هندوراس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

هندوراس، رسمي نوم يې د هندوراس جمهوريت دی، دا په مرکزي امریکا کې يو هيواد دی. د هندوراس جمهوريت په لويديځ کې لګواتمالا، سويل ختيځ کې له ايل سلوادور، سويل ختيځ کې له نيکاراګوا، سويل ته له ارام سمندر کې د فونسيکا خليج او شمال ته د هندوراس له خليج سره ګډه پوله لري چې د کرابيين سمندر يوه ستره داخلي لاره ده. پلازمېنه او ستر ښار يې ټيګوسيګالپا دی.

په اتلسمه پېړۍ کې د اسپانوي استعمار څخه مخکې هندوراس د يو شمېر مهمو ميسوامريکايي کلتورونو کوربه و چې ډېر د پام وړ يې مايا دی. اسپانويانو هلهه کاتوليک مذهب او اوس يوه غالبه اسپانوي ژبه متعارف کړه، تر څنګ يې ګڼ دودونه خپاره کړل، کوم چې له سيمه ييز اصلي کلتور سره ګډول شول. هندوراس په ۱۸۲۱ز کال کې خپلواک شو او له هماغه وخته جمهوريت دی، که څه هم په دې هېواد کې په پرله پسې ډول ټولنيزې ناندرې او سياسي بې ثباتي راغلې ده او په لويديځه نيمه کره کې يو له بې وزلو هېوادونو څخه دی. په ۱۹۶۰ز کال کې، شمالي برخه، کومه چې د «ماشو» د ساحل په نوم پېژندل کېده، له نکاراګوا څخه هندوراس ته د نړيوال عدالت محکمې له خوا ولېږدول شو.[۱]

په بنستيز ډول د دې هېواد اقتصاد کرنيز دی، په دې ډول دا هېواد د طبيعي افتونو لپاره اسانه هدف دی، لکه په ۱۹۹۸ز کال کې د ميچ په نوم سمندري توبان. ښکته طبقه يې په بنسټيز ډول په کرنه ولاړه ده، په داسې حال کې چې شتمني د هېواد په ښاري مرکزونو باندې تمرکز لري. د هندوراس انساني پرمختګ شاخص ۰.۶۲۵ دی، په دې ډول دا هېواد د منځنۍ درجې پرمختګ لرونکی دی. کله چې په عايد کې نابرابري سميږي، نو د هغې د نه مساوات تر مخې د بشري ودې شاخص ۰.۴۴۳ دی.[۲][۳][۴]

د هندوران ټولنه په بنسټيز ډول Mestizo ده؛ خو د پام وړ امريکايي هندوستاني، تور پوستي او سپين پوستې ټولنې هم په هندوراس کې شته. دا هېواد په پرتليز ډول د لوړې کچې سياسي ثبات څخه برخمن و، تر دې چې په ۲۰۰۹ ز کال کې په کې کودتا وشوه او په ۲۰۱۷ز کال کې يو ځل بيا د ولسمشريزو ټاکنو پر مهال ګډوډي منځ ته راغله.[۵][۶]

هندوراس په شا او خوا ۱۱۲،۴۹۲ کيلو متر مربع (۴۳،۴۳۳ ميل مربع) ځمکه خپور هېواد دی، د وګړو شمېر يې له نهه ميليونه څخه زيات دی. د دې هېواد شمالي برخې د لويديځ کرابيیان سيمې برخه ده، لکه چې د سيمې په نفوس پېژندنه او کلتور کې ښودل شوی. هندوراس د خپلو شتمنو طبيعي سرچينو له امله شهرت لري، کانونه، کافي، استوايي ميوې او ګني پکې شامل دي، تر څنګ يې د مخ پر وده رخت جوړولو صنعت له امله شهرت لري، کوم چې نړيوال بازار ته مواد وړاندې کوي.

رېښه

په اسپانوي ژبه کې د هندوراس لغوي معنا «ژورتيا» ده. شونې ده چې په دې نوم سره د ټرجيلو خليج لنګرځای ته اشاره کېږي د اسپانوي په لیوني لهجه کې «فنډورا» يا د کولمبس اقتباس ته اشاره کېږي چې ويلي يې دي « Gracias a Dios que hemos salido de esas honduras» (يعمنې «د خدای څخه مننه چې موږ له دې ژورو څخه ووتو»).[۷][۸][۹]

د شپاړسمې پېړۍ تر پای پورې دې ټول ايالت ته د هندوراس نوم نه و کارول شوی. له ۱۵۸۰ز کال مخکې، هندوراس يواځې د دې ايالت ختيځې برخې ته ويل کېدل او لوېديځ اړخ ته يې د هيګيراس نوم اخيست. يو بل لومړی نوم يې «ګايموراس» دی، کوم چې په ۲۰۰۹ز کال کې د سياسي خبرو اترو د نوم په توګه بيا کارول شوی و، کومې خبرې چې په هندوراس کې د کاسټاريکا په وړاندې شوې وې.[۱۰]

هندوراسيانو ته ډېر ځله په اسپانوي ژبه کې د Catracho  يا Catracha (fem) په توګه هم اشاره شوې. دا نوم د نکاراګونانو له خوا چمتو شوی او دا د اسپانوي هندوران د جنرال «فلورنسيو ژاټروچ» د نوم له پای څخه اخستل شوی دی، چا چې په ۱۸۵۷ز کال کې د شمالي امريکا د ماجراجو «وليام واکر» د بريد پر ضد هونډور د وسله وال پوځ مشري کړې وه. عرفي نوم يې د ستاينې پر بنسټ دی، نه د سپکاوی پر بنسټ.

تاريخچه

له استعماري پړاو مخکې

د کولمبيا له جګړې مخکې، نوی هندوراس په دوو کلتوري سيمو وېشل شوی و چې هغه دا دي: په لويديځ کې ميسوامريکا او په ختيځ کې استمو کولمبيا سيمه. د هرې ډلې د هندوراس په داخل کې يوه بنسټيزه سيمه وه (د ميسوامريکا لپاره د سولا دره او د استو کولمبيا سيمې لپاره لاموسکوټيا) او د دوی په منځ کې سيمه په تدريجي ډول د لېږد سيمه وه. په هر حال، له کولمبيا څخه په مخکې پړاو کې دې تصوراتو هېڅ معنا نه درلودل او خپله يې د ډول ډول سيمو ښودنه کوله. داخلي غره ييزو سيمو لينکا خلک هم عموماً په کلتوري بنسټ ميسوامريکايي بلل کېږي، خو له نورو سيمو سره د هغوی د اړيکو حد د وخت په بدلون سره بدلون موندلی (د بېلګې په توګه، د ټولټيک سترواکۍ د عروج پر مهال خپرېدل).

په وروستي لويديځ کې، د مايا مدنيت د کلونو لپاره وغوړېد. د هندوراست د پولو په داخل کې پیاوړی، تر ټولو مشهور او تر ټولو زيات څېړل شوی ايالت د « Copán» په نوم و، کوم چې په بنيادی ډول په غېر مايا سيمه کې، يا مايا او غير مايا سيمو تر منځ په پوله پروت و. Copán په نهمه پېړۍ کې د ترمينل کلاسيک د اور پر مهال د نورو ښکته مرکزونو سره کم شو. د دې مدنيت په مايا لويديځ هندوراس کې د Ch'orti په ډول ژوندی پاتې دی، کوم چې د هغوی د چولټيايي ژبندي ملګرو څخه په لويديځ کې ګوښه شوی دی.[۱۱]

خو بيا هم، Copán له کولمبیا څخه د مخکې تاريخ د يوې يوې برې استازولي کوي. د نورو مدنيتونو پاتې شوني په ټول هېواد کې موندل شوي دي. لرغون پېژندونکو په ناکو دره کې د ناکو او لاسيرا، يوجوا جهيل کې د لاس نارانجوس، کوماياګوا دره کې د ياروميله، لاسيبا او ساليټرون ويجو (دواړه اوس د کيجون بند د زېرمو لاندې)، په اګون دره کې د سيلين فارم او کايميل، سيرو پالينکيو، ټراويسيا، کوروسټي، ټيکامايا، ډيسپولونکال او په ښکته اولوا سمندري دره کې د پلايا ډي لوس مورټوس په څېر د ګڼو نورو سيمو مطالعه کړې ده. [۱۲][۱۳]

په ۲۰۱۲ز کال کې، د LiDAR سکين (کتلو) روښانه کړه چې لاموسکوټيا کې ګڼو پخاني نامعلوم د لوړ کثافت کلي موود وو، کوم څه چې د «لاسيوډاد بلانکا» له افسانې سره سمون درلود. کېندنو او څېړنو څخه وروسته د دې سيمې د تاريخ په اړه پوهه کې پرمختګ وشو. اټکل شوی چې دا کلي له ۵۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ز کلونو پورې خپل اوج ته رسېدلي دي.

اسپانوي نېواک (۱۵۲۴ – ۱۵۳۹ ز کلونه)

په ۱۵۰۲زکال کې د نوې نړۍ پر لور په خپل حلورم او وروستي سفر کې، کرټوفر کولمبس د نوي ښارګوټي ټرجيلو سره نژدې د « Guaimoreto Lagoon» سره ښکته شو، په دې ډول هغه لومړی اروپايي وګرځېد چې د هندوراس په ساحل کې پروت خليج ټاپوګانو څخه يې ليدنه وکړه. د ۱۵۰۲ز کال د جولای په دېرشمه نېټه، کولمبس خپل ورور بارتولوميو د ټاپوګانو د لټون لپاره واستاوه او بارتولوميو له «Yucatán» څخه د مایا د يوې سوداګري بېړۍ سره مخ ش، کوم چې په ښه لباس ملبس مايا او شتمن سامان الات بار وو. د بارتولوميو سړيو هغه سوداګريز سامان غلا کړ چې دوی غوښت او د اسپانوي او مايا تر منځ د لومړي ثبت شوي مخامخ کېدو پر مهال د يو ژباړن په توګه د خدماتو وړاندې کولو لپاره يې د بېړۍ عمر خوړلی ماڼو وتښتاوه.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د ۱۵۲۴ز کال د مارچ په مياشت کې، « Gil González Dávila» د يو نېواکګر په توګه په هندوراس ته ننوتونکی لومړی اسپانوی وګرځېد. له هغه وروسته « Hernán Cortés» ولاړ، چا چې ځواکونه له مکسيکو څخه لاندې راوستي وو. په راتلونکو دوه لسيزو کې ډېر نېواک رامنځ ته شو، لومړی د هغو ډلو له خوا چې « Cristóbal de Olid» ته وفادارې وې او دويم د هغو له خوا چې وفاداري يې « Francisco de Montejo» درلوده، خو په ځانګړي ډول د الوارډو د پلويانو په مټ. پر اسپانوي سرچينو سربېره، دې نېواکګرو د مکسيکو په وسله والو ځواکونو زياته تکيه درلوده Tlaxcalans او ميکسيکا زرونه پوځونه، کوم چې په دې سيمه کې ځای پر ځای شوي وو.[۱۸][۱۹]

ایداري ویش

هندوراس هیواد په ۱۸ ایداري واحدونو ویشل شوی دی.

  1. اتلانتیدا
  2. چولوتکا
  3. کولون
  4. کومایاګوا
  5. کوپان
  6. کورتس
  7. ال پرایسو
  8. فرانسسکو مورازان
  9. ګراسیاس آدیوس
  10. اینتیبوکا
  11. ایسلاس دلا باهیا
  12. لاپاز
  13. لمپیرا
  14. اوکوتپکویه
  15. اولانچو
  16. سانتا باربارا
  17. واله
  18. یورو

کلتور

تاریخ

اقتصاد

جغرافیه

  1. . Mosquito Coast. Encyclopædia Britannica. Britannica Concise Encyclopedia
  2. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Climate-Related Disaster Opens a Window of Opportunity for Rural Poor in Northeastern Honduras"]. Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America 108 (13): 5203–5208. 2011. doi:10.1073/pnas.1014123108. PMID 21402909. Bibcode2011PNAS..108.5203M. 
  3. Merrill, Tim, المحرر (1995). "War with El Salvador". Honduras. Library of Congress Country Studies. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ فبروري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Human Development Report 2016: Human Development for Everyone" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "The World Factbook — Central Intelligence Agency". www.cia.gov (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۶ نومبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Ruhl, J. Mark (1984). "Agrarian Structure and Political Stability in Honduras". Journal of Interamerican Studies and World Affairs 26 (1): 33–68. doi:10.2307/165506. https://www.jstor.org/stable/165506. 
  7. "History of Honduras — Timeline". Office of the Honduras National Chamber of Tourism. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ مې ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جون ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Davidson traces it to Herrera. Historia General de los Hechos de los Castellanos. VI. Buenos Aires: Editorial Guarania. 1945–1947. د کتاب پاڼې 24. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-8474913323. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Davidson, William (2006). Honduras, An Atlas of Historical Maps. Managua: Fundacion UNO, Colección Cultural de Centro America Serie Historica, no. 18. د کتاب پاڼې 313. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-99924-53-47-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Objetivos de desarrollo del milenio, Honduras 2010: tercer informe de país [Millennium Development Goals, Honduras 2010: Third Country Report] (PDF) (په هسپانوي ژبه کي). [Honduras]: Sistema de las Naciones Unidas en Honduras. 2010. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-99926-760-7-3. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ فبروري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Danny Law (15 June 2014). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". Language Contact, Inherited Similarity and Social Difference: The story of linguistic interaction in the Maya lowlands]. John Benjamins Publishing Company. p. 105. 
  12. Boyd Dixon (1989). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "A Preliminary Settlement Pattern Study of a Prehistoric Cultural Corridor: The Comayagua Valley, Honduras"]. Journal of Field Archaeology 16 (3): 257–271. doi:10.2307/529833. 
  13. Susan Toby Evans; David L. Webster (11 September 2013). Archaeology of Ancient Mexico and Central America: An Encyclopedia. Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1136801860 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Columbus and the History of Honduras". Office of the Honduras National Chamber of Tourism. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ جولای ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جون ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Perramon, Francesc Ligorred (1986). "Los primeros contactos lingüísticos de los españoles en Yucatán". In Miguel Rivera; Andrés Ciudad (المحررون). Los mayas de los tiempos tardíos (PDF) (په هسپانوي ژبه کي). Madrid, Spain: Sociedad Española de Estudios Mayas. د کتاب پاڼې 242. OCLC 16268597. د کتاب نړيواله کره شمېره 9788439871200. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Clendinnen, Inga (2003) [1988]. Ambivalent Conquests: Maya and Spaniard in Yucatan, 1517–1570 (الطبعة 2nd). Cambridge, UK: Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 3–4. OCLC 50868309. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-521-52731-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Sharer, Robert J.; Loa P. Traxler (2006). The Ancient Maya (الطبعة 6th). Stanford, California, US: Stanford University Press. د کتاب پاڼې 758. OCLC 57577446. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8047-4817-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Vera, Robustiano, المحرر (1899). Apuntes para la Historia de Honduras [Notes on the History of Honduras] (په هسپانوي ژبه کي). Santiago: Santiago de Chile : Imp. de "El Correo,". د لاسرسي‌نېټه ۰۹ فبروري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Kilgore, Cindy; Moore, Alan (27 May 2014). Adventure Guide to Copan & Western Honduras. Hunter publishing. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781588439222. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جنوري ۲۰۱۱. Spanish conquistadores did not become interested in colonization of Honduras until the 1520s when Cristobal de Olid the first European colony in Triunfo de la Cruz in 1524. A previous expedition headed by Gil Gonzalez Davila ... الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)