اندو-اروپايي ژبې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اندو-اروپايي ژبې د ژبو هغه کورنۍ ده چې اصلي ويونکي يې په لويديځه او سویلي ايروايشيا کې دي. د اروپا ډېرې ژبې، د شمالي هند نيمه لويې وچې او ايران د لوړو سيمو ډېرې ژبې په ځان کې رانغاړي. د انګليسي، فرانسوي، پرتګالي، روسي، ډنمارکي، هالنډي او هسپانوي په ګډون د دې کورنۍ ځينې اروپايي ژبې د موډرن پړاو د نيواک په مټ پراخې شوې او اوسمهال پرې په ډېرو سيمو کې خبرې کېږی. اندو-اروپايي کورنۍ په ګڼو څانګو يا فرعي کورنيو وېشل شوې دي، له دې ډلې د ژبو اووه ډلې يې اوس هم ژوندۍ دي، چې نومونه يې دا دي: البانيايي، ارمينيايي، بالټو-سلواکي، سلتيکي، جرمني، هلني، ايندو-ايراني او ايټالوي. شپږ نورې مجموعې هم لري چې اوس له منځه تللې دي.

اوسمهال هغه ژبې چې تر ټولو زيات ويونکي لري، انګليسي، هندوستاني، هسپانوي، بنګالي، فرانسوي، روسي، پرتګالي، الماني، پارسي او پنجابي دي چې په هره ژبه له سل ميليونه نه زيات وګړي غږېږي، خو ځينې نورې اندو-اروپايي ژبې وړې او د مرګ په حال کې دي، د بېلګې په ډول: کورنيش چې له شپږ سوو نه کم خلک پرې خبرې کوي.[۱]

په ټوله کې، د نړۍ د وګړو له منځه شپږ څلوېښت سلنه یې د لومړۍ ژبې په توګه په يوه اندو-اروپايي ژبه غږېږي، چې د ژبو په کورنۍ کې دا د ټولو په سر کې ځای لري. د Ethnologue د اټکل له مخې ۴۴۵ ژوندۍ اندو-اروپايي ژبې شته دي چې دوه په درې (۳۱۳) يې په اندو-ايراني څانګې پورې اړه لري.[۲]

د ټولو اندو-اروپايي ژبو رېښې له تاريخ مخکې يوې ژبې ته رسېږي چې د پروټو-اندو-اروپايي په نوم پېژندل شوې او په دې ژبه د نوي ډبرين عصر په يو پير کې خبرې کېدې. د دې ژبې دقيق جغرافيايی موقعيت، د اندو-راوپايي اورهايمات څرګند نه دی او د ګڼو سيالو ګڼنو موضوع ده، تر ټولو زياته منل شوې ګڼنه يې د کورګان ګڼنه (فرضيه) ده چې اورهايمات د تورسمندر اړوند د کسپين لوړې سيمې بولي، کوم چې له زېږد مخکې ۳۰۰۰ کال د يمونا له کلتور سره تړلی دی. په لومړي ځل د ليکلي سند له څرګندېدو سره، اندو-اروپايي ژبه له پخوا نه په ګڼو ژبو اوښتې وه، چې د اروپا او لويديځې اسيا په ډېرو سيمو کې پرې خبرې کېدې. د اندو-اروپايي ليکلي شواهد د ژړو په عصر کې د ميسيني يوناني، اناتولي، هيتي او لويي ژبو په بڼه راښکاره شول. تر ټولو لرغوني اسناد، ځانله شوي لغتونه او نومونه د هايتي ژبې دي – په دې متن کې چې په بله بڼه د نااړوند پخواني اشوري ژبې کوم څه موندل شوي، هغه يوه سامي ژبه ده – چې له زېږد مخکې په شلمه پېړۍ کې په ختيځه اناتوليا کې د کيلټيپ د اشوري مستعمرې په متن کې موندل شوي دي. که څه هم د پروټو-اندو-اروپايي ژبې کوم ليکلی سند نه دی پاتې، خو شونې ده چې د هغوی د کلتور او مذهب ځينې اړخونه له دوی نه په زېږېدلو کلتورونو کې بيا جوړ کړای شي. د تاريخي ژبپوهنې د ډګر لپاره اندو-اروپايي کورنۍ خورا مهمه ده، ځکه دا ژبه په پېژندل شويو کورنيو کې دويم اوږد تاريخ لري، لومړی مقام د مصري او سامي ژبو په چوکاټ کې افريقايي کورنۍ لري. د اندو-اروپايي ژبو تر منځ د کورنۍ د اړيکو تحليل او د دوی د شريکې سرچينې بيا جوړول په نولسمه پېړۍ کې د علمي نظام په توګه د تاريخي ژبپوهنې د بڼې پېژندنې ته د ودې ورکولو په برخه کې محوري و. [۳][۴]

که څه هم په دې برخه کې ګڼ لانجمن وړانديزونه شوي دي، خو بيا هم اندو-اروپايي کورنۍ د لرې جنيټيکي اړيکې په مټ د بلې هېڅ ژبې له کورنۍ سره اړيکه نه لري.

د نولسمې پېړۍ په اوږدو کې، د اندو-اروپايي ژبو ژبنی مفهوم، د اريايي او يافتي توکميزو تصوراتو پر ځآی کارول شوی دی.[۵]

د اندو-اروپايي ژبپوهنې تاريخچه[سمول]

د شپاړسمې پېړۍ په اوږدو کې، اروپايي ګرځندويانو په هندي لويه وچه کې وليدل چې د اندو-اريايي، ايراني او اروپايي ژبو تر منځ ورته والی شته. په ۱۵۸۳ز کال کې، يسوعي انګليسي مبلغ او کونکاني څېړونکي تاماس ستفنز له ګوا (د هند يوه سيمه) نه خپل ورور ته يو لیک واستاوه (تر شلمې پېړۍ نه و خپور شوی) په کوم لیک کې چې هغه د هندي ژبو او يوناني او لاتيني تر منځ ورته والي ته اشاره کړې وه.[۶]

يو بل راپور د فيليپو ساستي له خوا ورکړل شوی، هغه په ۱۵۴۰ز کال کې په فلورانس کې زېږېدلی و، د هند نيمه لويې وچې ته يې سفر کړی و. نوموړی په ۱۵۸۵ز کال ليکنو کې د سنسکريتي او ايټالوي ژبې د ځينو ویيونو تر منځ د ورته والي خبره ورکوي (په دې ویيونو «لغاتو» کې دا شامل دي: ديو/ديوا «خدای»، سرپا/سرپي «مار»، ساپتا/سيټي «اوه»، استا/اټو «اته» او نوا/نوی «نهه»). خو بيا هم نه د ستفنز، نه د ساستي لیدنو نورو علمي څېړنو ته لار پيدا کړه.[۷]

په ۱۶۴۷ز کال کې، هالندي ژب پېژندونکي او څېړونکي «مارکوس زوريوس ون بوکسورن» د ځينو اروپايي او اسيايي ژبو تر منځ  د ورته والي يادونه کړې او دا نظر  يې وړاندې کړی  دی چې دا ژبې له يوې لومړۍ خپرې شوې ژبې نه اخستل شوې چې هغه دې ژبې ته «سکايي» وايي. هغه په خپله فرضيه کې هالنډي، البانيايي، يوناني، لاتيني، پارسي او الماني ژبې شاملې کړې دي، وروسته يې په کې اسلاوي، سلتيک او بالټيک ژبې هم زياتې کړې دي. په هر حال، د ون بوکورن وړانديزونه زیات نه دي پېژندل شوي او نورې څېړنې يې په خوځښت رانه وستې.[۸]

د عثماني پير ترکي ګرڅندوی اوليا چلبي د يوه ديپلوماتيک ماوريت پر مهال په ۱۶۶۵-۱۶۶۶ز کلونو کې له ويانا نه لیدنه وکړه او د الماني اوپارسي ژبو د ځينو ویيونو تر منځ يې يو لړ ورته والي وليدل. ګاستون کوردو او نور هم همدا ډول مشاهدات وکړل. کوردو د ۱۷۶۰ز کلونو په وروستيو کې د سنسکريتي، لاتيني او يوناني ژبو تر منځ د نژدېوالي بشپړه پرتلنه وکړه،چې  د دوی تر منځ اړيکې وړانديز کړي. په ورته وخت کې، ميخايل لومونوسوف د اسلاوي، بالتيک urlandic")، ايراني ("Medic")، فنلانډي، چينايي، "Hottentot" (Khoekhoe) او نورو بېلا بېلو ژبو د ډلو تر منځ پرتله وکړه او ويې ليدل چې، اړوندې ژبې (د لاتيني، يوناني، الماني او روسي په ګډون) بايد په لرغونې زمانه کې له شريکو اصولو نه جلا شوې وي.[۹]

دا فرضيه په ۱۷۸۶ز کال کې بيا راڅرګنده شوه، کله چې سر وليام جونز په لومړي ځل د خپل وخت د پېژندل شويو درې لرغونو ژبو تر منځ د څرګند ورته والي په اړه درس ورکړ: لاتيني، يوناني، سنسکريتي، هغه په دې ژبو په ازمېښتي ډول ګوتيک، سلتيک او فارسي هم اضافه کړې، خو د هغه په ډلبندۍ کې ځينې ناکره والي او څه له منځه وړنې شته. د ژب پېژندنې په يوه مشهور اقتباس کې، جونز په ۱۷۸۶ز کال کې په بنګال کې د اسيايي ټولنې په وړاندې د وينا پر مهال داسې وړاندوينه وکړه، په کوم کې چې هغه د يوې پخوانۍ ژبې د شتون اټکل وکړ، نوموړي هغې  ته د «شريکې سرچينې» نوم ورکړ، خو نوم يې وانه اخيست. [۱۰]

سنسکريتي ژبه چې لرغونتيا يې هر څومره وي، حيرانوونکی جوړښت لري، له يوناني ژبې نه زياته بشپړه ده، له لاتيني ژبې زياته جذابه ده او له دواړو نه زياته خوندوره ده، بيا هم له دې دواړو سره پياوړی نژديوالی لري، هم د لغاتو په رېښو کې او هم د ګرامر په بڼو کې، دې ته په کتنې سره چې کېدای شي، دا نژديوالی يې تصادفي وي، په حقيقت کې دومره پياوړی دی چې هېڅ فيلسوف نه شي کولای، دا دري واړه و ازمويي، بې له دې چې باور وکړي ،دې درېيو واړو دې له يوې سرچينې سرچينه اخیستې وي، چې ممکنه ده، دا سرچينه اوس نه وي موجوده. ---سر وليام جونز، د ۱۷۸۶ز کال د فبرورۍ په دويمه د وړاندې شوې وينا درېيمه کليزه، ELIOHS

په لومړي ځل تاماس ينګ په ۱۸۱۳ز کال کې د اندو-اروپايي اصطلاح وکاروله، دا اصطلاح يې د ژبې د کورنۍ له جغرافيايي لرېوالي نه اخیستې، له لويديځې اروپا نه تر شمالي هندوستان پورې. د دې مرادف اندو-جرماني (Idg.  يا IdG.) دی، په دې ډول د دې کورنۍ سويل ختيځ تر ټولو لرې او شمال لويديځ تر ټولو لرې څانګې په ګوته کوي.  دا په لومړي ځل په ۱۸۱۰ز کال کې د کونراډ مالت-برون په اثر کې د (indo-germanique) په نامه په فرانسوي کې راڅرګند شو. په ډېرو ژبو کې د دې اصطلاح تاريخ، يا نه دی ياد شوی يا د اندو-اروپايي په پرتله زيات شهرت نه لري، که څه هم په الماني کې د «indogermanisch» اصطلاح، لا هم د علمي معياري اصطلاح په توګه پاتې ده. ځينې نور مرادف (ورته) اصطلاحات هم کارول شوي دي.[۱۱][۱۲][۱۳]

سرچینې[سمول]

  1. "Number of Welsh, Gaelic, Irish and Cornish speakers from the 2011 Census". Office of National statistics. 9 June 2017. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Ethnologue report for Indo-European". Ethnologue.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Bryce, Trevor (2005). Kingdom of the Hittites: New Edition. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 37. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-928132-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Mallory, J. P. (2006). The Oxford Introduction to Proto-Indo-European and the Proto-Indo-European World. Oxford: Oxford University Press. د کتاب پاڼې 442. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-928791-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Colin Kidd (2006). [[[:کينډۍ:Google books]] The Forging of Races: Race and Scripture in the Protestant Atlantic World, 1600–2000] تحقق من قيمة |url= (مساعدة). Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 23–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-139-45753-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Auroux, Sylvain (2000). History of the Language Sciences. Berlin, New York: Walter de Gruyter. د کتاب پاڼې 1156. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-11-016735-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Auroux, Sylvain (2000). History of the Language Sciences. Berlin, New York: Walter de Gruyter. د کتاب پاڼې 1156. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-11-016735-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Beekes, Robert S.P. (2011). Comparative Indo-European Linguistics: An introduction. Second edition. John Benjamins Publishing. د کتاب پاڼې 12. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-272-8500-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. M.V. Lomonosov (drafts for Russian Grammar, published 1755). In: Complete Edition, Moscow, 1952, vol. 7, pp. 652–59: Представимъ долготу времени, которою сіи языки раздѣлились. ... Польской и россійской языкъ коль давно раздѣлились! Подумай же, когда курляндской! Подумай же, когда латинской, греч., нѣм., росс. О глубокая древность! [Imagine the depth of time when these languages separated! ... Polish and Russian separated so long ago! Now think how long ago [this happened to] Kurlandic! Think when [this happened to] Latin, Greek, German, and Russian! Oh, great antiquity!]
  10. "Indo-European Practice and Historical Methodology (cited on pp. 14–15)" (PDF). د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Robinson, Andrew (2007). The Last Man Who Knew Everything: Thomas Young, the Anonymous Genius who Proved Newton Wrong and Deciphered the Rosetta Stone, among Other Surprising Feats. Penguin. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-13-134304-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. In London Quarterly Review X/2 1813.; cf. Szemerényi 1999:12, footnote 6
  13. Franz Bopp (2010) [1816]. Über das Conjugationssystem der Sanskritsprache : in Vergleichung mit jenem der griechischen, lateinischen, persischen und germanischen Sprache. (الطبعة 2). Hildesheim: Olms. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)