د لوګزامبورګ ښار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د لوګزامبورګ ښار
بە لوکسەمبورگی: Lëtzebuerg
بنسټ ايښودنه۱ی جنوري ۰۹۶۳
رسمي نښهStad Lëtzebuerg، Luxembourg، Luxemburg
د گڼه گوڼې نومlussemburghesi
لويه وچهاروپا
هېوادلوګزامبورګ
Capital ofلوګزامبورګ، Forêts، Canton of Luxembourg، Duchy of Luxembourg، County of Luxembourg
ځاي د هيواد په برخه کېCanton of Luxembourg
وختزون موقعيتمرکزي اروپا وخت زون، يو ټي سي ٠١:٠٠+، یوټی‌سی ۲:۰۰+
کوارډينېټي موقعيت۴۹°۳۶′۳۸″N ۶°۷′۵۸″E
Coordinates of easternmost point۴۹°۴۸′۲۱″N ۶°۳۱′۵۱″E، ۴۹°۴۸′۲۰″N ۶°۳۱′۵۱″E
Coordinates of northernmost point۵۰°۱۰′۵۸″N ۶°۱′۲۹″E، ۵۰°۱۰′۴۸″N ۶°۱′۱۲″E
Coordinates of southernmost point۴۹°۲۶′۵۲″N ۶°۲′۳۰″E، ۴۹°۲۶′۵۲″N ۶°۲′۳۰″E
Coordinates of westernmost point۴۹°۵۳′۴۹″N ۵°۴۴′۹″E، ۴۹°۵۳′۴۹″N ۵°۴۴′۹″E
Office held by head of governmentmayor of Luxembourg
د حکومت مشرLydie Polfer
Legislative bodyLuxembourg communal council
Member ofClimate Alliance، QuattroPole
د وگړو شمېر۱۳۴٬۷۱۴
د سمندر له سطحې جګوالی۱۴۶ متر
خورلڼې ښارونهپراګ، London Borough of Camden، Metz
څښتن دKockelscheuer Sport Centre، Stade Josy Barthel
Visitor centerQ30004713
Significant eventSiege of Luxembourg
سيمه۵۱٫۴۶ کیلومتره مربع
رسمي وېبځیhttps://www.vdl.lu/en، https://www.vdl.lu/fr، https://www.vdl.lu/de
List of monumentsCultural heritage monuments in Luxembourg City
Economy of topiceconomy of Luxembourg City
Map

لوګزامبورګ (په لوګزامبورګي ژبه: Lëtzebuerg؛ فرانسوي کې: Luxembourg؛ آلماني کې: Luxemburg)، همدارنګه د لوګزامبورګ ښار (لوګزامبورګي کې: Stad Lëtzebuerg یا d'Stad؛ فرانسوي کې: Ville de Luxembourg؛ آلماني کې: Stadt Luxemburg یا Luxemburg-Stadt) په توګه پېژندل کېږي، د لوی ډوچي ګزامبورګ پلازمېنه او د هېواد ترټولو بانفوسه ښار دی. دا ښار چې د لوګزامبورګ سوېل کې د آلزټ او پټروس سیندونو یوخای کېدو سیمه کې پروت دی، د لوېدیځې اروپا په زړه کې قرار لري او د سړک له لارې د بروکسل څخه ۲۱۳ کیلومټره (۱۳۲ مایله)، پاریس څخه ۳۷۲ کیلومټره (۲۳۱ مایله)، او له کولن څخه ۲۰۹ کیلومټره (۱۳۰ مایله) لرې پروت دی. دې ښار کې د لوګزامبورګ قلعه شامله ده چې د منځنیو پېړیو په لومړیو کې د فرانکانو لخوا تاسیس شوه او د هغې شاوخوا ته مېشت ځایونه جوړ شول.[۱]

د ۲۰۲۱م کال د ډسمبر ۳۱مه کې، د لوګزامبورګ ښار ۱۲۸۵۱۴ کسه نفوس درلود چې د هېواد دوهم بانفوسه ولایت (Esch-sur-Alzette) څخه درې برابره ډېر دی. د دې ښار نفوس له ۱۶۰ ملیتونو څخه جوړ شوی دی. بهرنیان د دې ښار ۷۰ سلنه نفوس جوړوي، په داسې حال کې چې لوګزامبورګیان یوازې ۳۰ سلنه نفوس جوړوي. د بهرنیو استوګنو زېږېدونکو تعداد په ښار کې د هرکال په تېرېدو سره په دوامداره توګه ډېرېږي.[۲][۳]

په ۲۰۲۲م کال کې، لوګزامبورګ له ۱۳۷۹۵۰ ډالرو (PPP) سره په نړۍ کې د ترټولو لوړ ناخالص کورني تولید لرونکی وو او دا ښار په یوه بانکي او اداري مرکز بدل شو. په ۲۰۱۹م کال کې له ۲۳۱ ښارونو څخه د مرسر نړیوالې سروې له مخې، لوګزامبورګ د شخصي خوندیتوب له اړخه لومړی ځای خپل کړ، په داسې حال کې چې د ژوند کیفیت له اړخه یې اته لسم ځای خپل کړ.[۴][۵]

لوګزامبورګ د (بروکسل، فرانکفورټ او سټراسبورګ) په څنګ کې د اروپایي ټولنې یو له فعاله پلازمېنو څخه دی، ځکه د ګڼو نهادونو، آژانسونو او جسدونو مرکزونه په کې شتون لري، له هغې جملې څخه د اروپایي ټولنې د عدالت محکمه، د اروپا د محاسباتو محکمه، د اروپایي پارلمان سکرټریت، د اروپا عمومي څارنوالۍ دفتر، د اروپا پانګه اچونې بانک، د اروپا پانګه اچونې صندوق، د اروپا ثبات میکانیزم، او همدارنګه د نورو له منځه د اروپایي کمیسیون ډیپارټمنټونه او خدمات، یوروسټاټ، یادولی شو. د اروپایي ټولنې شورا هرکال د درې میاشتو لپاره په دې ښار کې جلسه نیسي.[۶]

تاریخ[سمول]

د روم په دوران کې، یوه پیاوړي برج د دوه رومي سړکونو چې د لوګزامبورګ ښار په سیمه کې یوبل ته رسېدل، نه ساتنه کوله. په ۹۶۳م کال کې په تریر کې د سنټ ماکسمېن له کلیسا سره د تړون له لارې، لومړي زیګفریډ، د فرانسې پاچا دوهم لویي او د لوی اوتو امپراتور نږدې خپلوان، له اردن څخه د لوګزامبورګ فیوډالي ځمکې لاس ته راوړې. زیګفریډ خپله قلعه د Lucilinburhuc «کوچنۍ قلعې» په نوم د باک فیلز («ډبرې») په سر جوړه کړه، چې د لومړي ځل لپاره په پورتني تړون کې ذکر شوه.

په ۹۸۷م کال کې، د ټریر لوی اسقف اګبرټ، د خلاصون په کلیسا کې (نننۍ سنټ مایکل کلیسا) پنځه محرابه مقدس کړل. کلیسا ته نږدې د رومي سړکونو تقاطع کې، یو بازار څرګند شو چې د هغه شاوخوا ته ښار وده وکړه.

دا ښار د خپل طبیعي موقعیت او جغرافیې له امله، د تاریخ په اوږدو کې له نظامي سټراټیژیک ارزښت څخه برخمن پاتې شوی دی. لومړنۍ قلعې د لسمې پېړۍ په لومړیو کې جوړې شوې. د دولسمې پېړۍ په وروستیو کې، د سنټ نیکلاس کلیسا (نننۍ نوټرډام ټولنې کلیسا) شاوخوا او لوېدیځې خوا ته د ښار پراختیا سره، نوي دېوالونه جوړ شول چې ۵ هکټاره (۱۲ آکره) مساحت په کې شامل وو. د ۱۳۴۰م کال په حدودو کې، د جان کور پاچایۍ په وخت کې، نوې قلعې جوړې شوې چې تر ۱۸۶۷م کاله پرځای وې.

لوګزامبورګ د بورګونډیا امپراتوري ګانو او وروسته بیا د اسپانیا او اتریش یوه برخه شوه (اسپانیوي هالنډ او اسپانیوي سړک ته مراجعه وکړئ) او د هابسبورګ حکومت تر مشرۍ لاندې د لوګزامبورګ قلعه څو څو ځلې تقویه شوه لکه څنګه چې تر شپاړسمې پېړۍ وروسته، لوګزامبورګ په خپله د اروپا له پیاوړو قلعو څخه وو. له هغه وروسته، بورګونډیانو، اسپانویانو، فرانسویانو، بیاځلې اسپانویانو، اتریشیانو، بیاځلې فرانسویانو او پروسیایانو لوګزامبورګ فتح کړ.

په اووه لسمه پېړۍ کې، لومړني سنګرتوپونه جوړ شول. په لومړیو کې، اسپانیا ۲۳ کیلومټره (۱۴ مایله) تونل جوړ کړ، چې له ۱۶۴۴م کاله پیل شو. دا تونلونه وروسته د فرانسې واکمنۍ لاندې د مارشال واوبن لخوا لا پراخ شول او ۱۷۳۰مه او ۱۷۴۰مه لسیزه کې بیاځلې د اتریش تر واکمنۍ لاندې زیات شول.[۷]

د فرانسې انقلاب جګړو په اوږدو کې، دا ښار دوه ځلې د فرانسې لخوا اشغال شو: یوځل، په لنډه توګه، په ۱۷۹۲-۱۷۹۳ او بیا، له یوې اووه میاشتنۍ محاصرې وروسته. لوګزامبورګ د فرانسې محاصرې لاندې هومره مقاومت وکړ چې فرانسوي نظامي انجینیر او سیاستوال، لازار کارنو، لوګزامبورګ ته د «له جبل الطارق وروسته د نړۍ ترټولو ښې قلعې» نوم ورکړ چې د دې ښار مستعار نوم «د شمال جبل الطارق» رامنځته کېدو لامل شو.[۸]

سربېره پر دې، د اتریش ګارنیزون بلآخره تسلیم شو او په پایله کې، لوګزامبورګ د فرانسې جمهوریت پورې ضمیمه شو او د فورټس ډیپارټمنټ یوه برخه وګرځېد او د لوګزامبورګ ښار د هغه یو ولایت شو. د ۱۸۱۵م کال تړون پر اساس چې ناپلیوني جګړو ته یې پای ورکړ، د لوګزامبورګ ښار د آلمان کنفډراسیون برخې په توګه د پروسیا تر نظامي کنټرول لاندې راغی، که څه هم حاکمیت یې د اورنج-ناسائو کور ته ولېږدول شو، البته د هالنډ متحده سلطنت له شخصي اتحاد سره.

د لوګزامبورګ بحران څخه وروسته، د لنډن ۱۸۶۷م کال تړون، لوګزامبورګ اړ کړ ترڅو په لوګزامبورګ ښار کې قلعې ړنګې کړي. د هغو ړنګېدل شپاړس کاله وغځېدل، ۱.۵ میلیونه زرین فرانک لګښت وشو، او له ۲۴ کیلومټرو (۱۵ مایلو) زیات د ځمکې لاندې دفاع، ۴ هکټاره (۹.۹ آکره) سنګرتوپونو، باټري ګانو، کنډکونو او نورو ویجاړولو ته اړتیا وه. سربېره پردې، داسې ښکارېده چې د پروسیا ګارنیزون به بېرته ونیول شي.[۹][۱۰]

کله چې په ۱۸۹۰م کال کې، لوی ډوک دریم ویلیام له هیڅ نارینه وارث پرته ومړ، لوی دوک د هالنډیانو له لاسه ووت او د لوی ډوک آډولف تر مشرۍ لاندې په یوې خپلواکې لیکې بدل شو. له همدې کبله، لوګزامبورګ چې تر هغه وخته یوازې په تیوریکي ډول خپلواک وو، په یو رښتیني خپلواک هېواد بدل شو او د لوګزامبورګ ښار د یوه بشپړ خپلواک هېواد پلازمېنې باندې په بدلېدو سره، د هغه ارزښت یوه برخه بېرته لاس ته راوړه چې په ۱۸۶۷م کال کې یې له لاسه ورکړی وو.

په لومړۍ نړیواله جګړه کې د بې پلوه پاتې کېدو لپاره د لوګزامبورګ د ډېرو هڅو سربېره، د ۱۹۱۴م کال د آګسټ په ۲مه د آلمان لخوا اشغال شو. د آګسټ په ۳۰مه، هلموټ فون مولټکه د خپلې قمندانۍ مرکز لوګزامبورګ ښار ته، په فرانسه کې خپل پوځ ته نږدې راولېږداوه ترڅو یوې چټکې بریا لپاره چمتو شي. په هرحال، دا بریا هیڅکله هم لاس ته رانغله او لوګزامبورګ څلور کاله د آلمان لوړې قوماندې کوربه وو. د اشغال په پای کې، د لوګزامبورګ ښار د کمونیسټي انقلاب لپاره د هڅونې صحنه وه. د ۱۹۱۸م کال د نومبر په ۹مه، کمونیسټانو یوه سوسیالیسټي جمهوري اعلان کړه، خو یوازې څو ساعته یې دوام وکړ.

سرچينې[سمول]

  1. "Great Circle Distances between Cities". United States Department of Agriculture. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ مارچ ۲۰۰۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جولای ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "The capital of Luxembourg counts 110,499 inhabitants". www.luxembourg.public.lu (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ اکتوبر ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ سپټمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "La Ville de Luxembourg composée à 70% d'étrangers". wort.lu. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Quality of living city ranking". د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Luxembourg". International Monetary Fund. October 2021. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "The European institutions in Luxembourg". luxembourg.public.lu (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "The Fortress". Luxembourg City Tourism Office. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جولای ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Kreins (2003), p. 64
  9. "World Heritage List – Luxembourg" (PDF). UNESCO. 1 October 1993. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۳۰ مې ۲۰۰۴. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جولای ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. کينډۍ:In lang Treaty of London, 1867, Article IV. GWPDA. Retrieved 19 July 2006.