گورگین
| گورگین | |
|---|---|
| [[language|]]: გიორგი XI | |
| د شخص معلومات | |
| پيدايښت | ۱۶۵۱ تفلیس |
| مړینه | 21 اپريل 1709 (57–58 کاله)[۱] افغانستان |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | سياستوال |
| پوځي خدمت | |
| مقام | جنرال |
| لاسليک | |
| سمول |
|
گورگین (فارسي: گرگین خان گرجی، انګریزي: George xi) په کال ۱۶۵۱ز کې په ګرجستان کې زېږېدلی وو. د پلار نوم یې وختنګ وو .ګورګین په کندهار کې د ایراني صفوي واکمنو له لوري استازی (والي) وګمارل شو چې وروسته بیا د هوتکو په لاس له منځه یوړل شو.
مخینه
[سمول]ګورګین له آره د ګرجستان اوسیدونکی او نوی مسلمان شوی وو. په کال ۱۶۹۳ ز کې کله چي په ایران کې شاه حسین صفوي پاچا شو نو ګورګین یې په کندهار کې د خپل استازي یا والي په توګه وګوماری چې نوموړی د میرویس خان هوتک د پاڅون تر وخته پر یاده دنده کار وکړ.
د ګورګین له ولس سره چلند
[سمول]تاریخ لیکي چې د ګورګین له افغان ولس سره چلند بېخي د منلو وړ نه وو. نوموړي به پر ولس تل ظلمونه او جفاوې کولې، ډېر افغاني مشران یې ووژل ان تر دې چې ولس اړ شو تر څو له میرویس خان هوتک چې هغه وخت سوداګر وو د مرستې غوښتنه وکړي.
د ګورګین په وړاندې د میرویس تګلاره
[سمول]د ولس په غوښتنه میرویس هوتک سوداګري پرېښوده او د ولس یووالي ته یې ملا وتړله او وروسته یې بیا ګورګین ته د نژدې کولو هڅه وکړه خو ګورګین ورباندې شکي شوی وو ځکه یې میرویس خان ته ایران ته د تلو امر وکړ خو چې کله نوموړی ایران ورسید هلته د شاه حسین صفوي له لوري څخه بندي شو ځکه چې هغه ګورګین په پټه په هرڅخه خبر کړی وو. میرویس خان ډېر ژر پخپله پوهه او حکمت په ایراني شاهي دربار کې ځای جوړ کړ او هغوی نوموړی خوشي کړ او حج ته یې تلو اجازه ورکړه، له حج له راستنېدو سره شاه حسین صفوي هغه د ګورګین سلاکار جوړ کړ او کندهار ته یې را واستوی خو ګورګین ته یې خوند ور نه کړ. ګورګین له میرویس خان هوتک څخه غوښتنه وکړه چې د هغه لور دده و زوی ته ورکړي، میرویس خان دا غوښتنه مشرانو ته کښېښوده، هغوی دا پریکړه وکړه چې ستا د لور په نوم به بله پېغله د ګورګین زوی ته واده کړو خو خبره تر دې نه ورسېده خو ځینې تاریخپوهان بیا وایي چې دا کار وشو.
ولسي پاڅون او د ګورګین مړینه
[سمول]د ولسي پاڅون لپاره جرګه جوړه شوه او پریکړه یې وکړه چې لومړی دې د بلوڅو، ترینو او کاکړو خانان دې ته وهڅول شي چې صفوي حکومت ته دې له مالیې ورکولو څخه ډډه وکړي، هغوی هم داسې وکړل.
ګورګین خپل شپږ زره کسیز لښکر ژوب او د بلوچستان نورو سیمو ته ولېږه پخپله هم ورپسې رهي شو او له میرویس خان هوتک څخه یې هم وغوښتل چې هلته ورشي. میرویس خان هم له اوو زرو پښتنو سرتېرو سره هلته ځان ور ورساوه. د شپې یې پر ګورګین برید وکړ، هغه او د هغه ټول کنډک یې له منځه یوړ. پخپله یې د ګورګین جامې او سرتېرو ته یې د وژل شویو ګورګیني سرتېرو جامې ور واغستلې، د کندهار ښار ساتونکو چې کله خپل سرتېري په راتلو ولیدل نو د ښار دروازې یې ورته پرانیستې. میرویس خان په ښار ننوت او د ایراني سرتېرو د وژلو امر یې وکړ، ښار یې ونیو او ملي جرګه یې را وبلله، ملي جرګې په کال ۱۷۰۹ز کې حاجي میرویس خان د پاچا په توګه وټاکه.
سرچینې
[سمول]۱. د افغانان پاچاهانو لنډ ژوند لیک ، لیکوال بشیر احمد ریان
۲. https://m.facebook.com/historyliterature/photos/a.1250927158293803/3314987038554461/
- ↑ Biographical Dictionary of Georgia ID: http://www.nplg.gov.ge/bios/en/00008160/ — خپرېدونېټه: ۲۱ مارچ ۲۰۱۸ — سرليک: საქართველოს ბიოგრაფიული ლექსიკონი
- هغه مخونه چې د کينډۍ په خبرتيا کې دوه اړخیزه استدلالونه کاروي
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P19
- 1709ز مړينې
- 21 اپريل مړينې
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P20
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- د عسکري خدمتونو لړليک د ويکيډاټا څخه
- مخونه چي ځينې سرچينې يې شاید د منلو وړ نه وي


