وبا یا ټولنیونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

وبا یا ټولنیونه (pandemic) (چې د یوناني کلیمې πᾶν، پان، "ټول" او δῆμος، ډیموس، "ځايي وګړي" 'خلک' نه اخیستل شوې ده) یوه ټولنیوونکې (epidemic) ساري ناروغي ده چې په یوه ستره سیمه کې خپرېږي، د بېلګې په توګه: په ګڼو لویو وچو یا ټوله نړۍ کې او د پام وړ شمېر کسان ککړوي. یوه پراخه ځايي ناروغي چې یو ثابت شمېر وګړي ککړوي، وبا نه بلل کېږي. هغه پراخه ځايي ناروغي چې یو ثابت شمېر وګړي ککړوي، لکه د موسمي انفلونزا بیاراګرځېدنه معمولاً استثنا بلل کېږي، ځکه په نړۍ کې په سترو سیمو کې هممهاله پېښېږي، خو توپیر يې دا دی چې په نړۍ کې سرایت نه کوي.

د بشرد تاریخ په اوږدو کې، یو شمېر ټولنیوونکې ناروغۍ، لکه: شری( چیچک) رامنځته شوې دي. په تاریخ کې ثبت شوې تر ټولو مرګونې وبا په ۱۴مه پېړۍ کې 'تور مرګ' وه (چې طاعون هم بلل کېږي) او د اټکل له مخې، له ۷۵ میلیونه نه تر۲۰۰  میلیونه انسانان يې مړه کړي دي. دا اصطلاح تراوسه کارول شوې نه ده، خو د راتلونکو وباوو لپاره کارول شوې ده، لکه:  د ۱۹۱۸زکال انفلونزا وبا (هسپانوۍ انفلونزا). [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

وروستۍ وباوې دغه وې: توبرکلوز، روسۍ انفلونزا، هسپانوۍ انفلونزا، آسیايۍ انفلونزا، کولرا، هانګ کانګ انفلونزا، اچ آی وي(اېډز) او کووېډ۱۹. [۸][۹]

پېژندنه[سمول]

وبا یوه ټولنیوونکې ناروغي ده چې له نړیوالو پولو اوړي او معمولاً په نړیواله کچه خلک ککړوي. یوه ناروغي یا ناجوړي یوازې په دې وبا نه ده چې پراخه ده یا ډېری خلک وژني، بلکې دا باید عفوني هم وي. د بېلګې په توګه: ډېری مرګونه، د سرطان له لاسه دي، خو وبا نه بلل کېږي، ځکه دا ناروغي ساري (د بېلګې په توګه په اسانۍ د لېږد وړ) نه ده او نه هم په اسانۍ سره عفوني ده.  [۱۰][۱۱]

ارزونه[سمول]

پړاوونه[سمول]

وړاندې له دې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د هغه بهیر د تشرېح لپاره یوه شپږ-پړاویزه ډلبندي وکړه چې له مخې يې د انفلونزا نوی ویروس په انسانانو کې د څو لومړنیو انتانونو نه وروسته په یوه وبا واوښت. دا چاره هغه مهال پیل کېږي چې ډېری ژوي په یوه ویروس ککړ شي او چې په یو څو قضیو کې انسانان د ژویو له خوا ککړشي، بیا هغه پړاو ته ورننوځي چې ویروس په نېغ ډول د انسانانو تر منځ لېږدېږي او پای یې هغه پړاو دی چې کله په انسانانو کې د ویروس انتانونه په ټوله نړۍ کې خپرېږي. د ۲۰۲۰م کال په فبرورۍ میاشت کې، د روغتیا نړیوال سازمان ویاند په ډاګه کړه چې "د [یوې وبا لپاره] رسمي ډلبنډۍ نشته". [۱۲]

د روغتیا نړیوال سازمان له لوري د انفلونزا وبا پړاوونو تشرېح

لومړی پړاو دویم پړاو درېیم پړاو څلورم پړاو پنځم پړاو شپږم پړاو له اوج نه وروسته ممکنه نوې څپه له وبا نه وروسته
د وبا نامعلومه شونتیا


منځنۍ نه تر لوړې شونتیا


لوړې نه تر معلومې شونتیا


وبا دوام لري


یواځې له ژوي نه ژوي ته انتان


له ژوي نه انسان ته انتان


په انسانانو کې متفرقې یا ‌ډلې ډلې پېښې

(انساني وبا ګواښ ګڼل کېږي)


د ټولنو پر کچه تلپاتی خپراوي نشته.

د ټولنو په کچه تلپاتی خپراوی شته.


د  WHO یوې سیمې په دوو هېوادونو کې تاییدشوی. 


د  WHO بلې سیمې په یوه هېواد کې تاییدشوی. 


په ډېری هېوادونو کې کچې د اوج نه ښکته دي.


په ډېری هېوادونو کې بیا فعالیت په ډېرېدو دی.


کچې يې بېرته عادي موسمي کچو ته راګرځي.

  • پړاو ۳-۶ پړاوونه: "تلپاتې" له انسان نه انسان ته پر لېږد اطلاق کېږي.
  • له ۶م پړاو نه وروسته: "هېوادونه" هغه دي "چې پوره څارنه ترې کېږي".
  • د روغتیا نړیوال سازمان نور په رسمي توګه د "وبا یا ټول نیونې" له کټګورۍ نه کار نه اخلي.


د ۲۰۰۹ز کال په مۍ میاشت کې د روغتیا نړیوال سازمان د روغتیايي خوندیتوب او ژوندچاپېریال چارسمبالي مرستیال مشر ډاکټر کېچي فوکوډا په یوه مجازي رسنیز کنفرانس کې وویل: "د وبا یا ټولنیونې په اړه یو اسانه فکر دا دی...چې ووایو: وبا یعنې چې په ټوله نړۍ کې خپرېږي. بیا ښايي تاسو له خپله ځانه وپوښتئ: نړیواله خپرېدا څه معنا؟ نړیواله خپرېدا په دې معنا چې، موږ هم د خپرېدو عامل وینو... او بیا د ویروس په خپرېدو سربېره د ناروغي فعالیتونه هم وینو."[۱۳]

د احتمالي انفلونزا د وبا لپاره د پلان جوړولو پر مهال، د روغتیا نړیوال سازمان په ۱۹۹۹ز کال کې د وبا لپاره د چمتووالي لارښود اړوند یو سند خپور کړ چې په ۲۰۰۵ز او ۲۰۰۹ز کال بیا له سره وکتل شو. په دې سند کې د روغتیا نړیوال سازمان له لوري د وبا د پړاوونو تشرېح او د پړاوونو پر بنسټ د عمده کړنو تر عنوان لاندې په یوه فرعي یادښت کې پړاوونه او بیا د هر پړاو لپاره مناسب اقدامات ورپېژندل شوي وو. د ۲۰۰۹ز کال په سمونه کې يې چې بیا د همدغه کال په فبرورۍ میاشت کې وروستی شو، وبا او د هغو پړاوونو تشرېح چې د هغې د اعلانولو لامل کېږي شامله شوې ده. هغه مهال د ۲۰۰۹ز کال H1N1 ویروس پر وبا نه په هغه سند کې بحث شوی و او نه یادونه ترې شوه وه. د دې سند ټولې نسخې انفلونزا ته اشاره کوي. پړاوونه د ناروغۍ د خپرېدو پر بنسټ تعریف شوي دي، سختيو او وفیاتو ته يې د روغتیا نړیوال سازمان په اوسني تعریف کې اشاره نه ده شوې، که څه هم دا عاملونه وړاندې له دې په کې ځای پر ځای شوي وو. [۱۴][۱۵][۱۶]

په ۲۰۱۴ز کال کې، د متحده ایالتونو د ناروغیو کنټرول او مخنیوي مرکزونو د وبا وقفو چوکاټ تر عنوان لاندې د روغتیا نړیوال سازمان د وبا پړاوونو لپاره یو متشابه چوکاټ وروپېژانده. په دې کې دوه وړاندې له وبا زماني ځنډونه( وقفې).[۱۷]

  • پلټنه او ګروېږنه
  • پېژندنه

او څلور وبايي زماني وقفې شاملې وې.

  • پیل
  • چټکتیا
  • ورو کېدل
  • چمتووالی

په دې کې د زماني وقفو د پېژندلو یو جدول هم راځي او د روغتیا نړیوال سازمان د ټولنیونې پړاوونو سره سمون ورکوي.

شدت[سمول]

په ۲۰۱۰ز کال کې په ټوله امریکا کې د انفلونزا د فرضي مړینو د پېښې مرګ نسبت او د عفونت ټولېزو پېښو د بېلابېلو کمیتونو اټکلونه. د مړینې غورچاڼ شوې اټکلي شمېرې د تورې کرښې په وسیله د پېښې مرګ نسبت او د ټولېزو پېښو د اړونده ترکیب سره ښودل کېږي. د پېښې مرګ نسبت د کلینیکي شدت اندازې یوه بېلګه ده او د عفونت ټولیزې پېښې د وبا شدت ارزونې په چوکاټ کې د لېږدوړتیا د کچې یوه نمونه ده. [۱۸][۱۹]

د انفلونزا مخکینو ټولنیونو او د انفلونزا مخکنیو موسمونو درج شوې بېلګې. رنګه خطونه په ۲۰۱۰ز کال کې په امریکا کې د انفلونزا د متناظرو فرضي مړینو ښودنه کوي اوهماغه مخکیني شکل ته ورته رنګي مقیاس لري. [۲۰][۲۱]

په ۲۰۱۴ز کال کې، د متحده ایالتونو د ناروغیو کنټرول او مخنیوي مرکزونو د ټولنیونو د شدت د ارزونې په موخه د وبا شدت ارزونې چوکاټ جوړ کړ. د وبا شدت ارزونې چوکاټ، د ۲۰۰۷ز کال د خطي وبا شدت شاخص ځای ونیو او د ټولنیونې د شدت او تکامل د ارزونې موخه يې د ناروغۍ ٪۳۰ خپراوی وانګېره او د پېښې مړینې نرخ کچه يې واخیسته.

له تاریخي اړخه، د ټولنیونې د شدت کچه اخیسته د پېښې مړینې کچې پر بنسټ وه، خو ښايي د پېښې مړینې کچه په لاندې دلیلونو وبا ته د غبرګون پر مهال د وبا د شدت د کچې اخیستنې لپاره کافي نه وي:

  • مړینه ښايي څو اونۍ د پېښو نه شاته پاتې وي، چې له امله يې د پېښې-مړینې کچه ټیټه ارزول کېږي.
  • ښايي د پېښو ټولټال شمېره معلومه نه وي، چې له امله يې د پېښې-مړینې کچه له حده لوړه ارزول کېږي.[۲۲]
  • د ټول نفوس لپاره د واحدې پېښې-مړینې کچه ښايي پر زیانمنونکو وګړو يې اغېز له سترګو پناه کړي، لکه: ماشومان، مشران، د مزمنو ناجوړیو درلودونکي او د مشخصو نژادي او توکمي لږه کیو ټولنو غړي.
  • یوازې مړینه ښايي د وبا بشپړې اغېزې راونه ښيي، لکه ناسوبتیا او د روغتیايي پاملرنې چوپړتیاووغوښتنه.

یوازې د پېښې-مړینې کچې اندازې د محدودیتونو په پام کې نیولو لپاره، د وبا شدت ارزونې چوکاټ په دوو اړخونو کې د ناروغي د خپراوي شدت اندازه کوي: په ککړو شویو وګړو کې د ناروغۍ کلینیکي شدت او په ټول نفوس کې د عفونت د لېږد وړتیا. [۲۳]

سرچینې[سمول]

  1. ABC/Reuters (په 29 January 2008 باندې). Black death 'discriminated' between victims (ABC News in Science). Australian Broadcasting Corporation
  2. (په 3 October 2001 باندې). Black Death's Gene Code Cracked. Wired.
  3. (په 3 October 2001 باندې). Health: De-coding the Black Death. BBC
  4. DeLeo FR, Hinnebusch BJ (September 2005). "A plague upon the phagocytes". Nature Medicine. 11 (9): 927–928. doi:10.1038/nm0905-927. PMID 16145573. S2CID 31060258. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. 1918 Pandemics (H1N1 virus). Centers for Disease Control and Prevention. Retrieved 18 April 2020.
  6. (په 7 April 2020 باندې). History's deadliest pandemics, from ancient Rome to modern America. The Washington Post.
  7. "Weekly Virological Update on 05 August 2010". World Health Organization (WHO). 5 August 2010. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ اگسټ ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Wingfield, Tom; Cuevas, Luis E.; MacPherson, Peter; Millington, Kerry A.; Squire, S. Bertel (1 June 2020). "Tackling two pandemics: a plea on World Tuberculosis Day". The Lancet Respiratory Medicine. 8 (6): 536–538. doi:10.1016/S2213-2600(20)30151-X. PMC 7118542. PMID 32220280. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Roychoudhury, Shubhadeep; Das, Anandan; Sengupta, Pallav; Dutta, Sulagna; Roychoudhury, Shatabhisha; Choudhury, Arun Paul; Ahmed, A. B. Fuzayel; Bhattacharjee, Saumendra; Slama, Petr (January 2020). "Viral Pandemics of the Last Four Decades: Pathophysiology, Health Impacts and Perspectives". International Journal of Environmental Research and Public Health (په انګلیسي ژبه کي). 17 (24): 9411. doi:10.3390/ijerph17249411. PMC 7765415 تأكد من صحة قيمة |pmc= (مساعدة). PMID 33333995 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Porta, Miquel, المحرر (2008). Dictionary of Epidemiology. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 179. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-531449-6. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ سپټمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. A. M., Dumar (2009). Swine Flu: What You Need to Know. Wildside Press LLC. د کتاب پاڼې 7. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1434458322. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. (په 24 February 2020 باندې). WHO says it no longer uses 'pandemic' category, but virus still emergency. Reuters
  13. "WHO press conference on 2009 pandemic influenza" (PDF). World Health Organization. 26 May 2009. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Pandemic influenza preparedness and response" (PDF). World Health Organization. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۳ مې ۲۰۱۱ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "WHO pandemic phase descriptions and main actions by phase" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۰ سپټمبر ۲۰۱۱ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "A whole industry is waiting for an epidemic". Der Spiegel. 21 July 2009. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Holloway, Rachel; Rasmussen, Sonja A.; Zaza, Stephanie; Cox, Nancy J.; Jernigan, Daniel B. (26 September 2014). "Updated Preparedness and Response Framework for Influenza Pandemics" (PDF). Morbidity and Mortality Weekly Report. Center for Surveillance, Epidemiology, and Laboratory Services, Centers for Disease Control and Prevention. 63 (RR-6): 1–18. ISSN 1057-5987. PMID 25254666. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Holloway, Rachel; Rasmussen, Sonja A.; Zaza, Stephanie; Cox, Nancy J.; Jernigan, Daniel B. (26 September 2014). "Updated Preparedness and Response Framework for Influenza Pandemics" (PDF). Morbidity and Mortality Weekly Report. Center for Surveillance, Epidemiology, and Laboratory Services, Centers for Disease Control and Prevention. 63 (RR-6): 1–18. ISSN 1057-5987. PMID 25254666. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Qualls, Noreen; Levitt, Alexandra; Kanade, Neha; Wright-Jegede, Narue; Dopson, Stephanie; Biggerstaff, Matthew; Reed, Carrie; Uzicanin, Amra (21 April 2017). "Community Mitigation Guidelines to Prevent Pandemic Influenza — United States, 2017" (PDF). Morbidity and Mortality Weekly Report (په انګلیسي ژبه کي). Center for Surveillance, Epidemiology, and Laboratory Services, Centers for Disease Control and Prevention. 66 (RR-1): 1–34. doi:10.15585/mmwr.rr6601a1. ISSN 1057-5987. PMC 5837128. PMID 28426646. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Interim Pre-Pandemic Planning Guidance: Community Strategy for Pandemic Influenza Mitigation in the United States (PDF). Centers for Disease Control and Prevention. February 2007. د کتاب پاڼې 9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Reed, Carrie; Biggerstaff, Matthew; Finelli, Lyn; Koonin, Lisa M.; Beauvais, Denise; Uzicanin, Amra; Plummer, Andrew; Bresee, Joe; Redd, Stephen C.; Jernigan, Daniel B. (January 2013). "Novel framework for assessing epidemiologic effects of influenza epidemics and pandemics". Emerging Infectious Diseases. 19 (1): 85–91. doi:10.3201/eid1901.120124. ISSN 1080-6059. PMC 3557974. PMID 23260039. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Rajgor, Dimple D.; Lee, Meng Har; Archuleta, Sophia; Bagdasarian, Natasha; Quek, Swee Chye (27 March 2020). "The many estimates of the COVID-19 case fatality rate". The Lancet Infectious Diseases. Elsevier Ltd. 20 (7): 776–777. doi:10.1016/S1473-3099(20)30244-9. PMC 7270047. PMID 32224313. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Reed, Carrie; Biggerstaff, Matthew; Finelli, Lyn; Koonin, Lisa M.; Beauvais, Denise; Uzicanin, Amra; Plummer, Andrew; Bresee, Joe; Redd, Stephen C.; Jernigan, Daniel B. (January 2013). "Novel framework for assessing epidemiologic effects of influenza epidemics and pandemics". Emerging Infectious Diseases. 19 (1): 85–91. doi:10.3201/eid1901.120124. ISSN 1080-6059. PMC 3557974. PMID 23260039. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)