صربیا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له سربيا نه مخ گرځېدلی)
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
سربیا جمهوریت
Република Србија
بيرغ نښان
نخشه
موقعيت
پلازمېنه
(او لوی ښار)
بلګراد
حکومت ولسمشريزه
 -  ښارونه  
Districts of Serbia.png

سربیا چې رسمي نوم یې د سربیا جمهوریت دی په وچې پورې تړلی یو هیواد دی. په صربیایي Република Србија) د اروپا په سویلی مرکزی سیمه کې پرته ده چې د جلګه پانونی او د بالکان جنوبی برخي یې په بر کې نیولی دي. دا هیواد له هنګری سره په شمال رومانیا او بلغاریا سره په ختیځ له مقدونیه او مونتینګرو سره په سویل او له کرواسیا او بوسنیا او هرزګوینا سره په لویدیځ کې ګډه پوله لرې.

د صربیا پلازمینه بلګراد رسمی ژبه یې صربيایي مساحت یې ۳۶۱'۸۸ کیلومتره مربع او د وګړو شمیر یې ۰۰۱'۴۹۸'۷ نفره دي.

سربیا (په سربي ژبه: Србија، تلفظ یي: /sř̩bija/، په رسمي توګه د سربیا جمهوریت، ( په سربې ژبه: Република Србија, Republika Srbija) په سوېل ختیځه اروپا، د پنونیان په هواره او بالکان کې په وچه کې ایسار هېواد دی، چې له شمالي لوري له هنګري، له شمال ختیځ لوري له رومانیا، له سوېل ختیځ لوري له بلغاریا، له سوېل لوري له شمالي مقدونیې، له لوېدیځ لوري له کرواسي او بوسنیا او هرزیګوینا او له سوېل لوېدیځ لوري له مونینیګرو سره ګډې پولې لري او د کوزوو د ناندریزې سیمې له لارې له البانیا سره د پولې ادعا کوي.  سربستان نږدې ۷ میلیونه نفوس لري، چې د بلګراد پلازمېنه ښار یې تر ټولو لوی ښار دی.

د اوسني سربستان خاوره چې د ډبرې له لرغونې دورې راهیسې په پر له پسې توګه تر استوګني لاندې ده، په شپږمه پېړۍ کې د سلاوي کډوالیو سره مخامخ وه چې د منځنۍ پېړۍ په لومړیو کې یې زیات سیمه ییز دولتونه رامنځ ته کړل، چې کله ناکله د بیزانس، فرانک او هنګري د سترواکیو رسمي تابع هېوادونه وو. په ۱۲۱۷ ز کال کې د سربستان سلطنت د مقدسې چوکۍ د سلطنت او قسطنطنیې له خوا په رسمیت وپېژندل شو او په ۱۳۴۶ز کال کې د سربستان سترواکۍ په بڼه د پولو در ټولولو پراخې کچې ته ورسېد. عثمانیانو د شپاړسمې پېړۍ په نیمایي کې د اوسني سربستان ټوله خاوره ونیوله چې ځینې وختونه د هابسبورګ سترواکۍ د دوی واکمني تر ګواښ لاندې نیوله چې د ۱۷ مې پېړۍ په پای کې د مرکزي سربستان پر لور په پراخېدو شوه او بنسټ یې په ویووودینا کې و. د ۱۹مې پېړۍ په لومړیو کې د سربستان انقلاب د ملت – دولت په بڼه د سیمې لومړی مشروطه شاهي نظام تاسیس کړ، چې وروسته یې خپله سیمه پراخه کړه. په لومړۍ نړیواله جګړه کې له زیانونو او له سربستان سره د ویوودینا د پخواني هابسبورګ د شاهي ملک له یووالي وروسته، دې هېواد د نورو سوېلي سلاویک هېوادونو سره په ګډه د یوګوسلاویا هېواد تاسیس کړ، چې د ۱۹۹۰ ز کلونو تر یوګوسلاوي جګړو پورې به په بېلابېلو سیاسي جوړښتونو کې شته  و. د یوګوسلاویا د تجزیې پر مهال، سربستان د موننینیګرو سره اتحاد وکړ چې په ۲۰۰۶ ز کال کې په سوله ییزه توګه منحل شوه او له ۱۹۱۸ ز کال وروسته یې د لومړي ځل لپاره د یو خپلواک دولت په توګه خپلواکي بېرته ترلاسه کړه. د کوزوو د مجلس استازو په ۲۰۰۸ ز کال کې په یو اړخیزه توګه خپلواکي اعلان کړه چې د نړیوالې ټولنې له لوري یې ګډوډ غبرګونونه درلودل، خو سربستان هغه د خپلې خپلواکې خاورې د یوې برخې په توګه ګڼله.[۱][۲][۳] 

د سربستان اقتصاد له منځنۍ کچې لوړ عاید لرونکی حالت لري چې د بشري پراختیا د شاخص په لړۍ کې ۶۴م ځای لري. دا هېوا یو مرکزي پارلماني د اساسي قانون درلودونکی جمهوریت دی او د ملګرو ملتونو، اروپایي شورا، د اروپا د امنیت او همکاریو د سازمان، د سولې لپاره د ګډون، د تور سمندرګي د اقتصادي همکاریو د سازمان، د مرکزي اروپا د آزادې سوادګرۍ د هوکړې غړۍ او د نړیوالې سوداګری سازمان ته د غړیتوب په حال کې دی. دا هېواد له ۲۰۱۴ ز کال راهیسې، د اروپایي اتحادیې د غړیتوب په اړه خبرې کوي، چې موخه یې تر ۲۰۲۵ ز کال پورې په اروپایي اتحادیه کې غړیتوب دی. سربستان په رسمي توګه د نظامي بې طرفۍ سیاست پر مخ وړي. نوموړي هېواد خپلو اتباعو ته ټول ګډونه روغتیایی پاملرنه او وړیا لومړنۍ او ثانوي زده کړې چمتو کوي. [۴]

رېښه

د سربستان یا سربیا د نوم سرچینه روښانه نه ده. لیکوالانو له تاریخي اړخه سربیان (Serbs) (په سربی ژبه کې: Srbi / Срби)) او د ختیځ آلمان سوربیان (Sorbs) (پورته سوربیان ژبه کې: سربیا یا Serbja ؛ په ښکته سوربیان ژبه کې: سربي یا Serby) په بېلابېلو بڼو ذکر کړي دي، لکه: Cervetiis (Servetiis) یا سېروېتیان، gentis (S)urbiorum یا سوبیورم جنتیان،  Suurbi یا سوربي Sorabi یا سورابي،  Soraborum یا سورابورم،  Sorabos یا سورابویان،  Surpe یا سورپ،  Sorabici یا سوربیسي، Sorabiet یا سورابېت، Sarbin یا ساربین، Swrbjn یا سوربجن، Servians یا سېرویان،  Sorbi یا سوربي،  Sirbia یا سیربیا،  Sribia یا سیریبیا، Zirbia زیربیا،  Zribia یا زریبیا،  Suurbelant یا سوربیلنټ، Surbia یا سوربیا او Serbulia / Sorbulia  یا سېربولیا / سوربولیا. دا لیکوالانو دا نومونه په هغو سیمو کې سربانو او سوربانو ته کارولي دي چې د دوی تاریخي او اوسني شتون د ناندری وړ نه دی. (په ځانګړې توګه په بالکان او لوسشیا کې). خو داسې سرچینې هم شته چې ورته نومونه، د نړۍ په نورو برخو کې (په ځانګړې توګه د قفقاز په آسیایي سرماشا کې) کاروي. [۵][۶][۷][۵]

د Sŕbъ قبیلوي نوم چې جمع حالت یې * (*Sŕby)دی، د ریښې په اړه دوه تیورۍ شته، یوه له پروتو- سلاویک ژبې څخه چې اسمي معنا یې  "کورنۍ خپلوي" او "اتحاد" ده، په داسې حال کې چې بله د ایراني-سرماشیایي ژبې څخه ده چې بېلابېلې معناګانې لري. اووم کانستنتین پورفیروقینتوس د De Administrando Imperio تر نامه لاندې په خپل اثر کې وړاندیز کوي چې سربیان فرانشیا ته نږدې د سپینې سربیا څخه ریښه لري. د ثبت شوو روایاتو له مخې: سپین سربیان په دوو برخو ووېشل شول، چې هغه برخه یې چې د سربیانو په نوم یادېږي، د بیزانس خاورې ته د استوګنې لپاره راغلل.  [۸]

د سربیا رسمي نوم له ۱۸۱۵ز کال څخه تر ۱۸۸۲ ز کال پورې د سربیا امارت و. دا نوم له ۱۸۸۲ ز کال څخه تر ۱۹۱۸ ز کال پورې، د سربیا سلطنت ته واوښت، وروسته له ۱۹۴۵ ز کال څخه تر ۱۹۶۳ ز کال پورې، د دې هېواد رسمي نوم د سربیا د خلکو جمهوریت و. له ۱۹۶۳ ز کال څخه تر ۱۹۹۰ ز کال پورې بېرته د سربیا سوسیالیست جمهوریت ته واوښت. له ۱۹۹۰ز کال راهیسې، د دې هېواد رسمي نوم د سربیا جمهوریت دی.

جغرافیه

اقتصاد

تاریخ

کلتور

د صربیا هیواد رسمي ژبه ثربیایي ده چې د یاد هیواد کابو ۸۳% وګړي صربیایان دي، د صربیانو ترڅنګ نور اقلیتونه لکه البانیایان، هنګریان ،بوسنیایان او داسی نور دي.

اداري ویش

د صربیا ایداري وېشسربیا هیواد د ولایتونو نوملړ). صربیا په ټوله کې په ۲۹ ایداري برخو ویشل شوې ده.

ولایت مرکز مساحت
km2
نفوس
()
د نفوسو وېش
شمالي صربیا
سویلي صربیا
ولایت لوی ښار(مرکز) سیمي مساحت
km2
نفوس
()
د وګړو وېش
بلګراد ۳۵۹٫۹۶ ۱٬۲۱۳٬۰۰۰
سومادیجا او لویدیځه صربیا کراګویواتس ۸ ۲٬۰۱۳٬۳۸۸
سویلي او لویدیځ صربیا نیش ښار ۹ ۱٬۵۵۱٬۲۶۸
ویوودینا نووي ساد ۲۱٬۵۰۶ ۱٬۹۱۶٬۸۸۹
کوزوو او متوهیا خپلواکه سیمي (پریشتینا) ۱۰٬۹۰۸ ۱٬۸۳۶٬۵۲۹
# سیمه مرکز مساحت
km2
نفوس
()
د وګړو وېش
ولایت
ځلاتیبور اوژیتسه ۶٬۱۴۰ ۲۸۴٬۷۲۹ ۴۶٫۴
شومادیا کراګویواتس ۲٬۳۸۷ ۲۹۰٬۹۰۰ ۱۲۱٫۸
راژکا کرالیفو ۳٬۹۱۸ ۳۰۰٬۱۰۲ ۷۶٫۶
راسینا کروشواس ۲٬۶۶۷ ۲۴۰٬۴۶۳ ۹۰٫۲
پوموراولج یاګودینا ۲٬۶۱۴ ۲۱۲٬۸۳۹ ۸۴٫۸
سیمه چاچاک ۳٬۰۱۶ ۲۱۲٬۱۴۹ ۷۰٫۳
ماجوا شاباس ۳٬۲۶۸ ۲۹۷٬۷۷۸ ۹۱٫۱
کولوبارا والیفو ۲٬۴۷۴ ۱۷۴٬۲۲۸ ۷۰٫۴
بور بور ۳٬۵۰۷ ۱۲۳٬۸۴۸ ۳۵٫۳
برانیجیفو پوژارفاس ۳٬۸۶۵ ۱۸۰٬۴۸۰ ۴۶٫۷
جابلانیکا لسکواس ۲٬۷۶۹ ۲۱۵٬۴۶۳ ۷۷٫۸
نیشاوا نیش ۲٬۷۲۹ ۳۷۳٬۴۰۴ ۱۳۶٫۸
پجینجا ورانیه ۳٬۵۲۰ ۱۵۸٬۷۱۷ ۴۵٫۱
پیروت پیروت ۲٬۷۶۱ ۹۲٬۲۷۷ ۳۳٫۴
پودونافج اسمدرفو ۱٬۲۴۸ ۱۹۸٬۱۸۴ ۱۵۸٫۸
توپلیکا پروکوپلیه ۲٬۲۳۱ ۹۰٬۶۰۰ ۴۰٫۶
زایچار زایچار ۳٬۶۲۳ ۱۱۸٬۲۹۵ ۳۲٫۶
مرکزي بانات زرنجانین ۳٬۲۵۶ ۱۸۶٬۸۵۱ ۵۷٫۴ وویوودینا
شمالي باچکای سوبتیتسا ۱٬۷۸۴ ۱۸۵٬۵۵۲ ۱۰۴٫۰ وویوودینا
شمالي بانات کیکیندا ۲٬۳۲۹ ۱۴۶٬۶۹۰ ۶۳٫۰ وویوودینا
سویلي باچکای نووی ساد ۴٬۰۱۶ ۶۰۷٬۸۳۵ ۱۵۱٫۳ وویوودینا
سویلي بانات پانچفو ۴٬۲۴۵ ۲۹۱٬۳۲۷ ۶۸٫۶ وویوودینا
سریم سرمسکا میتروویسا ۳٬۴۸۶ ۳۱۱٬۰۵۳ ۸۹٫۲ وویوودینا
لویدیځه باچکای سیمه سومبور ۲٬۴۲۰ ۱۸۷٬۵۸۱ ۷۷٫۵ وویوودینا
پریشتینا پریشتینا ۶۷۲٬۲۹۲ کوزوو او متوهیا
ګنیلان ګنیلان ۲۱۷٬۷۲۶ کوزوو او متوهیا
کوسوفسکا متروویسا کوسوفسکا متروویسا ۲۷۵٬۹۰۴ کوزوو او متوهیا
پچ سیمه پچ ۴۱۴٬۱۸۷ کوزوو او متوهیا
پریزرن سیمه پریزرن ۳۷۶٬۰۸۵ کوزوو او متوهیا

سیاسی جوړښت

مشهوري سیمي

بلګراد د صربیا پلازمینه بلګراد د صربیا پلازمینه.

د ښار مرکز نیش ښار

  1. "The Serbian Revolution and the Serbian State". Steven W. Sowards, Michigan State University Libraries. 11 June 2009. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اپرېل ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Yugoslav Agreement on Succession Issues (2001)". 3 October 2010. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ مې ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جون ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "FR Yugoslavia Investment Profile 2001" (PDF). EBRD Country Promotion Programme. د کتاب پاڼې 3. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۱ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په 9 February 2018 باندې). A credible enlargement perspective for and enhanced EU engagement with the Western Balkans. European Commission.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Petković 1926، ص. 9.
  6. Łuczyński, Michal (2017). ""Geograf Bawarski" — nowe odczytania" (in pl). Polonica XXXVII (37): 71. doi:10.17651/POLON.37.9. https://rcin.org.pl/dlibra/show-content/publication/edition/64469?id=64469. Retrieved 4 August 2020. 
  7. Schuster-Šewc, Heinz. "Порекло и историја етнонима Serb "Лужички Србин"". rastko.rs (په سربیائی ژبه کي). تُرجم بواسطة Petrović, Tanja. Пројекат Растко - Будишин. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Rudnicki, Mikołaj (1959). Prasłowiańszczyzna, Lechia-Polska (په پولش ژبه کي). Państwowe wydawn. naukowe, Oddzia ︢w Poznaniu. د کتاب پاڼې 182. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)