اذربایجان
اذربایجان | |
---|---|
کورډېناټونه: ۴۰°۱۸′شمال ۴۷°۴۲′ختیځ / 40.3°شمال 47.7°ختيځ [۱] | |
د رامنځته کېدو نېټه | ۱۹۹۱ |
هېواد | آزربایجان
|
پلازمېنه | باکو |
اداري وېش | |
پراخوالی | |
• پراخوالی | 86600 کیلومتره مربع |
نفوس شمېرنه | 10145212 (۲۰۲۱)[۲] |
وروستي مالومات | |
وخت زون | نړيوال همغږی وخت +04:00 |
رسمي ژبه | ازربايجاني ژبه [۳] |
جيو کوډ | 587116 |
موټر پلېټ | AZ (۱۹۹۳–)
|
رسمي وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
سمول |
د آذربایجان جمهوريت (آذربایجان هیواد) (آذربايجاني: Azərbaycan يا Azərbaycan Respublikası) په قفقاز غرو لړۍ کې يو هېواد دی چې د اروپا او سوېل لوېديځه اسيا په منځلاره کې پروت دی. دا هېواد کسپین سمندرګی سره ساحل لري.
دا هېواد په سوېل کې له روسيې سره، د جيورجيا سره په سوېل لويديځه لورې، د ارمنستان سره په لويديځه خوا او په سوېل کې د ايران سره خپلې پولې لري. د نخجوان خپلواکه جمهوريت چې د اذربايجان ادعا ورباندې ده، سوېل ختيځه کې د ارمنستان سره، په سوېل لويديځه کې د ايران سره او په سوېل لوېديځه کې د ترکيې سره گډې پولې لري. اذربايجان يو غېر مذهبي حکومت لري، او د 2001 زېږيز کال راپدې خوا د اروپايي قونسل غړيتوب لري. ددې هېواد ډېرکي وگړي شيعه مسلمانان دي او د غربي ترکي توکمه خلگ دي چې د اذربايجاني په نوم او يا هم په ساده ډول د اذري په نوم يادېږېي. دا هېواد په رسمي توگه مخ په ډيموکراسۍ روان دی، خو په کلکه توگه اقتدار پلوی قانون پلي کوي.
جغرافیه
[سمول]آذربایجان د جغرافیایي پلوه د قفقاز غرونو سویل د ارس سیند شمال او د کسپین سمندرګی ترڅنګ پروت دی. د لوی قفقاز غرونه شمال او د واړه قفقاز غرونه لویدیځ همدارنګه تالش غرونو سویل کې د آذربایحان ۴۰% سلنه خاوره نیولې ده.
ایداري ویش
[سمول]'د آذربایجان هیواد د ولایتونو نوملړ (د آذربایجان هیواد ایداري وېش) لاندی نوملړ تاسو د آذربایجان هیواد ایداري برخې ښې.
کلتور
[سمول]ځمکپوهنه
[سمول]اداري وېشنې
[سمول]کينډۍ:ارنی اذربايجان په ۵۹ رايونونو (rayonlar، مفرد rayon) يا سيمو، ۱۱ ښاري ناحيو (şəhərlər، مفرد şəhər)، او يو خپلواک جمهوريت (muxtar respublika) چې د ناخشيوان په نامه يادېږي وېشل شوی دی،[۴] چې بيا هم د ناخشيوان خپلواکه سيمه په خپل وار په ۷ رايون او يو ښار وېشل شوی. د واليانو گومارل د اذربايجان د ولسمشر دنده ده، خو د ناخشيوان حکومت بيا د ناخشيوان د خپلواکه پارلمان لخوا ټاکل کېږي. د نورو سيمو حکومتونه لکه هغه ښارونه چې د ارمنيانو په ولکه کې راغلي لکه خانکيندي او شوشا هم د هېواد نه دباندې خپل سيمه ايز واکونه ټاکي.[۵]
طبيعي منظرې
[سمول]اذربايجان د نورو هېوادونو سره ټولټال ۲،۶۴۸ کيلومتره اوږده زمکنۍ پوله لري. چې د دغې شمېرې نه ۱۰۰۷ کيلومتره اوږده پوله د ارمنستان سره، ۷۵۶ کيلومتره اوږده پوله د ايران سره، ۴۸۰ کيلومتره اوږده پوله د جورجيا سره او ۳۹۰ کيلومتره اوږده گډه پوله د روسيې او تُرکيې سره لري.[۶] دغه هېواد کاسپين سمندرگي سره هم تړلی دی او د دغه هېواد سمندري لمن ۸۰۰ کيلومترو پورې رسېږي. همدا شان د سوروالي له مخې د اذربايجان تر ټولو پراخه سيمه د کاسپين سمندرگي يوه برخه جوړوي چې ټولټال ۴۵۶ کيلومتره سوروالی لري.[۶] د اذربايجان وچه له سهېل نه تر سوېله پورې ۴۰۰ کيلومتره اوږده او له لوېديځه تر ختيځه پورې ۵۰۰ کيلومتره اوږدوالی لري. د اذربايجان د هغو درې غرونو لړۍ چې ددې هېواد نژدې ۴۰٪ برخه جوړوي، د لوی قفقاز، وړوکي قفقاز او د تاليش د غرونو په نامه يادېږي.[۷] د اذربايجان د غرونو تر ټولو جگه څوکه د بازاردوزو غر دی چې د سمندر له هوارې نه ۴،۴۶۶ متره لوړوالی لري. خو د دغه هېواد تر ټولو ټيټه سيمه د کاسپين په سمندرگي کې پرته سيمه ده چې د سمندر له هوارې -۲۸ متره په ټيټه کې پرته سيمه ده. د نړۍ په ټولو خټينو اورښيندونکو سيمو څخه نيژدې نيمه برخه خټين اورښيندونکې سيمې په اذربايجان کې دي.
د اذربايجان د اوبو په اهمو سرچينو کې ددغه هېواد د هوارې اوبه شاملې دي چې په ۸،۳۵۰ رودونو کې يواځې ۲۴ رودونه دي چې د ۱۰۰ کيلومتر نه هم ډېر اوږدوالی لري.[۷] همدا ټول رودونه بيا د کاسپين سمندرگي ته چې د هېواد په ختيځ کې دی لار موندلې.[۷] د دغه هېواد تر ټولو لوی ډنډ د ساريسو ډنډ دی چې (۶۷ km²) او د همدغه هېواد تر ټولو اوږد رود د کورا رود دی چې (1,515 km) يې اوږدوالی لري.
په کاسپين سمندرگي کې اذربايجان د څلورو اهمو ټاپوانو خاوند هم دی چې د دغو څلور واړو ټاپوانو گډ ارتوالی ۳۰ کيلومتر مربع جوړوي.
اقليم
[سمول]کينډۍ:ارنی په اذربايجان کې د اقليم جوړښت په ځانگړې توگه د ارکټيک د سړوخې هوايي کتلو، د سکانډېناويا د انټي سايکلون، د سايبېريا د انټي سايکلون، او د منځنۍ اسيا د انټي سايکلون نه اغېزمن شوی.[۸] پدې سيمه کې د زمکنيو مناظرو د توپيرونو له کبله، هوايي کتلې له بېلابېلو سمتونو نه دې هېواد ته رادننه کېږي.[۸] په سهېل کې د لوي قفقاز سيمه، همدا هېواد د سړوخې د کتلو د اغېز پر وړاندې ساتي، د سړوخې دا څپې عموماً د زمکې د سهېلي سيمو نه پر دغه هېواد راروانې وي. د سړوخې همدا کتلې د دې هېواد د غونډيو په لمنو او هوارو سيمو کې د ټراپيکل څېرمه اقليم د جوړېدو سبب گرځي. په عين وخت کې د دې هېواد هوارې سيمې او د غونډيو لمنې تر ډېره حده د لمر د وړانگو نه اغېزمن کېږي.
د اقليمي زونونو او يا سيمو د يوولسو وېشنو نه نهه ډوله اقليمي سيمې په اذربايجان کې دي.[۹] د تودوخې د بشپړې ټيټې نه ټيټه درجې (-33 °C (-27.4 °F)) او د بشپړې لوړې نه لوړې درجې (+46 °C (114.8 °F)) د جولفا او اوردوباد په سيمو کې ليدل شوي.[۹] The maximum annual precipitation falls in Lankaran (1,600 to 1,800 mm) and the minimum in Absheron (200 to 350 mm).[۹]
طبيعت او چاپېريالپوهنه
[سمول]کينډۍ:ارنی کينډۍ:دا هم وگورۍ د اوبو د زېرمو او سرچينو له مخې، اذربايجان په نړۍ کې د اوسط نه په ټيټو هېوادونو کې شمېرل کېږي او په همدې توگه د دغه هېواد د اوبو زېرمې نژدې 100,000 m³/اوبه په يوه کال کې په هر km² کې رسېږي.[۹] د اذربايجان د اوبو لويه زېرمه د کوور په ځای کې جوړه شوې.
د دې هېواد د بوټو د تنوع سيمې د ناخشيوان دنگې غړۍ (د بوټو 60% بېلابېل جنسونه همدلته دي)، د کورا-اراز هوارې سيمې (40%)، د لوی قفقاز ختيځه سيمې، د داواچي-قوبا سيمه (38%)، د قفقاز مرکزی سيمه (29%)، گوبوستان (26.6%)، په تاليش غرونو کې د لينکوران سيمه (27%) او د ابشېرون سيمه (22%) د يادولو وړ ځايونه دي.[۷] همدا شان د لوی قفقاز سهېل-ختيځې څوکې، سهېلي برخه، سهېل ختيځه برخه او د وړوکي قفقاز او د تاليش غرونو ختيځې څوکې د دغه هېواد د لويو ځنگلونو په سيمو کې شمېرل کېږي.[۱۰]
تاريخ
[سمول]ارپوهه او نوم
[سمول]کينډۍ:دا هم وگورۍ کينډۍ:ارنی د اذربايجان د نوم اصليت په اړوند گڼ شمېر اټکلونه او فرضيې شته. خو په دغو کې تر ټولو عام اند دا دی چې دا نوم د اتروپاتېس يا Atropates نه راوتلی.[۱۱] اتروپات د پارس د امپراطورۍ په وختونو کې د ماد په خلکو کې د يو والي نوم وه چې په اتروپاتين (اوسينی اذربايجان) کې يې خپل واک چلاوه. وروسته له دې چې مقدوني سکندر د اشمېندز د کورنۍ پاچاهي ړنگه کړه نو بيا دغې سيمې هم خپلواکي ترلاسه کړه. دا سيمه د منځنۍ اتروپاتيا يا اتروپاتېن په نوم هم نومول شوې.
اتروپاتيس د زړې پارسۍ د ژبې نه راوتلی چې مانا يې "په اور ژغورل شوی." دی.[۱۲]
د اذربايجان د مېشتو وگړو په گډون د يرغلگرو لښکرونو د پاتې شويو توکمونو لکه قفقازيانو، ماديانو، سيتيانو، پارسيانو، ارمنيانو، يونانيانو، روميانو، خازاريانو، عربانو، اوغوز، سلجوقيانو، مغولانو، او روسانو يو گډ کور دی.
لرغونی تاريخ
[سمول]د اذربايجان په خاوره د لومړنيو انساني استوگنو نښې نښانې ډبرين پېر ته رسېږي او په همدې توگه د ازيخ قوروچي کلتور سره تړاو پيدا کوي.
منځنی تاريخ
[سمول]نوی خپلواک اذربايجان
[سمول]سرچينې
[سمول]- ↑
{{cite web}}
: Empty citation (help) - ↑ خپرونکی: نړیوال بانک
- ↑ د ټولټال کار کتنه په: http://www.constcourt.gov.az/laws/26 — موضوع: 21
- ↑ Invalid
<ref>
tag; no text was provided for refs namedcia2007
- ↑ "LLRX.com - A Guide to the Republic of Azerbaijan Law Research". Archived from the original on 2007-09-27. نه اخيستل شوی 2008-01-07.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ "Geographical data". The State Statistical Committee of the Republic of Azerbaijan. نه اخيستل شوی 2007-05-26.
{{cite web}}
: Cite has empty unknown parameter:|coauthors=
(help) - ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ ۷٫۲ ۷٫۳ "Azerbaijan: Biodiversity". CAC-Biodiversity.org. نه اخيستل شوی 2007-05-26.
{{cite web}}
: Cite has empty unknown parameter:|coauthors=
(help) - ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ "Azerbaijan - Climate". Azerbaijan.az. نه اخيستل شوی 2007-05-26.
{{cite web}}
: Cite has empty unknown parameter:|coauthors=
(help) - ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ ۹٫۲ ۹٫۳ "Climate". Water Resources of the Azerbaijan Republic. Institute of Hydrometeorology, Ministry of Ecology and Natural Resources. Archived from the original on 2007-05-24. نه اخيستل شوی 2007-05-26.
{{cite web}}
: Cite has empty unknown parameter:|coauthors=
(help); External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ "Forestry". CAC-Biodiversity.org. Archived from the original on 2007-03-21. نه اخيستل شوی 2007-05-26.
{{cite web}}
: Cite has empty unknown parameter:|coauthors=
(help); External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ Historical Dictionary of Azerbaijan by Tadeusz Swietochowski and Brian C. Collins. The Scarecrow Press, Inc., Lanham, Maryland (1999), ISBN 0-8108-3550-9 (retrieved 7 June 2006).
- ↑ The Azerbaijani Turks: Power and Identity under Russian Rule by Audrey Altstadt. Hoover Institution Press (1992), ISBN 0-8179-9182-4 (retrieved 7 June 2006).
- Pages with script errors
- مخونه د غبرګونيزي تيروتنې سره
- جغرافيه ويکي ډېټا
- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- سرچينو تېروتنې:تشې سرچينې لرونکي مخونه
- مخونه چې ناملاتړي پاراميتر لرونکي سرچينې لري
- سرچينو تېروتنې: بهرنۍ تړنې
- خطاهای CS1: پارامترهای نامعلوم خالی
- مخونه د اي اس بي ان جادوګر لينکونو سره
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- د ويکيډټا ډاټا سره مخونه
- د ويکيډاټا څخه سايټ نقشه
- د P625 کاروونکي مخونه
- د جغرافیې اړوند توکي د ويکي ډېټا څخه
- د خاصيت کارولو پاڼې P571
- د خاصيت کارولو پاڼې P17
- د خاصيت کارولو پاڼې P36
- د خاصيت کارولو پاڼې P150
- د خاصيت کارولو پاڼې P2046
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P1082
- د خاصيت کارولو پاڼې P421
- د خاصيت کارولو پاڼې P37
- جيو کوډونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P395
- د خاصيت کارولو پاڼې P856
- د خاصيت کارولو پاڼې P935
- ازربایجان
- نخشه لرونکي مخونه