لوګزامبورګ
لوګزامبورګ | |
---|---|
بیرغ | نښان |
ملي ترانه: | |
ځمکه او استوګنه | |
کوارډينېټ | ۴۹°۴۶′شمال ۶°۰۸′ختیځ / 49.77°شمال 6.13°ختيځ [۱] |
پراخوالی | 2586.36 کیلومتره مربع [۲] |
پلازمېنه | د لوګزامبورګ ښار |
رسمي ژبې | لوګزامبورګي ژبه ، فرانسوي ژبه ، جرمني ژبه |
مشرتابه | |
حکومت ډول | مشروطه پاچهي |
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
خپلواکۍ نېټه | ۱۸۱۵ |
د عمر محدودیتونه | |
د واده عمر | 18 کلن |
بې کارۍ کچه | 6 سلنه (۲۰۱۴)[۳]
6.3 سلنه (۲۰۲۱)[۴] |
اوسط عاید | |
نور مالومات | |
پیسې | ېورو |
بېړنۍ ټليفون شمېره | |
تګلوری | ښي لورۍ [۵] |
رسمي وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
هېواد کوډ | LU |
د زنګ وهنې نړیوال کوډ | +352 |
لوګزامبورګ (/ˈlʌksəmbɜːrɡ/ LUK-səm-burg؛ په لوګزامبورګي کې: Lëtzebuerg [ˈlətsəbuəɕ];؛ په فرانسوي کې: لوکزمبورګ؛ په آلماني کې: لوکزمبرګ)، په رسمي توګه د لوګزامبورګ لویه دوچي، د لوېدیځې اروپا په وچه کې بند هېواد دی. دا هېواد له لوېدیځ او شمال څخه له بلجیم، له ختیځ څخه له آلمان او له سوېل څخه له فرانسې سره ګاونډی دی. پلازمېنه او ترټولو لوی ښار یې، لوګزامبوګرګ، (له بروکسل، فرانکفورټ او سټراسبورګ) سره یوځای د اروپایي ټولنې یو له څلورو رسمي پلازمېنو څخه دی او په هغه کې د اروپایي ټولنې ګڼ شمېر اژانسونو مرکزونه، په ځانګړې توګه د اروپايي ټولنې د عدالت محکمه، چې ترټولو لویه قضایي اداره ده، شتون لري. د لوګزامبورګ کلتور، خلک او ژبه په شدت سره د هغه د فرانسوي او آلماني ګاونډیانو سره تړلې دي. په داسې حال کې چې لوګزامبورګي ژبه له قانوني اړخه د لوګزامبورګ د خلکو یوازنۍ ژبه ده، فرانسوي او آلماني ژبه هم په اداري او قضایي چارو کې کارول کېږي او درې واړه د هېواد اداري ژبو په توګه حسابېږي.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
لوګزامبورګ له ۲۵۸۶ کیلومټر مربع (۹۹۸ مایل مربع) مساحت سره د اروپا یو له کوچنیو خپلواکو هېوادونو څخه دی. په ۲۰۲۲م کال کې، د هغه نفوس ۶۴۵۳۹۷ کسه وو چې هغه په اروپا کې په یو کم نفوسه هېواد بدلوي، البته د نفوسو له چټکې ودې سره؛ بهرنیان د دې هېواد کابو نیم نفوس جوړوي. لوګزامبورګ یوه استازې ډیموکراسي ده چې د یوه مشروطه پاچا، لوی ډوک هنري، لخوا رهبري کېږي او هغه یې په نړۍ کې په یوازني پاتې خپلواک لوی ډوک بدلوي. دا پرمختللی هېواد له پرمختللي اقتصاد سره په نړۍ کې د ناخالصه کورني تولید (PPP) له نظره ترټولو مخکې دی. د لوګزامبورګ ښار د پراخو قلعو او تاریخي سیمو استثنایي ساتنې له امله په ۱۹۹۴م کال کې د یونسکو نړیوال میراث په توګه اعلان شو.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]
د لوګزامبورګ تاریخ په ۹۶۳م کال کې پیلېږي، کله چې کنټ زیګفریډ ټرایر ته نږدې یوه ډبرینه قله او په هغه کې د رومیانو د عصر قلعې، چې په لوسیلینبورهوک «کوچنۍ قلعه» نامتو وې، او د هغه شاوخوا سیمه د سنټ ماکسمین له امپراتورۍ څخه ونیول. د زیګفریډ لمسیانو خپل قلمرو د ودونو، فتحې او تسلط له لارې پراخ کړ. د دیارلسمې پېړۍ په پای کې، د لوګزامبورګ کنټونو د پام وړ پراخې سیمې باندې حکومت وکړ. په ۱۳۰۸م کال کې د لوګزامبورګ کنټ، اووم هنري د رومیانو پاچا او وروسته د سپېڅلي روم امپراتور شو؛ د لوګزامبورګ کور د منځنیو پېړیو په اوږدو کې د سپېڅلي روم څلور امپراتوران تولید کړل. په ۱۳۵۴م کال کې، څلورم چارلز دا ښارګوټی د لوګزامبورګ دوچي ته لوړ کړ. دا دوچي بلاخره د بورګونډي دایرې یوه برخه وګرځېد او وروسته د هالنډ د هابسبورګ له ۱۷ ایالتونو څخه یو شو. د پېړیو په اوږدو کې، د لوګزامبورګ شار او قلعه – چې د فرانسې سلطنت او هابسبورګ قلمرو په منځ کې د هغه د موقعیت له امله له لوړ سټراټېژیک ارزښت څخه برخمن وو – په تدریج جوړ شو ترڅو په اروپا کې یو له نامتو قلعو څخه وشمېرل شي. لوګزامبورګ د څوارلسم لوئي فرانسې او د ماریا ترزا اتریش پورې له تړل کېدو وروسته، د فرانسې لومړني جمهوریت او ناپلیون امپراتورۍ یوه برخه وګرځېد.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]
د لوګزامبورګ اوسنی ایالت د لومړي ځل لپاره په ۱۸۱۵م کال کې د وین کانګرس کې رامنځته شو. لوی دوچي، له خپلې پیاوړې قلعې سره، د هالنډ د لومړي ویلیام تر شخصي حاکمیت لاندې په یو خپلواک ایالت بدل شو ترڅو له پروسیایي ګارنیزون سره یوځای د فرانسې له برید څخه ساتنه وکړي. په ۱۸۳۹م کال کې، د بلجیم انقلاب ګډوډیو څخه وروسته، د لوګزامبورګ یوازې فرانسوي ژبې برخه بلجیم ته ورکړل شوه او لوګزامبورګي ژبې برخه (له آرلرلنډ، د آرلون سیمې شاوخوا پرته) د لوګزامبورګ په اوسني ایالت بدل شو.[۲۵][۲۶][۲۷]
لوګزامبورګ د اروپایي ټولنې، OECD، ملګرو ملتونو سازمان، ناټو او بنلوکس یو له موسسو غړو څخه دی. دې هېواد د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴م کال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې خدمت وکړ. له ۲۰۲۲م کال راهیسې، د لوګزامبورګ ښاریان ۱۸۹ هېوادونو ته پرته له ویزې یا په راتلو سره د ویزې ورکړې له اسانتیاوو برخمن وو او د لوګزامبورګ پاسپورټ له فنلنډ، ایټالیا او اسپانیا سره یوشان د نړۍ دریم ځای خپل کړ.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]
تاریخ
له ۹۶۳م میلادي کال مخکې
په کوم ځای کې چې اوسنی لوګزامبورګ واقع دی هلته د لومړني مېشت کېدو نښې تاریخ د ډبرې عصر یانې کابو ۳۵۰۰۰ کاله مخکې ته رسېږي. له میلاد څخه مخکې دوهمې پېړۍ راهیسې، سلټیکي قبیلې د راین او میوز سیندونو منځ سیمه کې استوګنې شوې، له همدې کبله په هغه سیمه کې چې اوسنی لوی دوچي جوړوي، هلته مېشت شول.[۳۳]
شپږ پېړۍ وروسته، رومیانو سلټیکي قبایلو ته چې په دې سیمه کې په ټولیز ډول مېشت وو، د Treveri په توګه ونومول. د لرغونپېژندنې ګڼ شمېر شواهد کشف شوي دي چې په لوګزامبورګ کې د هغوی شتون ثابتوي چې ترټولو نامتو یې د « Oppidum of the Titelberg» دی.
له میلاد څخه ۵۸ تر ۵۱ کلونه مخکې، کله چې جولیوس سزار ګال او د راین تر پولې د آلمان یوه برخه فتحه کړل، رومیانو په دې هېواد برید وکړ، له همدې کبله د اوسني لوګزامبورګ سیمه د ۴۵۰ نورو کلونو لپاره د روم امپراتورۍ یوه برخه شوه او د پاکس رومانا تر حاکمیت لاندې یې په نسبي سوله کې ژوند کاوه.
کوم څه چې په ګال کې پېښ شول هغه ته ورته، د لوګزامبورګ سلټانو د رومیانو کلتور، ژبه، اخلاق او د ژوند چلند ومنل او په عملي ډول هغه څه ته بدل شول چې تاریخ پوهانو د ګالو-رومي تمدن په توګه توصیف کړي دي. هغه وخت دورې پورې اړوند شواهدو کې Dalheim Ricciacum او Vichten mosaic شامل دي چې د لوګزامبورګ ښار د تاریخ او هنر ملي موزیم کې نندارې ته ایښودل شوي دي.[۳۴][۳۵]
دې سیمې ته له څلورمې پېړۍ وروسته جرمني فرانکانو نفوذ وکړ او په ۴۰۶م میلادي کال کې د روم لخوا پرېښودل شو. هغه سیمه چې لوګزامبورګ نومېږي اوس د فرانکانو د سلطنت یوه برخه ده. سالیاني فرانکان چې په دې سیمه کې مېشت شول ډېری د هغو کسانو په توګه توصیف کېږي چې ننني لوګزامبورګ ته یې آلماني ژبه راوړې ده، ځکه چې ژب پېژندونکي لرغونې فرانکي ژبه چې د هغوی لخوا ویل کېده د فرانکوني موزل ژبې مختګ ګڼي چې وروسته یې د نورو په منځ کې، د لوګزامبورګي ژبې په توګه تکامل موندلی دی.[۳۶][۳۷][۳۸]
د لوګزامبورګ مسیحي کېدل هم په همدې دوره کې قرار لري او په معمول ډول د اوومې پېړۍ پای ته ورګرځي. په دې زمینه کې ترټولو نامتو شخصیت، ویليبرورډ، یو نورتومبریایي سینټ مبلغ دی چې له نورو راهبانو سره یوځای یې، په ۶۹۸م میلادي کال کې د اچټرناخ کلیسا جوړه کړه. د هغه په ویاړ ده چې د اچترناخ د ګډا مراسم هرکال د درېنۍ (سه شنبې) په ورځ ترسره کېږي. د څو پېړیو لپاره، دا کلیسا د اروپا شمال کې یو له اغیزناکو کلیساګانو باندې بدله شوه. د Codex Aureus of Echternach، یو مهم پاتې کوډکس چې په بشپړ ډول د طلا جوهر سره لیکل شوی وو، په یوولسمه پېړۍ کې همدلته تولید شو. د امپراطور سپېڅلی کتاب او د دریم هنري زرین انجیل هم په همدې وخت کې په اکټرناخ کې تولید شول، کله چې د منځني عصر په اوږدو کې د سپېڅلو کتابونو تولید خپل اوج ته رسېدلی وو.[۳۹][۴۰][۴۱]
سرچينې
- ↑
{{cite web}}
: Empty citation (help)CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ https://lustat.statec.lu — د نشر نېټه: ۱۳ مې ۲۰۲۳
- ↑ http://data.worldbank.org/indicator/SL.UEM.TOTL.ZS
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ https://statistiques.public.lu/catalogue-publications/luxembourg-en-chiffres/2021/statec_lux_in_figures_2021EN.pdf
- ↑ http://chartsbin.com/view/edr
- ↑ "Luxembourg". انګليسي ژبې امريکايي ميراث قاموس (پنځم ed.). هارپېرکولينز. بياځلي په 1 October 2019.
- ↑ "Europe :: Luxembourg — The World Factbook - Central Intelligence Agency". www.cia.gov. بياځلي په 12 December 2020.
- ↑ "Decision of the Representatives of the Governments of the Member States on the location of the seats of the institutions (12 December 1992)". Centre virtuel de la connaissance sur l'Europe. 2014. خوندي شوی له the original on 13 October 2019. بياځلي په 24 October 2017.
- ↑ "Luxembourg | national capital, Luxembourg". Encyclopedia Britannica (in انګليسي). بياځلي په 12 December 2020.
- ↑ "Loi du 24 février 1984 sur le régime des langues. - Legilux". legilux.public.lu. بياځلي په 13 September 2021.
- ↑ "Loi du 24 février 1984 sur le régime des langues. - Legilux". legilux.public.lu. بياځلي په 13 September 2021.
- ↑ "Eurostat – Tables, Graphs and Maps Interface (TGM) table". Epp.eurostat.ec.europa.eu. بياځلي په 21 February 2010.
- ↑ "La démographie luxembourgeoise en chiffres" (PDF). Le Portail des Statistiques (in فرانسوي) (PDF). بياځلي په 2022-07-26.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "Country comparison :: POPULATION growth rate". The World Factbook. خوندي شوی له the original on 27 May 2016. بياځلي په 16 April 2017.
- ↑ "City of Luxembourg: its Old Quarters and Fortifications". World Heritage List. UNESCO, World Heritage Convention. بياځلي په 16 April 2017.
- ↑ Krouse, Sarah (1 January 2018). "Piping Hot Gromperekichelcher, Only if You Pass the Sproochentest". The Wall Street Journal. p. 1.
- ↑ A propos... Histoire du Grand-Duché de Luxembourg. Luxembourg: Service information et presse du gouvernement luxembourgeois, Département édition. 2008. p. 1. ISBN 978-2-87999-093-4.
- ↑ Kreins, Jean-Marie (2010). Histoire du Luxembourg (5 ed.). Paris, France: Presses Universitaires de France.
- ↑ A propos... Histoire du Grand-Duché de Luxembourg. Luxembourg: Service information et presse du gouvernement luxembourgeois, Département édition. 2008. p. 2. ISBN 978-2-87999-093-4.
- ↑ "Henry VII | Holy Roman emperor". Encyclopedia Britannica (in انګليسي). بياځلي په 12 December 2020.
- ↑ "Luxembourg - History". Encyclopedia Britannica (in انګليسي). بياځلي په 12 December 2020.
- ↑ A propos... Histoire du Grand-Duché de Luxembourg. Luxembourg: Service information et presse du gouvernement luxembourgeois, Département édition. 2008. pp. 2–3. ISBN 978-2-87999-093-4.
- ↑ Centre, UNESCO World Heritage. "City of Luxembourg: its Old Quarters and Fortifications". UNESCO World Heritage Centre (in انګليسي). بياځلي په 12 August 2021.
- ↑ A propos... Histoire du Grand-Duché de Luxembourg. Luxembourg: Service information et presse du gouvernement luxembourgeois, Département édition. 2008. pp. 3–4. ISBN 978-2-87999-093-4.
- ↑ A propos... Histoire du Grand-Duché de Luxembourg. Luxembourg: Service information et presse du gouvernement luxembourgeois, Département édition. 2008. pp. 4–5. ISBN 978-2-87999-093-4.
- ↑ "Luxembourg - History". Encyclopedia Britannica (in انګليسي). بياځلي په 12 December 2020.
- ↑ A propos... Histoire du Grand-Duché de Luxembourg. Luxembourg: Service information et presse du gouvernement luxembourgeois, Département édition. 2008. pp. 5–6. ISBN 978-2-87999-093-4.
- ↑ "European Union | Definition, Purpose, History, & Members". Encyclopedia Britannica (in انګليسي). بياځلي په 12 December 2020.
- ↑ Timeline: Luxembourg – A chronology of key events BBC News Online, 9 September 2006. Retrieved 8 October 2006.
- ↑ "Luxembourg - Independent Luxembourg". Encyclopedia Britannica (in انګليسي). بياځلي په 12 December 2020.
- ↑ "Asselborn's final Security Council meeting". Luxemburger Wort. 19 December 2014. خوندي شوی له the original on 10 October 2017. بياځلي په 2 April 2015.
- ↑ "Global Ranking – Visa Restriction Index 2020" (PDF). بياځلي په 4 April 2020.
- ↑ Michel Pauly, Geschichte Luxemburgs 2013 p. 9
- ↑ Michel Pauly, Geschichte Luxemburgs 1988 (2013)p. 16
- ↑ "Mosaïque de Vichten".
- ↑ Histoire du Luxembourg, le destin européen d'un "petit pays", Trasch Gilbert p. 65, 2003 ISBN 2-7089-4773-7
- ↑ Histoire du Luxembourg, le destin européen d'un "petit pays", Trasch Gilbert p. 70, 2003 ISBN 2-7089-4773-7
- ↑ "Francique".
- ↑ The Emperor's Bible". Uppsala University Library. Retrieved 17 October 2020
- ↑ Michel Pauly, Geschichte Luxemburgs 2013, ISBN 978-3-406-62225-0 pp. 9-25
- ↑ Michel Pauly, Geschichte Luxemburgs 2013 p. 23
- Pages using the JsonConfig extension
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P41
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P94
- د دوتنو د ماتو تړنو مخونه
- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- د P625 کاروونکي مخونه
- د جغرافیې اړوند توکي د ويکي ډېټا څخه
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P2046
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P36
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P37
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P122
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P571
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P3000
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1198
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P3529
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P38
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1622
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P856
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P297
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P474
- د ويکيډټا ډاټا سره مخونه
- د ويکيډاټا څخه سايټ نقشه
- لوگزامبورگ
- جغرافيه ويکي ډېټا
- CS1 errors: empty citation
- CS1 errors: unsupported parameter
- CS1 انګليسي-language sources (en)
- CS1 errors: archive-url
- CS1 فرانسوي-language sources (fr)
- مخونه د اي اس بي ان جادوګر لينکونو سره
- نخشه لرونکي مخونه