Jump to content

کوسووو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
کوسووو
Republika e Kosovës (البانيايي)[۱]
Република Косово (کينډۍ:ISO 639 name sr-ec)[۱]
Republika Kosovo (کينډۍ:ISO 639 name sr-el) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
پلازمېنه
ترټولو لوړه څوکه
Gjeravica (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
عامه معلومات
عمومي معلومات
د وګړو شمېر
۱٬۸۸۳٬۰۱۸ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
پکښي شاملې اداري سیمي
  لړۍ...
رسمي ژبه
د حکومت مشر
وګړنوم
  لړۍ...
koszovóiKosovarKosovanKosovanoкосоваркосоваркакосоварыקוסובריקוסובריתকসোভীয়cosovankosovarkosovarKosovanoKossovien[۲]Kosovar[۲]Kosovare[۲]Kossovienne[۲]KosovaarKosovaarsekosovarkosovarăkosovariكوصوڤيكوصوڤيةكوصوڤيينكوصوڤيات ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
غړی د
ځای
هېواد
دین
Rodnovery (en) ژباړلSlavic mythology (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ځایناستی د
کچه او لوړوالی
د ځای کچه
۱۰٬۹۰۹٫۰۲۹۹۲ كيلومتر مربع ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور اړين مالومات
برخه د
نور معلومات
وېب‌پاڼه
rks-gov.net (Albanian (en) ژباړل، انګليسي ژبه، سربيايي ژبه) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
کورډي‌نېشن
۴۲°۳۳′شمال ۲۰°۵۰′ختیځ / 42.55°شمال 20.83°ختيځ / 42.55; 20.83 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

کوزوو (په الباني ژبه کې: Kosova [kɔˈsɔva] یا Kosovë [kɔˈsɔvə]؛ په صربي ژبه کې: Косово [kôsoʋo])، په رسمي بڼه د کوزوو جمهوریت (په الباني ژبه: Republika e Kosovës؛ په صربي ژبه: Република e Kosovës؛Република / Косовиal Косовиal State) په سوېل ختيځه اروپا کې نیمه په رسمیت پېژندل شوی هېواد دی او د بالکان په مرکز کې پروت دی. کوزوو د ۲۰۰۸ کال د فبروري په ۱۷ نیټه په یو اړخیزه توګه له صربستان څخه خپله خپلواکي اعلان کړه او له هغه راهیسې یې د ملګرو ملتونو د ۹۷ غړو هېوادونو له لوري د یو خپلواک هېواد په توګه ډیپلوماتیک رسمیت ترلاسه کړی دی. دا هېواد په شمال او ختیځ کې د له صربستان، په سوېل ختیځ کې له شمالي مقدونیې، په سویل لوېدیځ کې له البانیا او په لوېدیځ کې مونتینیګرو سره ګډه پوله لري. د کوزوو زیاتره مرکزي برخه د دوکاګجیني او کوزوو په پراخه هوارو او میدانونو پوښل شوې ده. د اکورزد غرونه او سار غرونه په ترتیب سره په سوېل لوېدیځ او سوېل ختیځ کې پراته دي. پلازمینه او لوی ښار یې پرستینا دی. [۴]

په کلاسیکه لرغونه زمانه کې، مرکزي قبیله چې د کوزوو په خاوره کې راڅرګنده شوه دارداني وه او په څلورمه پېړۍ کې یې د داردانیا سلطنت په نوم خپلواک دولت تاسیس کړ. مخکې له میلاد نه په لومړۍ پېړۍ د روم سترواکۍ ضمیمه شوه او د راتلونکې زریزې په اوږدو د بیزانس سترواکۍ برخه پاتې شوه، چې د دې سترواکۍ واکمني د ۶مې او ۷مې پېړیو په اوږدو کې د سلاوي یرغلونو په پایله کې له منځه لاړه. په ورپسې پېړیو کې، د سیمې کنټرول د بیزانسي او د لومړۍ بلغاریايي سترواکۍ ترمنځ بدلېده. کوزوو په ۱۳مه پېړۍ کې د صربستان د منځنیو پېړیو د دولت مرکز شو، او د ۱۴مې پېړۍ راهیسې د صربستان د ارتودوکس کلیسا مرکز هم و، چې په دې وخت کې یې حیثیت کشیش مېشته سیمې ته لوړ شو. د ۱۴مې او ۱۵مې پېړیو په وروستیو کې په بالکان کې د عثماني سترواکۍ پراختیا د صربستان د سترواکۍ د زوال او ړنګېدو لامل شوه. د ۱۳۸۹ کال د کوزوو جګړه د صربستان د منځنیو پېړیو په تاریخ کې له سرنوشت ټاکونکو شیبو څخه شمېرل کېږي. عثمانيانو د کوزوو له دوهمې جګړې وروسته نوموړې سيمه په بشپړه توګه فتحه کړه. عثماني سترواکۍ د شلمې پېړۍ تر پیل پورې په دې سیمه واکمنه وکړه. [۵][۶]

د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې، کوزوو د البانیا د ولسي ځوښت مرکز و او په کې د ۱۹۱۰ کال البانیایي پاڅون او د ۱۹۱۲ کال البانیایي پاڅون را منځ ته شول. عثمانیانو د بالکان په جګړو کې له ماتې وروسته کوزوو صربستان او مونټینیګرو ته وسپارله. له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته دواړه هېوادونه له یوګوسلاویا سره یوځای شول، او په دې سلطنت کې د یوګوسلاوي د اتحاد پالنې د دورې په تعقیب، او د دوهمې نړیوالې جګړې وروسته یوګوسلاوي اساسي قانون د صربستان د جمهوریت په یوګوسلاوي برخه کې د کوزوو او میتوهیجا خپل اختیاره ولایتونه تاسیس کړل. د شلمې پېړۍ په اوږدو کې د کوزوو د البانیایي او صرب ټولنو تر منځ کړکېچ راپورته شو او کله ناکله په لوی تاوتریخوالی بدلېده، او د کوزوو د ۱۹۹۸ او ۱۹۹۹ کلونو په جګړو کې پای ته ورسېد، چې د یوګوسلاوي پوځ د وتلو او په کوزوو کې د ملګرو ملتونو د لنډمهالې ادارې د ماموریت د تاسیس لامل شو. بلآخره د ۲۰۰۸ کال د فبروري په ۱۷ نېټه کوزوو په یو اړخیزه توګه له صربستان څخه خپله خپلواکي اعلان کړه او له هغه وروسته یې د ملګرو ملتونو د ۹۷ غړو هېوادونو له لوري د یو خپلواک دولت په توګه ډیپلوماتیک رسمیت ترلاسه کړ. صربستان په رسمي توګه کوزوو د یو خپلواکه دولت په توګه په رسیمت نه پېژني او د کوزوو او میتوهیجا خپل اختیاره ولایتونه یې ګڼي، که څه هم د ۲۰۱۳ کال د بروکسل تړون د یوې برخې په توګه د کوزوو د ادارو حاکمیت مني.[۷]

کوزوو یو پرمختللی هېواد دی، د لوړ متوسط عاید اقتصاد سره. دې په تیره لسیزه کې د نړیوالو مالي موسسو له لوري اندازه شوي، او د 2007-2008 مالي بحران له پیل راهیسې هر کال وده موندلې ده. کوزوو د پیسو د نړیوال صندوق، نړیوال بانک غړی دی او د اروپا په شورا، یونیسکو، انټرپول او د اسلامي همکاریو په سازمان کې د څارونکي حیثیت لپاره یې د غړیتوب غوښتنه کړې ده.

نوم[سمول]

ټوله سیمه چې نن ورځ د دې خاورې اړوند ګڼل کېږي په انګلیسي ژبه کې په ساده ډول د Kosovo او په البانیایي ژبه کې د Kosova (معین شکل یې، البانیایي تلفظ: [kɔˈsɔːva]) انګېرل کېږي  یا Kosovë (چې په"غیر معین" شکل ده، البانیایي تلفظ: [kɔˈsɔːv]) تلفظ کېږي. په صربستان کې، د ختیځو او لوېدیځو سیمو ترمنځ رسمي توپیر په اند کې نیول کېږي؛ د کوزوو کلمه د ختیځې برخې لپاره کارول کېږي چې د کوزوو په تاریخي ډګر کې موقعیت لري، پداسې حال کې چې لوېدیځه برخه د میتوهیجا په نوم یادېږي چې (په البانیا کې د دوکاګجیني په نوم بلل کېږي). [۸]

کوزوو (په صربستانیی سیریلیک ژبه کې: Косово  صربی تلفظ یې: [kôsoʋo] ) د kos (кос) صربي خنثی ملکي صفت دی چې معنی "blackbird" یا تور الوتونکی دی، او د Kosovo Polje اختصاري بڼه ده چې معنی یې 'blackbird field' یا د تور الوتونکي سیمه ده. دا سیمه د اوسنۍ کوزوو په ختیځه نیمه برخه کې د یوې هوارې او د ۱۳۸۹ کال کال د کوزوو د جګړې د ډګر نوم دی. د هوارې نوم په ۱۸۶۴ کال کې د کوزوو ولایت لپاره وکارول شو. [۹][۱۰]

البانیایان کوزوو ته د دارانیا وایي. دا د یوه لرغوني سلطنت نوم دی چې وروسته د روم سترواکۍ ولایت شو او د اوسنۍ کوزوو خاوره تر پوښښ لاندې راولي. دا نوم د دارداني له لرغونې قبیلې څخه اخیستل شوی، چې ښایي د پروتو-الباني کلمې dardā سره اړیکه ولري، چې معنی یې "ناک" او (په عصري البانیايي کې dardhë) دی. د کوزوو پخوانی ولسمشر ابراهیم روګووا د "درداني" هویت لېواله ملاتړی و او د کوزوو د ولسمشرۍ بیرغ او نښان دې ملي هویت ته اشاره کوي. خو د "Kosova" نوم د البانیایي وګړو تر منځ په پراخه کچه کارول کېږي. [۱۱]

د کوزوو اوسنۍ پولې په ۱۹۴۵ کې د یوګوسلاویا برخه وې، چې په هغه وخت کې د کوزوو او میتوهیجا خپل اختیاره سیمه (۱۹۴۵ – ۱۹۶۳) او د صربستان د نوي ولسي جمهوریت د اداري د یوې برخې په توګه رامنځ ته شوه. په ۱۹۶۳ کال کې کوزوو او میتوهیجا (۱۹۴۵ – ۱۹۶۳) د یوې خپل اختیاره سیمې څخه څخه د خپل اختیاره ولایت کچې ته لوړ شو. په ۱۹۶۸ کال کې، د "کوزوو او میتوهیجا" دوګونی نوم ساده "کوزوو" ته واوښت چې د کوزوو د سوسیالیستي خپل اختیاره ولایت په نوم یاد شو. په ۱۹۹۰ کال کې، د دې ولایت نوم بېرته د کوزوو او میتوهیجا د خپل اختیاره ولایت ته بدل شول.  [۱۲]

د کوزوو د اساسي قانون سر سم د دولت رسمي دودیز اوږد نوم د کوزوو جمهوریت دی او په نړیواله کچه د کوزوو استازیتوب کوي. د دې ترڅنګ، د یوې هوکړې په پایله کې چې د اروپایي ټولنې په منځګړیتوب د پریستینا او بلګراد ترمنځ په خبرو اترو کې را منځ ته شوه، دې هېواد د "کوزوو*" تر سرلیک لاندې په ځینو نړیوالو غونډو او سازمانونو کې برخه اخیستې ده. په پایلیک ویل شوي چې "دا نوم د دریځ د موقف په اړه له تعصب پرته دی او د UNSC 1244 او د کوزوو د خپلواکۍ د اعلامیې په اړه د ICJ له نظر سره په ټکر کې نه دی. دا قرار چې د "ستوري تړون" په نوم یادیږي، د ۲۰۱۲ کال د فبروري په ۲۴ نیټه په ۱۱ مادو کې هوکړه شوی دی.  [۱۳][۱۴]

سرچينې [سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Reference URL: https://newdaynews.ru/balkans/663025.html.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ۲٫۳ Reference URL: http://cnig.gouv.fr/wp-content/uploads/2020/02/CNT-PVM_r%C3%A9vis%C3%A9_2020-01-27-1.pdf.
  3. Reference URL: https://www.wcoomd.org/-/media/wco/public/global/pdf/about-us/wco-members/list-of-members-with-membership-date.pdf. Retrieved: ۱۶ مارچ ۲۰۲۴. Page(s): 5. Supports qualifier: پيل نېټه.
  4. "Accordance with International Law of the Unilateral Declaration of Independence in Respect of Kosovo" (PDF). International Court of Justice (ICJ). 22 July 2010. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۴ سپټمبر ۲۰۲۰ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۴ سپټمبر ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. Sharpe, M. E. (2003). Ethnic Groups and Population Changes in Twentieth-Century Central-Eastern Europe. مخونه 364. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780765618337. خونديځ د اصلي څخه ۰۳ اگسټ ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. RFE/RL Research Report: Weekly Analyses from the RFE/RL Research Institute, Том 3. Radio Free Europe/Radio Liberty. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. Gvosdev, Nikolas K. (24 April 2013). "Kosovo and Serbia Make a Deal". Foreign Affairs. خونديځ د اصلي څخه ۰۵ مارچ ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. "Constitution of the Republic of Serbia". Parlament.gov.rs. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ نومبر ۲۰۱۰ باندې. لاسرسي‌نېټه ۰۲ جنوري ۲۰۱۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. IBP, Inc. (2015). Kosovo Country Study Guide Volume 1 Strategic Information and Developments. International Business Publications Inc. مخونه 9. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. Oxford English Dictionary, s.v. 'Kosovar'.
  11. Albanian Etymological Dictionary, V.Orel, Koninklijke Brill, Leiden Boston Köln 1998, p. 56
  12. Shelley, Fred M. (2013). Nation Shapes: The Story Behind the World's Borders. مخونه 73. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781610691062. خونديځ د اصلي څخه ۱۶ اکتوبر ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. (په 25 February 2012 باندې). Agreement on regional representation of Kosovo. B92
  14. "Kosovo's Constitution of 2008 (with Amendments through 2016)" (PDF). خونديځ (PDF) د اصلي څخه ۰۲ نومبر ۲۰۱۹. لاسرسي‌نېټه ۰۲ نومبر ۲۰۱۹ – په وسيله constituteproject.org. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)