Jump to content

ميرويس هوتک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ميرويس خان هوتک
خان
شاه
مير
سلطان
حاجي ميرويس خان هوتک
حاجي ميرويس خان هوتک
حاجي ميرويس خان هوتک

گورگین
عبدالعزیز ھوتک
د شخص معلومات
پيدايښت ۱۶۷۳
کندهار، افغانستان
مړینه ۱ نومبر ۱۷۱۵ (۴۱–۴۲ کلن)
کوکران، کندهار، افغانستان
هديره د میرویس نیکه زیارت، کوکران

د میرویس خان نیکه په زیارت کې د هغه اړوند معلوماتي ډبره.
تابعیت د هوتکيانو ټولواکمني   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
اولاد شاه حسين هوتک ،  شاه محمود هوتک ،  زينب هوتک   ويکيډاټا کې (P40) ځانګړنې بدلې کړئ
پلار سلیم خان هوتک   ويکيډاټا کې (P22) ځانګړنې بدلې کړئ
مور نازو توخۍ   ويکيډاټا کې (P25) ځانګړنې بدلې کړئ
وروڼه او خوندې
کورنۍ د هوتکيانو ټولواکمني   ويکيډاټا کې (P53) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک

حاجي ميروېس خان هوتک (۱۶۷۳-۱۷۱۵ زېږدي) (په انگرېزي: Mirwais Hotak) د افغانستان يو ستر ملي سیاسي وګړيز لوی ملي پرځنګ کوونکی او پوه مشر و.

مخينه

[سمول]

حاجي ميروېس خان هوتک د شاه عالم خان هوتک او نازو توخۍ نامتو زوی، د کرم خان هوتک لمسی، په ۱۶۷۳ زېږيديز کال کې په کندهار کې زېږېدلی و. حاجي مېرويس خان هوتک د افغانانو يو له ډېرو سترو ټولمنليو مشرانو څخه و او دی. افغانانو له همدې لامله ده ته د نيکه ستاينوم ورکړی او د ميروېس نيکه په نامه يې هم يادوي. لکه څنگه چې يې له لنډنوم (تخلص) څخه مالومېږي، ميرويس خان په خټه هوتک و چې د غرزيو د ټبر يوه ستره پښه گڼل کېږي. دا دې ټبر ډېرکي وګړي په کلات، هرات او کندهار کې مېشت دي.

د کورنۍ مخينه

[سمول]

د ميروېس نيکه مور د افغانستان د غيرتمنو او اتلو ښځو له شمېر څخه وه. دا دغې غيرتمنې مېرمنې نوم نازو توخۍ وه، چي د سلطان ملخي توخي لور وه. (توخي هم د غلځيو پښتنو يوه څانگه ده. د همدې پښتنو ډېره برخه وگړي په زابل کې مېشت دي. ميروېس خان هوتک درې وروڼه درلودل، چې عبدالعزيز خان هوتک، عبدالقادر خان هوتک او يحيی خان هوتک نومېدل. همدا راز مېرويس خان هوتک د جعفر خان ابدالي د پتمنې لور سره، چې خانزاده نومېده واده کړی وو.

د ميروېس خان پوهه، هاند او پرځنګ

[سمول]

د ميروېس خان هوتک پلار د غلزيو مشر وو او له پوپلزيو سره د خپلوۍ له کبله گنې ابدالی هم بلل کېده. ميروېس په خپلو سترگو او له ډېر نږدې پر خپلو هېوادوالو د بهرني حکومت توپير پالنه لېدله او هم يې د سوداگرۍ د کسب له لارې ليدل چې په څه ډول د کندهار د بې سر او پښو سوداگريزې پانگې گټه بهرنيو جېبونو ته ورتله. هغه همدا راز لېدل چې په کندهار کې ۳۰ زره بهرني پراته سرتېري بايد د دغه ځای د وگړو د خولو له شامته ماړه شي چې د نورو د ټکولو لپاره ښه تکړه اوسي او هم دې د فارس واکمنانو د توپير پالنې او تکبر دروند پېټی هم پر اوږو يوسي. له دې امله مېرويس خان د ولس د خورو ورو ځواکونو يووالي ته لستوڼي رابډ وهل. بهرنۍ واکمني يې ړنگه او ملت يې د پرديو له غلامۍ وژغوره. د قبيلو خانانو لا له مخکې څخه هغه پېژانده او هغه يې په خپلو ډلو کې د ځان په څېر يو مشر گاڼه. د ښار وگړو هم د هغه خيرغوښتونکی، دروند او سپېڅلی چال چلند د سر په سترگو لېدلی وو او پر هغه يې ډاډ درلود. يوازېنۍ لاره چې پاتې وه هغه د کړنې او عمل خپلواکي وه او دا د يوه پوځي حکومت تر څار لاندې شونې نه ښکارېدله.

نو ځکه مېرويس خان هوتک دوښمن ته د دوستۍ له لارې ورنږدې کېږي او له سرزورو ټـبرونو څخه د مالېې د راټولولو، سلاوو، خـولې تويونې، د اداري چارو د سمبالتيا او د ټولو اداري چارو د واګو د لاس ته راوړلو له لارې ېې گرگين دومره ځان ته رانېږدې کړ چې گرگين مېرويس هوتک د هغه د پوهې او ژور لېد او ځيرکوالي له کبله د کندهار د ښار د کلانتر په توګه وګوماره. د هغه مهال دا دنده د اوسني مهال د ښاروال له دندې سره برابره ده. مېرويس خان د دغې دندې د ترسره کولو په ترڅ کې د خلکو ډاډ تر لاسه کړ او ځان یې د یوه منځگړي پله په توگه د ټولو وگړو او دولت تر منځ په زباد ورساوه او په همدې ترڅ کې یې د توکمونو له مشرانو او خانانو سره له خوږواله ډک اړیکي وساتل او بله ځانگړتیا یې دا وه چې میرویس خان د ابدالیانو زوم وو او هغوی ورڅخه کرکه نه درلودله.

د صفويانو مذهبي تاوتريخوالی او خپلمنځي وژنې

[سمول]
د افغانستان په پوستي ټکټ د ميرويس نيکه انځور

نامتو ايرانی پوه رنځپوه شفا ليکي چې: صفوي اسماعيل شاه خپله پاچاهۍ په تبرېز کې د شل زرو سُنيانو له وژلو پيل کړه . کله چې مشهد ته را ورسېد نو د هغه قـِزلباشو سرتېرو د پاچا د وينې تويولو د تندې د ماتولو په پار په طبسين کې اته زره وگړي له چړو تېر کړل. لومړي شاه عباس خپل دوه وروڼه، وراره، تره او خپل دوه زامن (محمد ميرزا او امام قلي ميرزا) ړانده کړل او خپل درېيم ځای ناستی زوی وصفي ميرزا يې په ډېرې سخت زړۍ وواژه. د هغه د وروستـني زوی د ړندېدلو وسه ېې نه درلودله ځکه ېې ځان وژنه وکړه او په دې ډول د شاه عباس له نسله هېڅ نارينه ماشوم ژوندی پاتې نه شو.

د پارس صفوي دولت پر بډ د ميروېس هوتک پاڅون (۱۷۰۹ ز)

[سمول]

په ۱۵۰۰ زېږديزکال کې په ماوراء الهنر کې شېباني او په ۱۵۰۲ زېږديز کال کې په پارس کې صفوي دولتونو سرونه را پورته کړل او په ۱۵۰۳ ز کال کې بابري (گورگاني) دولت په کابل او وروسته په ۱۵۲۵ ز کال کې په هند کې رامنځ ته شو. دغو نویو رامنځ ته شویو دولتونو له شمال ، لوېدېځ او ختېزه افغانستان ته لاسونه را وغځول او هېواد یې په درېيو شمالي ، لوېديځو او ختېزو برخو ووېشه. پدې مانا چې په ۱۵۱۰ ز کال کې د ایران صفوي دولت هرات او سیستان او هم په ۱۵۵۶، ۱۶۲۲ ، ۱۶۴۸ ز کلونو کې د مغولي پاچایانو له منگلو یې کندهارونېو. او د هند بابري دولت پر ۱۵۰۳ ز کال پر کابل او پر ۱۵۰۵ کال په غزني او پر ۱۵۰۸ ز کال په ننگرهار او پر ۱۵۲۰ ز کال یې پر کندهار د واکمنۍ منگولې ښخې او ویې نېول. په ۱۵۰۰ ز کال کې ازبک شېباني دولت هم کله چې په سَمـَرقند کې یې د تېمور وروستنی پاتې شونې له پښو وغورځولې او د گورگاني دولت پر ځای یې په ماوراء النهر کې د خپل دولت بنسټ کېښود نو پر کال ۱۵۰۶ ز له آمو را ووښت او بلخ یې ونېو. یو کال وروسته (۱۵۰۷ ز کال) محمد خان شیباني (شیبک خان) له آمو را واوښت او په مرغاب کې یې د تېموري شهزادگیو مقاومت و ټکاوه او هرات یې ونېو [۱]

پدې ډول د دوه نيمو پېړیو په اوږدو کې له ۱۵۰۶ ز تر ۱۷۰۹ ز کال پورې په لوېديځ او سوېل لوېديځو ولاتیونو او تر ۱۷۴۷ز کال پورې په ختېزو ولایتونو کې د پردیو د واکمني لړۍ را وغځېدله. د هېواد په گڼو نېول شویو سيمو کې د پردیو واکمنو او کورنېو چوپړ مارانو دنده یوازې نېواک گرو واکمنانو ته په زور زیاتۍ د وگړو غاړه را ټیټونه او د مالیاتو را ټولونه او د خپلواکۍ غوښتنې د هر ډول پاڅون او غږ وژل ول. د صفوي د واکمنۍ پر مهال د شيعه ډلې د دولت د رسمي مذهب په توگه گڼل کېدله چې په خپل ټول واک او ځواک له ناتارگرۍ ، سیاسي � مذهبي په خپل سرۍ ، سخت زړېتوب او ټولوژنې سره ملگرې وه. ټـبرنۍ ، توکمېزې ، گروهنېزې او غیر شيعه مذهبي ډلې تل ځورول وکېدل ، هغوی ته سپکې او سپورې ویل کېدلې او ان دا چې په ټولېزه ډول به وژل یا ځورول کېدل او یا به د شتمنیو د نیولو له لارې اړ ایستل کېدلايشي چې له خپلې ډلې او مذهبي تگلارې څخه لاس پر سر او پر شيعه مذهب را واوړي.


د لومړي شاه عباس ځای ناستی د صفي میرزا زوی سام میرزا له خپل غور نيکه شاه اسماعیل څخه په سورلاسۍ او وینې بهونه کې کم نه وو. د خپلې څوارلس کلنې واکمنۍ په اوږدو کې یې پرته له ځڼد او خڼد ټولوژنه له خپلو خپلوانو را پیل کړه. هغه خپله ماندېنه او مور دواړه ووژلې او په یوې مسېدلې او نیشې ډکې شپې کې یې شيدې رودونکی زوی په اور کې را گوزار کړ. د وصفي پر نامه د دویم شاه عباس زوی چې د پاچاهۍ له غوره کېدنې وروسته یې خپل نوم پر شاه سلېمان بدل کړ. د پاچاهۍ د ځای ناستـنې له هماغو لومړیو پېليزو شېبو څخه د ماڼۍ یو شمېر مخورسپین روبي ، سیاسي مشران ، ماڼۍ ته نېږدې ځمکوال او پوځي لارښوده بولندویان له چړو تېر کړل. د شاه سلېمان زوی سلطان حسین چې څو زره ويناوې (حديثه) یې له یاده زده ول او کوچنۍ کاریې پرته له خدای پالنې ، خدای غوښتنې او استخارې نه تر سره کاوه ، له شپږو کالو پاچاهت وروسته خپله وچه خدای پالیزه سپېڅلتیا یوې خوا ته کړه او د شرابو په کونړونو (جامونو) کې د لمېسدنې یا نشې په خوبونو کې ډوب شو ، لېوالتیا او تنده یې د حرمسرای ښځمنو چوپړیانو ته په ښنديز (افراطي) ډول په ډېرېدا شوه . ان خبره دې ته را ورسېده چې د هغه خواجه سرایان به د جـُـلفا په کوڅو کې گرځېدل او هر چېرې چې به یې ښايښته نجونې یا ښځې وليدلې نو پاچا ته به یې راتښتولې. دغه په خدای میئن او خدای پال پاچا د نورو چارو په پرتله په خپل حرمسرای کې ډیر بوخت و؛ د ولایتونو واکوالو به له یو بل سره په سیالۍ کې د پاچا د ښځمنغوښتـنې د تندې او لمسېدنې د ماتولو لپاره د خپلې واکمنۍ له سيمې څخه ښایسته نجونې په وچ زور را ټولولې ، پاچا او اړوند کسانو ته به یې حرمسرای ته ور ولېږلې. [۲] [۳]

د دغه پاچا د پاچاهۍ پر مهال د شيعه د اروايي (روحانيت) مذهبي تنگ الواکي ( تعصب) دومره زیاته شوه چې له امله یې د ایران تر ولکې لاندې ولایتونو کې مذهبي لږکيو پاڅونونو ته لاس پورې کړ. د بېلگې په ډول په ۱۱۱۱ کال کې بلوڅانو پر کـِرمان یرغل وکړ، پر کال ۱۱۲۱ د کندهار وگړو او په ۱۱۲۳ کال کې داغستان ، په ۱۱۲۶ کال کې په هرات کې ابدالیانو او په ۱۱۲۷ کال کې سـُـنـي کـُردانو پاڅون وکړ. په ۱۱۳۵ کال کې د قفقاز ارمنينانو بلوا او سرغړوانه را وپاروله. په هماغه کال کې د ختېز گـُرجستان وگړو هم اله گولې ته لاس واچاوه . په ۱۱۳۳ کال کې لـرانو او په ۱۱۳۴ کال کې د مسقط بلوڅانو او عربانو پاڅون او یاغيتوب وکړ. په همدغه کال ۱۱۳۴ کې په شېروان کې د تسنن د ډلې د مذهبي خپلواکۍ غوښتنې څپې په خوټېدو شوې او د حاجې داود لارښوونې تر مشرۍ لاندې یې پر شماخي کرسي شېروان یرغل او له څلورو تر پنځو زرو شيعه گانو یې له چړو تېر او د عثماني ترکيې په پلوي یې غږونه راپورته کړل. [۴]

په کوکران کې د ميرويس نيکه ارامځای
د ميروېس نيکه مړستون

لنډه دا چې د صفوي سلطان حسین د پاچاهۍ په وخت کې د لسگونو نورو نېمگړتیاو تر څنگ د اداري چارو ناسمبالتیا او گډ وډي ، د منجاورانو (درباریانو) په منځ کې تربگني او دیوبل پروړاندې دروهه (توطـﺋـه) جوړونه ، بډې خوړنه او د صفوي د خپل سرو واکمنانو تېرغمالي او ناتار او د روانو قوانينو نه پلي کولو، د غېر شيعه ډلو پر وړاندې د شيعه دولت مذهبي تنگ الواکي، د خلکو کوکارو او نارو ته د تېریو د ډېرېدو له امله غوږ نه نېول، د وگړو له زوره وتلې ماليې او د وروسته پاتې ماليې د ترلاسه کولو لپاره له زبېښاک او زور زیاتي کار اخېستنه ټول د دې لامل گرځېدل چې د ټولنې اغېزمن کسان د لارو چارو د موندلو په لټه کې شي او د خپلې سيمې او د ملي خپلواکۍ لپاره هلې ځلې وکړي او له دغسې وَړَندو او ناسم کارونو (حالاتو) څخه په گټه اخیستنې اړينه گټه پورته کړي.

نو د اتلسمې زېږدېزې پیړۍ په پېل کې د کندهار بیا د هرات او سیستان وگړو چې له کړکېښ تأریخي - ځمکپوهنه (جعرافيه) وټييز (اقتصادي) او دودیزپلوه له یو بل سره ډېرې گډې ځانگړتیاوې لري او په خټه کې یې د مېړانې ، رښتنگلوۍ ، همغږۍ ، ځان تېرېدنې او خپلواکۍ غوښتنې سپېڅلي انګېرنې (احساسات) ډېر پياوړي دي د صفوي بې کفایته دولت له ناتار او تېریو څخه د ځان ژغورنې لپاره یو په بل پسې مټې را بډ وهلې او په سمبال شوې توگې د صفوي دولت د زور زیاتۍ ، لنډپارۍ او لنډگروهنې پر وړاندې په پښو ودرېدل ، پاڅون یې وکړ او د سپېڅلې جگړې لړۍ یې په سرښندنې د بشپړې خپلواکې د ترلاسه کولوتر شېبې پورې بهانده وساتله او بیرته په پښو کښېنـناستل. د هغوی موخه د پردۍ واکمنۍ له منگولو څخه د وگړو خپلواکي وه. د خپلواکۍ لپاره د وگړو پاڅونونو نه یوازې په خپله خټه کې لارښودیز پېلوزي او مشعلونه روښانه کړل بلکه په ایران ، افغانستان او نورو سېموکې یې خوځښتونه را وپارول او لدې چې د دغو پاڅونونو په تومنه کې د موخو او اهدافو څرگندوالی وو نو ځکه پایله یې په بریا واوښتله.

د کندهار پر نېونې شخړه

[سمول]

له هغې شېبې وروسته چې د کندهار د نېونې سکالو (موضوع) د ایران او هند د دولتونو تر منځ را برسیره شوه ، نو دواړه د ایران صفوي دولت او د مغولي هند د سترواکۍ سترواکان د کندهار د نېونې پر سر له یو بل سره په شخړو کې را پرېوتل او څو څو ځله شاه جهان او عالمگیر د کندهار د نېولو لپاره خپلې لښکرۍ پردغې سېمې را تاو کړې. په ۱۵۲۰ ز کال کې مخکې لدې چې بابـُرد هند پر لور خپلې لښکرې سمې کړې نو د لومړي ځل لپاره یې کندهار ونېو او خپل زوی کامران مېرزا یې د هغه ځای د حکومت واکمن و ټاکه. خو د ډیرې لنډې مودې له تېرېدلو وروسته صفوي سام مېرزا (د هرات واکمن) په همدغه کال( ۱۵۲۰ ز) کې د کندهار د نېولو لپاره خپلې لښکرې سمبال کړې او دغه ښار یې کلابندي کړ. خو کامران مېرزا د سام مېرزا پر وړاندې مقاومت وکړ او د سام مېرزا کلابندي یې ور ماته کړه او سام مېرزا اړ شو چې په شاشي ،سیستان ته ولاړ او له هغه ځایه بیرته هرات ته ستون شو [۵]. خو د بابـُر زوی او ځای ناستي همایون ، صفوي دولت ته د صفوي دولت له هغې مرستې څخه چې د افغاني سورویانو له لاسه یې د ډیلي پاچاهي بیرته نېولی وو په ۱۵۴۴ ز کې کندهاریې ایران ته ورکړ. د شهزاد گي مـُراد تر سروالۍ لاندې صفوي لښکرو قندهار په لاس کې واخیست خو دغه شهزادگی یو کال وروسته په کندهار کې ومړ او همایون کندهار بیرم خان ته وسپاره او د ایران لښکر یې رخصت کړ (۱۵۴۵ ز). خو د صفوي دولت له زړه څخه د کندهار د دولت هېله هېڅکله ونه وتله او یو ځل بیا یې د هغه د نېولو لپاره لښکر ور ولېږه.

په ۱۵۵۶ ز = ۹۶۴ ق کې لومړي شاه طهاسب کندهار له هندي مغولو څخه ونېو خو د هند پاچا اکبر هغه ځای بېرته د ایران له منگولو را خپل کړ. لومړي شاه عباس ، په ۱۶۲۲ ز = ۱۰۳۲ ق دغه ولایت د هند له سترواک جهانگیر څخه ونېو ، خو شپاړلس کاله وروسته (۱۶۳۸ ز) جهانگیر بېرته دغه ځای ونېو. په ۱۶۴۸ ز (۱۰۵۸ ق ) کې دویم شاه عباس د خپلو پنځوس زرو سرتیرو پر مټ یو ځل بیا دغه ولایت ونېو او دا ځل یې بـُست او زمېنداوَر هم د واکمنۍ په لمنه کې را گډ کړل. صفوي شاه د مهراب خان تر مشرۍ لاندې خپل لس زره سرتیري په کندهار کې پرېښودل او د فراه او هرات له لارې مشهد او بیا اصفهان ته ستون شو. له هغه وروسته تر ۶۰ کالو (تر ۱۷۰۹ ز = ۱۱۲۱ ق پورې) کندهار د ایراني صفویانو په لاس کې پاتې شو او هندي پاچایانو ونه شوای کولای چې پر دغه ولایت بر لاسي شي [۶]. په دې توگه له ۱۵۲۰ ز تر ۱۷۰۹ ز پورې کندهار تر پنځوسو کالو د هندي پاچایانو او تر یو سلو شلو کالو پورې د ایران د صفوي دولت په ولکه کې را گېر پاتې شو.

د کندهار د ښاراو د ټول ولایت د نېولو لپاره هندي او ایراني دولتونو د افغاني توکمونو او ټبرونو همکارې او همغږۍ ته اړ ول نو له دې امله بې اړنګه او شک نشته چې د خپلې موخې د تر سره کېدلو لپاره یې لومړی د افغاني ټبرونو مشران د بډې او ډاليو، د وړیا ځمکو او (آړوتو یا شرطي ځمکو) او نورو توپیرپالو برلاسېو د ورکړې له لارې ځانته را لېوالول او بیا به یې د هغوی پر ځمکو لښکرې ور وځغلولې . په دغه اکر یا حالت کې د واکمنۍ د تــَلې پله د دواړو سیالو ډلو په گټه را تاوېدله او سوبمنو دولتي واکمنانو به د توکمونو همغږي مشران تر پالنې لاندې ونېول او پر بډ مخالف توکمونه به یې تر هغه و ټکول او و به یې زبېښل چې له خپل پلرني ټاټوبي څخه کډوال کېدلو ته اړ کېدل . له دې لارې به یې د خپلې واکمنۍ د غځولو او دوام لپاره د افغاني توکمونو په منځ کې د بېلتون پالنې پر اور نورې خځلې او تیل ور واچول او اور لړونې به یې ورته وواهه . په خواشېنۍ سره کله چې د افغاني توکمونو مشران د هند یا ایران د پياوړو دولتونو تر پام او پالنې لاندې راتلل، نو په ناپوهۍ به یې د بیلتون پالنې په تبر خپلې رېښې ووهلې او په سر کې یې د خپل خېل او ټبر چاڼـَونې ته مټې را بډ وهلې دي.

سدوزي دولت خان چې کله د خپلې واکمنۍ د سېمې لمنه تر غزني او له غزني د سلېمان تر غرونو وغځوله نو له یوې خوا یې په کندهار کې د صفوي واکمن پر وړاندې سرغړونه وکړه او د خپلواکۍ او کورواکۍ غږ یې پورته کړ ( چې مخکې مو ورته گوته ونېوله) خو له بل پلوه یې خپل د اکا زوی حیات سلطان دومره وزبېښه چې دې ته اړ شو چې له خپلې ټولې شتمنې او پلرنې ځمکې لاس پر سر او له خپل ورور لښکر خان او څه ناڅه د ابدالي ټبر له شپږ زرو کورنېو سره یو ځای ملتان ته په کډوال کېدنې اړ شو [۷]. سدوزي دولت خان ښایي د خپلې کورنۍ د سیالانو له زورواکۍ کډوالۍ څخه ځان سوبمن باله ، خو د خپلې ځواکمنۍ او بریا په شېبو کې یې د صفوي بیگلربیگي اغیزه د کندهار د پوځي کلا په کوټوالۍ کې هم ور لنډ کړې وه.

فرهنگ د دغې بلوا لامل د کندهار د یوه ځمکوال سدوزي دولت خان سرغړاوی بولي او لېکي: د صفوي د لړۍ وروستنی پاچا شاه حسین چې په ۱۶۹۴ ز کال کې یې د اصفهان پر پاچاهۍ ډډه ولگوله یو بې واکه ،بې پرېکړې ، ضعيف النفس او شرخوټونکی سړی و. د هغه د ماڼۍ لوړ پوړو چارواکو له یو بل سره سیالي کوله او د هغوی د دروهو او دسېسو له امله د دولت اغېزه په منځي او ولایاتو کې بې اغېزې شوې وه. د ابدالي د ټـبر راهېټ یا کلانتر(ښاروال) سدوزي دولت خان چې د سدو خان (د دغه توکم یو مشر) له پښته و د خپلې توکمېزې اغېزې په ملاتړ په کندهار کې له صفوي والي څخه سرغړاوی وکړ او په هغې سيمې کې اکر یا حالت خړ پړ شو. د اصفهان دربار پرېکړه وکړه چې د دولت خان د ټکونې لپاره په کندهار کې ټک سری او زمبک (سختگیر او با انظباط) والي و ټاکي او د دغه د تر سره کولو لپاره یې د گيورگي واختانگ په نامه تن نوی مسلمان شوی گـُرجي چې په تاوتریخوالي ، پرغزناکۍ یا قهر او بد چال چلند کې یې نوم درلود و ټاکه . گيورگى چې د افغانانو د گرگین پر نامه پېژاند. د شاهنواز خان ، بیگلر بېگي یا د لوی والي د درناوي نوم په لرلو سره په ۱۷۰۴ کال کې د گرجیانو او قزلباشانو له ډلو څخه جوړ یو ځواک سره کندهار ته راغی او هڅه یې وکړه چې د خانانو او سيمه یيزو واکمنو اغېزمن مختورتوب ته د پای ټکی کېږدي او په کندهار کې د مرکز تر نېغې څارنې لاندې یوه اداره رامنځ ته کړي. خو گرگین له خپلو ټولو ځانگړتیاوو سره سره یو درغلی سړی هم و او په لومړي سر کې یې د دولت خان له سیالو ابدالي مشرانو سره د همغږۍ اومينې تارونه و غځول او د غلزیو له مشرانو څخه یې نامتوهوتک امیر خان چې د میروېس په نامه پېژندل کېږي د پاموړ و گرځاوه [۸] [۹].

هرگوره، گرگین په دوه مخۍ او درغلۍ د سدوزي دولت خان له منځه وړلو څخه مخکې ، د میروېس خان پر وړاندې خپله هر ډول ناوړه هوډ پټ وساته او خپل ټول پام یې د دولتخان او د هغه د ټبر پر پرزولو او دړې وړې کولو ور نېغ کړ . هغه د ابدالي د ټـبر یو شمېر سیال کسان وموندل او له هغوي څخه یې د دولت خان په نېولو کې د مرستې غوښتنه وکړه. په خواشينۍ سره چې دغو لنډ باورو سیالانو (عزتخان او اتل خان سدوزي) د یوې شپې په نيمایي تورتم کې گرگین او د هغه وینې څښونکی لښکر ښار صفا ته (د کندهار د ختيځ په ۳۰ ملۍ واټن کې) د دولت خان تر کلا راوست. د گرگین ځواکونه تر کلا را تاو شول ، د کلا ور یې ور مات کړ او د کلا پر انگړ ور ننوتل. دولت خان د تېښتې پر ځای د گرگین د ښه راغلاست لپاره د باندې راووت او گرگین د سترگو په رپ کې دولتخان وواژه . بیا یې زوی نظر محمد خان د گرجي لښکر په غیشواو شلگرو مړ کړ. رستم خان او محمد زمان خان د دولتخان دوه نور زامن، د شپې له تیارې څخه په گټې اخیستنې په تېښته بریالي شول او ځانونه یې ارغسان د خپل د ټبر زړه ته ورسول. د دغې پېښې په خبرېدا د ارغسان ابدالیو وسلې را پورته کړې او له گرگین او د هغه له لښکر څخه یې د غچ اخېستلو ژمنه وکړه. گرگین له دغه اکر او حالت څخه په وېره کې ولوېد او سولې ته یې غاړه کېښودله او د دولتخان زوی رستم خان یې د ټـبـر د مشر په توگه په رسميت وپېژند او د ابدالي ټـبر د راتلونکو شونو پېښېدونکو غښکو او ګواښونو خطرونو د مخنیوي لپاره یې له رستم خان، محمد زمان خان (د ستر احمد شاه بابا پلار) د لاس تړلو په توگه وغوښت او په بېړه یې د ساتونکو تر غیشو لاندې کرمان ته ولېږه چې هلته د یرغمل په توگه تر څار لاندې وساتل شي. گرگین څلور کاله وروسته رستم خان هم په چل او درغلنې زندۍ کړ ، او بیا یې د شلگرې یا نېزې په ځواک د ارغسان له سيمې څخه ټول ابدالیان د گرشک او فراه ترمنځ ( په بې اوبو او بې وَښو دښتو کې ) شړونې ته اړ کړل . ابدالیانو بله لاره نه درلودله خو دا چې د شورابک او فراه په دښتو کې په شپنتوب او پوَندگلوي بوخت شي او یوه برخه یې د هرات ولایت او اسفزار په څېرمو سیمو کې ښواره واره شوه او یو شمېر یې کـِرمان ته په شړونې اړ شول. ۱۱۱۹ ق /۱۷۰۷ ز

څرنگه چې وویل شول د گرگین سرتیري چې ټول د هغه هېوادوال گـُرجيان ول د سوبمن لښکر په توگه یې د کندهار پر وگړو له ډېر ناتار او تیرغمالۍ ( ظلم) څخه کار اخېست او د (پښتو تأریخ ) پر وینا د هغوی له لاسه نه سپین ږیري ، نه ځوان او نه ښځې هېڅ چا ښه ورځ نه درلودله [۱۰]. له دې امله ورځ په ورځ د صفوي د واکمنۍ پر وړاندې د ناخوښو (ناراضیانو) شمېر زیاتېده. همدغه ناخوښو کسانو په ډله کې یو پوه او دور اندېشه سړی د مېرویس خان پر نامه وو چې په پوهې او هوښیارۍ یې د یوه لوی پاڅون لپاره لاره پرانېستله.

دهوتکي دور پلازمېنه او د کندهار د زاړه ښار تاریخي کلا (د نارنج ماڼۍ)

[سمول]

خو وگړي د حکومت له ناتار او شډلتیا څخه تر دوه وو سوږمو را رسېدلي ول او د لارو چارو د موندلو او لټولو په موخه یې مېرویس خان ته را مخه کړه. مېرویس خان د صفوي شاه حسین پر نامه یو لېک ولېکه او په ترڅ کې یې د گرگین له لاسه غاو یا احتجاج او د چارو د سماونې غوښتنه کړې وه او په دې هېله چې د گرگین او د هغه د ناتارگر ځواک لاسونه د خلکو له گریوانونو څخه خلاص شي نو د مېرویس خان او د ښار د نورو مخورو مشرانو له لاسلېکونو وروسته دغه لېکنه د توکم د پاپوټکرو یا صادقو کسانو له لارې د اصفهان دربادر ته ولېږل شوه. خو د صفوي خوسا او ککړ دربار دغسې سرټکونو ته د ځواب وسه نه درلودله. گرگین هم د خپل ورور له پلوه چې د صفوي په دربار کې یې د دیوان بیگي دنده درلودله له دغې سرټکونې څخه خبر سو،مېرویس خان یې له دندې گوښه او هر چا چې په دغه لېک کې لاسلېک کړی وو له مېرویس خان سره یې یو ځای د سرتیرو تر څار او د تورو تر سیوري لاندې د ایران دربار ته ولېږه او هغوی یې د ایران د دولت یو میرڅی او دښمن ور وپیژندل (۱۰۷).

د یوه لېږد یا روایت پربنسټ صفوي دولت مېرویس خان او د هغه نور ملگري ماڼۍ ته نېږدې یوه بندخونې ته ولېږدول [۱۱]. ميروېس خان ډیر ژر د خپل بند په وخت کې د پاچا پر ځان پالنې ، وږو سولو او ناپوهې چې د خواجه سرایانو او ملایانو د لاس ناوکۍ گرځېدلی پوه شو. نو ميروېس خان لارې چارې و پلټلې او ځان یې د گرگین له تورونو څخه خوشی کړ. همدا ډول هغه د دولت خټه او تومنه په ځيـر ولېدله او پوه شو چې ماڼۍ په خوسا لوخړو کې ډوبه ده، پاچا بېوړه یا بې کفایته سړی او د دربار کارمن خپلسري او لټ دي. په کار پوه کسان او بولندویان رټل شوي او د هغوی ځای بېکاره، بډي خوړونکو او جنجالي کسانو ته ځای ورکړل شوی. اداري چارې گډې وډې او پاچا د حرم له انډیوالانو سره پر تعویذونو ، دعاگانو ، فال لېدلو ، جفر یا علم الحروف او باڼدارونو بوخت او د دولت د چارواکو، خانانو او ملایانو د ناتار او د ملا ماتوونکو مالیاتو تر دروند پیټي لاندې اوبه د وگړو تر ترخځه رارسېدلې دي. ميروېس خان ډاډه شو چې له دغسې یوې ککړې دولتي ادارې څخه د خپلواکۍ تر لاسه کول اسانه کار دی خو د هغې د تر لاسه کولو لپاره د افغانستان د وگړو ملي یووالی لومړی آړ یا شرط دی . له بلې خوا د خلکو لارښوونه د سيمه ییزو پیاوړو ځمکوالو ، خانانو او ملایانو په لاس کې ده او دغه خانان په یوه ډول نه په یوه ډول له صفوي چارواکو سره غاړه غړۍ او په خپلو منځو کې لاس او گریوان او په سیالۍ کې ډوب دي او ملایانو هم وگړي د اسلامي وروڼو پرمخ د تورو له را ایستلو څخه وېرول [۱۲]

کروسینسکي یو پولنډی کشېش دی چې د ميروېس د شړونتيا(جلا وطني) په وخت کې په اصفهان کې و او هم په ۱۷۲۲ ز کال کې په همدغه ښار کې کله چې افغانانو اصفهان کلا بند کړی و بیا هم په اصفهان کې و ؛ کروسینسکي د یوه یادداښت ليک په ترڅ کې د میروېس خان د پوهې ، ننگ و ناموس او ملي پت پالنې په اړه ليکلي دي: ميروېس خان د افغاني ټبرونو او توکمونو په منځ کې پر ټولو گران او د درناوي وړ سړی و. تر ډېره کچه وتلی له ویاړ او پرتمه ډک ، کارپوه ، هوښیار، ځېرک د تورې او ډگر سړی و او له دې چې افغانانو ورته ډېر درناوی او غاړه اېښوونه درلودله نو ډېر په ځان ډاډه و او د هندوستان وگړو ته ډېر لېوال و. د ډېرو پانگو په لرلو یې يونونه کول او تر شمېره وتلي گټه یې راټوله کړې وه. گرگین خان د خپلې نېنگلتیا (طمعې) ، غړک یا حسد د ډېروالي له امله د ميروېس خان د شتمنۍ د نیولو او هغه ته د سپکاوي لستوڼي رابډ وهل، هغه یې راوغوښت ، د هغه درناوی او پالنه یې وکړه او د ځان له پلوه یې ورته ډاډ ورکړ او په دې پلمه چې ته یو پوه او هوښیار مشر یې نو د خپلو یو شمېر کارونو او چارو د سمبالتیا لپاره غواړم تا اصفهان ته واستوم ، هغه ته یې له درناوي ډکې ژمنې ورکړې او د هيلو ټولې کړکۍ یې پر مخ ور پرانیستلې [۱۳]

کروسېنسکي په خپل کتاب کې ليکلي: چې د اصفهان پرځېدنه نومېږي د ميروېس خان په اړه لیکي: ميروېس خان د کندهار راهېټ یا ښاروال و، د کندهار د وگړو په منځ کې د خپل ښه چال چلند له امله په کاري ډگر کې یو ازمويلی سړی و او د گرگین په سترگو کې وېره را پیدا شوه او په دې لټه کې شو چې له کندهار یې هم ليرې کړي. گرگین خان د ميروېس خان په اړه، پاچا ته د خپلې گزارش په ترڅ کې خپله بدگوماني لېکلې وه او وړاندېز یې کړې وو چې نوموړی دې په اصفهان کې په جلاوطنۍ کې وساتل شي. ..... شکمن ميروېس خان هرو مرو او باید په اصفهان کې تر څار لاندې وای ، د خپلې پوهې له امله یې نه یوازې دربار ته لاره وموندله بلکه د کروسینسکي پر وینا د پاچهت د پلاز له وزیرانو سره یې د زړه خواله وموندله او تل به د هغوی ښه راغلاست ته چمتو و. ميروېس خان چې په خپله ککره کې د یوه لوی گام د اوچتولو لپاره تابیا نېوله سختۍ اجباري جلا وطني او په دربار کې د هغه استوگنه یوه بډایه شېبه وه او له دغې شېبې څخه په گټې اخیستنې هغه وکولای شوای چې د ایران اکر یا حالت تر څار لاندې ونیسي . هغه په دربار کې د استوگنې په موده کې د درباریانواو چارواکو ترمنځ د یو بل پر وړاندې د مخالفت او سیالۍ لوخړۍ له نیږدي و څېړلې او د فرانسوي کشیش دوسرسو په وینا کله چې دی د درباریانو تر منځ د ډله ییزو سیالیو په تورو لوخړو خبر شو نو پرېکړه یې وکړه چې د دواړو ډلو منځ ته لاره ومومي او له دواړو خواوو څخه گټه پورته کړي او خپله لاره په داسې یوې هوښیارۍ پرانېزې چې د یوې ډلې اړنګه (شک) او شوپيان هم پرې ونه لگږېږي [۱۴]. وروسته مېرویس خان د خپلې پراخې پوهې له بډایتوب په گټې اخیستنې و کولای شول د سروزیر (اعتمادالدوله) او د دیوان بیگي پام چې د گرگین ورور وو ځانته را واړوي او شاه حیسن د گرگین پر وړاندې بد گومانه کړي او د کروسینسکي پر وینا له چې دې ډیر پوه و نو د خپل کار لوړې او ژورې به یې په ډېر ځیر سنجولې او دا دغې پوهې له برکته صفوي پاچا نه یوازې ميروېس خان د بندیتوب له منگولو خوشی کړ،بلکې هغه ته یې د کندهار د بېرته تگ ټاکه يا اجازه هم ورکړه.

خو ميروېس خان کندهار ته له راتگه مخکې حج ته ولاړ. حج ته د ميروېس خان يون په خپلې تومنې کې د کندهار د وگړو په پاڅون کې د پام وړ پایلې وزېږولې. ښایي ميروېس خان غوښتل د کندهار د وگړو پاڅون ته مذهبي بڼه ورکړي ځکه یوازې دیني پاڅون کولای شوای د افغان د ټولو توکمونو په منځ کې یو والی رامنځ ته کړي چې ټول وگړي به پرته له توپیر د پاڅون سرمشرۍ ته غاړه کېږدي. نو ميروېس خان په دغه سفر کې په دین کې له پوهو کسانو سره د خبرو اترو پر ټغرکېناست او د کروسېنسکي پر وینا هغوی ته یې وویل: له یو اوږدمهاله را پدېخوا عجم ولسمشران پر موږ واک چلوي چې سکالو (رعیت) یې گرځېدلي یوو. له شمېره وتلی ناتار او تېري کوي او اوس یې یو ناپوه او لېونی واکمن سره له بې ایمانه لښکر چې هغه هم تېری گر، ناتارگر، برماڼو او ځناور دي پر وگړو واکمن کړی دی. پرموږ یې د ناورین ډول ډول اورونه بل کړي داسې ساتونکي یې را تپلي چې د شریعت له ټولو حکمونو څخه یې پښه اوږده غځولې ده. پرموږ زور زیاتی کوي زموږ ټاټوبي او ولسونو ته لاسونه را اوږدوي. مېړانه او زړه سواندی نه لري. زموږ کوچنیان په بلوسني یا کړاو غضب او غلا له مېندو تښتوي، گرجستان ته یې لېږي، هلته یې پلوري او زموږ ښځې د تورو په زور ځانته واده کوي. که موږ پت، غیرت او دین ولرو، آیا د شریعت له مخې موږ ته ټاکه اجازه لرو چې د هغوئ پرمخ تورې را وباسو او هر چېرې یې چې ووينو ویې وژنو، یا په یوه موټي یا په مورچلونو کې ورسره جگړه وکړو؟ که جگړه وکړو آیا موږ ته روا ده چې خپلې جگړې ته د جهاد نوم ورکړو او آیا زموږ وژل شوی کسان د لوی څښتن په لاره کې شهید گڼل کېږي؟ که موږ جگړه وگټو او بريا تر لاسه ک

د شاه عباس د پاچاهت پرمهال هم د مکې دینې پوهانو د رافضیانو پر وړېندنوالی رې په ليدو پاڅون روا (جواز) ورکړی و. د حجيز د پوهانو په فتوا کې راغلي ول چې : که یويمسېمان یو مسیحي جنگیالی ووژني نو ثواب یې گټلی دی. خو که څوک یو ایرانی شیعه ووژني نو داسې ثواب یې گټلی چې اجر یې د هغه په پرتله ۷۰ ځله ډېر دی [۱۵]. ميروېس خان له دغې مذهبي فتوا سره چې یو پياوړي لاسوندی گڼل کېده لومړی اصفهان ته راغی او له شاه حسېن او وزیرانو سره یې وکتل. په دربار کې د گرگین سرغړونکو (مخالفینو) د پاچا په غوږونو کې څڅولي ول چې ميروېس خان له گرگین سره د سیالۍ او مخامختیا وړتیا لري او پاچا د خپل استازي په مخکې د گرگین له ناخوښۍ سره سره یو ځل بیا ميروېس خان د کندهار د راهېټ یا ښاروال (کلانتر) په توگه د یو لويه پرېکړه (فرمان) د لېږلو ته لارې وټاکه او د ډاليو او سوغاتونو په ورکولو یې ښه ونازول شو او درناوی یې وکړ. ميروېس خان د خپلې لارې په اوږدو کې هر چیرې چې توکمونه او خانان او اغېزمن ملایان لېدل نو د خبرو اترو ټغر به یې ورسره کېناست له هغوی سره به یې د ایران په ماڼۍ دربار کې د ککړتیا او د خپلواکۍ د ترلاسه کولو په اړتیا خبرې وکړې او د مکې د مذهبي پوهانو پرېکړه (فتوی) یې ورته د یو پیاوړي لاسوندي په توگه ور ښکاره کول. ميروېس خان تل د توکمونو ، خانانو او روحاني ملایانو پر یووالي او یو موټي توب ټینگار کولو او ټول یې په کندهار کې د یو ولسي پاڅون د راپورته کولو لپاره سترگې په لاره کېنول. له سیستان ، فراه او هلمنده د کندهار تر زړه پورې ټول وگړي د هغه لارې پرسر په خوځښت ول ؛ دغو وگړو ، که له هر ټبر او توکمه ول ، ټولو د ميروېس خان دغې روغ نیتۍ ته غاړه اېښودله [۱۶]. مېرویس خان په ۱۷۰۹ ز کال کې په ډیر برم او پرتم د کندهار ښارته راغی او په ټولې هوښیارۍ یې له گرگین سره خپلې اړیکې په صفوي دربار کې د گرگین د پلویانو او د هغه د ورور په گډون چې (په صفوي دربارکې یې د دیوان بیگي دریز درلود) د لېکونواو پیامونوله لارې په ښه والي ټېنگې کړې.

په مانجه کې جرگه او د پاڅون پیل

[سمول]

کله چې مېرویس خان کندهار ته ورسېد، نو په سرې ورې یا ظاهرې توگه یې له گرگین سره د دار ومدار کړکۍ پرانیستله خو په زړه کې او پټه یې د ابدالیو او غلیزو توکمونو په گډون د نورو توکمونو له مشرانو سره د کندهارپه ښار کې دننه او د باندې د یوه لوی پاڅون تابیا ونېوله. د توکمونو له مشرانو سره د مېرویس خان لومړۍ جرگه د کندهار د لوېدېځ په شپږ مایلي واټن کې د کوکران په سېمه کې ترسره شوه او په جرگه کې یې د صفوي د دربار د اکر او حالت په تړاو خبرې وکړې ، د خپل د حج دسفرپه ترڅ کې یې د حجاز او مکې له دیني پوهانو سره د خپلو لېدنو کتنو په اړه څرگندونې ورکړې او د نورو پخو گامونو د را اوچتولو لپاره یې د هغوی یووالی وغوښت او له هغوې څخه یې ژمنه تر لاسه کړه [۱۷]. له هغه وروسته مېرویس خپلو هلو ځلو ته چټکتیا ورکړه او له یو مودې وروسته یې د کندهار د ختېز په ۲۰ مایلي واټڼ کې د مانجه په سېمه کې وگړي را وبلل او په جرگې کې ناستو ولسي مشرانو ته یې د مکې د دیني پوهانو فتوی ښکاره کړه او څرگنده یې کړه چې د گرگین او دهغه د ناتارگرې ډلې پر وړاندې دې پاڅون ته شرعي بڼه ورکړل شي. په دغې جرگې کې دغه ولسي مشران او خانان ول: سیدالخان ناصري ، بابوجان بابي ، بهادر خان ، ملا پیر محمد میاجي ، نورمحمد هوتک چې وگړو د حاجي انگوپرنامه پیژانده ، یوسف خان هوتک، عزیز خان نورزي ، گلخان بابر ، نورخان بـَړېـڅ ،نصرو خان الکوزي ، د مېرویس خان ورور یحیی خان ، د هغه وراره محمد خان ،یونس خان کاکړ او نورو [۱۸]. له اوږدو خبرو اترو او پر قرآن له سوگنده وروسته د جرگې غړو ټینگه هوډمنه پرېکړه وکړه چې گرگین او دهغه لښکر به دړې وړې کوي او په خپله به یو ملي یو موټی او خپلواک دولت جوړکړي. په جرگه کې د ولسي مشرانو او د توکمونو دندې وټاکل شوې چې د خپلواکۍ د ساتلو او د صفوي دولت له هر ډول پوځي ښکېوالي سره د لاس او گریوان کېدلو چمتو والی او وړتیا ولري. د مېرویس خان پرله پسې هلې ځلې ، پوهه، وړتیا او نوښت ددې لامل شول چې جرگه په ډیرې خوښۍ د مېرویس خان مشرۍ او لارښونېزه درېځ ته تن کښېښږدي او د ولسي ځواک په منځ کې یې د مخښکه مشر او لارښود بولندوی په توگه ومني. د غبار پر وېنا : د دغې تأریخي ټاکونکي جرگې یوه څرگنده ځانگړتیا دا وه چې د پخوابرخلاف د اغیزمنو مخورو ملایانو په گډون د ابدالیو ، غلزیو ، تاجیکو ، هزاره ، بلوڅو او نورو توکمونو مشران د یوه ولسي ځواک په توگه پره یوه ټغر را ټول او خوځنده ولسي ځواک یې رامنځ ته کړ. له دې چې د کندهار ښار په منځ کې دننه د صفوي لښکر شمېره زیاته وه نو د جرگې یوه تگلاره دا وه چې د داسې لارو چارو دې غور وکړي چې دغه شمېره راټېټه کړي.

ددغې موخې د ترلاسه کولو لپاره و پتیل شوه چې د بلوڅو د تیرین آباد د سېمې یو تن مشر بلوڅ دې په ټېنگه د مالېې له ورکړې سرغړاونه وکړي. له بله پلوه مېرویس خان گرگین و هڅاوه چې خپل پوځي ډلگي دې د بلوڅانو د ټکولو او له تیرین آباد څخه د مالیاتو د راټولو لپاره ولېږي . همدا ډول په ارغسان کې کاکړو د مالېې له ورکړې سر و غړواوه. او گرگین د دریو زرو سرتیرو په مشرۍ د سرغړاوونکو وگړو د غوږونو د تاوولو په پار له ښاره ووت او مېرویس خان ته یې دنده وسپارله چې له ولسي ځواکونو سره دې یو ځای دهغه د ملاتړ لپاره ورپسې ورشي. مېرویس خان د سترگو په رپ کې له ولسي ځواکونو سره یو ځای ارغسان ته را ورسېد او د ارغسان د شېخانو په کلي کې یې گرگین یوې ماښامنۍ مېلمستیا ته را وباله. شپه نېمایي شوه ، مېرویس خان له خپلو زړه ورو غچ اخیستونکو میړنیو او توریالیو جنگیالیو سره یو ځای د میرڅي د لښکر پر زړه ور ننوت او داسې وژنه او له چـَړو تېرونه یې وکړه چې له مېرڅي څخه یو تن ژوندی پاتې نشو. له هغه وروسته مېرویس خان پرته له ځنډه د میرڅي درې زره اسونه او وسلې را واخیستل او د ښار پر لورېې را ودانگل. د ښار په لښکرکوټ کې صفوي ساتونکو د گورگین په گومان په تېروتنې د لښکر کوټ وَر د مېرویس خان او د ولسي لښکر پرمخ پرانیست ځکه مېرویس خان په خپله د گرگین جامه په تن کړې وه او ولسي وگړو د گرگین د وژل شویو سرتیرو پوځي جامې اغوستلې وې. مېرویس خان لومړۍ گرجي ساتونکي ووژل او د هغوی پر ځای یې خپل ساتونکي و درول ځکه د گرگین یو شمیر سرتیري له ښاره د باندې ول او مېرویس خان ښار او لښکرکوټ ته د هغوی مخنیوی غوښت. د سهار د لمر تر راختلو پورې د صفوي او گرجي لښکر یو تن هم ژوندی نه وو پاتې او د لمر پر راختلو مېرویس خان د لومړي ځل لپاره د دښمن د لښکر د دړې وړې کېدلو او د زور د ماڼۍ د نړلېدلو خبر ورکړ. (۱۷۰۹ ز = ۱۱۲۱ هق) [۱۹].

مېرویس خان د خپلواکۍ لوی گټونکی

[سمول]

مېرویس خان چې د ځان او هېواد خطرناک دریز یې د دوه وو سترکواکېو په منځ کې لېده نو د کندهار سروالان او مخـَوُرمشران یې راوبلل او وروسته له هغه چې د دوه وو ختېزو او لوېدېځو دولتونو او د سمبال شویوپوځونو په منځ کې یې د افغان ملت سیاسي درېز و څېړه د خپلو څرگندونو په ترڅ کې یې زیاته کړه چې : که تاسو ماته لاس راکړي نو د خپلواکۍ او آزادېـپالنۍ بیرغ به تل رپانده وساتم او هېڅکله به پرې نږدم چې د پردیو د مرییتوب پړی زموږ په غاړه کې واچول شي. څوک چې خپلواکي نه خوښوي او د پردي د مرییتوب پړی غوره گڼي نو موږ نه له هغه سره اړېکه او نه ورسره وروري لرو او داسې ځای ته دې ولاړ سي چې هلته یو ناتارگر پاچا پري واک وچلوي[۲۰]. د مېرویس خان دغه خبرې د کندهار د آزادېپالو وگړو په زړونو کې د بهاندو ویالو په توگه په خوځېدو شوې او ټولو وگړو مېرویس خان د توکم د مشرپه توگه ومانه. وروسته د صفوي پاچا د تیرایستنې په موخه یې هغه ته یو لېک ولیږه او بل لېک یې د هند سترواک ته د مرستو د غوښتلو په موخه واستاوه. مېرویس خان، د واک په نېولو سره د دی پرځای چې ځان پاچا اعلان کړي نو د ځان پروړاندې د خانانو د رخې سخې (حسادت) او د هغوی د سیالې د راپارېدلو د مخنیوي په موخه یې ځان له نورو سېمه ییزو مشرانو سره د یوه برابر توکمېزه مشرپه توگه وروپېژانده. پدې توگه مېرویس خان د دښمن د رټلو،ماتولو او ایستلو په لاره کې و کولای شول د توکمونو مشران تر پایه همغږي او یو موټی و ساتي. کله چې دغه ویرلړلی خبر اصفهان ته ورسېده نو شاه حسین خپل یو استازی کندهار ته را ولېږه چې مېرویس خان د وینا ،سلا او بیرولو له لارې د خپلواکۍ له غوښتنې څخه لاس پر سر کړي. خو مېرویس خان د صفوي د دربار استازی زنداني کړ. سید جمال الدین افغاني د تتمة البیان فی التأریخ افغان دبشپړېزې برخې په پای کې لیکي چې صفوي دربار خپل استازی محمد جامي خان له مېرویس خان سره د کتلو لپاره کندهار ته ولېږه او استازي د مخالفینو د ویرولو لپاره د ایران د دولت له ځواک ، پياوړتیا او ستروۍ څخه تودې ښکرورې خبرې وکړي. د هغه په ځواب کې مېرویس خان وویل: آیا تاسو گومان نه کوﺉ چې حکمت او پوهه به د شتمونو او زورواکو له ککرو پرته ،د افغانستان د غرونو په وگړو کې ونه موندل شي؟ که ستاسو د پاچا له لاسه څه کېدل نو زموږ د ټکولو لپاره ستا رالېږلو ته اړتیا نه لېدل کېدله او دا څرگندوي چې ته اَوتی بـَوتې او پوچ اندې خبرې کوﺉ. له هغه وروسته په لوړ او زیږه غږ یې پر خپلو ساتونکو نارې کړې چې دی بندي کړﺉ. [۲۱]. پاچا د بیرنو درباریانو پر سلا کندهار ته بل استازی ولیږه. دغه دویم استازی د هرات والي محمد خان بلوڅ وو چې د حج په سفر کې له مېرویس خان سره ملگری شوی وو. مېرویس دویم استازي ته وویل : له لوی څښتنه خوښ اوسه چې زما او ستا ملگرتوب د هر څه خنډ گرځي که نه تاته به مې بل څه په لاس در کړي ول ، د غرونو آزادېـپاله گوربتان د چا مریي نه شي کېدلای ، قهرژليو زمریو ځنځیرونه شلولي او ځلانده تورې بیا په تېکو کې نه کښېښودل کیږي. [۲۲] او ورغبرگه یې کړه چې که ستا د ملگرتوب پیټی زما پر اوږو نه وو نو ته مې هم زندان ته لیږلې خو تا د یوه مېلمه په سترگه پالم. دویم استازی هم تر څار لاندې ونیول شو او هرات او صفوي دربار ته د هغه د ورتگ مخه ونېول شوه. او پدې توگه د ډیروخت په گټلو د ایران له پوځ سره د مخامخېدا چمتوالې ونېول شو. کله چې اصفهان ته د دویم استازي د نېول کېدلو خبر ورسېده نو د هغه دولت وزیرانو ته څرگنده شوه چې نشو کولای مېرویس خان د ژمنو یا ویرې له لارې له خپلې ژمنې بیرته را وگرځوو ، نو پرېکړه یې وکړه چې کندهار ته ځواک ولیږي. خو د دې پر ځای چې کندهار ته له مرکزه دولتي ځواک را واستول شي په هرات کې مېشت ایراني لښکر ته بولنده ورکړل شوه چې د میرویس خان د غوږونو د تاوولو لپاره دې د کندهار پر لور ودرومي. مېرویس خان له پینځه زرو ولسي جنگیالیو سره د صفوي ځواک پر وړاندې چمتو شو. د جگړې په ډگر کې مېرویس خان سوبمن او بریالی شو او صفوي لښکر له ماتې وروسته بیرته هرات ته ستون شو. (۱۷۱۰ ز).

ترهغه وروسته د اتلسو مېاشتو په اوږو کې اصفهان څلور ځله پر کندهار ناکامه لښکرې را تاو کړې خو اصفهاني یرغلگرو ته پرته له درندو تاوانونو بل څه په برخه نه شول. وروستـنی بولندوی یې د تبریز واکمن محمد خان وو چې د یوه پینځه زریز ځواک په مشرۍ له کندهاري جنگیالیو سره لاس او گریوان شو. ویل کېږي چې مېرویس خان د هغوی مخې ته یوازې پینځه سوه افغاني جنگیالي واستول او د میرڅي زره تنه یا مړه یا ټپیان شول او نور یې په تېښته پښې دوه کړې خو د ځواک مشربولندوی محمد خان له دریو زامنو سره ونیول شول. بیا صفوي دولت د گرگین وراره خسرو خان یې له ۲۵۰۰۰ تنو سرتېرو سره د کندهار د نېولو لپاره را ولېږه (۱۷۱۰ ز). د مېرویس خان ځواک چې له غلجیو او بلوڅو جوړ وو چې مشري یې داؤد خان د پټې خزانې د کتاب د لېکوال پلار کوله د فراه پر لور د خسرو خان پر وړاندې راووت. لدې چې د خسرو خان د سرتېرو شمېر زیات وو نو د مېرویس خان ځواکونه په شا شول او د هلمند د سیند پر غاړه د گرشک په سېمې کې دښمن ته سترگې په لاره کښېناستل او مورچلونه یې ونېول. دلته د مېرویس خان ځواکونو داسې بې سارې مېړانه او توریالیتوب وکړ چې د خسرو خان لښکریې دړې وړې کړ، خو خسرو بیا خپلې لښکرې سمبال کړی او دا ځل غلزیو ماته وخوړه او کندهار د صفوي ځواکونو په کلابندۍ کې را گیرشو (۱۷۱۲ ز = ۱۱۲۳ ق). خو دغه بریا لنډ مهاله وه ځکه ښاریانو په توره اومېړانې د ښار ساتنه کوله او مېرویس خان له ښاره دباندې د تیرین ، بلوڅو او پشین وگړي د میرڅي پروړاندې هڅول چې له یوه شپاړلس زریزجنگیالي لښکر سره یې پر دښمن راودانگل او د لنډ وخت په موده کې کندهار د پردیو له منگولو خلاص شو او د کیخسرو خان او دهغه د ټول ۲۵ زریز لښکر غاړې د کندهاري جنگیالیو له چړو تیرې شوې او د جان ملکم پر وینا د ایران له ۲۵ زریز تیري کوونکي لښکر څخه یوازې له ۵۰۰ تر ۷۰۰ تنو پورې ژوندي پاتې شول او نور ټول یې ووژل شول [۲۳].

د مېرویس خان په لاس د کندهار له خپلواکولو وروسته، پاچا سلطان حسین د خپل حرم له ټولو غړو او چوپړیانو سره چې شمېر یې له ۶۰ زرو تنو څخه زیات وو د مشهد زیارت ته ولاړ . هغه په دغه سفر کې بې شمېره پانگه ولگوله او فرانسوي کشېش دوسرسو وایي چې که ددغې پانگې نېمایي برخه د کندهار په نېولو کې کارول شوې وای نو کندهار بیرته د صفوي لښکر لاس ته ور پریوت [۲۴]. صفوي دولت په ۱۷۱۴ ز کال کې دوه لښکرې یوه یې د رستم خان تر مشرۍ او بل یې د محمد زمانخان ترمشرۍ لاندې د کندهار پر لور را ولېږلې خو د لښکرو لېږنې هېڅ گټه نه درلودله په ځانگړي ډول هغه لښکر چې له کرمانه د محمد زمانخان قورچي تر مشرۍ لاندې را لېږل شوی وو د لارې په اوږدو کې بلوڅي جنگیالیو دړې وړې کړ. له هغه وروسته صفوي دربار کندهار ته د لښکر د لېږلو زړه ښه نه کړ ، ځکه تر دغه دمه مېرویس خان له فراه نېولې د کندهار تر ووروستني گوټه له قلاته تر مقره سېمې د یوې ملي ولسي اداري تر سیورې لاندې را ټولې او یو اداري واحد یې جوړ کړ او د دغو ولایاتو ټولو وگړو میرویس خان د ملي اتل او ولسي مشر په توگه پیژانده [۲۵] .

مېرویس خان یو ستر ولسي، مېړنی او مبارز شخصیت وو او له سیاسي اکر او حالته په ځانگړي ډول د گاونډیو دغو او د واکمنۍ او حکومت له چارو ښه خبر وو. هغه په خپلواکۍ ۸ کاله د وگړو مشري وکړه او هره شېبه به یې د هغوی له دردونو ځان خبراوه او وگړو هم هغه ته ډیر دروند درناوی درلود او هغه ته به یې د درناوي له مخې نیکه ویل. مېرویس خان ، دغه مبارز او نوښتگرسیاستوال او د کندهار د هوتکو د لړۍ بنسټ اېښودنکي چې د افغانستان په یوه گوټ کې یې په عملي ډول د پردیو د واکمنۍ د راپرځولو لپاره لاره پرانېستلې وه ، ډیر لنډ ژوند درلود. هغه خپله تگلاره لا نه وه بشپړه کړې چې په ۱۷۱۵ ز (۲۸ ذیحجه ۱۱۲۷ هجري) په ۴۱ کلنۍ د توکم له ۸ کلنۍ مشرۍ وروسته سترگې له نړۍ پټې کړې [۲۶] او د کندهار په لوېدېځ کې د کوکران په سېمه کې خاورو ته وسپارل شو او دهغه د قبر پر لوحې دغه شعر لېدل کېږي:

برسرمرقدما چون گذرى همت خواه که زيارتگه مردان جهان خواهد بود

اوس هم په کندهار کې وگړي د هغه د قبر ته د یوه ستر او دروند قطب په سترگه گوري او د ځېنو ناروغیو په درملنه کې د هغه د زیارت خاورې د تـَـبـَرُ ک په توگه کاروي او دا په خپله دهغه زړور او پوه مشر د قبر خاورو ته د کندهار د وگړو دزړه له کومې او رښتوني اخلاص څرگندونه کوي .

افغانانو او راتلونکو نسلونو ته د هغه وروستـنۍ وینا دا وه چې ستاسو چارې ټولې حق تعالی ته سپارم ، دویم باید د دښمن پروړاندې د زړه له کومي هڅه او سرښندنه وکړي او خپله مېړانه ، ننگ، ورغ او پرتم لوړ وساتـﺊ. ټول باید یو موټي او یولاسي اوسـﺊ او مېرڅي ته سر مه ټیټوﺉ او دهغه د بد وړوالي یا مضرت په له منځه وړلو کې هڅه وکړﺉ ځکه عجم په خپل منځ کې له دښمنۍ او بېلتونپالنې سره لاس او گریوان دي او دولت یې مخ پر نړېدلو دﺉ ، دزړه پر یو والي او یو موټي توب یو ځای وخوځېږﺉ او پر لوی څښتن متوکل سړی به پرهغوی لاس بری شي او اصفهان به ونیسي. [۲۷] د دغو خبرو له ویلو وروسته مېرویس خان له نړۍ سترگې پټې کړې او د کوکران په سېمه کې خاورو ته وسپارل شو [۲۸]. له هغه وروسته د مېرویس خان ورور میر عبدالعزیز د واکمنۍ چاروته غوره شو. میر عبدالعزیز نرم خویه سړی وو او له صفوي دولت سره یې د جوړښت او جوړ جاړي خوب په سر کې لېده او له دې امله یې د ایران د پاچا پر نامه یو لېک ولېکه او په هغه کې یې پاچا ته د ځان له اطاعته نغوته کړې وه. د مېرویس خان زوی محمود تـل له خپل اکا سره اوسېده، د محمود سترگې د صفوي پاچا پر نامه د خپل د اکا پر لاس پر دغه لېکل شوي لېک ولگېدلې. محمود د پلار د مړینې پر مهال د پلار د بالښت تر څنگ ناست وو او د پلار خبرې یې په غوږونو کې انگازې خپرولې ، د لېک په لېدلو یې زړه په ځوښ راغی ، توره یې پورته کړه او د اکا د بالښت څنگ ته ورغی او له دې چې اکا یې په خوب بېده وو نود تورې په یوه شرنگ یې د هغه پر ژوند همدلته د پای ټکې کښېښود ، له کوره دباندې راووت او وگړي یې د صفوي دولت پر وړاندې د قرآني آیاتو له لارښوونې سره سم جهاد ته را وبلل او ویې ویل : اکا مې میر عبدالله له ولس سره ډوکه او خیانت کړی، موږاو تاسو لنډه موده کېږي چې بښگلوي او راحت لرو ، هغه غوښتل چې زموږ گریوانونو ته بیا د مېرڅي لاسونه را وغځېږي [۲۹]. بیا یې د ایران د پاچا پر نامه د خپل اکا لېک ولس ته ولوست . افغانانو چې په جگړو کې د هغه زړورتیا او مېړانه لېدلې وه او پرې گران وو ، پرته له ځنډه یې د پلار د ځای ناستي په توگه و مانه (۱۷۱۶). په دغه وخت کې محمود ۱۸ کلن وو.


ميروېس خان هوتک په ١٠٨٤ هـ ق يا ١٦٧٣م کال کي زېږېدلی دی . پلار يې ښالم خان نومېده چي د هوتکو د توکم يو منلی مشر و . مور يې نازو انا وه چي په پښتونولۍ يې د خپل زوی پالنه او روزنه کړې وه .

ميروېس خان په زلميتوب کې د وخت زياتره پروپاګنډچي زدکړې (مروجه علوم) لوستي ول او وروسته په سوداگري بوخت شو . تر خوراسان به يې مالونه هندوستان او د هغه ځايه به يې هېواد ته راوړل ، گټه به يې هم کوله او د نورو خلکو د اکر به هم خبرېدو .

کله چې صفوي شاه حسېن په ١١٠٦ هـ ق يا ١٦٤٩ م کې په ايران کې پاچا شو نو گورگين يې چې په ار کي گورجی و او اوس نوی مسلمان شوی و، کندهار ته د خپل دولت د استازي په توگه را ولېږه . گورگين چي ډېر تېری او زړه ناسوندی سړی و پر افغانانو يې خورا تېري پيل کړل . هېڅ څوک نه و چې د دې بېگنا خلکو ناره دي واوري . د خلکو غږ تر هېڅ ځايه نه رسېدای او ډېر افغاني مشران د گورگين له خوا ووژل شول . نو د خلکو د هيلو سترگې يوازاې او يوازې ميروېس خان ته وې . هغه و چې د هغه څخه يې غوښتنه وکړه .

ميروېس خان هم د خلکو او هېواد خدمت تر هرڅه ښه و باله ، سووداگري يې پرېښوده او د هېواد چوپړ ته يې ملا و تړله . لومړی يې د خلکو تر منځ ملي يو والی منځ ته راوست او بيا يې گورگين ته ځان نژدې کړ څو په لږه موده کي د هغه د باوري کسانو له ډلې څخه شو . له همدې لارې يې و کولای شوای چي ځان د اصفهان ماڼۍ ته و رسوي ، هلته به اکر ځانته مالوم کړي او په خپله گټه به ور ځنې کار واخلي . ده په لږ وخت کې د اصفهان په ماڼۍ کي دومره نفوذ وکړ چي د هغه ځايه يې ځان د گورگين په دربار کې د پښتنو د توکمونو د مشر په توگه وټاکه . اوس يې نو د خلکو د يووالي د پاره کار پيل کړ او د گورگين د له منځه وړو په کار بوخت سو . پدې وخت کي گورگين ځان په خطر کي و ليدئ او ميروېس خان يې بندي د اصفهان دربار ته واستول شو او دربار ته يې وليکل چې دی په دې بنديخونه کې و ساتي .

د ميروېس خان پوهي او پياوړي دليل نه يوازې ډېر ژر دی له بنده خوشی کړ بلکي په ډېره درناوي يې حج ته د تلو اجازه هم ورکړه . تر حج وروسته بيرته د اصفهان دربار ته راغئ او د هغه ځايه يې گورگين ته د مشورې ورکوونکي په توگه د ټاکل شوي رسمي غوښتنليک واخيست او کندهار ته راغی . گورگين په دې کار ډېر وارخطا شو او د ميروېس خان څخه يې وغوښتل چي خپله لور د گورگين زوی ته په نکاح کړي . ميروېس خان دا خبره د قوم مشرانو ته وړاندې کړه . مشرانو پرېکړه و کړه چي يوه بله ښځه به د ميروېس خان د لور په نامه ورکړي او هغه به دغه راز ساتي . دا کار تر سره شو او ميروېس خان څه نور هم د گورگين دربار ته لار وموندله .

د ملي پاڅون لپاره يې يوه جرگه جوړه کړه او پرېکړه يې وکړه چي لوړی دې د بلوڅو ، ترينو او کاکړو خانان دې ته وهڅول شي ، چي صفوي دولت ته د ماليې ور کولو څخه ډډه و کړي هغو همداسې وکړل . گورگين خپل شپږزره کسيز لښکر ژوب او بلوچستان ته ولېږه ، پخپله هم ور سره ولاړ او د ميروېس خان څخه يې هم وغوښتل ، چي هلته ورشي . ميروېس خان هم د اوو زرو پښتنو پوځونو سره هلته ځان ور ورسوو. د شپې يې پر گورگين بريد وکړ، هغه او د هغه ټول کنډک يې له منځه يووړ. پخپله يې د گورگين کالي واغوستل او د هغه د وژل شوي پوځيانو کالي يې په خپلو پوځيانو واغوستل او د کندهار پر لور را روان شول . هلته يې د گورگين پاتې پوځ له منځه يووړ ، هېواد يې د بېگانوو له لاسه خوشی کړ او د يو خپلواک اولسي دولت بنسټ يې کېښود.

میروېس نيکه یو له هغو ملي مشرانو څخه دی، چې پر افغانستان د پردیو تر دوه نیم سوه کلنو تېریو او تپل شویو جگړو وروسته یې د افغانستان لوېديځې سیمې خپلواکي کړې او یو خپلواک ملي دولت یې په کې جوړ کړ.

هو! افغانستان پوره دوه نیمې پېړۍ د پردیو، تېريو موخه، بې واکه او د پردیو ترمنځ وېشل شوی و. افغانستان د ختیځې سیمې د هند د مغولو په لاس کې وې، شمالي سیمې د ماوراء النهرشیبانیانو لاندې کړې وې او د افغانستان لوېدیځې سیمې د ایران د صفویانو په ولکه کې وې. میروېس نيکه چې یو ملي سوداګر و، د خپل سوداګري يونونو په ترڅ کې یې په سیاسي چاروالي (فعالیت) او ناست غونډو لاس پورې کړ او د افغانستان د یوې برخې د خپلواکۍ لپاره یې په جوړښت ولاړې هڅې پیل کړې او بریالۍ پرځنګ یې روان کړ.

میروېس نيکه په کندهار کې د صفوي واکمنو له والي، گرگین نه په پټه له قومي مشرانو سره غونډې کولې او د ازادۍ لپاره یې مشورې سره کولې. د هند د مغولي واکمنو په سيمه کې مېشتو پښتنو روحانیونو او مشرانو نه یې مشورې اخېستې، په اصفهان کې یې د صفوي مشرانو پام هغو تېريو ته يې را واړو، چې د دوی والي په کندهارکې کول.

همدا ډول د اسلام له مرکز یثرب نه د خپلو پرځنګ لپاره د علماوو فتوی ترلاسه کړې او څو ځله یې د قومي مشرانو په لویو جرگو کې د افغانستان د غربي سیمو بشپړه خپلواکي مطرح او بیا یې بریالی ګام او په خپله خبره ټينګ ودرېد. او د کندهار د بشپړې خپلواکۍ په برخه کې پرځنګ بريالی کړ. میروېس نيکه په ۱۱۱۹ سپوږميز کال د یو بشپړ پروگرام له مخې د یو بریالي برید په پايله کې گرگین او دده ملگري له منځه یوړل او په کندهار یې یو ملي، ریاستي او جمهوري دولت خبرتيا وکړه. د میروېس نيکه ملي دولت داسې وخت جوړشو، چې په نړۍ کې تردې خوځښت ۸۲کاله وروسته د فرانسې د لوی بدلون په پايله کې ملي دولت رامنځ ته شو.

میروېس نيکه د دولت له سمبالولو سره په خپله لومړنۍ وینا کې خلکو ته وویل« تر هرڅه وړاندې د لوی خدای شکرونه دي، چې دا لویه بريا یې را په برخه کړه او بیا له هغو ټولو کسانو څخه مننه کوم، چې په دې ملي پرځنګ کې یې د زړه له کومې سرښېندنې او مېړانه وکړه.

ده وویل: پتمنو! په دې څو شپوکې چې تاسې کومه وړتيا، مېړانه، سرښېندنه او تر ټولو ډېر په درسپارل شوو دندو کې بشپړ وړتيا وښودله سړی باوري کوي، چې زموږ خلک پیاوړي وړتياوې او لوړه پوهه لري، ځکه دا لوی کار چې تاسو سرته ورسوو، د نړۍ د یو ډېر روزل شوي پوځ په وس کې هم نشته.

میروېس نيکه خپل ولس ته وویل: زه تاسې او ټولې نړۍ ته خبرتیا ورکوم، چې افغانان سر له اوس څخه خپلواک دي او خپلواک به وي، موږ به یا مرو او یا به خپلواک او سر لوړي ژوند کوو.

ښاغلي زیاته کړه، موږ د نیاو ملي دولت جوړکړی، زه تاسې پاچا نه یم، بلکې تاسو چوپړګر (خدمتگار) یم، نو ځکه پرټ (تاج) پرسر نه ږدم او تاسو چوپړ کوم! میروېس نيکه پوره اته کاله د اولس مشر او د دولت مشر په توگه خپل مشرتابه ته دوام ورکړ، د هند له مغولي دولت سره یې د سفیر په سویه سیاسي اړیکې ټینگې کړلې، له صفویانو سره یې په اوډون (تدبیر) سيالي کوله، خبرې هم روانې وې او پوځي ځواکونه یې هم پیاوړي کول.

صفویانو څو ځله پر کندهار فوځي بریدونه چمتو (تنظیم) کړل، خو ملي مشر د خپلو توریالیو ملگرو په مرسته ماتې ورکړه او د خپل هېواد خپلواکي یې وساتله. کله چې مړ کېده، دی پوه و، چې صفویان به د ده خپلواک دولت تل تر پټکه (تهدید) لاندې ساتي، نو خپلې ټلوالې ته یې لېيتون (وصیت) وکړ، چې د خپلې خپلواکۍ د ساتنې لپاره اصفهان ونیسئ! چې د ده ټلوالې (احلافو) بیا دا لېيتون (وصیت) پرځای کړ، خپله خپلواکي یې وساتله او په پايله کې یې په اصفهان کې د صفویانو واکمني نسکوره کړه.


د میروېس نیکه مړينه او مړستون

[سمول]

د افغانستان او افغانانو ستر ملي مشر میرویس نیکه د ۱۷۱۵ ز کال د ډيسمبر پر ۲۵مه، چې د ۱۱۲۷ سپوږميز کال د ذوالحجه له ۲۸ سره سمون لري، د ژوند په ۴۲ کلنۍ کې په کندهار کې له دې فاني نړۍ څخه سترگې پټې کړې. زموږ د هېواد دا ستر افغان د کندهار لوېدیځ ته د کندهار د اوسني ښار په درې څلور کیلو مېچ (مترۍ) کې د کوکران په کلي کې خاورو ته وسپارل شو.

د یوې سیمې، هېواد او یوه ولس مشران، لویان، بزرگان، خدمتگاران، روحاني، ديني، نامتو وگړي او ملي شخصيتونه د خپلو نه هېرېدونکو چوپړتياوو (خدمتونو) له کبله خلکو ته منلي او گران وي. داسې شخصيتونه په خپلې مړينې سره خپل ارزښت او قدر له لاسه نه ورکوي، بلکې تر مړينې وروسته هم د هغه پت قدر کېږي؛ ولس او راتلونکي پښتانه يې قدردانی د ځان پور بولي. ولس يې پر مړستون ارامځايونو زیارتونه جوړوي، ودانۍ ورته کوي او ياد يې تلپاتې کوي. د دغسې وگړيو مړستون ته په ورتگ سره یې ښه کړنې او لاسته راوړنې او خاطرې رایادوي او خپلو اولادونو ته یې کیسې کوي او همدغسې اتلوليو او کارنامو ته یې هڅوي.

افغانستان د ننگیالیو، توریالو، پوهانو، عالمانو، بزرگانو، روحاني لارښوونکو، ملي مشرانو، او ولسي خدمتگارانو هېواد دی او د افغانستان په گوټ گوټ کې د داسې لویانو او ولیانو زیارتونه او قبرونه شتون دي، چې خلک یې زیارتونو ته ورځي، درناوی یې کوي، کارنامې یې ستایي او هڅه کوي چې د هغوی پليوني شي.

د ميروېس نيکه پر سپېڅلي مړستون د ارواښاد پاچا محمد نادر شاه د واکمنۍ پر مهال کې د کندهار جوړښت مشر ارواښاد محمد گل خان مومند یوه ښکلې گومبته جوړه کړه، پر یوه پښتو ډبرلیک یې د ده لاسته راوړنې وليکلې او دا لنډۍ یې پر وتوږله:


د ننگ ټوټه به مې هر هډ وي

که پس له مړینې په مړستون راشې مئینه

د میروېس نيکه مزار د خلکو مرجع او ټولنځای دی، چې وخت پر وخت ورځي، درناوی يې کوي او د مړستون له برم او پرتم نه یې د هېوادپالنې زده کړې زده کوي.

سرچينې

[سمول]
  1. حبيبى، تاريخ مختصر افغانستان ، پ ١٩٥ -١٩٩، غبار، افغانستان در مسيرتاريخ، پ ٢٨٢
  2. پس از١٤٠٠سال ټوک ٢،پاڼې، ٧٤٢، ٧٤٣، ٧٤٩،٧٥١،٧٥٥
  3. لکهارت، انقراض سلسله صفويه ، پ ١٤٦
  4. غبار ، افغانستان در مسيرتاريخ ، ټوک١ ، پ ٢٩٤-٢٩٥
  5. غبار ، افغانستان در مسيرتاريخ ، ټوک١ ، پ ٢٩٤-٢٩٥
  6. لکهارت، انقراض سلسله صفويه، پ٩٥ ح
  7. حبيبى ، تاريخ مختصر افغانستان، ابداليان پ ٢٣٥
  8. فرهنگ، افغانستان در پنج قرن اخير، ټوک ١، پ ٧٥
  9. ميرغلام محمدغبار، احمدشاه بابا، دویم چاپ ، پېښور ١٣٧٨، پ ١١
  10. قاضى عطا الله - دپښتنو تاريخ، ټوک ١ پ ٥٦ د حربي پوهنتون چاپ ١٣٥٦
  11. ايران ، کلده وشوش، تأليف د میرمن ژان ديولافوا، او شواليه لژيون دونور، پاريس١٨٨٧، د على محمدفره وشى ژباړه ، د تهران دپوهنتون چاپ ١٣٧١ ش ،پ ٢٥٦
  12. غبار، ص ٣١٨، تاريخ قاضى عطاءالله خان ټوک ١ پ ٥٦-٥٧، ملسون، تاريخ افغانستان، د منشى احمد‌ جان ژباړه پ ٢٠٦-٢٠٩
  13. تاريخ سياح مسيحى، تحشيه او تعليق فقيرمحمد خيرخواه . ١٣٦٣ کابل،پ ١٨
  14. سقوط اصفهان، بروايت کروسنيسکى ،بیا لېکنه د سيد جواد طباطبائى، پ٣١- ٣٢،چاپ ١٣٨٢ ش
  15. سقوط اصفهان، بروايت کروسنيسکى ، پ ٣٢
  16. سقوط اصفهان ، بروايت کروسنيسکى ، پ ٣٣
  17. حبيبى ، تاريخ مختصر افغانستان ، د پېښور چاپ، پ ٢٤٣
  18. حبيبى ، تاريخ مختصر افغانستان ، پ۲۴۴
  19. غبار، افغانستان در مسير تاريخ پ ٣١٨-٣١٩، پرتله دې شي د ،قاضى عطاءاﷲ ، دپښتنو تأریخ، ټوک ١، پ ٥٥
  20. حبيبى، تاريخ مختصر افغانستان، ټوک ٢، پ ٧٣، هوتکى‌ها، د عبدالرئوف بينوا چاپ ١٣٣٥، پ ٤٤
  21. سيد جمال الدين افغان، تتمه البيان فى التاريخ افغان، د محمد امين خوگيانى ژباړه، ١٣١٨، کابل، پ ١٩-٢٠، دغه وینا ميرزا ملکم خان هم د خپلې لېکنې د ايران په تأریخ کې راوړې او ارواښاد حبيبى هغه په مختصر افغانستان په ٢٤٥را نقل کړېده.
  22. تاريخ مختصر افغانستان ، پ ٢٤٦
  23. حبيبى ، تاريخ مختصر افغانستان پ ٢٤٦
  24. سقوط اصفهان به روايت کروسنيسکى ، پ ٢٠
  25. غبار، پ ٣٢٠ پرتله دې شي له : تاريخ افغانستان از ملسون، د پیښور چاپ پ ٢١٠
  26. غبار ، هماغه ځای ، پ ٣٢٠
  27. کروسينسکى ،هماغه ځای، پ ٢٨
  28. هوتکى‌ها د عبدالروف بينوا طبع ١٣٣٥ پ ٧٩، غبار پ ٢٢٣.
  29. کروسينسکى، پ ٢٨-٢٩