سيکولر حکومت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

يو سيکولر دولت یا سيکولر هېواد په (انګرېزي: Secular State) هغه نظریه ده چې په سیکولاریزم پورې اړوند ده، چې له مخې یې یو دولت په رسمي بڼه په مذهبي مسایلو کې بې پلوه وي او له دین او بې دیني څخه ملاتړ نه کوي. یو سیکولار دولت دا ادعا لري چې له خپلو ټولو اتباعو سره د هغوی د مذهب په پام کې نیولو نه پرته په مساویانه ډول چلند کوي او مدعي وي چې د مذهبي اعتقاداتو، تړاو یا د کومو نورو ځانګړنو لرونکو وګړو پر وړاندې له ترجیحي کړنو ډډه کوي.[۱]

سیکولار دولتونه کوم دولتي دین/ترجیحي دین (د بېلګې په توګه یو رسمي دین) یا د هغه معادل نه لري، که څه هم د دولتي رسمي دین نشتوالی په دې معنی نه ده چې یو دولت له هره اړخه په بشپړه توګه سیکولار یا مساوات غوښتونکی دی. د بېلګې په توګه، ځینې دولتونه کوم چې خپل ځان سیکولار بولي خو بیا هم په خپلو ملي سرودونو او بیرغونو کې مذهبي ارجاعات لري یا هم داسې قوانین لري چې تر نورو دینونو یوه دین ته پکې ترجیح ورکړل شوې وي.

     سيکولر هېوادونه      ديني هېوادونه      په کافي اندازه مالومات نشته

مبدا او تمرین[سمول]

سیکولاریزم کېدای شي د یوه دولت په جوړولو (د بېلګې په توګه، د شوروي جمهوریتونو اتحاد، متحده ایالات، هند) یا وروسته سیکولاریز کېدو سره (لکه فرانسه یا نیپال) رامنځته شي. په فرانسه کې د laïcité خوځښتونه او په متحده ایالتونو کې د کلیسا او دولت بېلتون د سیکولاریزم عصري مفاهیم تعریف کړل. د امریکا متحده ایالات په لویدیځ او ټوله نړۍ کې لومړنی سیکولار ملت دی. له تاریخي اړخه، د سیکولاریزم بهیر په معمول ډول د مذهبي ازادیو ورکړه، د دولتي دینونو له منځه وړل، د دین لپاره د عامه سرچینو د کارولو درول، له مذهبي کنټرول څخه د حقوقي نظام خلاصیدل او د روزنیز سیستم ازادیدل پکې شاملیږي او د هغو اتباعو زغمل چې خپل دین ته تغییر ورکوي یا خپل دین پریږدي او سیاسي مشرانو ته دا اجازه ورکوي څو پرته له دیني عقایدو څخه واک ته ورسیږي.[۲][۳]

د بېلګې په توګه په فرانسې، ایټالیا او هسپانیا کې د دولتي ادارو لپاره د رسمي رخصتیو ورځې، د مسیحیانو د جشن ورځې دي. په فرانسه کې هر خصوصي ښوونځی چې د دې هېواد له ملي زده کړو سره قرارداد کوي دا په دې معنی ده چې ښوونکو ته یې د دولت له خوا معاش ورکول کېږي، چې زیاتره کاتولیک ښوونځي په دغه وضعیت کې دي او له تاریخي اړخه هغوی په اکثریت کې دي. له دې سره، نور مذهبي یا غیرمذهبي ښوونځي هم په دې ډول قرارداد کوي. په ځینو اروپايي هېوادونو کې چې سیکولاریزم له تک فرهنګي خیرغوښتنې سره مخ وي، ځینې اصلي مسیحي فرقې او د نورو ادیانو فرقې د خپلو ځینو مذهبي خیریه مالي سرچینو له اړخه په دولت پورې تړلي دي. په شراکتي قانون او د خیریه چارو په قانون کې دا خبره عامه ده چې باید د همدې پیسو له استعمال څخه سازمان شوی مذهب باید د عبادت په یوه بېل ځای کې د مذهبي عبادت یا د دین د بدلولو لپاره کار اخیستل ممنوع دي؛ مذهبي پلاوی باید په خپله مذهبي محتوی، تحصیل یافته روحانیون او غیرمذهبي کسان باید د خپلو دندو د تر سره کولو په موخه وړاندې کړي او کېدای شي خپل ځینې وختونه بېلابېلو خیریه چارو ته ځانګړی کړي. په دې اړه، ځینو خیریه موسساتو سیکولار سازمانونه جوړ کړي دي چې د مذهبي پلاوو له خوا ټول یا ځینې مالي مرستې مدیریت کوي. [۴][۵]

مذهبي او غیرمذهبي موسسات کولای شي دولت ته د برابرو پیسو د ترلاسه کولو لپاره غوښتنه وړاندې کړي او د ارزول شویو ټولنیزو پایلو له مخې چې د مذهبي غیرمستقیمې دولتي بودیجې شتون په صورت کې یا هم یوازې د هغو سازمانونو د ذینفعانو د شمېر له مخې سب سایډي ترلاسه کړي. دا د متحده ایالاتو د خیریه انتخاب په څیر دی. دا خبره شکمنه ده چې ایا دولتي مذهبي بودیجه د بشر د حقونو په اړه د اروپايي کنوانسیون سره په مطابقت کې ده که نه؟. په ظاهره توګه، پر دې موضوع باندې تر اوسه د ECHR د قوانینو له مخې په ګڼ هېوادیزه توګه سره تصمیم نه دی نیول شوی کوم چې د مدني او سیاسي حقونو د نړیوال میثاق له حقونو څخه رامنځته شوی، چې په خپلو ګډو ټولنیزو بنسټیزو حقونو په تامین کې تبعیض نه لرل الزامي ګڼي. په ځانګړې توګه، د ځینو مشخصو خدماتو تمویل د دولت د عدم تبعیض له اعمالو سره مطابقت نه لري.[۶][۷]

زیاتره هغه دولتونه چې اوسمهال په عمل کې سیکولار دي ښايي د هغو داسې قانوني لارې چارې ولري چې په هغو کې پخواني مذهبي اثار موجود وي. سیکولاریزم په خپله بېلابېل ډولونه لري چې ښايي له رسمي دین سره تر یوې اندازې پورې ورته وي. په بریتانیا کې د دولت مشر اوس هم اړ دی چې د تاج اېښودنې لوړه تر سره کړي کوم چې دا قانون په ۱۶۸۸ کې تصویب شوی و او په دې مراسمو کې لوړه کوي چې د پروتیستانت اصلاح شوی دین او د انګلستان رسمي کلیسا به ساتي. همداشان بریتانیا د انګلستان د کلیسا ۲۶ لوړپوړو روحانیونو ته د لارډونو په شورا کې څوکۍ لري چې د Lords Spiritual په نوم پیژندل کېږي. په کاناډا کې د حقونو او ازادیو کاناډايي منشور بیا د وجدان او مذهب، افکارو، عقایدو، نظریاتو او بیان په نوم سیکولار ازادي وړاندې کوي، چې د بیان په برخه کې ارتباطات، اجتماعات او ټولنې شاملیږي، خو د همدې منشور سریزه بیا د «خدای د برتري» مفهوم ساتلی چې دا د هغو کسانو لپاره چې پر بې خدايي اعتقاد لري یا پر څو خدایانو باندې اعتقاد لري له هغې ډلې الحاد او بودایزم لپاره مضر تمامیږي. ایټالیا په ۱۹۴۸ کال کې د اساسي قانون له تصویب وروسته یو سیکولار دولت دی (کوم چې په ۱۹۸۵ کال کې د اساسي قانون د محکمې له خوا پرې ټینګار شوی)، خو بیا هم د کاتولیک کلیسا لپاره یو ځانګړی حالت په رسمیت پیژني. سره له دې، معکوس پرمختګ هم ممکن رامنځته شي، ځکه چې یو دولت کولای شي له سیکولار حالت څخه یو مذهبي دولت ته ولاړ شي، لکه څرنګه چې دا کار په ایران کې رامنځته شو، چیرې چې د ایران سیکولار شاهنشاهي دولت د ایران پر اسلامي جمهوریت باندې بدل شو (لاندې لیست وګورئ). خو بیا هم، په تیرو ۲۵۰ کلونو کې د سیکولاریزم بهیر ډېر تر سترګو شوی دی.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

پېژندنه[سمول]

په يو سيکولر هېواد کې د هېواد دولت او قانون د دين له اړخه بې طرفه عمل کوي. او هېڅ رسمي يا مسلکي قانون يا ټينګار نه لري، چې د دين له خوا مطرح وي يا دين ورسره ګډ وي.

سيکولر په دې معنا نه دی چې اسلام ته درناوی نه لري، يا د اسلام مخالف دي. بلکې دا يوه مفکوره او روشنفکري ده چې دين په عبادت ځای، او سياست په حکومت کې وي.

د بېلګې په ډول: يو سيکولري نظام د مذهب پر اساس سياست مخته نه وړي، او هغه کسان چې غواړي اسلام ته ارزښت ورکړي، اجازه لري دوی کار نه پرې لري. که چېرې يوه مسلمانه مېرمن په يوه سيکولري هېواد کې حجاب ولري، که يې ونه لري، سيکولري نظام هېڅ قانون ورته نه لري، او کار نه پرې لري.

سيکولري دولتونه[سمول]

په نړۍ کې د سيکولر مهم دولتونه[سمول]

فرانسه[سمول]

د فراسنې دولت د قانوني لحاظه د دين په رسميت پېژندلو څخه منع شوی. يوازې هغه مهال ديني اشخاصو ته د فعاليت اجازه ورکړل کېږي چې:

  • د دوی‌اصلي موخه بايد مذهبي فعالیتونه نه وي، او د عمومي سازمان فعاليت سره ګډ نه کړي.


فرانسويان مذهب يوه شخصي وسيله ګڼي، او هېڅکله دې موضوعاتو کې مداخله او لاسوهنه نه کوي. او د يو بل سره د دين پر موضوعاتو اختلاف نه لري.

د وچو (قارو) له مخې د سیکولار دولتونو لړلیک[سمول]

دا د هغو هېوادونو لړلیک دی چې یا په خپل اساسي قانون یا هم په خپلو نورو دولتي اسنادو کې په واضح توګه خپل ځان سیکولار بیان کړي دي.

افریقايي هېوادونه[سمول]

  • انګولا
  • بینین
  • بوتسوانا
  • بورکینا فاسو
  • بروندي
  • کامرون
  • د مرکزي افریقا جمهوریت
  • جاد
  • عاج ساحل
  • د کانګو دیموکراتیک جمهویت
  • د کانګو جمهوریت
  • ګابون
  • ګینیا
  • ګینیا - بیسو
  • مدغاسکر
  • مالي
  • نامیبیا
  • نایجریا
  • راونډا
  • ساو ټوم او پرنسیپ
  • سینیګال
  • تانزانیا
  • توكو

اسیایي هېوادونه[سمول]

کارابین[سمول]

  • کیوبا

اروپايي هېوادونه[سمول]

  • البانیا
  • اطریش
  • بېلاروس
  • بلجیم
  • بلغاریا
  • کرواسي
  • چیک جمهوریت
  • ایسټونیا
  • فرانسه
  • ایټالیا
  • کوسوو 2
  • لاټویا
  • پرتګال
  • روسیه 1
  • صربستان
  • سلواکیا
  • سلوینیا
  • هسپانیا
  • سویډن
  • اوکراین

شمالي امریکا[سمول]

  • کاناډا
  • مکسیکو
  • متحده ایالات

اقیانوسیه[سمول]

  • استرالیا
  • نیو زیلنډ
  • فیجي
  • د میکرونیسیا فیدراتیف دولتونه

سویلي امریکا[سمول]

  • کولمبیا
  • ایکوادور
  • ګیانا

پخواني سیکولار دولتونه[سمول]

  • د امریکا کانفیدریټ ایالتونه (۱۸۶۱-۱۸۶۵)
  • د افغانستان دیموکراتیک جمهوریت (۱۹۸۰-۱۹۸۷)
    • افغانستان د شورویانو له برید وروسته یو سیکولار دولت درلود، خو اسلام بیرته په ۱۹۸۷ کې رسمي دین وګرځید.
  • حکومت پاکستان  (1947-1956)
  • د ایران شاهنشاهي دولت  (1925–1941, 1953–1979)
    • ایران تر ۱۹۴۱ کال پورې یعنې چې کله رضاشاه له واکه لري شو، یو سیکولار دولت و. دا هېواد یو ځل بیا د ۱۹۵۳ کال د کودتا نه وروسته سیکولار دولت و تر څو چې به ۱۹۷۹ کې اسلامي انقلاب رامنځته شو، چې له کبله یې محمد رضا شاه پهلوي له واک څخه لري او پر ځا یې اسلامي جمهوریت راغی.
  • عراق  (1932–2005)
    • عراق په ۱۹۳۲ کال کې د خپلې خپلواکۍ په اخیستو سره سیکولار دولت شو. که څه هم په ۲۰۰۵ کال کې د عراق د نوی اساسي قانون له مخط اسلام د دولتي دین په توګه ومنل شو.
  • ساموا (1962–2017)
    • په ۲۰۱۷ کال کې، د ساموا د قانون جوړونې شورا په اساسي قانون کې د تعدیل په راستلو سره عیسویت د دولتي دین په توګه ومانه.

د سيکولر هېوادونو نوملړ[سمول]

ورته ليکنې[سمول]

سيکولريزم

سرچينه[سمول]

  1. Madeley, John T. S.; Enyedi, Zsolt (2003). Church and State in Contemporary Europe: The Chimera of Neutrality. Psychology Press. د کتاب پاڼې 14. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7146-5394-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Which nation was the first secular nation in history?". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Jean Baubérot The secular principle Archived 22 February 2008 at the Wayback Machine.
  4. Teese, Richard (1986). "Private Schools in France: Evolution of a System". Comparative Education Review. 30 (2): 247–259. doi:10.1086/446591. JSTOR 1188531. S2CID 144698211. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Twinch, Emily. "Religious charities: Faith, funding and the state". Article dated 22 June 2009. Third Sector – a UK Charity Periodical. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ مې ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جون ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Department for Education". د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. [Sejdic and Finci v. Bosnia and Herzegovina (application nos. 27996/06 and 34836/06) found a violation of the non-discrimination overarching right vis-à-vis all other rights on a wider subject from often arbitrary funding of social charities viz. rights afforded by law Art. 1 of Prot. No. 12, namely protecting "any right set forth by law".د سرچينو د ښودلو اړتيا ده from February 2017[][plain English please] The convention introduces a general prohibition of discrimination in legally enshrined state action, as well as where rights under the convention such as education or health care are funded. A superior level of services supported by religious bodies is permitted.]
  8. "Coronation Oath". د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "How members are appointed". UK Parliament. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Hogg, Peter W. Canada Act 1982 Annotated. Toronto, Canada: The Carswell Company Limited, 1982.
  11. Paul Russell, "The supremacy of God" does not belong in the Constitution": The Globe & Mail, June 11, 1999
  12. Articles 3, 7, 8, 19, 20 of the Constitution of Italy; Constitutional Court's Decision n. 203/1989
  13. "Harris Interactive: Resource Not Found". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ جولای ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "A Portrait of "Generation Next"". Pew Research Center for the People and the Press. 9 January 2007. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Secularization and Secularism – History and Nature of Secularization and Secularism to 1914". د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)