بنګله دېش

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له بنګله دیش نه مخ گرځېدلی)
په رسمي توګه بنګله دېش د خلق جمهوریت په توګه په جنوبي اسیا کې یو هېواد دی. دا په نړۍ کې اتم ډېر نفوس لرونکی هېواد دی، چې 148,460 کیلومتر مربع (57,320 میل مربع) یا 147,570 کیلومتره مربع (56,980 میل مربع) مساحت لري او 163 میلیونه نفوس لري او په نړۍ کې یو له ډېر نفوس لرونکو هېوادونو نه شمېرل کېږي. بنګله دېش په لوېدیځ، شمال او ختیځ کې له هند سره او په سویل ختیځ کې له میانمار سره ځمکنۍ پولې لري، سویل ته یې له بنګال خلیج سره یو ساحل شته. دا د سلیګوری دهلیز په واسطه له نیپال او بوتان نه په لنډ ډول جلا شوی او له چین نه په شمال کې د هند له سیکیم ایالت نه ۱۰۰ کیلومتره لرې دی. ډاکه یې پلازمېنه او لوی ښار دی، چې د هېواد اقتصادي، سیاسي او کلتوري مرکز هم دی. چیټاګنګ یې تر ټولو لوی بندر او دویم لوی ښار دی. رسمي ژبه یې بنګالي ده، چې د هند واروپايي ژبې د کورنۍ یو له ختیځو څانګو نه ده.[۱][۲][۳]
|250px]] بنګله دېش

بنګله دېش، د بنګال د تاریخي او توکمیزو ژبو خپلواکه برخه جوړوي، چې په 1947ز کال کې د بریتانوي هند د وېش پرمهال وېشل شوې وه. دغه هېواد د بنګالي مسلمانانو اکثریت لري. لرغونی بنګال د هند په نیمه وچه کې د وانګ، پنډرا، ګنګاریډای، ګوډا، سماتتا او هریکیلا ایالتونو یو مهم کلتوري مرکز و. موریان، ګوپتا، پالا، سینا، چندر او دیوا کورنۍ له اسلام نه مخکې د بنګال وروستۍ واکمنۍ وې. د بنګال د مسلمانانو فتحه په 1204ز کال کې هغه وخت پیل شوه، چې بختیار خلجي پر شمالي بنګال واکمن شو او تبت یې اشغال کړ. کله چې ډیلي د سلطنت یوه برخه شو، نو په 14مه پېړۍ کې درې ښاري ایالتونه راڅرګند شول، چې د ختیځ بنګال ډېره برخه له سونارګاون نه اداره کېده. د سلطان بلخي، شاه جلال او شاه مخدوم روپو په څېر صوفي میسیونر مشرانو د مسلمانانو د واکمنۍ په خپراوي کې مرسته وکړه. دغه سیمه له یوه خپلواک او واحد بنګال سلطنت سره یوځای شوه.[۴]

د مغولو تر واکمنۍ لاندې، ختیځ بنګال په ختیځ برصغیر کې د مسلمانانو پرمختګ ته دوام ورکړ او د نړۍ له ګوټ ګوټ نه یې سوداګر راجلب کړل. مغلي بنګال په 18مه پېړۍ کې د بنګال د نوابانو په مشرۍ په زیاتېدونکې توګه قاطع او خپلواک شو. په 1757ز کال کې میرجعفر خیانت، نواب سراج الدوله ته د بریتانوي ختیځ هند شرکت لپاره ماتې ورکړه او بالاخره په جنوبي اسیا کې د بریتانیا واکمنۍ پای ته ورسېده. د بنګال صدارت په بریتانوي هند کې تر ټولو لوی اداري واحد ته وده ورکړه او په 1905ز کال کې یې د بنګله دېش رامنځته کېدو لپاره د ختیځ بنګال او اسام رامنځته کول یو بنسټ وټاکه. په 1940ز کال کې، د بنګال لومړي وزیر په ختیځه سویلي اسیا کې د یو دولت جوړولو په هیله د لاهور د پرېکړې ملاتړ وکړ. بنګال تر وېش مخکې د بنګال لومړي وزير، د بنګالي خپلواک دولت وړانديز وکړ. یوې ټولپوښتنې او د راډکلیف لاین اعلان، د بنګله دډېش اوسنی ځمکنی سرحد رامنځته کړ.

په 1947ز کال کې، ختیځ بنګال د پاکستان په واک کې تر ټولو نفوس لرونکی ولایت شو. دا د ختیځ پاکستان په نوم بدل شو او ډاکه د هېواد مقننه پلازمېنه شوه. په ۱۹۵۲ز کال کې د بنګالي ژبې خوځښت، د ختیځ بنګال مقننه ټاکنې، ۱۹۵۴ز، د 1958ز پاکستان کودتا، د 1966ز کال شپږ نقطه یي خوځښت او د 1970ز کال د پاکستان عمومي ټولټاکنې د دې لامل شوې، چې د پاکستان په ختیځ کې بنګالي ملتپالنه او د ډیموکراسۍ د پلوۍ خوځښتونه رامنځته شي. د شیخ مجیب الرحمن په مشرۍ عوامي لیګ ته د واک سپارلو لپاره د پاکستان د پوځي حکومت انکار په 1971ز کال کې د بنګله دېش د آزادۍ جګړې لامل شو، چې د هند په مرسته مکتي باهني یو بریالی وسله وال انقلاب وکړ. دې شخړې د ۱۹۷۱ز کال د بنګله دېش نسل وژنه او د روڼاندو په ګډون د خپلواکۍ پلوو بنګالي ملکي وګړو وژنه رامنځته کړه. د بنګله دېش نوی ایالت په ۱۹۷۲ز کال کې د سویلي اسیا لومړنی سیکولر ایالت شو. په ۱۹۸۸ز کال کې اسلام دولتي دین اعلان شو، خو په 2010ز کال کې د بنګله دېش سترې محکمې په اساسي قانون کې سیکولر اصول بیا تایید کړل.[۵][۶][۷][۸][۹]

بنګله دېش یو واحد پارلماني او د اساسي قانون درلودونکی جمهوریت دی، چې د ویسټ منسټر سیسټم پراساس دی. بنګاليان د بنګله دېش د ټول نفوس 98٪ جوړوي او د بنګله دېش ډېر مسلمان نفوس د دې لامل شوی، چې بنګله دېش په نړۍ کې درېیم ډېر مسلمان لرونکی هېواد شي. دغه هېواد اته برخې، 64 ولسوالۍ او 495 فرعي ولسوالۍ لري. دا په سویلي اسیا کې له هند او پاکستان وروسته درېیم لوی پوځ لري او د ملګرو ملتونو په سوله ساتو عملیاتو کې لوی مرسته کوونکی دی. همدارنګه په هند - ارام سمندر کې یو منځنی ځواک دی. بنګله دېش یو مخ پر ودی اقتصاد دی، چې د GDP له مخې په نړۍ کې 33م لوی او د PPP له مخې 29م لوی هېواد دی. دا د روهینګیا نسل وژنې له امله په نړۍ کې د کډوالو د تر ټولو لوی نفوس کوربه و. په هر حال، د بېوزلۍ کچه په کې له 2011ز کال راهیسې نیمایي ته راټیټه شوې او تمه کېږي چې هېواد به په دې لسیزه کې یو متوسط ​​عایداتي هېواد شي. یو وخت بنګله دېش د ململ ټوکر د سوداګرۍ تاریخي مرکز و، اوس د نړۍ یو له سترو عصري جامو صادرونکو نه دی.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

تاریخچه

په بنګله دېش کې د ډبرې د دورې وسایل موندل شوي، چې له 20,000 کلونو نه ډېر د انسانانو استوګنځای په ګوته کوي او د مسو د دورې د مډېرت ځایونو پاتې شوني 4,000 کاله پخواني دي. لرغونی بنګال د اطریش، تبت-برمنانو، دراویډیانو او هند-اریانوله خوا د کډوالۍ په پرله پسې څپو کې مډېرت شوي وو. د لرغون پېژندنې شواهد مني، چې د BCE تر دویمې پېړۍ پورې، د وریځو کرلو ټولنو په سیمه کې ژوند کاوه. په 11مه پېړۍ کې خلکو په منظم ډول په کورونو کې ژوند کاوه، خپل مړي یې ښخول او د مسو زیورات او تور او سره لوښي یې جوړول.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

ګنګا، برهمپترا او میګناریورونه د اړیکو او ترانسپورت لپاره طبیعي ارتباطي لیکې وې او د بنګال په خلیج کې د ساحلونو سمندري سوداګرۍ ته اجازه ورکړل شوې وه. د اوسپنې دورې په لومړیو کې د فلزي وسلو، سیکې، کرنې او اوبو لګولو چارو ته پراختیا ورکړل شوه. له میلاد مخکې د لومړۍ زریزې په منځ کې د اوسپنې دورې په وروستیو کې لوی ښاري مډیرت ځایونه رامنځته شوي، دا هغه مهال و، چې د شمالي تورو صیقل شوو لوښو کلتور وده کړې وه. په 1879ز کال کې، الکساندر کننګهم مهاستنګر د پنډرا سلطنت د پلازمېنې په توګه وټاکه، چې په ریګویدا کې یې یادونه شوې ده. په بنګله دېش کې تر ټولو زړه کتیبه په مهاستنګر کې وموندل شوه او له  میلاد نه مخکې په درېیمې پېړۍ پورې اړوندېږي. دا په براهمي لیکدود لیکل شوې ده.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

سیاست او حکومت

بنګله دېش د خپل اساسي قانون له مخې یوه رسمي نماینده ډیموکراسي ده، د ویسټ منسټر په څېر یو واحد پارلماني جمهوریت دی، چې نړیواله رایه لري. د حکومت مشر لومړی وزیر دی چې په هرو پینځو کلونو کې د حکومت جوړولو لپاره بلنه ورکول کېږي. ولسمشر په پارلمان کې د تر ټولو لوی ګوند مشر ته بلنه ورکوي، چې د نړۍ د پینځمې لویې ډیموکراسۍ لومړی وزیر شي. بنګله دېش په ۱۹۹۰ز کال او ۲۰۱۴ز کال کې دوه حزبي حکومت رامنځته کړ. ټاکنې یې د واک په دغې موده کې د بې طرفه سرپرست حکومت له خوا اداره کېدې، خو د نګران حکومت په ۲۰۱۱ز کال کې د عوامي ليګ حکومت له خوا ړنګ شو. بي اين پي په ۲۰۱۴ز کال کې له راتلونکو ټاکنو بايکاټ وکړ او ويې ويل چې: له سرپرست حکومت پرته به عادلانه نه وي. د BNP په مشرۍ د اوکیه فرنټ جبهې، د 2018ز کال په ټاکنو کې برخه اخیستې وه. په ټاکنو کې د بې نظمۍ ډېرې ادعاګانې وشوې.[۲۵]

ژبې

د بنګله دېش اصلي ژبه بنګالي ده (د بنګلا په نامه هم پېژندل کېږي). بنګالي د هند واروپايي ژبو د کورنۍ یو له ختیځو څانګو نه ده. دا د ختیځ هند و اریایي ژبو برخه ده، چې د 10مې او 13مې پېړیو ترمنځ یې وده کړې. بنګالي پر بنګالي لیکدود لیکل کېږي. سانسکرت په لرغوني بنګال کې په ځانګړې توګه د پادریانو له خوا د لیکنیو اړیکو ژبه وه. د اسلامي دورې په لړ کې، بنګالي خپل ځای سانسکرت ته د اصلي ژبې په توګه ورکړ. د بنګال سلطانانو د سانسکرت پر ځای د بنګالي ادبیاتو تولید ته وده ورکړه.

نن ورځ، په بنګله دېش کې د بنګالي ژبې معیار د بنګله اکاډمۍ له خوا ټاکل شوی. په بنګله دېش کې له 98 سلنې نه زیات وګړي، په بنګالي، یعنې په خپلې مورنۍ ژبې خبرې کوي. بنګالي د یوې تسلسلي ژبې په توګه تشرېحشوې، چې په ټول هېواد کې یې پر بېلابېلو ګړدودونو خبرې کېږي.[۲۶][۲۷]

سرچينې

  1. "Bangladesh". Collins English Dictionary (الطبعة 13th). HarperCollins. 2018. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-008-28437-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. বাংলাদেশ পরিসংখ্যান বর্ষগ্রন্থ ২০২০ - Bangladesh Statistics annual book 2020 (PDF). Bangladesh Statistics Bureau. د کتاب پاڼې 21. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-984-475-047-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "America should bet on Bangladesh". Tbsnews.net. 2021-12-04. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Frank E. Eyetsemitan; James T. Gire (2003). Aging and Adult Development in the Developing World: Applying Western Theories and Concepts. Greenwood Publishing Group. د کتاب پاڼې 91. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-89789-925-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Lailufar Yasmin. "Struggle for the Soul of Bangladesh | Institute for Global Change". Institute.global. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Bangladesh profile - Timeline". BBC News. February 26, 2019. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Alam, Shah (1991). "The State-Religion Amendment to the Constitution of Bangladesh: A Critique". Verfassung und Recht in Übersee / Law and Politics in Africa, Asia and Latin America 24 (2): 209–225. http://www.jstor.org/stable/43110030. 
  8. "Writ challenging Islam as state religion rejected". The Daily Star. 2016-03-28. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Bangladesh" (PDF). U.S. State Department. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ نومبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "A rising Bangladesh starts to exert its regional power | The Interpreter". Lowyinstitute.org. 2019-02-21. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Mapping the Global Muslim Population: A Report on the Size and Distribution of the World's Muslim Population". Pew Research Center. 7 October 2009. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Maxwell, David. "Bangladesh, India Most Threatened by Climate Change, Risk Study Finds | National Geographic (blogs)". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ مې ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Bangladesh needs continued commitment to democracy, HR for next level dev: US | Independent". m.theindependentbd.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Overview". World Bank. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "1 in 4 illiterate in Bangladesh". Dhaka Tribune. 8 September 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Mahmud, Faisal. "Four years on, Rohingya stuck in Bangladesh camps yearn for home | Rohingya News". Al Jazeera. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Majumdar, RC, المحرر (2003). History of Bengal. B.R. Publishing Corp. د کتاب نړيواله کره شمېره 93-86223-46-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Blood, Peter R. (1989). "Early History, 1000 B.C.–A.D. 1202". In Heitzman, James; Worden, Robert (المحررون). Bangladesh: A Country Study. Washington, DC: Federal Research Division, Library of Congress. د کتاب پاڼې 4. مؤرشف من الأصل في ۲۲ جون ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اکتوبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Eaton, R.M. (1996). The Rise of Islam and the Bengal Frontier, 1204–1760. University of California Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-520-20507-9. مؤرشف من الأصل في ۰۶ جنوري ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Mahasthan Brahmi Inscription". Banglapedia. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Alam, Shafiqul (2012). "Mahasthan". In Islam, Sirajul; Jamal, Ahmed A. (المحررون). Banglapedia: National Encyclopedia of Bangladesh (الطبعة Second). Asiatic Society of Bangladesh. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Ghosh, Suchandra (2012). "Pundravardhana". In Islam, Sirajul; Jamal, Ahmed A. (المحررون). Banglapedia: National Encyclopedia of Bangladesh (الطبعة Second). Asiatic Society of Bangladesh. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Lewis, David (2011). Bangladesh: Politics, Economy and Civil Society. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 42. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-139-50257-3. مؤرشف من الأصل في ۳۱ جنوري ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جولای ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Pieris, Sita; Raven, Ellen (2010). ABIA: South and Southeast Asian Art and Archaeology Index. 3. Brill. د کتاب پاڼې 116. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-19148-8. مؤرشف من الأصل في ۲۳ ډيسمبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. (په 27 March 2018 باندې). Is Bangladesh becoming an autocracy?. Deutsche Welle
  26. "Condition of English in Bangladesh". ESL Teachers Board. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ جنوري ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اکتوبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Constitution of Bangladesh (As modified up to 17 May 2004), Part I, Article 5.