژبه کومه او په څه نوم ياديدل ؟يوازي د لومړيو مدنيتونو پر مهال د دې سيمي د لرغونو اوسيدونکو د ژبي او ليکدودپه اړه څه ناڅه معلومات شته او د پوهيدو لپاره يې څرک په سترگو کيږي . د هغو لاسوندونو پر بنسټ چي د باغزکوي او هند پر منابعو متکي دي ، دا څرگنده وي چي د اريائيانو پخوانۍ ژبه اريک سيمه يې اريانا ويجه او ويونکي يې اريائيان وه. ژبپوهانو دا ژبه د اوسنيو معمول او ژونديو ژبو لکه : پخوانۍ سانسگريت ، اوستا ، پښتو ، فارسي ، پهلوي او يو شمير نورو ژبو سر چينه او لومړۍ منبع گڼي چي لږ تر لږه د ٢٠٠٠ زره مخزيزيږد کاله څخه تر٨٠٠ مخزيږد کاله پوري کارول شويده. يو شمير ژبپوهان په اسيا او اروپا کي اوسنۍ معمولي ژبي په پخوانۍ او لرغونو زمانو کي د يوې ريښې څخه راولاړي گڼي خو دا ژبي په ټوليزه توگه پر دوو برخو ويشي چي د سيتم او سينتم په نومونو يې مسما کړيدي . په دې نومولو کي د ژبپوهانو لپاره د(( سل ))کليمه معياري شويده . په دې ترتيب هندواروپائي ژبي په دوو برخو سيتم او سينتم ويشي چي هره برخه يې ځان ته نوري ژبي لري په دې ډول :


تر اوسه لا پوره څرگنده نه ده چي د افغانستان د لومړيو مدنيتونو پر مهال د هغو وگړو او اولسونو ژبي څه شي او څرنگه وې ؟خو يو شمير پوهان په دې باور دي چي د اريائيانو پخوانۍ ژبه اريک وه چي بيا وروسته بدله شوه او د اوښتون او را اوښتون په لړۍ کي يې نوري ژبي وزيږولې چي په دې لړ کي تر ټولو پخوانۍ ژبي سانسگريت ، پراکريت اوستايې پخوانۍ پښتواو پاړسي او يو شمير نوري ژبي وې چي وده يې وکړل او د ليکونو تر بريده ورسيدې . ويدي سرودونه او يو شمير اوستايې متون په سانسگريت ژبه ليکل شويدي . او په يو شمير کتيبو او ډبر ليکونو کي د پښتو او پخوانۍ پاړسي ژبي څرک هم ليدل کيږي.

د افغانستان په بيلا بيلو سيمو کي د لرغونوپوهانو په وسيله يو شمير لرغوني کتيبې او ډبر ليکونه پيداشوي او لوستل شوي دي . چي شمير يې تر لسگونو کتيبو او ډبر ليکونو زياتيږي . لرغونپوهانو او ژبپوهانو د دې کتيبو او ډبر ليکونو د ښه پيژندلو او په هغو د ښه پوهيدلو په نيت لاندي ويش معمول کړيدۍ ، په دې ترتيب چي :

د پخوانيو ليکونو سرليک د هغه مدني پير لپاره کارول کيږي چي په ويدي او اوستايې نومونو يادشويدي . د هغو ويدي سرودونو څخه چي لا تر اوسه د زماني په لمن کي خوندي پاته شوي ، داسي څرگنديږي چي د لومړي ځل لپاره د هندوکش په سهيلي برخو کي د ميشتو اريائيانو له خواويل شويدي . خو د ژبپوهانو له انده د هغو ويدي سرودونو پر بنسټ چي په سهيلي برخو کي ويل شوي داڅرگنديږي چي دا ترانې او نعتونه د ادبي بهير په هغه پړاو کي دي چي د ترکيب او تدوين بيلا بيل پړاونه يې تر شا پاته شويدي . دا شمير ژبپوهان په دې باور دي چي موږ ته راپاته يا تر اوسه رارسيدلي سرودونه هغه ټول سرودونه نه دي چي د هندوکش په شمال او سهيل کي اريا ئيانو ويلي او تدوين کړيدي . د سرودونو د تاريخ په اړه ويل کيږي چي د ٢٠٠٠ دوه زره مخزيږد کاله څخه تر١٢٠٠ يو زراو دوه سوه مخزيږد کاله پوري زمانه په بر کي نيسي . دا سرودونه تر ويلو څوپيړۍ وروسته په سانسگريتي ليکدود ليکل شويدي . په داسي حال کي چي لرغونواريائيانو ژبه او ليکدود لا تر اوسه پوره جوت نه دۍ .

د لرغونو ليکونو دوهم ډول په اوستايې پير پوري اړه لري . اوستا چي يو مذهبي کتاب دۍ له ١٢٠٠ مخزيږد کاله څخه تر ٨٠٠ اته سوه مخزيږد کاله پوري يې د بشپړي واکمني پير ټاکل شويدۍ . خو اوستا ژبه هم ده ، هغه ژبه چي د پښتو سره خور گڼل سويده .اوستا ، سانسگريت او پښتو خويندي ژبي گڼل کيږي . او ستا د افغانستان په شمالي برخو کي د ميشتو اولسونو ژبه گڼل شويده ، پښتو د هندوکش په سهيلي برخو د ميشتواولسونو ژبه او سانسگريت د هند په اوارو ميدانونو کي ويل کيده .د دې دريو ژبو تر منځ ورته او يو شان الفاظ او لغتونه د ژبپوهانو په څيړنو کي را برملا شويدي . د اوستايې ژبي په اړه ويل کيږي چي دوې برخي لري لومړۍ د باختري اوستا په نوم او دويمه د نوي اوستا په نوم ياده شوي ده .

د( گاتا)ليکل شوي ټولگي څخه يوه بيلگه چي په بريتش موزيم کي ساتل کيږي

د يوناني مورخ فلينوس (Plinius )له قوله چي په لومړۍ زيږدي پيړۍ کي يې ژوند کاوه د اوستا ټول شعرونه دوه ميليونه ته رسيدل ، دا اندازه د مسعودي او طبري په تاريخونو کي راغلي چي د اوستا ټولي ليکني پر دولس زرو پوستوکو ليکل شويدي ، خو داټوله شميرني د هخامنشيانو د واکمنۍ پر مهال په کتابونو کي ټولگي شوې او دا څپرکي په يوشت ټوکو( جلد ) کي تنظيم او ترتيب شول ، چي تر ټولو ستره برخه يې د گاتها په نوم ياديږي ، چي د ټول اوستا اوه تسکه يااوه ټوکه يې په خپل ځان کي رانغښتي دي . د اوستا يې ژبي غير باختري اوستا ته د زند ژبي او ليکدود نوم هم ورکړل شويدۍ .او هغه زياتوني چي د اوستا په اړه سويدي هغه د پازند ليکدود په نوم ياديږي چي په ټوليزه توگه يې د تاريخي جرړي له ١٢٠٠ مخزيږدو کالو څخه تر ١٠٠٠ زيږدو کالو پوري زمانوته رسيږي . اماډبرليکونه او کتيبې؛تر ټولوپخوانۍ ډبر ليک چي لا تر اوسه نه دې لوستل شوي د لغمان د اليشنگ پر ډبرينو پرښو ليکل شوي توري دي چي لا راز پاته شوي خو د لومړي ځل لپاره د امير حبيب الله خان په سپارښت له هغو څخه عکسونه واخستل شوه او د هغو تر څنگ د نوموړپه سپارښت يوه نوې ليکنه هم وشوه . د يو شمير پوهانو په وينا دا ډبرليک د سند مدنيت د ليکونو سره ورته والۍ لري او يو شمير بيا دا ليکبڼي د ډيرو پخوانيو زمانو گڼي چي ورته والۍ يې د سمنگانو د هزار سم او اق کپرک د سمبوليکو نښانو سره يو شان گڼي .

د لغمان د اليشنگ درې څخه دډبرليک يوه بيلگه

د افغانستان په لرغونو دورو کي د بيلا بيلو ژبوډبر ليکونه او د ليکدودونو بيلا بيلي بيلگي او نښانې راڅرگندي شوي او څيړل شويدي ، چي په دې برخه کي په لنډيز سره د يو شمير ژبو او ليکدودونو يادونه کوو : لومړۍ :ارامي ژبه او ليکدودونه ؛ارامي ژبه افغانستان ته دوو خواووراغلې کڼل کيږي ، لومړۍ اند دادۍ چي د افغانستان د لوېديځ لوري پخواني پارس څخه هخامنشيانو د واکمنۍ پر مهال افغانستان ته رارسيدلې ده.د ويمه خبره داهم کيږي د چي د فنقيانو په وسيله لومړۍ د هند سهيلې برخو او بيا د هند څخه د افغانستان ختيځو او سهيل لويديځو برخو ته رسيدلې ده . په هرډول چي ده خو حقيقت دادۍ چي په افغانستان کي د ٤٠٠ مخزيږدو کالو راوروسته د يوې رايجي ژبي او ليکدود په څير معمول وه . د دې سره سره چي د ٣٠٠ درې سوه مخزيږد کاله وړاندي په افغانستان کي يوناني ليکدود او ورسره درباري ژبه يوناني هم رايجه وه . د ژبپوهانو له انده ارامي ژبه ځکه په ختيځو سيمو کي لومړي توب لري چي د يونانيانو د راتللو پخوا د بابليانو او فنقيانو اړيکي د منځنۍ اسيا او نورو گاونيو سيمو سره زياتي دسوداگرۍ پر بنسټ د ملگرتوب اړيکي وې .ددې اړيکو سره يوځای د ارامي ليکدود او ژبه هم دې سيمو ته راغلل .

په درونټه کي د ارامي ليکدود يوه بيلگه

دارامي ليکدود تر ټولو پخوانۍ بيلگه په تاکسيلا کي ترلاسه شويده ، چي تاريخ يې څه ناڅه ٥٠٠ مخزيږد کالونو ته رسيږي . د تاکسيلا تر کتيبي وروسته يو شمير نورډبر ليکونه هم راڅرگند شويدي چي يا د يوناني ليکدود سره يوځای ارامي ليکدود کارول شويدۍ او يا هم په بيل او ځانگړي توگه کله يوناني او کله هم ارامي ليکني شويدي . په دې برخه کي د بيلگي په توگه د کندهار د زاړه ښاراودرونټې څخه تر لاسه شوې ډبر ليکونه يادولای شو . ددې ترڅنگ د براهني ليکدود بيلگي هم د افغانستان په يو شمير لرغونو سيمو کي تر لاسه شوي دي . داسي بريښي چي دا ليکدود هم د هند څخه د اندوس شمالي او لويديځو برخو ته رسيدلۍ دۍ ، چي زياتي بيلگي يې د اشوکا ( ٢٥٠ مخزيږد کالونه ) په مسکوکاتو ليدلای شو . په داسي حال کي چي د هيواد په نورو برخو کي د يوناني ، خروشتهي ، دين دبيره او د ليکونو داسي نور ډولونه مروج او کارول کيدل . په لرغوني افغانستان کي تر ټولو زيات کارول شوۍ ليکدود په يوناني رسم الخط د بيلا بيلو ژبو کتيبې او ډبر ليکونه دي . هيونتسنگ چيني زاير چي په ٦٣٠ زيږد کال د امو سند له غاړو د سيند تر څنډو د لرغوني افغانستان ټولي سيمي ليدلي ، وائي چي : په دې ټوله سيمه کي داسي ليکدود رايج دۍ چي د تورو شمير يې ٢٤ ته رسيږي . د دې يادوني څخه په ډ اگه کيږي چي نوموړي يوناني ليکدود ښودلۍ چي د حروفو شمير يې ٢٤ ته رسيږي خو د (( ښ ))تورۍ د دو حروفو د يوځای کيدو په صورت کي ليکل کيدۍ (PX )چي د يوناني ليکدود پنځه ويشتم تورۍ گڼل شويدۍ . د دې ليکدود بيلگي د هيواد په بيلا بيلو سيمو کي د لرغونپوهانو له خوا ترلاسه شوۍ او لوستل شوي د . چي د بيلگي په توگه د بغلان ډبر ليک ، د کندهار دوې کتيبې داروزگان ډبر ليکونه او نور يادولاې شو ، خو په دې برخه کي د هغي کتيبې نسبتا تفصيلي يادونه کوو چي د کلير چوتس په نوم ياديږي داډبرليک په يوناني رسم الخط ليکل شوۍ چي تاريخ يې څه ناڅه له ٢٠٠ څخه تر ١٠٠ مخزيږد کالونو په شا اوخوا کي ټاکل شويدۍ . په دې کتيبه کي هغه اصلاحي پندونه او نصيحتونه ليکل شوي چي د پيړيو په تيريدو لا نور هم ارزښتمن شوي او لا يې دريځ پياوړۍ شويدۍ . په کتيبه کي راغلي چي : په وړکتوب ښه تربيه واخله ؛ په ځوانۍ کي پر هوس واکمن اوسه ؛ په پوخ سن ريښتينولي ولره ؛ په زړښت ښه مشاور شه ؛ بيا د ژوند په ورستيو ورځو وگوره چي څومره د افسوس پرته مړکيږې ؛

د يوناني ليکدود بيلگه چي د ای خانم څخه ترلاسه شويده

د يوناني ليکدود سره يوځاي د هيواد په ځينو برخو کي خروشتهي ليکدود هم کارول شويدۍ ، خروشتهي ژبه نه وه يوازي ليکدود وو چي د ډبرليکونو او مسکوکاتو بيلگي يې په زياتو سيمو کي تر لاسه شويدي . ويل کيږي چي دا ليکدود له بلي خوا نه دۍ راغلۍ بلکي په همدې منځنۍ اسيا کي منځ ته راغلۍ او همدلته کارول شويدۍ .د دې ليکدود بيلگي د باميان د ٣٥ متري مجسمې په سمڅو کي پيداشوې دا ليکني د وني پر پوست شوي چي د فرانسوي پوهانو په اند د کشمير او گلگت د ليکونو سره ورته والۍ لري . همدا ډول د هډې څخه پر يوه خاورين لوښي ليکل شوي کرښي هم د خروشتهي ليکدود بيلگي دي . د خروشتهي ليکنوه ښه بيلگه د خوات څخه تر لاسه شويده ، دا کتيبه چي ميدان ولايت ته څيرمه د خوات په سيمه کي د انگليسي څيړونکي ميسون له خوا کشف او ولوستل شوه د همدې سيمي په نوم ياده شويده . د ا ليکنه چي پر يوه ډبرين ظرف په دريو ليکو کي حک شويده په ځانگړي توگه د هوشکا په وسيله د يوه بودايې معبد بيان او يادونه شويده . په دې کتيبه کي راغلي : د ٥١ کال د سيوس د مياشتي په ١٥ نيټه ښاغلۍ (( ويکره مريکه)) د حضرت ساکانومي په وياړ يوه ستوپه ودانه کړل او دعا يې وکړه چي د دې ستوپې ثواب دې زما پلار او مور او کورنۍ او ټولو دوستانو ته ورسوي . بيا د همدې ستوپه په برکت دي ټول اولس لاره نيکه او منلې کړي . پر ټولو ژويو او حيواناتو دي هم هوسايې وي .او هم دي دا ثواب زموږ راتلونکو نسلونو ته ورسيږي .او هر څوک چي کاذبه عقيده ولري هغه دي هم د دې ستوپې په برکت ښې او سپيڅلي لاري ته برابر شي ؛ د لرغوني افغانستان په بيلا بيلو برخو کي د ليکدودونو نوري بيلگي هم د لرغونپوهانو له خوا تر لاسه شويدي ، چي د بيلگي په توگه د (( شارادا ، پهلوي ، دين دبيره ،او نور يادولای شو ، خو يوه څرگنده خبره داده چي دا د ليکونو بيلگي دي ، نه د ژبو ډولونه . پخوا تر دې چي د لرغوني افغانستان پر ورشو ، عربي رسم الخط واکمن شي د هيواد په زياتو سيمو کي د دوو ليکدودونو واکمني منل شويده چي يو يې د مات يوناني ليکدود وو او بل هم شارده _ ناگري په نومونو ياد شويدي . خو د دريمي هجري پيړۍ پر مهال د نورو ليکدودونو سره يوځاي کوفي او ابتدائي عربي ليکدود هم رايج شو . چي بيلگي يې دهيواد په ځينو برخو کي ليدل کيږي ، څرنگه چي د دې بحث له سرليک سره سمون نه خوري څکه يې د بيان او يادولو څخه ډه ډه کوو.

لنډيزاوپايله

د لومړي بحث په يادولو دې پايلي ته رسيږو چي د لرغوني افغانستان تاريخ د لرغونپوهني له پيره چي جرړي يې څه ناڅه يوسل او پنځوس زره کاله پخوا زمانې په بر کي نيسي . د دې سيمو څخه د بيلگي په توگه د ناور دښت ، د هزارسم سمڅي ، د اق کپرک او په بدخشان کي د کور درې سيمي يادولای شو. خو د څرگند تاريخ بيلگي له پنځه زره کاله پخوا زمانو څخه را پيل کيږي چي د منډيگک لرغونې سيمه يې د ثبوت بشپړ اسناد دي . همدا شان د اساطيري تاريخ لپاره هم ټاکلي شواهد د شاهنامو او شفاهي نکلونو څخه په پوره وضاحت را څرگندولای شو . په نړۍ کي تر ټول پخواني مدني اړيکي د ويدا او اوستا په تهذيبونو کي را برملا شويدي . د هخامنشي يرغلگرو او او تر هغو ورسته د يونانيانو واکمني د افغانستان د تاريخ دوي نوري برخي دي چي د تمدونونو په پير کي ورته گوته ونيول شوه ، خو د يونان _ باختر ځانگړۍ تمدن او بيا وروسته د کندهارا تمدن چي د کوشاني امپراتورۍ په پير کي يې وده او پراختيا وموندله ، زموږ د تاريخ وياړلي فصلونه گڼل کيږي . يفتلي ټولواکمنو هم د اسلام مبارک دين تر پراختيا وړاندي د نړۍ د سياسي او نظامي مطرحو ځواکونو څخه شميرل کيده چي د اوسني افغانستان پر جغرافيايې محدوده برسيره يې د لويديځ او ختيځ سيمي هم تر خپل گروټ لاند درلودې ، چي د اعرابو تر واکمنۍ پوري يې د هيواد زياتي برخي اداره کولي او کوشاني او يفتلي سلسلو پاتي شونو د خپلي خپلواکۍ د ساتلو په نيت يې پرله پسې درې سوه کاله د عربي ځواکونو سره د مقاومت او مقابلې چاري پر مخ بيولي دي . ددويم بحث د پايلي په توگه د يادولو ده چي ژبه د انسانانو لپاره د پوهاوي وسيله او د رمزونو پيچلې بيان او د بشري ټولنيز ژوندانه يوه بيلگه ده . او ليکدود د هماغه رمزونو کښلې څيره ده ؛ په افغانستان کي تر ټولو پخوانۍ ژبه د اريک په نوم ياديدل چي د اريائيانو له خوا ويل کيده ، خو د ليکدود تر ټولو پخوانۍ شکل د سانسگريټ او پاراگريټ په شکل تر اوسه پيژندل شويدۍ ،په همدې ليکونو د ويدا او اوستا پخواني سرودونه ليکل شويدي . د ډبر ليکونو او کتيبو تر ټولو پخواني ډولونه د يوناني ، خروشتهي ، شاراده ناگري او يو شمير نوريادولای شو . دې کتيبو نه يوازي د افغانستان، بلکي د سيمي او گاونډيو هيوادونو د تاريخ په څرگندولو کي پوره او رغنده ونډه تر سره کړيده .

سرچینې

د لومړۍ څپرکي لپاره اړين اخځونه :

  1. کهزاد، احمد علی . تاريخ قديم افغانستان .( کابل : مطبعه دولتی) ١٣٤٦.
  2. کهزاد، احمدعلی .افغانستان در پرتو تاريخ .(کابل : مطبعه دولتی)١٣٤٦.
  3. کهزاد بالاحصار و پيشامد های تاريخي وی . (کابل : مطبعه دولتی ) ١٣٥١ .
  4. حبيبی ، عبدالحی . افغانستان بعد از اسلام . ( کابل : مطبعه دولتي ) ١٣٥٧.
  5. حبيبی ،عبدالحی .تاريخ مختصر افغانستان . ( کابل : مطبعه دولتی ) ١٣٤٧ .
  6. حبيبی ،عبدالحی . د پښتو ادبياتو تاريخ .( کابل کابل پوهنتون ) ١٣٢٥ .
  7. ضميرساپی،محمد حسن .تاريخ قديم افغانستان .(کابل پوهنتون کابل ) ١٣٥٦.
  8. ضميرساپی،محمد حسن .تاريخ چيست؟.( کابل : پوهنتون کابل ) .١٣٥٤.
  9. ضميرساپی ، محمد حسن .امپراتوريهای قديم افغانستان.(کابل : پوهنتون کابل )١٣٥٥.
  10. باوري ،رسول . افغانستان در عهد باستان. (کابل : مطبعه دولتي ) ١٣٦٦ .
  11. باوري، رسول .مدنيتهای اوليه افغانستان . (تيزيس برای رتبه پوهنوالی.)١٣٧٣.
  12. باوري ، رسول . باستانشناسی افغانستان . ( کابل : پوهنتون کابل ) . ١٣٦٥ .

اويوشمير نور .

ددويم څپرکي لپاره اړين اخځونه :

  1. زيار،مجاوير احمد.ويپوهنه . ( کابل : کابل پوهنتون ) ١٣٥٥.
  2. زيار، مجاويراحمد . ژبپوهنه . ( کابل کابل پوهنتون ) ١٣٥٨.
  3. پالوال . عبدالرزاق .د پښتنو نوۍ پخوانۍ تاريخ .١٩٩٤ .
  4. ځدراڼ . الفشاه . تيوريهای بشر شناسی . ( کابل : پوهنتون کابل ) ١٣٦٣ .
  5. ځدراڼ ، الفشاه . مبادی بشر شناسی .( کابل : پوهنتون کابل ) ١٣٦٦.
  6. ځدراڼ ، الفشاه . مسکوکات تاريخي افغانستان . ( کابل :پوهنتون کابل ) ١٣٦٨.
  7. الهام ، محمد رحيم .ميتود در نقد ادبی . ( کابل : پوهنتون کابل ) ١٣٦٥ .
  8. الهام ، محمد رحيم .زبانهای ملی و لهجه ها.( کابل : پوهنتون کابل ) ١٣٦١ .

اويوشمير نور .