ټولنيزه ژبپوهنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ټولنيزه ژبپوهنه د کلتوري معيارونو، توقعاتو او د کلام د سياق په ګډون د ټولنې د ټولو برخو په هغه ډول چې ژبه کارول کېږي او په ژبه باندې د ټولنې د اغېزو تشرېحي مطالعه ده. ټولنيزه ژبپوهنه د ژبې له ټولنپوهنې سره چې پر ټولنې د ژبې په اغېزو تمرکز کوي، توپير لري. ټولنيز ژبپوهان په لويه کچه د واقعيت پالنې فلسفه رانغاړي او د ژبپوهنې اړوند د انسان پېژندنې له علم سره نږدې اړيکه لري.

د انسان پېژندنې له علم سره د ټولنيزې ژبپوهنې تاريخي ګډ مناسبات په څېړنو کې مشاهده کېدی شي، چې څرنګه د ژبې ډولونه د هغو ډلو تر منځ چې د ټولنيزو بدلونونو په واسطه بېلې شوي دي، توپير لري. لکه: توکم، دين، حالت، جنسيت، د زده کړو کچه، عمر او داسې نورو او يا د جغرافيوي خنډون لکه: د غر لړۍ، يوه دښته، يو سيند او داسې نور. دا څېړنې همدارنګه ازمايي يا څرګندوي چې څرنګه دا توپيرونه په استعمال او د استعمال په اړه په باورونو کې ټولنيزې يا ټولنيزې اقتصادي طبقې يا ټولګي توليدوي او انعکاس ورکوي. لکه څرنګه چې د يوې ژبې کارونه له يوه ځايه تر بل ځايه توپير کوي، د ژبې کارونه د ټولنيزو پاړکو يا ټولګيو تر منځ همدارنګه توپير کوي او دا همدغه (sociolects) [د غير معياري لهجې يو ډول دی] دي، چې ټولنيزه ژبپوهنه يې څېړي. [۱]

ټولنيزه ژبپوهنه کولی شي په بېلابېلو طريقو وڅېړل شي. لکه: د يوې ژبې له ويونکو سره مرکې، د پرتله شوي سلوک (matched-guise) ازمايښتونه او د لهجو او خبرو اترو اړوند نورې مشاهدې او څېړنې.

د ټولنيزې ژبپوهنې تاريخچه[سمول]

پيل يا مبتدا[سمول]

د ژبې ټولنيز اړخونه په معاصر مفهوم کې په ۱۹۳۰ لسيزو کې د لومړي ځل لپاره د هندي او جاپاني ژبپوهانو په واسطه او د ۱۹۰۰ پېړۍ په لومړيو کې د لويس ګاوچټ (Louis Gauchat) له خوا په سويس کې وڅېړل شول، مګر هيڅ يو يې تر اوږدې مودې پورې په لويديځ کې زياته پاملرنه تر لاسه نه کړه. له بله طرفه، د ژبې د بدلون د ټولنيزې هڅونې څېړنه د نولسمې پېړۍ د وروستيو په (wave model) [دا هغه نمونه يا موډل دی، چې پر بنسټ يې نور جوړښتونه رامنځته کېږي] کې خپل بنسټ يا اساس لري. د ټولنيزې ژبپوهنې د اصطلاح لومړنی استعمال د توماس کالان هوډسن (Thomas Callan Hodson) په واسطه د ۱۹۳۹ کال د مقالې عنوان «په هند کې ټولنيزه ژبپوهنه» و، چې په مېن ان انډيا (Man in India) کې خپور شو. [۲][۳]

د لويديځ ونډې[سمول]

په لويديځ کې د لومړي ځل لپاره د ټولنيزې ژبپوهنې مطالعه په متحده ايالاتو کې د ويليم لابوو (William Labov) او په انګليسان کې د باسيل بيرنسټين (Basil Bernstein) په واسطه رامنځته شوه. په ۱۹۶۰ لسيزو کې ويليم سټيوارټ (William Stewart) او هينز کلوس (Heinz Kloss) د رمزي يانې شفر لرونکو ژبو (pluricentric languages) د ټولنيزې ژبپوهنې لپاره بنسټيز مفاهيم معرفي کړل، چې د مليتونو (لکه: امريکايي، برتانوي، کاناډايي، اسټراليايي انګليس؛ استريي، جرمني يا سويسي جرمن؛ بوسنيايي، کرواتي، مونټينيګرين، سربي الاصل کرواتي) تر منځ د معياري ژبې د ډولونو توپير تشرېح کوي. ډيل هايمس (Dell Hymes) يو بل ټولنيز ژبپوه دی چې د ژبپوهنې د څېړنې د بنسټ جوړولو امتياز ورکړل شوی دی او همدارنګه د ژبه په ټولنه کې (Language in Society) ژورنال بنسټګر دی. د نوموړي د وينا (SPEAKING) مېتود چې په اصل کې لنډون دی؛ د تنظيم، ګډونوال، پای، د کړنې پرله پسې والی، وسيلې، معيارونه او نوعه د يوې وسيلې په توګه د وينا د پېښو د تحيلولو لپاره په پراخه کچه پېژندل شوی دی او د وينا په يوه پېښه کې د ژبپوهنې وړتيا اندازه کوي. [۴][۵][۶][۷]

غوښتنلیکونه[سمول]

يو ټولنيز ژبپوه کېدای شي وڅېړي چې ټولنيز کړه وړه څنګه مشخص کوي چې په يو ځانګړي چاپيريال کې څه شی د ژبې مناسبه يا نامناسبه کارونه ده. ټولنيز ژبپوهان کېدای شي د ګرامر، غږپوهنه، لغاتونه او د بېلابېلو سوشيولېکتس نور اړخونه وڅېړي. همدارنګه ټولنيز ژبپوهان د پراخه نفوس تر منځ په ملي کچه ژبه څېړي تر څو ومومي چې څنګه ژبه د ټولنيز بنسټ په توګه کارول شوې ده. ويليم لابوو (William Labov) چې له هاروارډ او کولمبيا پوهنتونه فارغ دی، د ټولنيزې ژبپوهنې د يو بنسټګر په توګه په نظر کې نيول کېږي. نوموړی د ژبو په داخل کې د بدلونونو په مقداري تحليل تمرکز کوي، ټولنيزه ژبپوهنه د يو علمي نظم په جوړولو سره. [۸][۹]

د ټولنيزې ژبپوهنې په ډګر کې څېړنې په قسمي ډول يو نمونه يي نفوس ټاکي او ورسره د ټاکلې ټولنيزې ژبپوهنې د بدلونونو ادارک يا تحقق په ارزيابي کولو سره مرکه کوي.

د ټولنيزې ژبپوهنې په ډګر کې څېړنې په قسمي ډول يو نمونه يي نفوس ټاکي او ورسره مرکه کوي، د ټاکلې ټولنيزې ژبپوهنې بدلونونو ادراک يا تحقق ارزيابي کوي.

د بدلونونو په عام ډول څېړل شوې سرچينه منطقوي لهجې دي. د لهجو علم په ژبه کې هغه بدلونونه څېړي، چې په اساسي ډول په جغرافيوې وېش او د هغوی د يو ځای شوو بڼو پر بنسټ وي. ټولنيز ژبپوهان چې له ګرامري او غږپوهنيزو بڼو سره لېوالتيا لري، څرګندوي چې منطقوي ساحو ته مطابقت ته ډېری وختونه لهجه پوه وايي.

يو بل مېتود د (Matched-guise test) ازمايښت دی. دې طريقه کې اورېدونکی يو جوړه کليمې اورې او د خپل شخصيت او لهجې له مخې يې ارزوي، لکه ځينې ډلو د ژبې د سلوک يا کړو وړو په اړه نظريات شريک کړي دي.

د ژبپوهنې مرکه[سمول]

د ژبپوهنې مرکه د ژبپوهنې د څېړنو لپاره يو بنسټيز مېتود دی چې څېړونکي ته اجازه ورکوي چې د يوې ژبې له ويونکي يا د څېړل کېدونکې لهجې څخه د کلام يا وينا ډېره اندازه راټوله کړي. مرکه د څېړونکي او د مرکې د فاعل (هغه شخص چې مرکه ورسره کېږي) تر منځ د يوې اوږدې او پراخه جوړې شوې محاورې شکل غوره کوي. د څېړونکي اصلي موخه د سيمه ييزې يا د کلام د عاميانه ژبې استنباطول دي. دا موخه د (Observer's Paradox) [د څارونکي متناقضه وينا] په واسطه پېچلې ده. په دې ډول کې څېړونکی هڅه کوي د وينا هغه ډول استنباط کړي چې کېدای شي د مرکه کوونکي په نه شتون کې هم وکارول شي. په دې ځای کې د مرکې د جوړښت رسميت او مصنوعيت ته د فاعل د پام د کمولو په موخه کېدای شي ځينې تخنيکونه وکارول شي. د بېلګې په ډول: څېړونکی کېدای شي د فاعل له ژوند څخه د يادګاري پېښو قيصې لکه د جنګ او مرګونو تجربو د استنباط هڅه وکړي. د قيصې په ويلو کې د فاعل احساساتي ګډون په پام کې نيول شوی دی، چې د متن له رسميت څخه د هغوی پام په بله کړي. ځينې څېړونکي له څو فاعلينو سره يو ځای مرکه کوي، د دې لپاره چې دوی په ګډه په عادي ډول خبرې وکړي؛ نسبت دېته چې له مرکه کوونکي سره په يوازيتوب سره خبرې کوي. څېړونکی کېدای شي په ژبه باندې د (style-shifting) [د طريقې بدلون] اغېزې د فاعل د خبرو کولو د ډول په پرتله کولو سره په ډېرو عاميانه يا سيمه ايزو متنونو کې وڅېړي. د شخصی تجربو يا د فاعلينو تر منځ د خبرو اترو روايت په ډېر محتاطې طريقې سره هغه وخت رامنځته شو چې فاعل د رسمي مرکې جوړښت ته ډېر متوجه وي. د نفوس شمېرنې اړوند بڼې لکه: عمر، جنسيت او توکم اړيکه د وينا له سلوک سره ممکن د بېلابېلو فاعلينو د وينا د پرتله کولو له مخې وڅېړل شي. د ژبې له اصلي ويونکو سره مرکې کېدای شي د له منځه تلونکو ژبو د څېړنې لپاره د يوې هڅې په توګه وکارول شي. دا د ژبپوه (The Linguists) په نوم مستند کې شرح شوي يا مجسم شوې دي.

بنسټيز مفاهيم[سمول]

دا چې د ټولنيزې ژبپوهنې مطالعه ډېره پراخه ده، يو څو محدود بنسټيز مفاهيم شته چې د ټولنيزې ژبپوهنې ډېری پلټنې پرې تکيه کوي.

د وينا ټولنه په ټولنيزه ژبپوهنه کې يو مفهوم دی چې د خلکو يوه څرګنده ډله تشرېح کوي، چې په خپل منځ کې ژبه په يو بې سارې او دوه اړخيز منونکي ډول کاروي. ځينې وختونه دې ته د يو (Sprechbund) [دا په اصل کې جرمني ويوکی دی، چې انګلیسي کې يې معادل Speech Bond يا د وينا اړيکه ده] په توګه مراجعه کېږي.

د دې له پاره چې د وينا ټولنې د يوې برخې په توګه په نظر کې ونيول شي، يو څوک بايد د خبرو يا مفاهيمې وړتيا ولري. په دې مانا چې خبرې کوونکی د دې وړتيا لري چې ژبه په داسې ډول وکاروي، چې په ورکړل شوي حالت کې مناسبه وي. دا د خبرې کوونکي لپاره ممکن دي چې له يوې څخه په زياتو ژبو کې په مفاهيموي ډول وړ وي. [۱۰]

د وينا ټولنې کولی شي د تخصصي اصطلاحاتو، څرګند ټولنيزو ډلو لکه د عالي لېسې زده کوونکي يا د (hip hop) مينه وال، يا د (tight-knit) ډلې لکه کورنۍ او ملګري د يو مسلک غړي شي. د وينا ټولنې غړي به ډېر کله عاميانه يا غير رسمي خبرو اترو يا ځانګړو تخصصي اصطلاحاتو ته وده ورکوي، تر څو د ډلې ځانګړې موخې او لومړيتوبونو ته خدمت وکړي. دا د ورزشي ډلو په دننه کې د ځانګړې ژبې په کارونه کې څرګند دی. [۱۰]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Gumperz, John J.; Cook-Gumperz, Jenny (2008). "Studying language, culture, and society: Sociolinguistics or linguistic anthropology?". Journal of Sociolinguistics. 12 (4): 532–545. doi:10.1111/j.1467-9841.2008.00378.x. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Paulston, Christine Bratt and G. Richard Tucker, eds. Sociolinguistics: The Essential Readings. Malden, Ma.: Wiley-Blackwell, 2003.
  3. T. C. Hodson and the Origins of British Socio-linguistics by John E. Joseph Archived 2009-02-10 at the Wayback Machine. Sociolinguistics Symposium 15, Newcastle-upon-Tyne, April 2004
  4. Stewart, William A (1968). "A Sociolinguistic Typology for Describing National Multilingualism". In Fishman, Joshua A (المحرر). Readings in the Sociology of Language. The Hague, Paris: Mouton. د کتاب پاڼې 534. doi:10.1515/9783110805376.531. OCLC 306499. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-11-080537-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Kloss, Heinz (1976). "Abstandsprachen und Ausbausprachen" [Abstand-languages and Ausbau-languages]. In Göschel, Joachim; Nail, Norbert; van der Elst, Gaston (المحررون). Zur Theorie des Dialekts: Aufsätze aus 100 Jahren Forschung. Wiesbaden: F. Steiner. د کتاب پاڼې 310. OCLC 2598722. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Ammon, Ulrich (1995). Die deutsche Sprache in Deutschland, Österreich und der Schweiz: das Problem der nationalen Varietäten [German Language in Germany, Austria and Switzerland: The Problem of National Varieties] (په الماني ژبه کي). Berlin & New York: Walter de Gruyter. د کتاب پاڼي 1–11. OCLC 33981055. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Kordić, Snježana (2010). Jezik i nacionalizam [Language and Nationalism] (PDF). (په صربوكرواتیه ژبه کي). Zagreb: Durieux. د کتاب پاڼي 77–90. doi:10.2139/ssrn.3467646. LCCN 2011520778. OCLC 729837512. OL 15270636W. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-953-188-311-5. کينډۍ:CROSBI. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۰۱ جون ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Sociolinguistics | Linguistic Society of America". www.linguisticsociety.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ مې ۲۰۲۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Gordon, Matthew J. (2017-05-24). "William Labov". Oxford Research Encyclopedia of Linguistics (په انګلیسي ژبه کي). doi:10.1093/acrefore/9780199384655.013.364. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-938465-5. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Deckert, Sharon K. and Caroline H. Vikers. (2011). An Introduction to Sociolinguistics: Society and Identity. Page 59