شوروي اتحاد
د شوروي سوسيالیستي جمهوريتونو اتحاد يا شوروي اتحاد د اروپا او اسيا په خاورو کې يو دولت وو چې له ۱۹۲۲ ز کاله د ۱۹۹۱ ز کال تر پايه یې شتون درلود. شوروي اتحاد د ځمکې د غونډاري د وچې شپږمه برخه نيولې وه او د خاورې د مساحت له پلوه د نړۍ تر ټولو لوی هېواد وو. دغه دولت په هغه خاوره کې منځته راغی چې تر ۱۹۱۷ ز کاله پورې د روسیې امپراتوري نيولې وه ، البته له فېنلېنډ ، د پولېنډي شاهۍ ځينو برخو ، او ځينو نورو خاورو پرته (د «کارسکايا ولايت» ، د «باتومسکايا اوبلست» ولايت سویلي برخه ، د «سورمالينسکي» ولسوالۍ چې پر ۱۹۲۱ ز کال د تورکیې تر لاس لاندې راغلې). د ۱۹۷۷ ز کال له اساسي قانون سره سم ، شوروي اتحاد د يو گڼ قوميز او سوسيالیستي اتحادي دولت په توگه اعلان شوی وو. تر دويمې نړيوالې جگړې وروسته شوروي اتحاد له افغانستان ، هنگري ، ايران ، چين ، د کوريا ولسي دموکراتيک جمهوريت ،(د ۱۹۴۸ ز کال د سيپټمبر له ۹ نېټې څخه) ، منگوليا ، ناروې ، پولېنډ ، رومانيا ، تورکیه ، فېنلېنډ ، چکوسلواکيا هېوادو سره د وچې له لارې ، او له امريکا متحدو ایالتونو ، سويډن او جاپان سره یې سمندري گډې پولې درلودې .