Jump to content

البانيايي ژبه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
البانيايي ژبه
Gjuha shqipe (البانيايي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ځانګړې وېشنيزه
Albanoid (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ليکدود
ويونکو شمېر
۶٬۲۰۰٬۰۰۰ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
آيسو ۶۳۹-۱ کوډ
sq[۴] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د ژبې کوډ
sq ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
هېواد
البانیايي وينګونه

البانیايي ژبه په البانيايي ژبه: Gjuha shqipe د اندو-اروپايي ژبو کورنۍ يوه ژبه ده چې نږدې ۶ مېلیونه ویونکي لري. د دې ژبې اصلي ځای البانیا او کوسوو دی، مګر دا د بالکان په نورو هغه برخو کې چې هلته البانيايان اوسېږي، هم ويل کيږي لکه مقدونیه ، مونتینېګرو او سوېلي سربیا او په همدې ډول يوه ډله البانيايي وګړي چې په یونان، اېټالیا سوېل ختیځه ساحلي سيمو او سیسلي کې اوسيږي، په دې ژبه خبرې کوي. همدارنګه، هغه هېوادونه چې د بالکان څخه یې کډوال منلي دي، لکه سکینډینیویان هېوادونه، آلمان ، برېتانیا ، استرالیا ، امریکا ، تورکیه او نور، د دې ژبې ویونکي لري. دا ژبه له دوو وينګونو جوړه ده، توسک (سوېلي وينګ) او ګېګ (شمالي وينګ). رسمي / لیکل شوې البانيايي د توسک وينګ دی.

ګروپ کول

[سمول]

په ۱۸۵۴زېږديز کال کې، آلماني ژبپوه فرانز بوپ دا ژبه د اندو-اروپایي ژبو د کورنۍ برخه وګڼله. دا ژبه د دې کورنۍ د ژبو په منځ کې په ځانګړې څانګه کې ده.

ځینې څېړونکي په دې باور دي چې دا ژبه د الیري ، داسي او تراسیني ژبو څخه اخیستل شوې ده. ځینې بيا دا ژبه د سلاوي ، بالتیک یا جرمني ژبو له کورنۍ څخه ګڼي.

د نورو اندو-اروپايي ژبو سره همغږي

[سمول]
آلبانیایی muaj i ri / e re nënë motër natë hundë tre i zi /e zezë i kuq / e kuqe i/ e gjelbër/blertë i/e verdhë ujk
نورې اندو-اروپايي ژبې
سانسکريت ژبه māsa nava mātṛ svasṛ nakti nasa tri kāla rudhira hari pīta vṛka
پښتو مياشت نوی مور خور شپه ماغزه درې تور سور زرغون ژېړ لېوه
پارسي ژبه ماه نو مادر خواهر شب دماغ سه سیاه سرخ سبز زرد گرگ
انګليسي ژبه month new mother sister night nose three black red green yellow wolf
لاتيني ژبه mēnsis novus māter soror nox nasus trēs āter, niger ruber viridis flāvus, gilvus lupus
رومانیایي ژبه luna nou/noi mamă soră noapte nas trei negru roşu verde galben lup
فرانسوي ژبه mois nouveau/neuf mère sœur nuit nez trois noir rouge vert jaune loup
اېټاليايي ژبه mese nuovo madre/mamma sorella notte naso tre nero rosso verde giallo lupo
ايرلينډي ژبه nua máthair deirfiúr oiche srón trí dubh dearg glas, uaine buí mac tíre, faolchú
وېلزي ژبه mis newydd mam chwaer nos trwyn tri du (/di/) coch, rhudd gwyrdd, glas melyn blaidd
لاتویایی mēnesis jauns māte māsa nakts deguns trīs melns sarkans zaļš dzeltens vilks
لرغونې يوناني μήν

mēn
νέος

néos
μήτηρ

mētēr
αδελφή

adelphē
νύξ

núx
ῥίς

rhís
τρεῖς

treĩs
μέλας

mélas
ἐρυθρός

eruthrós
χλωρός

khlōrós
ξανθός

xanthós
λύκος

lúkos
بلغاریایي ژبه месец

mesec
нов

nov
майка

majka
сестра

sestra
нощ

nošt
нос

nos
три

tri
черен

čeren
червен

červen
зелен

zelen
жълт

žălt
вълк

vălk
سربيايي ژبه месец

mesec
нов

nov
мајка, матер

majka,mater
сестра

sestra
ноћ

noć
нос

nos
три

tri
црн

crn
црвен

crven
зелен

zelen
жут

žut
вук

vuk
کرواسیایي ژبه mjesec nov majka sestra noć nos tri crn crven zelen žut vuk
لتوانیایي ژبه mėnesis/mėnuo naujas mama sesuo/sesė naktis nosis trys juoda raudona žalia geltona vilkas

ليکدود

[سمول]

د ۱۵ پېړۍ راهیسې، د البانيايي ژبې ليکلو لپاره له بېلابېلو ليکدودونو کار اخيستل شوی دی، او بېلابېلې الفبا ورته جوړې شوې دي، د دې کار لپاره اېټالوي یا یوناني او ځینې وختونه عربي توري کارول شوي. د البانیا توسک ژبه د یوناني الفبا سره لیکل شوې او د شیګ ډیلي د لاتین الفبا سره لیکل شوې. دا دواړه لغاتونه کله ناکله د عربي الفبا سره لیکل شوي، کوم چې د عثماني ترکي ژبې لیکلو لپاره کارول کیده، همدارنګه سیریلیک او ځینې اصلي لیکې. په ۱۹۰۸ کې، البانیايي ژبه په رسمي توګه د شیګ د ژبو پر بنسټ معیاري شوه او لاتیني الفبا هم د ځینو اصلاحاتو سره رسمي شوه. د دویمې نړیوالې جګړې وروسته، د توسک ژبه د البانیا رسمي او نړیواله ژبه شوه.

  1. "اېتنولوګ" (په انګليسي ژبه). SIL International. نه اخيستل شوی 10 مې 2019.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  2. سرچينې تړی: https://iso639-3.sil.org/code/sqi.
  3. ذکر کېدنه: The Cambridge Encyclopedia of Language. Page(s): 300. Publisher: Cambridge University Press. خپرېدو نېټه: ۱۹۸۷. ليکوال: David Crystal.
  4. "Language".