پاناما

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

پاناما چې رسمي نوم یې د پاناما جمهوریت دی د مرکزي امریکا په سویل کې پروت یو هیواد دی. د پاناما پلازمینه پاناما سیټي او رسمي ژبه یې اسپانیایي ده، مساحت یې ۵۱۷'۷۵ کیلومتره مربع او د وګړو شمیر یې ۶۷۹'۳۰۹'۳ تنه دی.

پاناما چې رسمي نوم يې د پاناما جمهوريت دی، په مرکزي امريکا او سويلي امريکا کې د لويو وچو تر منځ وېشل شوی هېواد دی، لويديځ ته يې کوسټاريکا، سويل ختيځ ته يې کولمبيا، شمال ته يې کرابين سمندر او سویل ته يې ارام سمندر موقعيت لري. پلازمېنه او ستر ښار يې د پاناما ښار دی چې د پاناما ښار ښاري سیمه کې د دې هېواد د څلور ميليونه نفوس نږدې نيمايي برخه خلک ژوند کوي.[۱]

په شپاړسمه پېړۍ کې د اسپانوي نيواکګرو له رسېدو مخکې په پاناما کې اصلي قبايل اوسېدل. دا هېواد په ۱۸۲۱ز کال کې له سپين څخه جلا او د ګران کولمبيا جمهوريت سره يو ځای شو، کوم چې د نيوا ګراناډا، ايکوادور او وينزويلا اتحاد و. له هغه وروسته چې په ۱۸۳۱ز کال کې ګران کولمبيا منحل شوه، پاناما او نيوا ګراناډا د کولمبیا جمهوريت وګرځېد. د متحده ايالاتو په ملاتړ سره، پاناما په ۱۹۰۳ز کال کې له کولمبيا څخه جلا شو، د پاناما کانال ته د جوړېدو اجازه ورکړل شوه چې د ۱۹۰۴ او ۱۹۱۴ز کلونو تر منځ د متحده ايالاتو د پوځ د انجينرانو د قول اردو له خوا بشپړ شو. په ۱۹۷۷ز کال کې د ټوريجوس-کارټر تړونونو موافقه وکړه چې د ۱۹۹۹ز کال د ديسمبر په يو دېرشمه نېټه دا کانال له متحده ايالاتو څخه پاناما ته انتقال شي. د دې په شا اوخوا کې ځمکې په لومړي ځل په ۱۹۷۹ز کال کې بېرته سپارل شوې وې.[۲][۳]

د دې کانال ماليات اوس هم د پاناما د خالص کورني عايد د يوې سترې برخې څرګندونه کوي، که څه هم سوداګري، بانکوالي او ګرځندويي هم په دې هېواد کې مخ پر وده برخې دي. دا هېواد د لوړ عايد اقتصاد لرونکي هېواد په توګه پېژندل کېږي. په ۲۰۱۹ز کال کې د بشري ودې شاخص ته په کتنې سره پاناما په نړۍ کې اوه پنځوس هېواد درجه بندی شوی و. په ۲۰۱۸ز کال کې، د نړيوال اقتصادي ټولنې د نړيوالې سيالۍ د شاخص تر مخې، پاناما په لاتيني امريکا کې اوم سيالي کونکی اقتصاد بلل شوی و. د پاناما ځنګلونه چې د دې هېواد نږدې څلوېښت سلنه ځمکه يې پوښلې ده، د ګڼ شمېر استوايي بوټو او ژويو کور دی -  دوی له ډلې ځينې يې داسې دي چې د ځمکې پر مخ بل هېڅ ځای کې نه موندل کېږي. پاناما د ملګرو متلونو او نورو نړيوالو سازمانونو لکه «OAS,LAIA,G77,WHO» او «NAM» بنسټ اېښودونکی غړی هېواد دی.[۴][۵]

د نوم رېښې[سمول]

د « Panama » قطعي اصليت معلوم نه دی. په دې اړه ګڼ اندونه شته. يو اند وايي چې د دې هېواد نوم د ونو د يو عام موندل کېدونکي نسل (Sterculia apetala, the Panama tree) له نوم څخه اخیستل شوی دی. يو بل اند دا دی چې پاناما ته لومړي مېشت شوي خلک په اګست کې رسېدلي دي، کوم وخت چې پتنګان ډېر زيات وي نو په همدې بنسټ په يوه هغه اصلي امري انډين ژبه کې چې د اسپانوي نېواک له رسېدو مخکې پرې خبرې کېدې د دې ټکي د دې نوم معنا هم دا ده چې «ډېر پتنګان». يوه بله نظريه دا ده چې دا ټکی د د کونا ژبې د «بنابا» ټکي اسپانوي شوې بڼه ده چې معنا يې ده «لرې» يا «ډېر وړاندې».[۶]

په پاناما کې په عام ډول خپره شوې افسانه دا ده چې د کبانو نيونکو يو کلی و، کوم چې همدا د پاناما نوم درلود چې معنا يې ده «د کبانو زياتوالی» او دا کلی هغه مهال موجود و کله اسپانويانو په لومړی ځل دې سيمې ته ورسېدل. د دې کلي کره موقعيت نه دی معلوم. د دې افسانې تايید په عام ډول د « Captain Antonio Tello de Guzmán» د يادښتونو څخه اخیستل شوی دی، څوک چې په ۱۵۱۵ز کال کې د پاناما د ارام ساحل د لټون پر مهال په يو بې نومه کلي کې د ښکته کېدو خبر ورکوي؛ نوموړي دا کلی يواځې د «هماغه کوچني اصلي کب نيونکو د کلي» په توګه ياد کړی دی. په ۱۵۱۷ز کال کې، يو اسپانوي دويم بريدمن « Don Gaspar de Espinosa» پرېکړه وکړه چې په هماغه ځای کې يو مېشت ځای اباد کړي چې Guzmán يې يادونه کړې وه. په ۱۵۱۹ز کال کې، « Pedro Arias Dávila» پرېکړه وکړه چې په دې سيمه کې د اسپانوي سترواکۍ ارامه بندرګاه جوړه کړي. نوي کلي د « Santa María la Antigua del Darién» ځای ونيو، کوم چې په ارام اقيانوس کې د اسپانيې له خوا د شتمنۍ تر لاسه کولو له پيلیدو وروسته د ولي عهد په نړيواله طرحه کې خپل کار له لاسه ورکړی و.

د پاناما د پوهنې وزارت له خوا په رسمي ډول د دې نوم تعريف او اصليت د «کبانو، ونو او پتنګانو زیاتوالی» دی. دا هغه عامه تشرېح ده چې د ټولنيزو مطالعاتو په درسي کتابونو کې ورکړل شوې ده.

تاريخ[سمول]

په شپاړسمه پېړۍ کې د اسپانويانو په لومړي ځل رسېدو سره، د پاناما په پېژندل شويو اوسېد نکو کې کووا او کوکلي قبايل شامل وو. دا خلک نږدې له منځه تللي دي، ځکه چې دوی د اروپايي عفوني ناروغيو په وړاندې هېڅ خونديتوب نه درلود.[۷]

له کولمبيايي پړاو مخکې[سمول]

د پاناما تنګی نږدې دري ميلیونه کاله مخکې هغه وخت جوړ شو، کله چې د شمالي او سويلي امريکا تر منځ ځمکنی پول بالاخره بشپړ شو او بوټي او ژوي په کرار کرار له دې پولو څخه په دواړو لوريو واوښتل. د دې تنګي شتون لومړی ښکاريانو او د راټولېدونکو له راڅرګندېدو څخه نيولې تر کليوالي او ښاري پړاونو پورې په ټوله امريکا لويه وچه کې د خلکو، کرنې او ټيکنالوژۍ پر خپرېدو اغېز پرېښود.[۸][۹]

په پاناما کې د اصلي اوسېدونکو تر تولو لرغوني موندل شويو اثارو کې د پاليو-هندي تیرونو (projectile points) شاملې دي. له هغې وروسته منځنۍ پاناما په امريکاګانو کې د ځينو خاورينو لوښو د جوړېدو لومړی مرکز و، د بېلګې په ټول د موناګريلو کلتورونه، د کوم تاريخ کې چې ۲۵۰۰ – ۱۷۰۰ مخزېږديز ته رسېږي. دوی په مهم نفوس بدل شول، کوم چې د موناګريلو لرغونو اثارو په سيمه کې د هغوی د په زړه پورې تدفين (تر شا او خوا ۵۰۰ – ۹۰۰ز پورې) او د دوی ښکلي ګران کوکلي طرز د پولي کروم د خاورينو لوښو په مټ يې شهرت وموند. د Barriles (Chiriqui) په سيمه کې په يوه ډبره پاتې مجسمې هم د هغه لرغوني تنګي د کلتورونو مهم اثار دي.

د اروپايانو له رسېدو مخکې په پاناما کې چبچن، چوکون او کيووا خلک په زیاته پیمانه مېشت شوي وو. تر تولو ستره ډله يې کيووا وه (د چا د ژبې دقيق تړون چې ډېر کمزوری مستند کړای شوی دی).د اروپايي نيواک پر مهال د تنګي سيمه ييز نفوس اندازه کره نه ده معلومه. د اټکل تر مخې  تر دوه ميلیونه پورې رسېدل، خو وورستۍ څېړنې ښيي چې دا شمېر دوه سوه زرو ته نژدې وه. د لومړيو اروپايي کشافينو له خوا د لرغونو اثارو موندنې او تعريفونه د ډول ډول سيمه يیزو استمين ډلو ښودنه کوي، کوم چې د کلتوري تنوع ښودنه کوي او خلکو ته د سوداګرۍ د منظمو سيمه ييزو لارو په مټ د پرمختګ وړانديز کوي.

کله چې پاناما مستعمره وګرځول شوه، اصلي اوسېدونکي يې ځنګلونو او نژدې ټاپوګانو ته وتښتېدل. پوهان په دې باور دي چې د امریکا د اصلي اوسېدونکو په نفوس کې د کمښت اصلي لامل ساري ناروغۍ وې. سیمه ييزو خلکو د ننکيو په څېر ناروغيو په وړاندې کوم خونديتوب نه و تر لاسه کړی، کوم چې له کلونو راهيسې په ايروايشيا خلکو کې مزمن و.[۱۰]

تر ۱۷۹۹ ز کال پورې نيواک[سمول]

په ۱۵۰۱ز کال کې «Rodrigo de Bastidas» په وينزويلا کې د سرو زرو په لټون د لويديځ پر لور د سمندر سفر پيل کړ او لومړی اروپايي وګړی وګرځېد چې د پاناما تنګه (نرۍ خاورينه تړانګه چې دوه ځمکې سره نښلوي او د اوبو دوه هستې سره جلا کوي) کشف کړي. یو کال وروسته، کروسټوفر له دې تنګي څخه لېدنه وکړه او په ډيرين کې يې د لنډې مودې لپاره يو کلی جوړ کړ. په ۱۵۱۳ز کال کې له اوقيانوس سمندر څخه تر ارام سمندر پورې د «Vasco Núñez de Balboa» ستونزمن سفر روښانه کړه چې دا تنګی په رښتيا هم د سمندرونو تر منځ لاره وه او پاناما په تېزۍ سره په نوې نړۍ کې د اسپانيې د سترواکۍ د اوښتو را اوښتو لاره او بازار وګرځېد. پاچا فرډينينډ دويم «Pedro Arias Dávila» د شاهي والي په توګه وټاکه. نوموړی د ۱۵۱۴ز کال په جون میاشت کې له نولسو بېړيو او پنځلس سوه کسانو سره راورسېد. په ۱۵۱۹ز کال کې، ډيولا د پاناما د ښار بنسټ کېښود. سره زر او سپين زره په بېړيو کې له سويلي امریکا سره راوړل شول، له تنګي څخه واړول شول او د اسپانيې پر لور د وړلو لپاره په سمندري بېړۍ کې بار کړای شول. دا لاره د کيمينو رئيل يا رايل سرک په نوم وپېژندل شوه، که څه هم په دې لاره کې د قبرونو د شمېر له ماله په عام ډول د کيمينو ډي کروس (روډ اف کراسس) په نوم هم پېژندل کېده. [۱۱]

جغرافیه[سمول]

ایداري ویش[سمول]

  1. بوکاس دل تورو
  2. چیریکی
  3. کوکله
  4. کولون
  5. دارین
  6. هررا
  7. لس سانتوس
  8. پاناما سیټي
  9. وراګواس

نیمه خپلواکي سیمي چې ولایتونه حسابیږي

  1. امبرا-وونان
  2. کونایالا
  3. نګوبه-بولګه

اقتصاد[سمول]

تاریخ[سمول]

کلتور[سمول]

سرچينې[سمول]

  1. "National Geographic Education". National Geographic Society. د اصلي آرشيف څخه پر July 28, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 12, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)National Geographic Atlas (list). National Geographic Society. 2010. د کتاب پاڼې 4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)Webster's New Geographical Dictionary (list and map). Merriam-Webster Inc. 1984. د کتاب پاڼي 856, 859. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)"Americas" Standard Country and Area Codes Classifications (M49), United Nations Statistics Division "North America" Atlas of Canada North America Atlas National Geographic
  2. "Panama". CIA – The World Factbook. د لاسرسي‌نېټه December 23, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Department of State, United States of America (1987) [Signed at Washington on September 7, 1977. Entered into force October 1, 1979.]. "Panama Canal Treaty". United States Treaties and Other International Agreements. 33. United States Department of State. د کتاب پاڼې 55. 33 UST 39; TIAS 10030. Upon entry into force of this Treaty, the United States Government agencies known as the Panama Canal Company and the Canal Zone Government shall cease to operate within the territory of the Republic of Panama that formerly constituted the Canal Zone. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "World Economic Outlook Database, April 2019". IMF.org. International Monetary Fund. د لاسرسي‌نېټه September 29, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Competitiveness Rankings". The Global Competitiveness Report 2018 (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه March 18, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Origen del Nombre Panamá". República de Panamá. د اصلي آرشيف څخه پر February 14, 2007 باندې. د لاسرسي‌نېټه July 25, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Austin Alchon, Suzanne (2003). A pest in the land: new world epidemics in a global perspective. University of New Mexico Press. د کتاب پاڼي 67–74. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8263-2871-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Mayo, J. (2004). La Industria prehispánica de conchas marinas en Gran Coclé, Panamá. Diss. U Complutense de Madrid, pp. 9–10.
  9. Piperno, D. R. (1984). The Application of Phytolith Analysis to the Reconstruction of Plant Subsistence and Environments in Prehistoric Panama. Dissertation, Temple University. Philadelphia, vol. 8 pp. 21–43.
  10. Hays, J. N. (2005). Epidemics and pandemics: their impacts on human history, ABC-CLIO, pp. 82–83, کينډۍ:ISBN
  11. "Pedro Arias Dávila". Encyclopedia Britannica. Encyclopedia Britannica. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)