کوويډ-۱۹ وبا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کوويډ-۱۹ وبا، د کرونا وايرس وبا په نوم هم پېژندل کيږي. په نړۍ کې له ۲۰۱۹ ز کال څخه خپره نړيواله وبايي وايرسي ناروغي ده (COVID-19) چې د کرونا وايرس ۲ (SARS-CoV-2) له سختو تنفسي نښو څخه پيدا کېږي. دا نوی وايرس په لومړي ځل د چين په وهان ښار کې د ۲۰۱۹ ز کال د دسمبر په مياشت کې وپېژندل شو. د وهاو او د هوبي د نورو ښارونو په قرنطين سره بيا هم ونه توانېد چې دا ناروغۍ مهار کړي او په ډېرې چټکتيا سره ټول چين او په ټوله نړۍ کې خپره شوه. د روغتيا نړيوال سازمان د ۲۰۲۰ ز کال د جنورۍ په دېرشمه نېټه د نړيوالې اندېښنې په څرګندولو سره په ټوله نړۍ کې اضطراري روغتيايي حالت اعلان کړ او د مارچ په يوولسمه نېټه په نړۍ کې وبا اعلان شوه. له ۲۰۲۱ ز کال راهيسې په ډېرو هېوادونو کې د دې وايرس بېلا بېل ډولونه راڅرګند شوي او ډېر هېوادونه يې نيولي دي، لکه الفا، بيټا او ډيلټا ډولونه چې ډېر خطرناک دي. د ۲۰۲۱ ز کال د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې له دې وايرس څخه د پنځه ميليونه انسانانو مرګ او له دوه سوه او شپږ څلويښت ميليونه څخه زياتو انسانانو اخته کېدل تاييد شوي دي او په دې توګه دا وبا،  په تاريخ کې يوه تر ټولو خونړۍ وبا وپېژندل شوه.

د کوويډ-۱۹ نښې يا نه وي، يا ژوند ګواښونکې علامې لري. په عمر خوړليو ناروغانو او هغو کې چې ځانګړي روغتيايي شرايط لري، دا ناروغي سخته وي. د کوويډ-۱۹ لېږد هغه وخت رامنځ ته کېږي، کله چې انسانان په ککړه هوا کې په دې وايرس لړل شوي بڅرکي او ذرې په هوا کې تنفس کړي. د دې موادو تنفس هغه وخت زياته شونتيا لري، کله چې انسانان سره ډېر نژدې وي، خو شونې ده چې دا وايرس له لرې سيمې څخه هم ولېږدول شي په ځانګړي ډول په کوټه او هغه سيمه کې چې د هوا بدلېدو نظام يې کمزوری وي. ډېر لږ دا وايرس د سطحو او ککړو مايعاتو له لارې هم لېږدېدای شي. خلک تر شلو ورځو پورې نورو ته وايرس انتقالولای شي او کېدای شي، دا وايرس نورو ته په داسې حال کې هم انتقال کړي، چې خپله يې هېڅ نښې ونه ويني.

په بېلا بېلو هېوادونو کې مختلف واکسين تايید او خپاره شوي دي او د ۲۰۲۰ ز کال د د سمبر له مياشتې د پراخه واکسين لړۍ پېل شوې. د مخنيوي نورو هغو سپارښتنو کې چې د وايرس د خپرېدو مخه نيسي، ټولنيز واټن، په عامه ځايونو کې د مخ ماسک اغوستل، د هوا بدلول او پاکول، د ټوخي يا پرنجي پر مهال خوله پټول، د لاسونو پرېمينځل، ضد عفوني کول او د هغه چا قرنطين کول چې يا ناروغ دي او يا هم د دې ناروغۍ نښې لري. درملنه يې د نښو په لرې کولو تمرکز کوي، خو په دې اړه هڅې روانې دي، تر څو داسې درمل جوړ شي، چې دا وايرس له منځه يوسي. په ټوله نړۍ کې اړوندو مسئولينو پر سفرونو د محدوديتونو په لګولو، قرنطين، سوداګريزو کارونو په رخصتۍ، د کار ځای د ګواښونو مهارول، معايناتو کولو نظام او په دې ناروغۍ له اخته کسانو سره د اړيکې نيولو د پيدا کولو په طريقو سره دې ناروغۍ ته ځواب ويلی دی.

د دې وبا له امله، په ټوله نړۍ کې سختې ټولنيزې او اقتصادي ستونزې رامنځته شوې، په ۱۹۳۰ ز کال کې د نړيوال رکود څخه وروسته د کرونا له امله په نړۍ کې ستر رکود رامنځته شو. همدا چاره د توکو په عرضه کېدو کې د کمښت لامل شوه، ځکه چې د توکو رانيول زيات شول، کرهڼيز اختلالات رامنځ ته شول او خوراکي توکي لږ شول. د پرله پسې قرنطين له امله په نړيواله کچه ککړتيا په بې ساري ډول کمه شوه. ډېرې تعليمي ادارې او عامه سيمې يا نيمې بندې يا بشپړې بندې شوې، ډېری مراسم يا لغوه يا وځنډېدل. په ټولنيزو او ټوليزو رسنيو کې ناسم معلومات خپاره شول او سياسي کړکېچ خورا سخت شو. د دې وبا له کبله توکميز او جغرافيايي توپيرونه، روغتيايي برابرۍ، د عامې روغتيا او فردي حقوقو تر منځ د توازن د اړتيا مسائل راپورته کړل. [۱]

نومول[سمول]

دا وبا په بېلا بېلو نومونو پېژندل شوې. په عمومي توکه په خپل عاميانه نوم پېژندل کېږي، «د کرونا وايرس وبا»، سره له دې چې نور انساني کرونا وايرسونه هم د داسې خپرېدو او وبا ګرځېدو لامل ګرځېدلي دي، لکه (sars). مخکې  تر دې چې دا يوه وبا اعلان شي، «د کرونا وايرس خپرېدا» او «وهان کرونا وايرس خپرېدا» په نوم پېژندل کېده.[۲][۳][۴]

په وهان کې د لومړي خپراوي پر مهال، دې وايرس او ناروغۍ ته يوازې کرونا وايرس او وهان کرونا وايرس وېل کېدل، او کله ناکله به دا ناروغي د وهان سينه بغل په نوم يادېده. د ۲۰۲۰ ز کال په جنورۍ مياشت کې د روغتيا نړيوال سازمان دې وايرس او ناروغۍ لپاره د « 2019-nCoV» او « 2019-nCoV» لنډ مهالي نومونه وړانديز کړه، دا وړانديز يې د ۲۰۱۵ ز کال د لارښود او د ناروغۍ يا وايرس د نوم په توګه د جغرافيايي سيمو  (لکه وهان، چين)، څآرويو ډولونو يا د ځينو خلکو د ډلو د کارولو پر مهال د نړيوالو لارښودنو پر بنسټ وکړ، تر څو تر يو بريده د ټولنيز پېغور څخه مخنیوی وشي. رسمي نوم « COVID-19» او « SARS-CoV-2 » د روغتيا نړيوال سازمان له خوا د ۲۰۲۰ ز کال د فبرورۍ په يوولسمه نېټه اعلان کړای شول. تدروس ادهانوم  وايي: سي د کرونا لپاره، وي آی د وايرس لپاره، ډي د ناروغۍ لپاره او نولس د هغه وخت لپاره کله چې په لومړي ځل خپور او وپېژندل شو (د ۲۰۱۹ ز کال د دسمبر يو دېرشمه). د روغتيا نړيوال سازمان، همدا راز په عامه اړيکو کې د دې ناروغۍ لپاره کوويډ-۱۹ وايرس او د کوويډ-۱۹ مسئول وايرس نومونه هم کاروي.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د وايرس نور ډولونه هم په بېلابېلو نومونو پېژندل شوي. د روغتيا نړيوال سازمان له خوا د رسمي نوم له ورکولو مخکې، په عمومي توګه هغه نومونه ورکول کېدل، چېرته چې دا وايرس لېدل شوی و (لکه ډلټا ډول وايرس چې د دې وايرس هندي ډول دی) او په عامه محاوره کې «د کرونا ډولونو» په نوم پېژندل کېږی. د ۲۰۲۱ ز کال د مۍ په پای کې، د روغتيا نړيوال سازمان د يوې نوې تګلارې په وړاندې کولو سره د اندېښمنوونکو ډولونو او د پام وړ ډولونو لپاره له يوناني تورو ګټه واخسته او د ټولو ډولونو لپاره يې نوې نښې ځانګړې کړې.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

وبا پېژندنه[سمول]

مخینه( شاليد)[سمول]

که څه هم تر اوسه د دې وايرس اصلي سرچینه نه ده معلومه، لومړۍ  خپرېدا يې د ۲۰۱۹ ز کال د نومبر په مياشت کې د چين د هوبي ايالت په وهان ښار کې پیل شوه.  د کوويډ-۱۹ لومړۍ پېښې په هغو خلکو کې لیدل شوې وې چا چې په وهان کې د هونان د سمندري خواراکونو پلورنځي څخه لیدنه کړې وه، خو ممکنه ده چې له دې څخه مخکې لا له انسان څخه انسان ته د دې وايرس د لېږد بهير پيل شوی و. د ۲۰۲۰ ز کال د فبرورۍ په يوولسمه نېټه  نړيوال روغتيا سازمان په دې ناروغۍ د کوويډ-۱۹ نوم کېښود، کوم چې د «۲۰۱۹ کرونا وايرس ناروغۍ» لنډيز دی. هغه وايرس چې د خپرېدو لامل شو، د کروناوايرس ۲ د سختو تنفسي نښو (SARS-CoV-2) په نوم پېژندل کېده، يو نوی پېژندل شوی وايرس د شاپرک کروناوايرسونو، پينګولين کروناوايرسونو او SARS-CoV سره ډېر نژدې اړوند و. په علمي ډګر کې پوهان موافق دي چې په ډېرې شونتيا د دې وايرس اصلي سرچینه له څاروي څخه ده، له شاپرکونو يا د نورو تي لرونکو حيواناتو څخه. سره له دې، دې موضوع ډېر اټکلونه او دسيسوي اندونه رامنځته کړل چې همدا اندونه، د انټرنيټ له خونو څخه په چټکتيا سره ستر او پراخه کړای شول. نړيوال جيوپوليتيکي اختلافات، په ځانګړي ډول د متحده ايالاتو او چين تر منځ، د همدې موضوع له امله پورته ولاړل.  [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

وروسته معلومه شوه چې د دې ناروغۍ نښې لرونکی لومړی کس د ۲۰۱۹ زېږديز کال د ډيسمبر په لومړۍ نېټه ناروغ شوی و او هغه د لمدو شيانو د بازار له ډلې سره هيڅ اړيکې نه درلودلې. په هر حال، د اخته کېدو لومړۍ پېښه د نومبر په اولسمه رامنځ ته شوې وه. په هماغه مياشت کې د لومړۍ پېښې د راپور پر اساس د هغوی دوه په درې برخو له ياد بازار سره اړيکه درلودله. ماليکولي تحليلونه څرګندوي چې ممکن مشخصه شوې پېښه د ۲۰۱۹ زېږديز کال د اکتوبر له نيمايي څخه نومبر ترنيمايي پورې په دې وايرس اخته شوی و.[۳۰][۳۱][۳۲]

پېښې[سمول]

له رسمي بهيرونو سره سم رسمي شمېرې هغه دي چې خلک د کوويډ-۱۹ لپاره کتل(معاينه) شوي او د هغوی د معايناتو پايله مثبته راوتلې ده. په لومړي سر کې د ډېرو هېوادونو تګلاره دا وه، هغه کسان يې نه معاينه کول چې يوازې کوچنۍ نښې ولري. د وايرس د خپرېدو د لومړي پړاو ارزونې، چې د جنورۍ تر دروېشتمې نېټې  پورې دي، اټکل کړی و چې د کوويډ-۱۹ شپږ اتيا سلنه ککړ کسان نه و پېژندل شوي او همدا نه مستند شوي، د نهه اويا سلنه مستند شوو پېښو لپاره اصل ګرځول شوی و. د بېلا بېلو طريقو په کارولو سره ډېرو نورو مطالعاتو اټکل کړی، چې په ډېرو هېوادونو کې د اصلي پېښو شمېر، له راپور شوو پېښو څخه خورا زياتې دي.[۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. "The Great Lockdown: Worst Economic Downturn Since the Great Depression". IMF Blog. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Multiple sources:
  3. UKRI, Coronavirus: the science explained-. "What is coronavirus? The different types of coronaviruses". coronavirusexplained.ukri.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Zhu H, Wei L, Niu P (2 March 2020). "The novel coronavirus outbreak in Wuhan, China". Global Health Research and Policy. 5 (1): 6. doi:10.1186/s41256-020-00135-6. PMC 7050114. PMID 32226823. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Multiple sources:
    . 2nd U.S. Case Of Wuhan Coronavirus Confirmed. NPR
    (په 2 February 2020 باندې). Wuhan Coronavirus Looks Increasingly Like a Pandemic, Experts Say. The New York Times.
    . Wuhan coronavirus deaths spike again as outbreak shows no signs of slowing. CNN
  6. Jiang S, Xia S, Ying T, Lu L (May 2020). "A novel coronavirus (2019-nCoV) causing pneumonia-associated respiratory syndrome". Cellular & Molecular Immunology. 17 (5): 554. doi:10.1038/s41423-020-0372-4. PMC 7091741. PMID 32024976 //www.ncbi.nlm.nih.gov/pmc/articles/PMC7091741 |ببمد_سنترال= تحتاج عنوانا (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Chan JF, Yuan S, Kok KH, To KK, Chu H, Yang J, et al. (February 2020). "A familial cluster of pneumonia associated with the 2019 novel coronavirus indicating person-to-person transmission: a study of a family cluster". Lancet. 395 (10223): 514–523. doi:10.1016/S0140-6736(20)30154-9. PMC 7159286. PMID 31986261 //www.ncbi.nlm.nih.gov/pmc/articles/PMC7159286 |ببمد_سنترال= تحتاج عنوانا (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Novel Coronavirus (2019-nCoV) Situation Report – 1" (PDF). World Health Organization (WHO). 21 January 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Novel Coronavirus(2019-nCoV) Situation Report – 10" (PDF). World Health Organization (WHO). 30 January 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Multiple sources:
    . Novel coronavirus named 'Covid-19': WHO. Today.
    (په 17 February 2020 باندې). The coronavirus spreads racism against – and among – ethnic Chinese. The Economist.
  11. "Naming the coronavirus disease (COVID-19) and the virus that causes it". World Health Organization (WHO). مؤرشف من الأصل في ۲۸ فبروري ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. کينډۍ:Cite report
  13. (په 7 June 2021 باندې). Covid Indian variant: Where is it, how does it spread and is it more infectious?. BBC News.
  14. "SARS-CoV-2 variants of concern as of 15 July 2021". European Centre for Disease Prevention and Control. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. CDC (11 February 2020). "Coronavirus Disease 2019 (COVID-19)". Centers for Disease Control and Prevention. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. (په 31 May 2021 باندې). Covid: WHO renames UK and other variants with Greek letters. BBC News
  17. To KK, Sridhar S, Chiu KH, Hung DL, Li X, Hung IF, et al. (March 2021). "Lessons learned 1 year after SARS-CoV-2 emergence leading to COVID-19 pandemic". Emerging Microbes & Infections. 10 (1): 507–535. doi:10.1080/22221751.2021.1898291. PMC 8006950 تأكد من صحة قيمة |pmc= (مساعدة). PMID 33666147 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Sun J, He WT, Wang L, Lai A, Ji X, Zhai X, et al. (May 2020). "COVID-19: Epidemiology, Evolution, and Cross-Disciplinary Perspectives". Trends in Molecular Medicine. 26 (5): 483–495. doi:10.1016/j.molmed.2020.02.008. PMC 7118693. PMID 32359479. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. (په 15 March 2021 باندې). WHO Points To Wildlife Farms In Southern China As Likely Source Of Pandemic. NPR
  20. Maxmen A (April 2021). "WHO report into COVID pandemic origins zeroes in on animal markets, not labs". Nature. 592 (7853): 173–174. Bibcode:2021Natur.592..173M. doi:10.1038/d41586-021-00865-8. PMID 33785930 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). S2CID 232429241 Check |s2cid= value (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Hu B, Guo H, Zhou P, Shi ZL (March 2021). "Characteristics of SARS-CoV-2 and COVID-19". Nature Reviews. Microbiology. 19 (3): 141–154. doi:10.1038/s41579-020-00459-7. PMC 7537588 تأكد من صحة قيمة |pmc= (مساعدة). PMID 33024307 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Graham RL, Baric RS (May 2020). "SARS-CoV-2: Combating Coronavirus Emergence". Immunity. 52 (5): 734–736. doi:10.1016/j.immuni.2020.04.016. PMC 7207110. PMID 32392464. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Adhanom T. "WHO Director-General's remarks at the media briefing on 2019-nCoV on 11 February 2020". World Health Organization (WHO). د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Zhang T, Wu Q, Zhang Z (April 2020). "Probable Pangolin Origin of SARS-CoV-2 Associated with the COVID-19 Outbreak". Current Biology. 30 (7): 1346–1351.e2. doi:10.1016/j.cub.2020.03.022. PMC 7156161. PMID 32197085. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Multiple sources:
    (په 17 March 2020 باندې). The COVID-19 coronavirus epidemic has a natural origin, scientists say – Scripps Research's analysis of public genome sequence data from SARS‑CoV‑2 and related viruses found no evidence that the virus was made in a laboratory or otherwise engineered. EurekAlert!. Scripps Research Institute (په 7 July 2021 باندې). Coronavirus almost certainly came from an animal, not a lab leak, top scientists argue. CNN.
  26. Hakim MS (February 2021). "SARS-CoV-2, Covid-19, and the debunking of conspiracy theories". Reviews in Medical Virology. n/a (n/a): e2222. doi:10.1002/rmv.2222. PMC 7995093 تأكد من صحة قيمة |pmc= (مساعدة). PMID 33586302 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. (په 20 November 2020 باندې). How Steve Bannon and a Chinese Billionaire Created a Right-Wing Coronavirus Media Sensation. The New York Times.
  28. Multiple sources: (په 27 May 2021 باندې). Divisive COVID 'lab leak' debate prompts dire warnings from researchers. Nature.
    (په 27 May 2021 باندې). Biden move to investigate Covid origins opens new rift in US-China relations. The Guardian.
  29. Lovelace Jr B (11 February 2020). "World Health Organization names the new coronavirus: COVID-19". CNBC. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. (په 13 March 2020 باندې). Coronavirus: China's first confirmed Covid-19 case traced back to November 17.
  31. Pekar J, Worobey M, Moshiri N, Scheffler K, Wertheim JO (April 2021). "Timing the SARS-CoV-2 index case in Hubei province". Science. 372 (6540): 412–417. Bibcode:2021Sci...372..412P. doi:10.1126/science.abf8003. PMC 8139421 تأكد من صحة قيمة |pmc= (مساعدة). PMID 33737402 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. To KK, Sridhar S, Chiu KH, Hung DL, Li X, Hung IF, et al. (December 2021). "Lessons learned 1 year after SARS-CoV-2 emergence leading to COVID-19 pandemic". Emerging Microbes & Infections. 10 (1): 507–535. doi:10.1080/22221751.2021.1898291. PMC 8006950 تأكد من صحة قيمة |pmc= (مساعدة). PMID 33666147 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "Laboratory testing for 2019 novel coronavirus (2019-nCoV) in suspected human cases". World Health Organization (WHO). د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "Total tests for COVID-19 per 1,000 people". Our World in Data. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Sevillano EG, Linde P, Vizoso S (23 March 2020). "640,000 rapid coronavirus tests arrive in Spain". El País. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. (په 13 March 2020 باندې). Special Report: Italy and South Korea virus outbreaks reveal disparity in deaths and tactics. Reuters.
  37. Li R, Pei S, Chen B, Song Y, Zhang T, Yang W, Shaman J (May 2020). "Substantial undocumented infection facilitates the rapid dissemination of novel coronavirus (SARS-CoV-2)". Science. 368 (6490): 489–493. Bibcode:2020Sci...368..489L. doi:10.1126/science.abb3221. PMC 7164387. PMID 32179701. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. "Report 13 – Estimating the number of infections and the impact of non-pharmaceutical interventions on COVID-19 in 11 European countries". Imperial College London. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Lau H, Khosrawipour V, Kocbach P, Mikolajczyk A, Ichii H, Schubert J, et al. (June 2020). "Internationally lost COVID-19 cases". Journal of Microbiology, Immunology, and Infection = Wei Mian Yu Gan Ran Za Zhi. 53 (3): 454–458. doi:10.1016/j.jmii.2020.03.013. PMC 7102572. PMID 32205091. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)