سورینام

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له سورينام نه مخ گرځېدلی)

سورینام(Suriname) (/ˈsjʊərɪnæm, -nɑːm/ (واورئ)) یا سورینام (Surinam)، چې په رسمي ډول د سورینام جمهوریت په نوم پیژندل کیږي (هالنډي: ریپبلیک سورینام [reːpyˌblik ˌsyːriˈnaːmə]) ، د جنوبي امریکا د اتلانتیک په شمال ختیځ ساحل کې پروت یو هېواد دی. دا هېواد په شمال کې له اتلانتیک بحر، په ختیځ کې له فرانسوي ګیانا، لویدیځ کې له ګیانا، او په سویل کې برازیل سره ګډه پوله لري. یوازې له 165,000 کیلومترو مربع (64,000 میله مربع) څخه کم مساحت سره، دا هېواد په جنوبي امریکا کې ترټولو کوچینی خپلواکه دولت دی.[] دا هېواد نږدې 575,990 نفوس لري،  چې زیاتره یې د هېواد په شمالي ساحل کې په پلازمینه او ترټولو لوی ښار پاراماریبو او د هغه په شاوخوا کې اوسېږي،

سورینام د استوا لږ څه شمال ته پروت یو استوایی هېواد دی چې باراني ځنګلونه ورباندې تسلط لري. د دې هېواد لپاره د ونو پراخ پوښښ د اقلیم د بدلون د کمولو او د کاربن منفي ساتلو لپاره خورا مهم دی. دا هېواد په پرتللیز ډول د بشری پراختیا د لوړې کچې په درلودلو سره یو مخ پر ودې هېواد د؛ اقتصاد یې تر ډېره له بډایو طبیعی سچینو لکه بکسسایټ، طلا، پټرولیم او کرنیزو محصولاتو سره تړلی دی.[۱]

سورینام د څلورمې ز.م پیړۍ په پیل کې د اراواکس ، کاریبس او ویانا په ګډون، د مختلفو ځایی خلکو له خوا میشت ؤ. اروپایان په 16مه پیړۍ کې راغلل، هالنډیانو د 17مې پیړۍ په وروستیو کې د دغه هېواد د اوسني قلمرو په زیاتره برخه باندې خپل واک ټنګ کړ. د هالنډي استعماري دورې په جریان کې، سورینام د بورې یوه ګټوره سرچینه وه، د بورې د کښت اقتصاد د افریقایي غلامانو کارګرانو له خوا او په 1863 ز کې د غلامۍ له منځه تللو وروسته، د آسیا څخه د راوړل کېدونکو غلامانو په واسطه پرمخ وړل کیده. په 1954 ز کې، سورینام د هالنډ د سترواکۍ یو له اساسي هېوادونو څخه شو. د 1975 ز کال د نومبر په 25مه، په دې پلمه له سترواکۍ څخه جلا شو چې یو خپلواک دولت شي، البته له له نوموړې سترواکۍ سره یې نږدې اقتصادي، ډیپلوماتیکو او کلتوري اړیکو ته دوام ورکړ.

سورینام په کلتوري لحاظ د کارابین هېوادونو څخه ګڼل کیږي، او د کارابین ټولنې (CARICOM) غړی دی. دا له اروپا څخه بهر یوازینی خپلواک هېواد دی چیرې چې هالنډي د حکومت، سوداګرۍ، رسنیو او ښوونې رسمي او حاکمه ژبه ده.[13] د هالنډي ژبې د اتحاديې د څېړنو له مخې، هالنډي د ۶۰٪سوريناميانو اصلي ژبه ده.[14] Sranan Tongo، د انګلیسي رېښې لرونې کریول ژبه ، په پراخه کچه کارول کېدونکې ګډه ژبه(lingua franca) ده.[۲][۳]

رېښه

د سورینام نوم کېدای شي، د سورینن په نوم د ځایي خلکو څخه اخیستل شوی وي چې د اروپایي ښکېلاک په وخت کې په سیمه کې اوسیدل. د - ame  پسوند چې د سورینام سیند او ځایونو په نومونو کې عام دی، ممکن د آیما یا ایما څخه اخیستل شوی وي، چې معنا یې په لوکونو کې-چې په هېواد کې ویل کېدونکې د اراواک ژبه ده، د سیند یا د نهر خوله ده. [۴][۵]

د اروپا تر ټولو پخوانۍ سرچینې د "سورینام" لپاره د هغه سیند له نوم څخه د اخیستلو کېدو واریانټ وړاندې کوي په کوم باندې چې پای کې استعمارونه تاسیس شوي وو. لارنس کیمیس په خپل اثر ګیانا ته دوهم سفر کې لیکلي چې د ساحل په اوږدو کې د سفر په وخت کې د "شوریناما" په نوم له سیند تېر شوی دی. په 1598 ز کې، درۍ هالنډي بحري بیړۍ چې له وحشي ساحل څخه یې لیدنه کړې، د "سورینامو" سیند څخه تیریدو یادونه کوي. په 1617 ز کال کې، د هالنډ د رسمي اسنادو یو دفتر د هغه سیند نوم په "Surrenant" بڼه نسخ یا سپېل کړ چې هلته د هالنډ سوداګریز پُست درې کاله وړاندې شتون درلود. [۶]

برتانوي اوسیدونکو/مهاجرینو، چې په 1630 ز کې یې د سورینام سیند په اوږدو کې د مارشال په نهر(Marshall's Creek) کې لومړنۍ اروپایی کالونۍ تاسیس کړه، نوم یې د "سورینام(Surinam)" په بڼه لیکلو؛ چې دا نوم د اوږدې مودې لپاره په انګلیسي کې د معیاري املاء په توګه پاتې شوی دی. هالنډي سمندرمزلي  ډیویډ پیټرز ډی ویریز د "Sername" سیند د سفر په اړه لیکلي تر هغه چې نوموړی هلته په 1634 ز کال کې د انګلیسي اوسېدونکي سره مخ شو. د یاد نوم وروستی واول په راتلونکې هالنډي املا او تلفظ کې پاتې شو. په 1640 ز کې، یوه هسپانوي نسخه چې عنوان یې "په امریکا کې د ده د اعلیحضرت د واکمنیو عمومي توضیحات" دا سیند "سورناما" یاد کړی دی. په 1653 ز کې، برتانوي بحري بېړیو ته لارښوونه وشوه، چې په باربادوس کې چې په هغه وخت کې په سیمه کې د انګلیسي استعماري حکومت مقر ؤ، له لارډ ویلوبي سره وویني، بیا یې هم د د کالونۍ نوم "سورینام("Surinam")" لیکلی. د 1663 ز په شاهي منشور کې د سیند شاوخوا سیمه "سیرینام سورینم(Serrinam همداراز  Surrinam)" په نوم یاده شوې. [۶]

د "سورینم(Surrinam)" املاء په پایله کې، د 19 پیړۍ برتانوي سرچینو د لوک ایټیمولوژۍ " Surryham " وړاندیز وکړ، چې دا هغه نوم دی چې په 1660 ز لسیزه کې د سورینام سیند ته د لارډ ویلوبي له خوا د نورفولک ډیوک او ارل آف سوري په ویاړ هغه وخت چې د پاچا چارلس IIیا دوهم چارلس په مرسته د انګلیسي کالونۍ تاسیس شوه، ورکړل شوی ؤ. دا فولکلوري اېتمولوژي (رېشه پېژندنه) د انګلیسي ژبې په وروستیو سرچینو کې په مکرر شکل موندل کیدی شي. [۷][۸]

کله چې دا سیمه د هالنډ لخوا ونیول شوه، نو د مستعمرو یا کالونیو د یوې مجموعې برخه شوه چې د هالنډ ګیانا په نوم پیژندل کېده. د نوموړي هېواد د انګلیسي نوم رسمي املاء د 1978 زکال په جنورۍ کې د " Surinam" څخه " Suriname" ته بدله شوه، په داسې حال کې چې " Surinam" لاهم په انګلیسي کې موندل کیږي، لکه د سورینام ملي هوایی شرکت سورنام ایروېز(Surinam Airways). د سورینام زوړ انګلیسي نوم په انګلیسي تلفظ کې ، /ˈsjʊərɪnæm, -nɑːm/ منعکس شوی. په هالنډي کې، چې د سورینام رسمي ژبه ده، تلفظ یې په دریم توري باندې له فشار سره او له بې رنګه وروستي مُصَوِت سره [ˌsyriˈnaːmə] دی.

تاریخچه

په سورینام کې اصلي ځایي وګړو اوسیدنه تر 3,000 ز.م پورې تاریخ لري. ترټولو لوی قومونه یې د کوچیانو له ساحلي قبیلې اراواک څخه وو، چې د ښکار او کب نیولو له لارې یې ژوند کاوه. دوی په سیمه کې لومړني اوسیدونکي وو. وروسته کیریب قومونه هم په سیمه کې میشت شول چې د خپلو شاندارو بېړیو/کښتیو په چلولو سره یې ارواک فتح کړ. دوی په ګالیبي (کوپالي یومي، چې معنی یې "د پلرونو ونه") کې د مارویجن سیند په خوله کې میشت شول. په داسې حال کې چې لوی اراواک او کیریب قومونه د ساحل په اوږدو او په ورشوګانو/څړځایونو کې ژوند کاوه، د اکوریو، تری، واراو او ویانا په څېر د ځایی خلکو کوچینیو ډلو بیا په د ننه په باراني ځنګلونو کې ژوند کاوه.[۹]

د استعمار دوره

د 16مې پیړۍ په پیل کې، فرانسوي، هسپانوي او انګلیسي پلټونکو د سیمې څخه لیدنه وکړه. یوه پیړۍ وروسته ، هالنډي او انګلیسي مېشت شوو د ګیانا په حاصلخیزه میدانونو کې د څو سیندونو په اوږدو کې د کښت کولو کالونۍ رامینځته کړې. په ګیانا کې تر ټولو پخوانۍ مستنده کالوني د سورینام سیند په اوږدو کې د مارشال کریک په نوم د انګلیسي میشت-ځای ؤ. له هغه وروسته د سورینام په نوم د انګریزانو یوه بله لنډمهاله مستعمره وه چې له 1650 ز څخه تر 1667 ز کال پورې یې دوام وکړ.

د دې قلمرو د واکنمۍ پر سر د هالنډ او انګلیسانو ترمنځ شخړې راپورته شوې. په 1667 ز کې، له دویمې انګلیس - هالنډ جګړې وروسته د خبرو اترو په بهیر کې چې  پایله یې د بریډا تړون ؤ، هالنډ پریکړه وکړه چې د سورینام د کښت کولو مخ پر ودې کالونۍ وساتي کومه چې دوی له انګرېزانو څخه نیولې وه. په بدل کې انګرېزانو په شمالي امریکا کې د اتلانتیک ساحل  په منځنۍ برخه کې د نوي هالنډ د پخوانۍ کالونۍ اصلي ښار، نوی امستردام ساتلی ؤ. انګلیسانو دغه ښار ته د ډیوک آف یارک په یاد: د نیو یارک ښار نوم ورکړ.[۱۰][۱۱]

تاریخ

کلتور

جغرافیه

اقتصاد

  1. (په 2020-01-31 باندې). Suriname's climate promise, for a sustainable future. UN News.
  2. "Suriname". The World Factbook. Central Intelligence Agency. 2013. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اگسټ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Taalonderzoek in Nederland, Vlaanderen en Suriname (2005)". taal:unie. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Suriname", The New Encyclopædia Britannica, Encyclopædia Britannica, Volume 5. Edition 15, Encyclopædia Britannica, 2002, p. 547
  5. Patte, M.-F. (2010). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Arawak vs. Lokono"]. In a Sea of Heteroglossia: 1–10. 
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Oudschans Dentz, F. (1919–1920). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "De Naam Suriname"]. De West-Indische Gids 1st Jaarg (Tweede Deel): 13–17. doi:10.1163/22134360-90001870. 
  7. Menon, P.K. (October 1978). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "International Boundaries: A Case Study of the Guyana-Surinam Boundary"]. The International and Comparative Law Quarterly 27 (4): 738–768. doi:10.1093/iclqaj/27.4.738. 
  8. Wilkie, Lieutenant-Colonel (1841). The United Service Journal and Naval and Military Magazine. د کتاب پاڼې 205. Coming from the south we pass Surinam, the original name of which was Surryham, so called after Lord Surry, in the time of Charles II., and since corrupted to Surinam. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Baynes, Thomas Spencer (1888). Encyclopædia Britannica: A Dictionary of Arts, Sciences, and General Literature, Volume XI (الطبعة Ninth Edition—Popular Reprint). In 1614, the states of Holland granted to any Dutch citizen a four years' monopoly of any harbour or place of commerce which he might discover in that region (Guiana). The first settlement, however, in Suriname (in 1630) was made by an Englishman, whose name is still preserved by Marshall's Creek. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Streissguth, Tom (2009). Suriname in Pictures. Twenty-First Century Books. د کتاب پاڼي 23–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-57505-964-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Boxer, C.R. (1990). The Dutch Seaborne Empire. Penguin. د کتاب پاڼي 271–272. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0140136180. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)