صدرخان خټک
صدرخان خټک
صدرخان د خوشحال خان خټک زوی او د پښتو ژبې يو ځلانده ستوری دی چې په خپله خوشحال خان دده د مېړانې توره ، د ډودې د جنګ (۱۰۹۱سپوږميز) په قصيده کې ستايلې ده :
صدرخان لا چېــــرې جنــګ ليــــــدلی نه و
په دا جنګ کې يې نېزه سره کړه په حصام
خوشحال خان په خپلو زامنو کې د اشرف خان او عبدالقادر په نسبت کشرانو زامنو ته په درنه سترګه ګوري :
ښه لايق زويه مې نور دي
ولې خدای کړله کشـران
صدر خان د اشعارو يو بشپړ دېوان لري چې د لومړي ځل لپاره پادري هيوز په کليد افغاني کې خوښونې ورځنې کړې دي . هيوز په دې خيال دی او وايي چې ((د خوشحال په ادبي مکتب کې له هجري او عبدالقادر نه وروسته محترم مقام لري.))
صدرخان په (۱۰۷۰سپوږميز)کال په اکوړه کې زېږېدلی دی او د خوشحال خان د کورنۍ تر سيورې لاندې يې ښوونه او روزنه اخيستې ده لکه چې په خپله وايي:
تربيت يې ډېـــــر زمــــــــــا کړ هر تعليم يې د مـــــا راکړ
په تعليم يې سخنــــــــدان کړم په ويل يې سخنــــــدا کړم
چې يې درست په دافنون کړم په ويل يې نورما زون کړم
صدرخان له خوږو اشعارو پر دېوان چې هر ډول مضامين لري په داستان ليکنه کې هم د داستان ليکونکو شاعران په لومړي قطار کې ځای لري ، هغه په خپلو اشعارو کې کله د ((صدرخوشحال )) او کله يوازې د ((صدر)) نوم يادوي.
د صدرخان خټک اثار:
د صدر خان کوم اثار چې تر اوسه څرګند شوي دي په لاندې ډول دي :
۱-دېوان ۲ – دلی او شهۍ
ادم خان او درخانۍ :
صدر خان دغه کيسه په (۱۱۱۸سپوږميز) کال کې په نظم کړې ده .
خسرو او شيرين :
ويل کيږي چې صدرخان د (خسرو او شيرين ) داستان هم په پښتو شعر ترجمه کړی دی مګر کميافت دی ، د صدرخان بل منظوم اثر ((معجزات )) نوميږي دا اثر (۱۴۰۰)بيتونه لري چې د سر بيتونه يې په دې ډول دي :
حمد ثنا به د احمـــــــد کړم چې په نعمت يې د احمد کړم
چې کثرت خواهش احد کړ له احـــــــــــده يــــې احمــــد کړ
د صدرخان د کلام نمونه :
ستا تر لبو لعل ګوهر هيڅ ستا تر زلفو مشک عنبر هيڅ
حجاب واچوه لـــــــه مخــــه افتاب محوه کړه قمر هيڅ
خريدار چې يې بې نياز وي د چشمانو در ګوهـــــر هيڅ
چې د عشق بد رقه نــــه وي په خونخواره لار سفـــــر هيڅ
ستا تر قده ترقــــامتــــــــه صنوبر چنار عرعــــــــر هيڅ
سنګين زړه دې نرم نه شو په ژړا زما احقـــــــــــــــر هيڅ
د عشق يو سبق کافي دی د تمام جهان دفتــــــــر هيڅ
ستا ګفتار صدر خوشحاله
کان دکان کړه د شکـــر هيڅ
ګوهر خان خټک
د خوشحال خان په زامنو کې ګوهر خان هم يو تکړه شاعر او نثر ليکونکی دی ، ګوهر خان د خپلې کورنۍ د پښتو ادب په سمسور بڼ کې پالل شوی ، ګوهر خان د خپل وراره افضل خان خټک د حکومت د زمانې پورې ژوندی و. ګوهر خان برسېره د خوږو اشعارو پر دېوان يو بل پنډ کتاب هم لري چې ((قلب السير ))نوميږي او اته سوه مخه لري ، دا کتاب له فارسي څخه پښتو ته د (۱۱۲۰ﻫ) په حدودو کې ترجمه شوی ، دا غټ کتاب اوس د پېښور په موزيم کې خوندي دی ، دا اثر دېرش څپرکي لري او موضوع يې مذهبي مسايل ( د حضرت پيغمبر r)سيرت او احوال او غزوات دي ، دا اثر د فورم له پلوه رباعي قطعات او غزل قصيدې لري.
د ګوهرخان د اشعارو نمونه
چې په مهر دې نظر شي هر انســــــان ته
په بهانه يې وبـــولــې خپـــــل ځـــــــــان ته
چېرته فارسي چېرته به شام يا مدينه وه
چــې دې وښېلـــــه لار راته اسمــــــــان ته
مجوس اتش پرست يار د احمــــد کړي
چې هيڅ نه رســـيږي عقل او ګمـــان ته
عجمي اهل بيت ســـــره حســــاب کړي
سکه تره داحمد خوشې کړي شيطان ته
په مکه کې بولهب څرنګه ګمراه کړي
له ملکونو سلمان راولي ايمـــــــان تـه
بوالحکم د مکې څرنګ دوزخي کړي
له حبشه بلال ورولـــي رضــــــــــوان ته
ځای د دم وهلو نشــــته هرڅه کاندي
حيراني ده په هر کار کې وسبحان ته
وخالي بنـــــــده ته څومــراتب ورکـړي
د ملک غوندې يې کشت وشي اسمان ته
شفيع کړی مې سلمان دی ستـــــــا ودر ته
ما ګوهر ايمان دار بيايه بل جهـــــــــــان ته
افضل خان خټک
افضل خان خټک د اشرف خان هجري زوی او د خوشحال خان خټک نسمی دی . افضل خان په داسې وخت کې منځ ته راغلی دی چې له يوې خوا د هند د مغلو ستره واکمني ښه په قوت کې وه او له بلې خوا د سياسي واکدارانو له خوا د يوسف زيو او خټکو ترمنځ زړه دښمني ، داقتدار لپاره هلې ځلې د مغلي حاکمانو دسيسې او چالونه ، د مشرۍ په سر د شيخانو او خټکو نښتې ، ترونو او تربورانو پرله پسې جګړې او لانجې روانې وې .
افضل خان د شل کلنۍ په عمر کې د يو قومي مشر په توګه ډګر ته راوتلی دی ، په دغه وخت کې مغلي حاکمانو د ده په مقابل کې تل د دده د تره بهرام اونورو ملګرتيا کړې ده ،خو سره د دومره قوي قدرت هغه پرله پسې توګه سياسي او پښتني مبارزېکړې دي .
افضل خان (۶۰) کاله په اکوړه کې د پښتنو مشرتوب کړی دی او د (۸۶) کالو په عمر يې د دې دنيا نه سترګې پټې کړي دي .
د افضل خان اثار
تاريخ مرصع:
د افضل خان د دغه تاريخي ادبي منثور شهکار ((تاريخ مرصع)) څخه څه برخه راورټي په ((ګلشن روه)) او هيوز په ((کليد افغاني)) کې راوړې ده ، ددې لوي او ستر کتاب ټولې چاپي پاڼې (۱۴۹۴) مخونو ته رسيږي.
د کلام نمونه:
کاروبار مو همګي راته عيان دی وعيان ته څه حاجت د بل بيــــــــان دی
سېلابونه د خلاف شول وبله جمع بيا لنډی داب سينه غوندې روان دی
ائينه چې لـــــه زنګـاره معفي وي که زنګي مخ په کافور کا نمايـان دی
دا اثر د کليلي او د منې پښتو ترجمه ده چې د علم خانه دانش په نامه ياديږي.
حليمه خټکه
بي بي حليمه د ستر اديب او لوی قهرمان خوشحال خان خټک لور او د عبدالقادر سکه خور وه ، دغه پوهه شاعره يوه عارفه او عالمه ښځه وه او د خپل وخت له ډېرو مروجه علومو سره يې اشنايي درلوده ، حليمه يوه اديبه پښتنه وه ، د پښتو ښه اشعار به يې ويل.
بي بي حليمې د خوشحال خان د کورنۍ د ښځو او نجونو د تدريس دنده هم په غاړه درلوده اود هغوی په ښوونه او روزنه کې به يې زيار ويسته .
تر اوسه پورې د حليمې يوازې يو غزل ادب پوهانو ته په ګوتو ورغلی دی ، چې هغه غزل دا دی:
داشنا په فکر خوښه هسې شان شوم
نه پوهېږم چې ممتاز که نور جهان شوم
چې يې کړمه ستا په مينــــه سرفــــــرازه
ثنا خوانه په څورنګه د رحمـــــــان شوم
چې مجاز مې د ايـــــــــاز ولاړ له زړه نـه
سربلنده تر محمد غوندې سلطان شوم
وهــرچــــاوته چې ګــــــــورم واړه دی دی
د جما له ننداره يې شادمـــــــــان شــوم
غير فکـــــــر مــې له زړه رابهــــــر شـــــــو
پر خليل و پرعدو باندې يکســـان شـوم
حليمې د غماز مکر زيات له حـــد شــــو
چې دې بېل له ياره نه کا په ګمان شوم
عابد خان خټک
عابد خان دستر شاعر خوشحال خان يو پياوړی زوی دی چې په (۱۰۵۸سپوږميز) کال کې زېږدلی دی اود خپل پلار په سيوري کې لوی شوی دی.
د تقدير کارونو ته ګوره عابدخان چې کله د مغلو په ضد د خوشحال خان او د خپلو وروڼو ترڅنګ په جګړو کې اخته و، او کله يې د بهرام په پلوۍ په جنګونو کې ګډون کړی .
په هر حال عابد خان هم د پښتو ژبې يو زبردست اونوميالی شاعر تېر شوی دی.
عابدخان د خپل زوی(( شاهدخان)) په مړينې (۱۰۹۰سپوږميز) او بېلتون کې يوه اوږده ويرنه ويلې ده:
د شاهد د ښايست هسې رنګـــــــه کار و چې تر مخ پورې يې هيڅ تازه بهـــار و
ګلاب ګل به يې له مخه خولې پرېښـــوې چې به دی چېرې په سيــل د ګلــــــزار و
مګر سروه به دا کوز ګوري له شرمــــــــــه چې ليدلی يې د ده قامت چنـــــــــــار و
سپين عذار يې د چنبــــــې تر ګل باريک باريک خط يې په سپين مخ خط غبار
شاهين کام و باز فرجام وکبک خــــــرام و طاوس فام توتي کلام بلبل ګفتــــــار و
د ښايست صفت يې ډېر و څو يې کښمــه دی د خپلـــــې زمانې يوسف په پـــلار و
فيضي رسان و، غريب دوست فقيرنواز و په علماو پـه فقــــــراو ميــــنــــــــــه دار و
کامګار خټک
کامګار خټک هم يو بااستعداده او نامتو شاعر دی ،نوموړی د خوشحال خان خټک ادبي کورنۍ ته منسوب دی ، د نامدار زوی د اشرف خان هجري لمسی دی او د خوشحال خان کړوسی دی . د کامګار خټک د زېږېدنې په باب قطعي معلومات نشته ،خو د ده له يو بيت نه معلوميږي چې نوموړی په (۱۱۳۷سپوږميز) کال کې ژوندی و.
د يوه شعر له مخې کامګار خټک د دېوان د قلمي نسخې په پای کې بل چا ليکلي دي چې کامګار خټک په (۱۱۶۵سپوږميز) کال کې مړ دی او هغه شعر دا دی :
سن زرسل پنځه شپېتـه و
چې رحلت وکــــړ کامګار
پس له ده نه په درې کالـه
پلار دده فوت شو نامدار
کامګار خټک هغه شاعر دی چې اجتماعي ستم او ظلم يې غندلی او تواضع يې چې د انسان له لويو صفاتو څخه ده ، ستايلې ده لکه په دې باب وايي:
په ازار د مظلومانو مايل مــــــه شــــــــه
له لوګي دسويو زړونو غافل مــه شـــــه
د ټوپک د توري غوڅ به څښتن روغ کا
مسلمان د اه په غشي ګايل مـــــــه شـــــه
که ازار د مسلمان د چــــا مطلــــــــب وي
د امطلب يې تر قيامته حاصل مــه شـــــه
هسې خوی کوه چې نور عالم دې ستايي
ته په خپله د خپل ځان په ستايل مه شــه
په جهان بده خواري نشتـــــــــــــه تر سوالـــه
که دې زده د خپله پلاره سايل مــــه شــــــــه
ستا دحق يادونه زما په زړه کې ليک شول
دغه نقش مې له خاطره زايــــل مـــــه شـــــــــه
څودې روح په تن کې شته دی ای کامــګاره
يو ساعت د دين له چــاره کاهل مــــه شـــــــــه
اکبرخان خټک
دغه شاعر هم د خوشحال په کورنۍ پورې اړه لري ، چې په پښتو ژبه يې ښه اشعار ويلي دي ،خو دده له منثورو اثارو څخه هيڅ معلومات په لاس کې نشته.
ارواښاد استاد پوهاند صديق الله رښتين د ده له اشعارو څخه يوازې څلور بيته د خوشحال د کورنۍ او مکتب په نامه مقاله کې چې په کابل مجله کې يې د ده د کلام د بېلګې په توګه درج کړي دي ، دلته يې راوړو:
د سحر باده ورشه يار ته زمـــــــــــــــا دلــــــــــــوري
اکبر په غم کړېږم ستـــــــــــا ټنــــــګ ټکـــــــــــــوري
فلکه څه دې وکړ جدا دې کــــــــــړم لـــــــــــه يــــــاره
زه کړمه په قيد کې ګذران اشنا به ناست په کوري
خدايه داشپه به دغم کله رڼا شي په مــــــا
که به مدام رابانـــــدې بــل د غمـــــو اوري
نه به بيا هغه مجلس جمع زمونږ شي ســره
نه به د خيال په بوستان چېرې بلل وښوري
کاظم خان شيدا
د خوشحال په کورنۍ کې يو بل اديب او شاعر د پېژندلو وړ دی چې دی کاظم خان نوميږي او د افضل خان زوی دی په (۱۱۴۰س) کال د خټکو په افضل اباد کې زېږېدلی او عمر يې په کشمير او سرهند او رامپور کې تېر کړی دی ، دده اشعار عشقي او اخلاقي خواوې لري ، مګر په پښتنو شاعرانو کې د ده امتياز دا دی چې شيدا يو نازکخياله او د قوي تحليل خاوند او په شاعرۍ کې د هندي سبک پيرو دی . د شيدا پلار پر ژبه او ادب د فارسي ژبې د هندي سبک اثرونه لويدلي دي ، چې د ده شعر يې د پښتو له طرز ادا څخه لېرې کړی دی ،مګر د شيدا امتياز په همدې کې دی چې دی ډېر نازک او نوي خيالي مضامين پيداکوي او هغه په داسې ژبه او داسې تعبير وايي چې د فارسي ژبې نازکي او لطافتونه په معجون جوړوي . د شيدا په شاعرۍ او شاعرانه تخيلاتو کې د پردېسۍ اثرونه هم ښکاره کيږي.
د شيدا يوه غزله :
مه ارزو د تخت وتاج مه د سبــــــاه کړه خسروي په هفت کشور لکه شاه راکړه
چې استان دی تل مرجع د خاص وعام د دوام افتـــــــــاده ګي عـلــــــود جاه کړه
مکدر په ګرم وسرد د دوران مه شــــــه په جهان کې زيست په شان د مهرو ماه کړه
چې زېردست سوزي په داد رازدستيه زمانه دې لکه شمع د مســــــــت کوتــاه کړه
پرېشانه يې شوه جمع لکه شمــــــــــــع چې په حال يـــې توجـــــــــــــــه روز سيـــاه کړه
سرکښي دې په حباب لکه سېـلاب ده کــــــــروفـــــــــــــر د زمانــــــې په دا کلاه کـــړه
کاشانه بويه شيدا چې اشيــــــــانه وي يعنې وضـــــــــع د بنـــــــــــــــــــا په پـــــرکاه کړه
***