پراګماتیکس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
په ژبپوهنه او اړونده برخو کې، پراګماتیک هغه مطالعه ده چې څنګه شرایط د معنی سره مرسته کوي. یعني څه ډول یوه جمله په ښکاره یوډول خوپه اصل کي یوه بل مطلب یا موخي ته اشاره کوي اودهغه دعملي کېدو غوښتنه لري . د (Pragmatics) مطالعه موږته دا راښیي چي څرنګه په یوه ټولنه کي دخلکو ترمنځ یوه جمله دالفاظو له مخي یوډول معنا ورکوي خودویونکي موخه بل څه وي . دبیلګي په ډول کله چي څو اشخاص په یوه ځای کي راجمع سوي وي اوهوا هم ګرمه وي، په دې وخت کي یوشخص یاددغه ډلي مشر ووایي چي څومره ګرمي ده . دده موخه په اصل کي دلته داوي چي باید دیخي هوا یوانتظام اوبندوبست وسي . ځکه داخو ټول پوهیږي چي ګرمي ده خودلته جمله دیوې غوښتني چي هغه دیخي هوا لپاره لاس پکار کېدل دي معنا افاده کوي . [۱] دژبپوهني دغه علم د 1986 راهیسې د نړیوالې پراګماتیک ټولنې له لوري رامنځ ته سوی دی .

د پراګماتیک تیوري د سیمانټیک تیوریو سره لاس په لاس ځي، کوم چې د معنی اړخونه مطالعه کوي، او نحوي اړخونه چي د جملې جوړښتونه، اصول او اړیکي بلل کیږي ترڅېړني لاندي نیسي.

  1. Mey, J.L. (2006). "Pragmatics: Overview". Encyclopedia of Language & Linguistics. د کتاب پاڼي 51–62. doi:10.1016/B0-08-044854-2/00306-0. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780080448541. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)