تاریخ لیکنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

تاریخ لیکنه د تاریخ پوهانو د میتودونو مطالعه ده چې د تاریخ په پراختیا کې د یوې علمي برخې په توګه راڅرګندېږي، په پراخ ډول د تاریخي اثارو هره ټولګه د یوې ځانګړې موضوع په هکله ده. تاریخ لیکنه یوه ځانګړې موضوع ده، دا چې تارخ پوهان دا موضوع څه ډول مطالعه کوي او له کومو سرچینو، تخنیکونو او نظري لارو نه کار اخلي په برکې نیسي. پوهان تاریخ لیکنه د موضوع پر بنسټ تر بحث لاندې نیسي ــ لکه د بریټانیا تاریخ لیکنه، د دویمې نړیوالې جګړې تاریخ، د بریټانیا سترواکي، لرغونی یا لومړنی اسلام او چین ــ او بېلابېلې طریقې او ژانرونه لکه سیاسي تاریخ او ټولنیز تاریخ. د نولسمې پیړۍ په پیل کې، د اکاډمیک یا علمي تاریخ له ودې سره د تاریخ لیکنې د ادبیاتو برخې هم وده وکړه. دا چې تاریخ لیکونکي تر کومه حده پورې د خپلو ډلو او هغو ډلو سره چې وفاداره وو ــ لکه ددوی ملي دولت ــ تر اغېز لاندې راغلي تر اوسه د بحث وړ یوه پوښتنه پاتې ده.[۱][۲]

په لرغونې نړۍ کې، د نېټو په ترتیب د تاریخ ثبتونه د لرغوني مصر او بین النهرین په تمدنونو کې رامنځته شوي دي. په هرحال، په ۵ پیړۍ کې د لومړي ځل لپاره د تاریخ لیکنې برخه د هیروډوټس له  تاریخونو سره رامنځته شوې چې هیروډوټس د تاریخ لیکنې بنسټ ایښودونکی ګڼل کېږي. په دویمې پیړۍ کې رومي سیاستوال کاټو دی ایلډر په لاتین ژبې لومړی تاریخ د Origines  په نوم رامنځته کړ. د چین په هان سترواکۍ کې د هغه نږدې معاصرانو سیما تان او سیما کیان د شیجي (د لوی تاریخ لیکونکي ریکارډونو) په تالیفولو سره د چین تاریخ لیکنې بنسټ کېښود. د منځنیو پیړیو په اوږدو کې د منځنیو پیړیو تاریخي لیکنو کې په اروپا کې د منځنیو پیړیو د تاریخ لیکنې اثار، د مسلمانو تاریخ پوهانو له خوا اسلامي تاریخونه، او د چینایي ماډل پر بنسټ د کوریا او جاپان تاریخي لیکنې شاملې وې. د ۱۸ پیړۍ په بهیر کې د روښانتیا په دورې کې، په لویدیځې نړۍ کې تاریخ لیکنه د والټیر، ډیویډ هیوم او اډوارډ ګیبون په څیر شخصیتونو له خوا بڼه او وده موندلې ده، چې د نورو په منځ کې یې د عصري برخې بنسټ ایښی دی.  

د وخت په تیریدو سره د تاریخ پوهانو د څیړنې علایق بدلون مومي، او له دودیز ډیپلوماتیک، اقتصادي او سیاسي تاریخ نه د نویو لارو چارو، په ځانګړې توګه ټولنیزو او کلتوري مطالعاتو خوا ته یې بدلون موندلی دی. له ۱۹۷۵ نه تر ۱۹۹۵ پورې په امریکایی پوهنتونونو کې د تاریخ د پروفیسورانو نسبت چې د ټولنیز تاریخ پوهان دي له ۳۱ نه یې ۴۱ سلنې ته لوړ شوي دي، په داسې حال کې چې د سیاسي تاریخ پوهانو نسبت له ۴۰ نه ۳۰ سلنې ته راټیټ شوی دی. په ۲۰۰۷ کې، د بریټانیا د پوهنتونونو د تاریخ په څانګو کې له ۵۷۲۳ پوهنځیو نه، ۱۶۴۴ تنو (۲۹ سلنه) ځانونه له ټولنیز تاریخ او ۱۴۲۵ تنو (۲۵سلنه) ځانونه د سیاسي تاریخ له برخو سره یوځای کړي دي. له ۱۹۸۰ لسیزې راهیسې د تیرو پیښو د یادونو ته ځانګړې علاقې موجودې وې.[۳][۴][۵]

اصطلاحات[سمول]

د عصري دورې په لومړیو کې، د تاریخ لیکلو اصطلاح د «تاریخ لیکلو» معنی، او تاریخ لیکونکي د «تاریخپوه» معنی درلوده. په دې توګه ځینو رسمي تاریخ پوهانو ته په سویډن کې (له ۱۶۱۸ نه) ، انګلستان (له ۱۶۶۰ نه) او سکاټلینډ (له ۱۶۸۱ نه) د «سلطنتي تاریخ لیکونکي» لقبونه ورکړل شوو.

په دې وروستیو کې تاریخ لیکنه «د لیکلو د طریقې مطالعه او د تاریخ لیکنه - د تاریخي لیکنې تاریخ» په توګه تعریف شوې، په دې معنی «کله چې تاسو (تاریخ لیکنه) مطالعه کوئ نو تاسو تېرې پیښې په مستقیم ډول نه مطالعه کوئ، بلکې د انفرادي تاریخ پوهانو په اثارو کې د دې پیښو د تفسیر بدلونونه مطالعه کوئ».[۶]

اسلامي نړۍ[سمول]

په اوومه پیړۍ کې په لومړي ځل د مسلمانانو تاریخي لیکنو د پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم د ژوند له بیارغونې او د هغه له مړینې وروسته پیړیو کې وده پیل کړه. له بېلابېلو منابعو نه د محمد (ص) او د هغه د یارانو په اړه ډیر متضاد روایتونه موجود وو، نو ددې لپاره چې دا تایید شي چې کومې سرچینې ډیرې معتبرې دي نو پلټنې اړینې وې. د دې منابعو د ارزونې لپاره، بېلابېل میتودونه، لکه «د سیرت علم»، «د حدیث علم» او «اسناد» (د لیږد لړۍ) رامنځته شوو. وروسته دا میتودونه د اسلامي تمدن د نورو تاریخي شخصیتونو لپاره هم پلي شوو. په دې روایت کې مشهور مورخین عروه (مړینه ۷۱۲)، وهب بن منبیه (مړینه ۷۲۸)، ابن اسحاق (مړینه ۷۶۱)، الواقدی (۷۴۵-۸۲۲)، ابن هشام (مړینه ۸۳۴)، محمد ال بخاري (۸۱۰- ۸۷۰) او ابن حجر (۱۳۷۲- ۱۴۴۹) دي. د منځنیو پیړیو د اسلامي نړۍ تاریخ پوهانو هم د نړۍ له تاریخ سره مینه او علاقه پیدا کړه. اسلامي تاریخي لیکنې د عرب مسلمان تاریخ لیکونکي ابن خلدون (۱۳۳۲-۱۴۰۶) د اثارو په پایله کې خپل اوج ته ورسیدې، چې خپل د تاریخ لیکنې مطالعات یې په مقدمه (د Prolegomena په نوم ژباړه) او کتاب الابر (د نصایحو کتاب) کې خپاره کړل. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

ختیځه اسیا[سمول]

په جاپان کې د تاریخ لومړني رامنځته شوي اثار ریکوکوشي (شپږ ملي تاریخونه) دي، د شپږو ملي تاریخونو یوه ټولګه ده چې د جاپان تاریخ له افسانوي پیل نه یې تر ۹ پیړۍ پورې په برکې نیسي. د دې اثارو لومړنۍ بېلګه نیهون شوکي و، چې په ۷۲۰ کال کې د شهزاده ټونري له خوا تالیف شوی.

ژوندلیک[سمول]

ژوندلیک له هغه وخته راهیسې چې پلوتارک د لوی روم او یوناني مشرانو د موازي ژوند په اړه لیکلي و د تاریخ لیکلو یوه لویه بڼه وه. دا برخه په ځانګړې توګه د غیر مسلکي تاریخ لیکونکو لپاره، او ډیری وخت د نامتو شخصیتونو د میرمنو یا ماشومانو لپاره، چې د لیکونو او اسنادونو خزانې ته لاسرسی لري په زړه پورې وي. مسلکي تاریخ پوهان هڅه کوي چې ژوندلیک له پامه وغورځوي ځکه چې ټولنیزو، کلتوري، سیاسي او اقتصادي برخو ته لږه، او عمومي ارواپوهنې ته ډیره پاملرنه کوي. په بریټانیا کې د «لوی انسان» دود د ملي بیوګرافۍ په څو حجمي قاموس کې (چې په ۱۸۸۲ کې رامنځته شوی او په ۱۹۷۰ لسیزې کې یې معلومات نوي شوي) رامنځته شوی چې تر نن ورځې د ملي بیوګرافۍ یا ژوندلیک په نوي اکسفورډ قاموس کې دوام لري. په متحده ایالاتو کې، د امریکایی بیوګرافي قاموس د ۱۹۲۰ لسیزې په وروستیو کې پلان شوی و او په ۱۹۸۰ لسیزې کې د ډیریو بشپړونو سره راڅرګند شو.[۱۲]

د نړۍ تاریخ[سمول]

په ۱۹۸۰ لسیزې کې، د نړۍ تاریخ د تاریخي مطالعاتو د یوې ځانګړې، خپلواکې علمي برخې په توګه راڅرګند شو. دې برخې د نړیوال لید له اړخه د تاریخ څېړنه کوله او د هغو ګډو بېلګو یا نمونو په لټه کې شو چې په ټولو کلتورونو کې شتون لري. د دې برخې بنسټیز موضوعي چلند د دوو لویو مرکزي ټکو تحلیل وو: یوځای والی - (څه ډول د نړۍ د تاریخ بهیر د نړۍ خلک سره یوځای کړي) او توپیر - (څه ډول د نړۍ د تاریخ بېلګې د انسان تجربوي توپیر څرګندوي).

د ارنولډ جې ټوینبي، د تاریخ مطالعې په نوم لس ټوکه کتاب، کې یوه داسې لاره غوره کړې وه، چې په ۱۹۳۰ او ۱۹۴۰ کلونو کې په پراخې کچې پرې بحث شوی و. تر ۱۹۶۰ لسیزې پورې د هغه دا کار یا هم زیار یې د پوهانو او عامو خلکو له خوا له پامه غورځول شوی و. هغه ۲۶ خپلواک تمدنونه پرتله کړل او استدلال یې وکړ چې دا ټول په خپل اصل، ودې او زوال کې د پام وړ ورته والی لري. هغه دې هر یوه تمدن ته یو نړیوال ماډل وړاندیز وکړ، او د هغو پړاوونو په هکله چې دوی تېر کړي وو د هغو د: پیدایښت، ودې، د ستونزو دورې، نړیوال وضعیت، او تجزیه کېدنې په هکله توضیحات وړاندې کړل. [۱۳][۱۴]

سرچينې[سمول]

  1. Ferro, Marc (2003). The Use and Abuse of History: Or How the Past Is Taught to Children. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Candelaria, John Lee; Alporha, Veronica (2018). Readings in Philippine History. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Diplomatic dropped from 5 to 3 percent, economic history dropped from 7 to 5 percent, and cultural history grew from 14 to 16 percent. Based on the number of full-time professors in U.S. history departments. Stephen H. Haber, David M. Kennedy, and Stephen D. Krasner, "Brothers under the Skin: Diplomatic History and International Relations", International Security, Vol. 22, No. 1 (Summer, 1997), pp. 34–43 at p. 42 online at JSTOR
  4. See "Teachers of History in the Universities of the UK 2007 – listed by research interest" Archived 2006-05-30 at the Wayback Machine.
  5. David Glassberg, "Public history and the study of memory." The Public Historian 18.2 (1996): 7-23 online.
  6. Furay, Conal; Salevouris, Michael J. (1988). The Methods and Skills of History: A Practical Guide. Harlan Davidson. د کتاب پاڼې 223. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-88295-982-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة))
  7. Chase F. Robinson, Islamic historiography (Cambridge University Press, 2003)
  8. Khan, M. S. (1976). "al-Biruni and the Political History of India". Oriens. 25: 86–115. doi:10.2307/1580658. JSTOR 1580658. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Khalidi, Tarif. Arabic historical thought in the classical period. Cambridge Univ Pr, 1996.
  10. Warren E. Gates (July–September 1967). "The Spread of Ibn Khaldun's Ideas on Climate and Culture". Journal of the History of Ideas. 28 (3): 415–22. doi:10.2307/2708627. JSTOR 2708627. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Charles Issawi, An Arab Philosophy of History: Selections from the Prolegomena of Ibn Khaldun of Tunis (1987).
  12. Riall, Lucy (2010). "The Shallow End of History? The Substance and Future of Political Biography". Journal of Interdisciplinary History. 40 (3): 375–397. doi:10.1162/jinh.2010.40.3.375. S2CID 144340286. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. William H. McNeill, Arnold J. Toynbee a Life (1989)
  14. McNeill, William H. (1995). "The Changing Shape of World History". History and Theory. 34 (2): 8–26. doi:10.2307/2505432. JSTOR 2505432. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)