Jump to content

کوويډ-۱۹ وبا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
کوويډ-۱۹ وبا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ټاټوبی هېواد
ځای
هېواد
  لړۍ...

 چين
 جاپان
 سوېلي کوريا
 ويتنام
 سنګاپور
 آسټراليا
 ماليزيا
 تايلنډ
   نيپال
 د امریکا متحده ایالات
 کاناډا[۵]
 فرانسه
 کمبوديا
 سريلانکا
 جرمني
 فينلينډ
 متحده عرب امارات
 هند
 اېټاليا
 پېليپين
 برېتانيا
 روسیه
 تايوان
 سويډن
 اسپانیا[۶]
 بېلجيم
 مصر
 ايران
 لېبنان
 اسرائيل
 مکاو
 سويټزرلينډ
 ګواتيمالا
 اتريش
 کرواسيا
 افغانستان
 کوېټ
 عراق
 الجېريا
 پاکستان
 شمالي مقدونيه
 يونان
 ګرجستان
 برازیل
 شمالي کوريا
 بېلاروس
 سان مارینو
 ليتوانيا
 هالنډ
 اېستونيا
 رومانیا
 نايجېريا
 چېک جمهوريت
 ناروې
 مکسيکو
 اندونېزيا
 پرتګال
 ډېنمارک
 مراکش
 لاتويا
 بحرین
 سېنېګال
 سوېلي افريقا
 آيسلينډ
 هنګري
 آيرلينډ
 سعودي عربستان
 چيلي
 واتيکان
 عمان
 اېکوادور
 قطر
 سلووانيا
 آزربایجان
 پولنډ
 نيوزيلينډ
 فلسطين
 ارجنټاین
 بوسنيا او هيرزيګووينا
 لوګزامبورګ
 اندورا
 ارمنستان
 بوتان
 کامرون
 کولمبيا
 کوسټاریکا
 دومنيکا جمهوريت
 اردن
 لیختن اشتاین
 موناکو
 پيرو
 سربيا
 سلوواکيا
 توګو
 تونس
 اوکراين
 برونای
 البانیا
 تورکيه
 پاناما
 بوليويا
 بلغاریا
 مولدووا
 قبرس
 مالټا
 بنګله دېش
 کيوبا
 هندوراس
 جمايکا
 قزاقستان
 پاراګوای
 وېنزوېلا
 کوسووو
 ګينه
 يوراګوای
 سورينام
 ګويانا
 سوډان
 مالديپ
 رونډا
 موريتانيا
 منګوليا
 سينټ لوسيا
 ترينيداد او توباګو
 سينټ واينسينټ او ګريناډايز
 اېسواتيني
{{د هېواد مالومات Curaçao (en) [[File:Noun Project label icon 1116097 cc mirror.svg |بيرغ/پوښ |name=Curaçao (en) [[File:Noun Project label icon 1116097 cc mirror.svg |variant=10px |size=

}}
 اروبا
 انتيګوا او بربودا
 کېنيا
 ختيځ تيمور
 اېلسلوادور
 نيکاراګوای ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور اړين مالومات
برخې
پيل موده
  لړۍ...
۱ ډيسمبر ۲۰۱۹[۷][۸]
۲۳ نومبر ۲۰۱۹[۹]
۱۲ ډيسمبر ۲۰۱۹[۱۰]
۱۵ نومبر ۲۰۱۹[۱۱][۱۲][۱۳]
۲۹ نومبر ۲۰۱۹[۱۴][۱۵] (۲۰۲۰)
۱۷ نومبر ۲۰۱۹[۱۴][۱۵] (۲۰۲۰) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
لامل

د کوويډ-۱۹ وبا، د کرونا وايرس وبا په نوم هم پېژندل کيږي. په نړۍ کې له ۲۰۱۹ ز کال څخه خپره نړيواله وبايي وايرسي ناروغي ده (COVID-19) چې د کرونا وايرس ۲ (SARS-CoV-2) له سختو تنفسي نښو څخه پيدا کېږي. دا نوی وايرس په لومړي ځل د چين په وهان ښار کې د ۲۰۱۹ ز کال د دسمبر په مياشت کې وپېژندل شو. د وهاو او د هوبي د نورو ښارونو په قرنطين سره بيا هم ونه توانېد چې دا ناروغۍ مهار کړي او په ډېرې چټکتيا سره ټول چين او په ټوله نړۍ کې خپره شوه. د روغتيا نړيوال سازمان د ۲۰۲۰ ز کال د جنورۍ په دېرشمه نېټه د نړيوالې اندېښنې په څرګندولو سره په ټوله نړۍ کې اضطراري روغتيايي حالت اعلان کړ او د مارچ په يوولسمه نېټه په نړۍ کې وبا اعلان شوه. له ۲۰۲۱ ز کال راهيسې په ډېرو هېوادونو کې د دې وايرس بېلا بېل ډولونه راڅرګند شوي او ډېر هېوادونه يې نيولي دي، لکه الفا، بيټا او ډيلټا ډولونه چې ډېر خطرناک دي. د ۲۰۲۱ ز کال د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې له دې وايرس څخه د پنځه ميليونه انسانانو مرګ او له دوه سوه او شپږ څلويښت ميليونه څخه زياتو انسانانو اخته کېدل تاييد شوي دي او په دې توګه دا وبا،  په تاريخ کې يوه تر ټولو خونړۍ وبا وپېژندل شوه.

د کوويډ-۱۹ نښې يا نه وي، يا ژوند ګواښونکې علامې لري. په عمر خوړليو ناروغانو او هغو کې چې ځانګړي روغتيايي شرايط لري، دا ناروغي سخته وي. د کوويډ-۱۹ لېږد هغه وخت رامنځ ته کېږي، کله چې انسانان په ککړه هوا کې په دې وايرس لړل شوي بڅرکي او ذرې په هوا کې تنفس کړي. د دې موادو تنفس هغه وخت زياته شونتيا لري، کله چې انسانان سره ډېر نژدې وي، خو شونې ده چې دا وايرس له لرې سيمې څخه هم ولېږدول شي په ځانګړي ډول په کوټه او هغه سيمه کې چې د هوا بدلېدو نظام يې کمزوری وي. ډېر لږ دا وايرس د سطحو او ککړو مايعاتو له لارې هم لېږدېدای شي. خلک تر شلو ورځو پورې نورو ته وايرس انتقالولای شي او کېدای شي، دا وايرس نورو ته په داسې حال کې هم انتقال کړي، چې خپله يې هېڅ نښې ونه ويني.

په بېلا بېلو هېوادونو کې مختلف واکسين تايید او خپاره شوي دي او د ۲۰۲۰ ز کال د د سمبر له مياشتې د پراخه واکسين لړۍ پېل شوې. د مخنيوي نورو هغو سپارښتنو کې چې د وايرس د خپرېدو مخه نيسي، ټولنيز واټن، په عامه ځايونو کې د مخ ماسک اغوستل، د هوا بدلول او پاکول، د ټوخي يا پرنجي پر مهال خوله پټول، د لاسونو پرېمينځل، ضد عفوني کول او د هغه چا قرنطين کول چې يا ناروغ دي او يا هم د دې ناروغۍ نښې لري. درملنه يې د نښو په لرې کولو تمرکز کوي، خو په دې اړه هڅې روانې دي، تر څو داسې درمل جوړ شي، چې دا وايرس له منځه يوسي. په ټوله نړۍ کې اړوندو مسئولينو پر سفرونو د محدوديتونو په لګولو، قرنطين، سوداګريزو کارونو په رخصتۍ، د کار ځای د ګواښونو مهارول، معايناتو کولو نظام او په دې ناروغۍ له اخته کسانو سره د اړيکې نيولو د پيدا کولو په طريقو سره دې ناروغۍ ته ځواب ويلی دی.

د دې وبا له امله، په ټوله نړۍ کې سختې ټولنيزې او اقتصادي ستونزې رامنځته شوې، په ۱۹۳۰ ز کال کې د نړيوال رکود څخه وروسته د کرونا له امله په نړۍ کې ستر رکود رامنځته شو. همدا چاره د توکو په عرضه کېدو کې د کمښت لامل شوه، ځکه چې د توکو رانيول زيات شول، کرهڼيز اختلالات رامنځ ته شول او خوراکي توکي لږ شول. د پرله پسې قرنطين له امله په نړيواله کچه ککړتيا په بې ساري ډول کمه شوه. ډېرې تعليمي ادارې او عامه سيمې يا نيمې بندې يا بشپړې بندې شوې، ډېری مراسم يا لغوه يا وځنډېدل. په ټولنيزو او ټوليزو رسنيو کې ناسم معلومات خپاره شول او سياسي کړکېچ خورا سخت شو. د دې وبا له کبله توکميز او جغرافيايي توپيرونه، روغتيايي برابرۍ، د عامې روغتيا او فردي حقوقو تر منځ د توازن د اړتيا مسائل راپورته کړل. [۱۸]

نومول

[سمول]

دا وبا په بېلا بېلو نومونو پېژندل شوې. په عمومي توکه په خپل عاميانه نوم پېژندل کېږي، «د کرونا وايرس وبا»، سره له دې چې نور انساني کرونا وايرسونه هم د داسې خپرېدو او وبا ګرځېدو لامل ګرځېدلي دي، لکه (sars). مخکې  تر دې چې دا يوه وبا اعلان شي، «د کرونا وايرس خپرېدا» او «وهان کرونا وايرس خپرېدا» په نوم پېژندل کېده.[۱۹][۲۰][۲۱]

په وهان کې د لومړي خپراوي پر مهال، دې وايرس او ناروغۍ ته يوازې کرونا وايرس او وهان کرونا وايرس وېل کېدل، او کله ناکله به دا ناروغي د وهان سينه بغل په نوم يادېده. د ۲۰۲۰ ز کال په جنورۍ مياشت کې د روغتيا نړيوال سازمان دې وايرس او ناروغۍ لپاره د « 2019-nCoV» او « 2019-nCoV» لنډ مهالي نومونه وړانديز کړه، دا وړانديز يې د ۲۰۱۵ ز کال د لارښود او د ناروغۍ يا وايرس د نوم په توګه د جغرافيايي سيمو  (لکه وهان، چين)، څآرويو ډولونو يا د ځينو خلکو د ډلو د کارولو پر مهال د نړيوالو لارښودنو پر بنسټ وکړ، تر څو تر يو بريده د ټولنيز پېغور څخه مخنیوی وشي. رسمي نوم « COVID-19» او « SARS-CoV-2 » د روغتيا نړيوال سازمان له خوا د ۲۰۲۰ ز کال د فبرورۍ په يوولسمه نېټه اعلان کړای شول. تدروس ادهانوم  وايي: سي د کرونا لپاره، وي آی د وايرس لپاره، ډي د ناروغۍ لپاره او نولس د هغه وخت لپاره کله چې په لومړي ځل خپور او وپېژندل شو (د ۲۰۱۹ ز کال د دسمبر يو دېرشمه). د روغتيا نړيوال سازمان، همدا راز په عامه اړيکو کې د دې ناروغۍ لپاره کوويډ-۱۹ وايرس او د کوويډ-۱۹ مسئول وايرس نومونه هم کاروي.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

د وايرس نور ډولونه هم په بېلابېلو نومونو پېژندل شوي. د روغتيا نړيوال سازمان له خوا د رسمي نوم له ورکولو مخکې، په عمومي توګه هغه نومونه ورکول کېدل، چېرته چې دا وايرس لېدل شوی و (لکه ډلټا ډول وايرس چې د دې وايرس هندي ډول دی) او په عامه محاوره کې «د کرونا ډولونو» په نوم پېژندل کېږی. د ۲۰۲۱ ز کال د مۍ په پای کې، د روغتيا نړيوال سازمان د يوې نوې تګلارې په وړاندې کولو سره د اندېښمنوونکو ډولونو او د پام وړ ډولونو لپاره له يوناني تورو ګټه واخسته او د ټولو ډولونو لپاره يې نوې نښې ځانګړې کړې.[۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

وبا پېژندنه

[سمول]

مخینه( شاليد)

[سمول]

که څه هم تر اوسه د دې وايرس اصلي سرچینه نه ده معلومه، لومړۍ  خپرېدا يې د ۲۰۱۹ ز کال د نومبر په مياشت کې د چين د هوبي ايالت په وهان ښار کې پیل شوه.  د کوويډ-۱۹ لومړۍ پېښې په هغو خلکو کې لیدل شوې وې چا چې په وهان کې د هونان د سمندري خواراکونو پلورنځي څخه لیدنه کړې وه، خو ممکنه ده چې له دې څخه مخکې لا له انسان څخه انسان ته د دې وايرس د لېږد بهير پيل شوی و. د ۲۰۲۰ ز کال د فبرورۍ په يوولسمه نېټه  نړيوال روغتيا سازمان په دې ناروغۍ د کوويډ-۱۹ نوم کېښود، کوم چې د «۲۰۱۹ کرونا وايرس ناروغۍ» لنډيز دی. هغه وايرس چې د خپرېدو لامل شو، د کروناوايرس ۲ د سختو تنفسي نښو (SARS-CoV-2) په نوم پېژندل کېده، يو نوی پېژندل شوی وايرس د شاپرک کروناوايرسونو، پينګولين کروناوايرسونو او SARS-CoV سره ډېر نژدې اړوند و. په علمي ډګر کې پوهان موافق دي چې په ډېرې شونتيا د دې وايرس اصلي سرچینه له څاروي څخه ده، له شاپرکونو يا د نورو تي لرونکو حيواناتو څخه. سره له دې، دې موضوع ډېر اټکلونه او دسيسوي اندونه رامنځته کړل چې همدا اندونه، د انټرنيټ له خونو څخه په چټکتيا سره ستر او پراخه کړای شول. نړيوال جيوپوليتيکي اختلافات، په ځانګړي ډول د متحده ايالاتو او چين تر منځ، د همدې موضوع له امله پورته ولاړل.  [۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶]

وروسته معلومه شوه چې د دې ناروغۍ نښې لرونکی لومړی کس د ۲۰۱۹ زېږديز کال د ډيسمبر په لومړۍ نېټه ناروغ شوی و او هغه د لمدو شيانو د بازار له ډلې سره هيڅ اړيکې نه درلودلې. په هر حال، د اخته کېدو لومړۍ پېښه د نومبر په اولسمه رامنځ ته شوې وه. په هماغه مياشت کې د لومړۍ پېښې د راپور پر اساس د هغوی دوه په درې برخو له ياد بازار سره اړيکه درلودله. ماليکولي تحليلونه څرګندوي چې ممکن مشخصه شوې پېښه د ۲۰۱۹ زېږديز کال د اکتوبر له نيمايي څخه نومبر ترنيمايي پورې په دې وايرس اخته شوی و.[۴۷][۴۸][۴۹]

پېښې

[سمول]

له رسمي بهيرونو سره سم رسمي شمېرې هغه دي چې خلک د کوويډ-۱۹ لپاره کتل(معاينه) شوي او د هغوی د معايناتو پايله مثبته راوتلې ده. په لومړي سر کې د ډېرو هېوادونو تګلاره دا وه، هغه کسان يې نه معاينه کول چې يوازې کوچنۍ نښې ولري. د وايرس د خپرېدو د لومړي پړاو ارزونې، چې د جنورۍ تر دروېشتمې نېټې  پورې دي، اټکل کړی و چې د کوويډ-۱۹ شپږ اتيا سلنه ککړ کسان نه و پېژندل شوي او همدا نه مستند شوي، د نهه اويا سلنه مستند شوو پېښو لپاره اصل ګرځول شوی و. د بېلا بېلو طريقو په کارولو سره ډېرو نورو مطالعاتو اټکل کړی، چې په ډېرو هېوادونو کې د اصلي پېښو شمېر، له راپور شوو پېښو څخه خورا زياتې دي.[۵۰][۵۱][۵۲][۵۳][۵۴][۵۵][۵۶]

سرچينې او ياداښتونه

[سمول]
  1. سرچينې تړی: https://www.who.int/dg/speeches/detail/who-director-general-s-opening-remarks-at-the-media-briefing-on-covid-19---11-march-2020. Archive URL: https://web.archive.org/web/20200311212521/https://www.who.int/dg/speeches/detail/who-director-general-s-opening-remarks-at-the-media-briefing-on-covid-19---11-march-2020. Archive date: ۱۱ مارچ ۲۰۲۰.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ سرچينې تړی: https://www.cnbc.com/2023/05/05/who-declares-end-to-covid-global-public-health-emergency.html.
  3. سرچينې تړی: https://www.cnbc.com/2020/01/30/who-declares-china-coronavirus-a-global-health-emergency.html.
  4. سرچينې تړی: https://www.abc.net.au/news/2020-01-31/who-coronavirus-global-emergency/11916276. Retrieved: ۳۰ جنوري ۲۰۲۰.
  5. سرچينې تړی: https://www.canada.ca/en/public-health/services/diseases/2019-novel-coronavirus-infection.html.
  6. سرچينې تړی: https://cadenaser.com/ser/2020/01/31/sociedad/1580509543_966433.html. Retrieved: ۳۱ جنوري ۲۰۲۰.
  7. سرچينې تړی: https://www.who.int/csr/don/12-january-2020-novel-coronavirus-china/en/. Retrieved: ۱۰ فبروري ۲۰۲۰.
  8. سرچينې تړی: https://www.thelancet.com/journals/lancet/article/PIIS0140-6736(20)30183-5/fulltext. Retrieved: ۱۰ فبروري ۲۰۲۰.
  9. سرچينې تړی: http://virological.org/t/phylodynamic-analysis-67-genomes-08-feb-2020/356. Retrieved: ۱۰ فبروري ۲۰۲۰. Archive URL: https://web.archive.org/web/20200923132745/https://virological.org/t/phylodynamic-analysis-176-genomes-6-mar-2020/356. Archive date: ۲۳ سپټمبر ۲۰۲۰.
  10. سرچينې تړی: http://virological.org/t/phylodynamic-analysis-67-genomes-08-feb-2020/356. Retrieved: ۱۰ فبروري ۲۰۲۰.
  11. سرچينې تړی: https://www.utoronto.ca/news/model-built-u-t-researchers-suggests-coronavirus-outbreak-began-november-has-yet-be-controlled. Retrieved: ۱۰ فبروري ۲۰۲۰.
  12. سرچينې تړی: https://art-bd.shinyapps.io/nCov_control/. Retrieved: ۱۰ فبروري ۲۰۲۰.
  13. سرچينې تړی: https://annals.org/aim/fullarticle/2760912/reporting-epidemic-growth-reproduction-numbers-2019-novel-coronavirus-2019-ncov. Retrieved: ۱۰ فبروري ۲۰۲۰.
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ سرچينې تړی: http://virological.org/t/phylodynamic-analysis-129-genomes-24-feb-2020/356. Retrieved: ۳ مارچ ۲۰۲۰.
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ سرچينې تړی: http://virological.org/t/phylodynamic-analysis-176-genomes-6-mar-2020/356. Retrieved: ۱۷ مارچ ۲۰۲۰.
  16. سرچينې تړی: https://www.who.int/publications-detail/surveillance-case-definitions-for-human-infection-with-novel-coronavirus-(ncov). Archive URL: https://archive.today/20200120132044/https://www.who.int/publications-detail/surveillance-case-definitions-for-human-infection-with-novel-coronavirus-(ncov). Archive date: ۲۰ جنوري ۲۰۲۰.
  17. سرچينې تړی: https://www.cdc.gov/coronavirus/novel-coronavirus-2019.html.
  18. "The Great Lockdown: Worst Economic Downturn Since the Great Depression". IMF Blog. نه اخيستل شوی 23 April 2020.
  19. Multiple sources:
  20. UKRI, Coronavirus: the science explained-. "What is coronavirus? The different types of coronaviruses". coronavirusexplained.ukri.org. نه اخيستل شوی 20 July 2021.
  21. Zhu H, Wei L, Niu P (2 March 2020). "The novel coronavirus outbreak in Wuhan, China". Global Health Research and Policy. 5 (1): 6. doi:10.1186/s41256-020-00135-6. PMC 7050114. PMID 32226823.
  22. Multiple sources:
  23. Jiang S, Xia S, Ying T, Lu L (May 2020). "A novel coronavirus (2019-nCoV) causing pneumonia-associated respiratory syndrome". Cellular & Molecular Immunology. 17 (5): 554. doi:10.1038/s41423-020-0372-4. PMC 7091741. PMID 32024976.
  24. Chan JF, Yuan S, Kok KH, To KK, Chu H, Yang J, et al. (February 2020). "A familial cluster of pneumonia associated with the 2019 novel coronavirus indicating person-to-person transmission: a study of a family cluster". Lancet. 395 (10223): 514–523. doi:10.1016/S0140-6736(20)30154-9. PMC 7159286. PMID 31986261.
  25. "Novel Coronavirus (2019-nCoV) Situation Report – 1" (PDF). World Health Organization (WHO). 21 January 2020.
  26. "Novel Coronavirus(2019-nCoV) Situation Report – 10" (PDF). World Health Organization (WHO). 30 January 2020.
  27. Multiple sources:
  28. "Naming the coronavirus disease (COVID-19) and the virus that causes it". World Health Organization (WHO). Archived from the original on 28 February 2020. نه اخيستل شوی 13 March 2020.
  29. Coronavirus disease 2019 (COVID-19) in the EU/EEA and the UK – eighth update (PDF) (Report). ecdc. Archived (PDF) from the original on 14 March 2020. نه اخيستل شوی 19 April 2020.
  30. "Covid Indian variant: Where is it, how does it spread and is it more infectious?". BBC News. 7 June 2021. نه اخيستل شوی 20 July 2021.
  31. "SARS-CoV-2 variants of concern as of 15 July 2021". European Centre for Disease Prevention and Control. نه اخيستل شوی 20 July 2021.
  32. CDC (11 February 2020). "Coronavirus Disease 2019 (COVID-19)". Centers for Disease Control and Prevention. نه اخيستل شوی 20 July 2021.
  33. "Covid: WHO renames UK and other variants with Greek letters". BBC News. 31 May 2021. نه اخيستل شوی 8 June 2021.
  34. To KK, Sridhar S, Chiu KH, Hung DL, Li X, Hung IF, et al. (March 2021). "Lessons learned 1 year after SARS-CoV-2 emergence leading to COVID-19 pandemic". Emerging Microbes & Infections. 10 (1): 507–535. doi:10.1080/22221751.2021.1898291. PMC 8006950. PMID 33666147.
  35. Sun J, He WT, Wang L, Lai A, Ji X, Zhai X, et al. (May 2020). "COVID-19: Epidemiology, Evolution, and Cross-Disciplinary Perspectives". Trends in Molecular Medicine. 26 (5): 483–495. doi:10.1016/j.molmed.2020.02.008. PMC 7118693. PMID 32359479.
  36. "WHO Points To Wildlife Farms In Southern China As Likely Source Of Pandemic". NPR. 15 March 2021.
  37. Maxmen A (April 2021). "WHO report into COVID pandemic origins zeroes in on animal markets, not labs". Nature. 592 (7853): 173–174. Bibcode:2021Natur.592..173M. doi:10.1038/d41586-021-00865-8. PMID 33785930. S2CID 232429241.
  38. Hu B, Guo H, Zhou P, Shi ZL (March 2021). "Characteristics of SARS-CoV-2 and COVID-19". Nature Reviews. Microbiology. 19 (3): 141–154. doi:10.1038/s41579-020-00459-7. PMC 7537588. PMID 33024307.
  39. Graham RL, Baric RS (May 2020). "SARS-CoV-2: Combating Coronavirus Emergence". Immunity. 52 (5): 734–736. doi:10.1016/j.immuni.2020.04.016. PMC 7207110. PMID 32392464.
  40. Adhanom T. "WHO Director-General's remarks at the media briefing on 2019-nCoV on 11 February 2020". World Health Organization (WHO). نه اخيستل شوی 24 October 2020.
  41. Zhang T, Wu Q, Zhang Z (April 2020). "Probable Pangolin Origin of SARS-CoV-2 Associated with the COVID-19 Outbreak". Current Biology. 30 (7): 1346–1351.e2. doi:10.1016/j.cub.2020.03.022. PMC 7156161. PMID 32197085.
  42. Multiple sources:
  43. Hakim MS (February 2021). "SARS-CoV-2, Covid-19, and the debunking of conspiracy theories". Reviews in Medical Virology. n/a (n/a): e2222. doi:10.1002/rmv.2222. PMC 7995093. PMID 33586302.
  44. Qin A, Wang V, Hakim D (20 November 2020). "How Steve Bannon and a Chinese Billionaire Created a Right-Wing Coronavirus Media Sensation". The New York Times. Archived from the original on 30 April 2021.
  45. Multiple sources:
  46. Lovelace Jr B (11 February 2020). "World Health Organization names the new coronavirus: COVID-19". CNBC. نه اخيستل شوی 23 October 2020.
  47. Ma J (13 March 2020). "Coronavirus: China's first confirmed Covid-19 case traced back to November 17". South China Morning Post. Archived from the original on 13 March 2020. نه اخيستل شوی 16 March 2020.
  48. Pekar J, Worobey M, Moshiri N, Scheffler K, Wertheim JO (April 2021). "Timing the SARS-CoV-2 index case in Hubei province". Science. 372 (6540): 412–417. Bibcode:2021Sci...372..412P. doi:10.1126/science.abf8003. PMC 8139421. PMID 33737402.
  49. To KK, Sridhar S, Chiu KH, Hung DL, Li X, Hung IF, et al. (December 2021). "Lessons learned 1 year after SARS-CoV-2 emergence leading to COVID-19 pandemic". Emerging Microbes & Infections. 10 (1): 507–535. doi:10.1080/22221751.2021.1898291. PMC 8006950. PMID 33666147.
  50. "Laboratory testing for 2019 novel coronavirus (2019-nCoV) in suspected human cases". World Health Organization (WHO). نه اخيستل شوی 30 March 2020.
  51. "Total tests for COVID-19 per 1,000 people". Our World in Data. نه اخيستل شوی 16 April 2020.
  52. Sevillano EG, Linde P, Vizoso S (23 March 2020). "640,000 rapid coronavirus tests arrive in Spain". El País. نه اخيستل شوی 2 April 2020.
  53. "Special Report: Italy and South Korea virus outbreaks reveal disparity in deaths and tactics". Reuters. 13 March 2020. نه اخيستل شوی 30 March 2020.
  54. Li R, Pei S, Chen B, Song Y, Zhang T, Yang W, Shaman J (May 2020). "Substantial undocumented infection facilitates the rapid dissemination of novel coronavirus (SARS-CoV-2)". Science. 368 (6490): 489–493. Bibcode:2020Sci...368..489L. doi:10.1126/science.abb3221. PMC 7164387. PMID 32179701.
  55. "Report 13 – Estimating the number of infections and the impact of non-pharmaceutical interventions on COVID-19 in 11 European countries". Imperial College London. نه اخيستل شوی 7 April 2020.
  56. Lau H, Khosrawipour V, Kocbach P, Mikolajczyk A, Ichii H, Schubert J, et al. (June 2020). "Internationally lost COVID-19 cases". Journal of Microbiology, Immunology, and Infection = Wei Mian Yu Gan Ran Za Zhi. 53 (3): 454–458. doi:10.1016/j.jmii.2020.03.013. PMC 7102572. PMID 32205091.