Jump to content

ډاکه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ډاکه
ঢাকা (بنګالي)
ڈھاکہ (اوردو) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
پلازمېنه د
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وګړو شمېر
۱۶٬۸۰۰٬۰۰۰[۱] — ۸٬۹۰۶٬۰۳۹ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
رسمي ژبه
د حکومت مشر
وګړنوم
DhakaiyaDakanoDaccanais[۲]Daccanaise[۲] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اداري سیمه
هېواد
کچه او لوړوالی
د ځای کچه
۳۶۸ كيلومتر مربع[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور مالومات
وېبپاڼه
پوسټ‌کوډ
1000 — 1100 — 1200–1299 — 1300–1399 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
کورډي‌نېشن
۲۳°۴۳′۴۴″شمال ۹۰°۲۳′۴۰″ختیځ / 23.7289°شمال 90.3944°ختيځ / 23.7289; 90.3944 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

ډاکه پخوا د ډاکا (Dacca) په نوم پېژندل کېده، د بنګله دېش پلازمېنه او تر ټولو لوی ښار او همدار راز د نړۍ په کچه د بنګالي ژبې تر ټولو ستر ويونکی ښار دی. دا ښار تر ۲۰۱۱ زېږديز کال پورې د ۸،۹ ميليون اوسېدونکو او په سترې ډاکه سيمه (Greater Dhaka Area) کې له ۲۱،۷ ميليون څخه د زياتو اوسېدونکو په درلودلو سره په نړيواله کچه اتم لوی او شپږم خورا ګڼ نفوسه ښار دی. د نقشه کښنې د یوې سروې له مخې ډاکه د نړۍ په کچه په خوار ګڼ ډول اباده شوې ښاري سيمه لري او په خبري رسنيو کې په نامتو توګه په همدې ډل بيانېږي. ډاکه د سويلي اسيا له سترو ښارونو څخه او هغه ستر نړيوال ښار دی، چې مسلمان ډېره کي په کې ژوند کوي. ياد ښار د بنګال دلتا د برخې په توګه د بورګنګا سيند (Buriganga River)، توراګ سيند (Turag River)، دالېشواري سيند (Dhaleshwari River) او شيتالاکشيا سيند (Shitalakshya River) له لورې راچاپېر شوی دی.[۴][۵][۶][۷][۸]

د ډاکه په سيمه کې له لومړۍ زريزې راهيسې استوګنه شوې ده. يو پخواني معاصر ښار د مغل سترواکۍ د ولایتي پلازمېنې او سوداګريز مرکز په توګه له ۱۷ پېړۍ څخه وده وکړه. ډاکه (له ۱۶۰۸ – ۱۶۳۹ ز پورې او له ۱۶۶۰ – ۱۷۰۴ ز کال پورې) د ۷۵ کالونو لپاره د لومړني صنعتي شوي مغلي بنګال (Mughal Bengal) پلازمېنه وه. دا ښار په بنګال کې د تاري ټوکر د سوداګرۍ مرکز او د نړۍ له خورا نېکمرغه ښارونو له ډلې څخه و. د مغلو ښار د پخواني واکمن سترواک جهانګير په وياړ جهانګيرناګر (د جهانګير ښار) نومول شوی و. دې ښار د “Mughal Subahdar”، “Naib Nazims” د ډاکه د نوابانو او دېوانونو د څوکۍ [مرکز] کوربه توب وکړ. له استعمار څخه مخکې د ښار درنښت يا برم په ۱۷ او ۱۸ پېړيو کې هغه مهال لوړ شو، چې ياد ښار د يوريشيا د سوداګرو لپاره ټاټوبی و. د ډاکه بندر د سيند او سمندري دواړو سوداګريو لپاره يوه ستره سوداګريزه پايه يا ستن وه. مغلو دا ښار په ښه ډول د باغچو ، مقبرو، مسجدونو، ماڼيو او کلاګانو په جوړولو سره ښکلی کړ. دې ښار ته يو وخت د ختيځ ونيز “Venice of the East” ويل کېدل. تر برتانوي واکمنۍ لاندې ښار د برېښنا، د اورګاډي د ليکو، سينماګانو، د لويديځ ډول پوهنتونونو او پوهنځينو او د معاصرې اوبه رسونې د پېژندګلوۍ شاهد و. دا ښار په برتانوي حکومت کې له ۱۹۰۵ ز کال څخه وروسته د ختيځ بنګال او اسام ولايت د پلازمېنې په توګه يو مهم اداري او زده کړه ييز مرکز شو. په ۱۹۴۷ ز کال کې د برتانوي حکومت له پای ته رسېدلو څخه وروسته ډاکه د ختيځ پاکستان اداري پلازمېنه شوه. ياد ښار په ۱۹۶۲ ز کال کې د پاکستان د مقننه قوې پلازمېنه او په ۱۹۷۱ ز کال کې د خپلواکۍ له جګړې “Liberation War” څخه وروسته د خپلواک بنګله دېش پلازمېنه شو.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

ستر نړيوال ښار ډاکه په بنګله دېش کې د سياسي، اقتصادي او کلتوري ژوند مرکز دی. دا ښار د بنګله دېش د حکومت، زياتو بنګله دېشي شرکتونو او مخکښو بنګله دېشي زده کړه ييزو، پوهنيزو، څېړنيزو او کلتوري ادارو يا سازمانونو مرکز دی. د يو معاصر پلازمېنه ښار په توګه له رامنځته کېدنې راهيسې د ښار نفوس، پراخوالي او ټولنيزې او اقتصادي تنوع په بې شانه ډول وده کړې ده. دا ښار اوسمهال د هېواد په کچه له تر ټولو ګڼو صنعتي شويو سيمو څخه دی. ډاکه د بنګله دېش د اقتصاد ٪۳۵ جوړوي. د ډاکې د ونډو تبادله “Dhaka Stock Exchange” له ۷۵۰ څخه زيات شرکتونه لښتليک کړي دي. دا ښار له ۵۰ څخه د زياتو سياسي ماموريتونو او همدا راز د “BIMSTEC” او “CIRDAP” د مرکزي ادارو کوربه توب کوي. د ښار کلتور د خپلو رېکشاوو، د پخلي د ډول، هنري مېلو او مذهبي راز راز والي له امله پېژندل کېږي. دا پخوانی ښار د مغلو او برتانوي دورو څخه د پاتې نږدې ۲۰۰۰ ودانيو کور دی.[۱۴][۱۵]

ايتمولوژي

[سمول]

د ډاکه د نوم اصليت ناڅرګند دی. يو وخت په ياده سيمه کې د ډاک “dhak” په نوم ونې خورا عامې وې او ښايي دا نوم له همدې څخه رامنځته شوی وي. په ورته ډول دا نام ښايي د داکېشوري “Dhakeshwari” په نوم پټ هندو خدای (الهه) ته ويل کېږي، چې عبادتځای (معبد) يې د ښار په سويل لويديځه برخه کې دی. يوه بله نامتو نظريه څرګندوي، چې د ډاک “dhak” په نوم د موسيقۍ يوې ميمبرانوفون “membranophone” وسيلې [هر هغه وسيله چې د خوځېدونکې غځېدلې پردې له لارې غږ توليدوي] ته ويل کېږي، چې د صوبه دار لومړي اسلام خان “Subhadar Islam Khan I” په امر په ۱۶۱۰ ز کال کې د بنګال پلازمېنې د پرانېستې پر مهال وغږول شوه.[۱۶][۱۷]

ځينې سرچينې دا هم وايي، چې ياد نوم له يو “Prakrit” ګړدود څخه اخېستل شوی دی، چې ډاکه باسا “Dhaka Bhasa” يا ډاککا “Dhakka” ورته وايي او په راجاتارانجيني “Rajatarangini” کې د پېرې يا څار د تم ځای لپاره کارېدلې دی؛ يا دا چې داواکا “Davaka” ته ورته ويی دی، چې د ختيځ پولې د پاچاهۍ په توګه د سامودرا ګوپتا “Samudragupta” په الله اباد “Allahabad” رکن په کتيبه (ليکنه) کې ياد شوی دی. د “Rajatarangini” له مخې چې د کالهانا “Kalhana” په نوم کشميري برهمن ليکلی دی، ياده سيمه په اصل کې د ډاککا “Dhakka” په نوم پېژندل کېدله. د “Dhakka” ويی د څار يا پېرې د برج معنا لري. د بېکرامپور “Bikrampur” او سونارګاون “Sonargaon” په نوم د بنګالي واکمنانو پخوانۍ پوځي کلاګانې دې ښار ته نږدې پرتې دي. نو ډاکه د زيات اټکل له مخې د سنګر نيونې د موخې لپاره د پېرې د برج په توګه کارېدلی ويی دی.[۱۸][۱۹]

تاريخچه

[سمول]

له مغل څخه مخکې

[سمول]

د ننۍ ډاکې سيمه کې د ښاري استوګنو تاريخ لومړۍ زريزې ته ورګرځي. ياده سيمه د بېکرامپور “Bikrampur” لرغونې سيمې برخه وه، چې د سينا “Sena” کورنۍ له لورې اداره کېده.[۲۰]

ډاکه تر اسلامي واکمنۍ لاندې د سونارګاون “Sonargaon” تاريخي سيمې برخه شو، چې د ډهلي او بنګال سلطنتونو سيمه ييز اداري مرکز و. ستر نښلونکی سړګ “Grand Trunk Road” له سيمې څخه تېر شو، چې سيمه يې له شمالي هند، مرکزي اسيا او د چيټاګونګ “Chittagong” له سويل ختيځ بندري ښار سره ونښلوله.[۲۱][۲۲]

لومړنۍ معاصره دوره

[سمول]

مغلي سترواکۍ د لرغونې معاصرې دورې پر مهال پر سيمه باندې حکومت وکړ. د ډاکه لرغوني ښار “Old City of Dhaka” د مغلو تر واکمنۍ لاندې د بوريګنګا سيند “Buriganga River” پر څنډو باندې وده وکړه. ډاکه په ۱۶۰۸ ز کال کې د مغلي بنګال پلازمېنه اعلان شوه. اسلام خان چيشتي “Islam Khan Chishti” د ښار لومړنی مشر و. خان د سترواک جهانګير په وياړ ښار جهانګير ناګر (د جهانګير ښار) ونوماوه. د انګرېزانو له لورې د ښار له نيولو څخه لږه موده وروسته يې ياد نوم له لاسه ورکړ. د ښار د مغلي واکمن شايسته خان تر مشرۍ لاندې اصلي پراختيا ومونده. د ښار پراخوالی هغه وخت د نږدې يو ميليون نفوس په درلودلو سره ۱۹ په ۱۳ کېلومتره (۱۱،۸ په ۸،۱ ميل) اندازه شو. ډاکه په سويلي اسيا کې يو له سترو او خورا نېکمرغه ښارونو څخه و. د لعل باغ کلا “Lalbagh Fort” د جوړولو چارې په ۱۶۷۸ ز کال کې د شهزاده محمد اعظم له لورې پر بنګال باندې د نوموړی د ۱۵ مياشتنۍ واکمنۍ پر مهال پيل شوې، مګر نوموړی د کار له بشپړېدولو څخه وړاندې د سترواک اورنګزېب له لورې له دندې څخه لرې کړای شو.[۲۳][۲۴][۲۵]

بنګال د مغلو په دوره کې يوه شتمنه سيمه وه. دا سيمه د ټوکر د توليد او کښتۍ جوړونې غوندې صنعتونو کې په نړيواله کچه نامتو وه. بنګال د ورېښمين او مالوچو ټوکرانو، فولاد، ښورې او کرنيز او صنعتي توليد لېږدونکی و.[۲۶][۲۷]

دې سيمې د ۱۷ او ۱۸ پېړيو پر مهال سيمه ييز اقتصادي مرکز ته وده وکړه او د بنګالي “Bangalis”، ماروارېس “Marwaris”، کشميريانو “Kashmiris”، ګجراتيانو “Gujaratis”، ارمنيانو “Armenians”، عربانو، ايرانيانو، يونانيانو، هالنډيانو، فرانسويانو، انګرېزانو او پرتګاليانو په ګډون يې د يوروشيا سوداګرو لپاره د مرکز په توګه خدمت کاوه. ياد ښار د ۸۰۰۰۰ په کار پوه اوبدونکو په درلودلو سره د نړيوال تاري ټوکر، پنبې او سنډ يا کنف مرکز و. ښار په ښه ډول خپرې شوې باغچې، څلي، مسجدونه، معبدونه، بازارونه، کليساګانې او کاروان سرايونه درلودل. بارا کاترا “Bara Katra” د ښار تر ټولو لوی کاروان سرای و. د سيند غاړو کې ځای ځای د چايو خونې او يو شمېر دولتي ماڼۍ جوړې شوې وې. يوروشيايي سوداګرو په فاراشګنج “Farashganj” (فرانسوي بازار “French Bazzar”)، ارمانيټولا “Armanitola” (ارمنيايي سيمه “Armenian Quarter”) او پوسټوګولا “Postogola” (پرتګالي سيمه “Portuguese Quarter” کې ګاونډيتوبونه جوړ کړل [استوګن شول].[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

تاریخ

[سمول]

جغرافیه

[سمول]

اقتصاد

[سمول]

دا د بنگلادېش يو ډويژن دی۔

سرچينې

[سمول]

نور ولولئ

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ذکر کېدنه: Guinness World Records 2019. Page(s): 163. Publisher: Guinness World Records Limited. اثر ژبه: انګرېزي ژبه. خپرېدو نېټه: ۶ سپټمبر ۲۰۱۸.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ سرچينې تړی: http://cnig.gouv.fr/wp-content/uploads/2020/02/CNT-PVM_r%C3%A9vis%C3%A9_2020-01-27-1.pdf.
  3. ArchINFORM location ID: 63. ذکر کېدنه: آرک انفارم. Retrieved: ۶ اگسټ ۲۰۱۸. اثر ژبه: جرمني ژبه.
  4. Choguill, C.L. (2012). New Communities for Urban Squatters: Lessons from the Plan That Failed in Dhaka, Bangladesh. Springer Science & Business Media. p. viii. ISBN 978-1-4613-1863-7. خوندي شوی له اصلي څخه په 5 June 2020. بياځلي په 10 July 2016.
  5. "Population & Housing Census-2011" (PDF). Bangladesh Bureau of Statistics. خوندي شوی له the original (PDF) on 8 December 2015. بياځلي په 17 May 2021.
  6. "The World's Most Densely Populated Cities". WorldAtlas. 4 October 2020.
  7. کينډۍ:Cite conference
  8. Ferreira, Luana (3 September 2021). "Here's How Many People Live In The Most Densely Populated City On Earth". Grunge.com. بياځلي په 2 February 2022.
  9. "Forum". Archive.thedailystar.net. بياځلي په 4 March 2022.
  10. "Islam Khan Chisti". Banglapedia. 18 June 2021. بياځلي په 4 March 2022.
  11. Khondker, Kamrun Nessa (December 2012). Mughal River Forts in Bangladesh (1575-1688): An Archaeological Appraisal (PDF) (PhD). School of History, Archaeology and Religion, Cardiff University.
  12. Hough, Michael (2004) [First published 1995]. Cities and Natural Process: A Basis for Sustainability (2nd ed.). Psychology Press. p. 57. ISBN 978-0-415-29854-4. بياځلي په 26 August 2017.
  13. Dani, Ahmad Hasan (1962) [First published 1956]. Dacca: A record of its changing fortunes (2nd ed.). Mrs. Safiya S. Dani. pp. 98, 118–119, 126. OCLC 987755973.
  14. "The World According to GaWC 2020". GaWC - Research Network. Globalization and World Cities. خوندي شوی له اصلي څخه په 24 August 2020. بياځلي په 31 August 2020.
  15. Rezaul Karim (24 February 2017). "Dhaka's economic activities unplanned: analysts". The Daily Star. خوندي شوی له اصلي څخه په 13 July 2019. بياځلي په 13 July 2019.
  16. "Dhaka". Encyclopædia Britannica. 
  17. "Islam Khan Chisti". Banglapedia. خوندي شوی له اصلي څخه په 2 February 2015. بياځلي په 4 February 2013.
  18. Chowdhury, A.M. (23 April 2007). "Dhaka". Banglapedia. خوندي شوی له اصلي څخه په 16 May 2019. بياځلي په 23 April 2007.
  19. Mamoon, Muntassir (2010) [First published 1993]. Dhaka: Smiriti Bismiritir Nogori. Anannya. p. 94.
  20. "Dhaka". Encyclopædia Britannica. 
  21. Dhaka City Corporation (5 September 2006). "Pre-Mughal Dhaka (before 1608)". خوندي شوی له the original on 10 April 2008. بياځلي په 1 December 2015.
  22. "From Jahangirnagar to Dhaka". Forum. The Daily Star. خوندي شوی له اصلي څخه په 8 February 2015. بياځلي په 18 February 2015.
  23. Kraas, Frauke; Aggarwal, Surinder; Coy, Martin; Mertins, Günter, eds. (2013). Megacities: Our Global Urban Future. Springer. p. 60. ISBN 978-90-481-3417-5.
  24. "State of Cities: Urban Governance in Dhaka" (PDF). BRAC University. May 2012. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 16 February 2015. بياځلي په 16 February 2015.
  25. Shay, Christopher. "Travel – Saving Dhaka's heritage". BBC. خوندي شوی له اصلي څخه په 5 December 2014. بياځلي په 18 February 2015.
  26. Indrajit Ray (2011). Bengal Industries and the British Industrial Revolution (1757-1857). Routledge. pp. 57, 90, 174. ISBN 978-1-136-82552-1. خوندي شوی له اصلي څخه په 29 May 2016. بياځلي په 20 January 2019.
  27. "Which India is claiming to have been colonizsed?". The Daily Star (Op-ed). 31 July 2015. خوندي شوی له اصلي څخه په 28 March 2019. بياځلي په 14 August 2015.
  28. "From Jahangirnagar to Dhaka". Forum. The Daily Star. خوندي شوی له اصلي څخه په 8 February 2015. بياځلي په 18 February 2015.
  29. Colley, Linda (2009). The Ordeal of Elizabeth Marsh: A Woman in World History. Knopf Doubleday Publishing Group. pp. 262–. ISBN 978-0-307-53944-1.
  30. Ḍhākā granthamālā: Dhaka, tale of a city (in انګليسي). Ḍhākā Nagara Jādughara. 1991.
  31. "Which India is claiming to have been colonizsed?". The Daily Star (Op-ed). 31 July 2015. خوندي شوی له اصلي څخه په 28 March 2019. بياځلي په 14 August 2015.