د ملګرو ملتونو امنيت شورا
د ملګرو ملتونو امنيت شورا | |
---|---|
ملګرو ملتونو امنيت شوار | |
په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا خونه چې د ناروې خونې په نوم هم یادیږي. | |
جوړښت | 1946 |
ډول | مرکزي دفتر |
قانوني شکل | فعاله |
مرکز | نيويارک |
مشر | د غړو له خوا ټاکل کیږي |
ویب سايټ | http://un.org/sc/ |
د ملګرو ملتونو امنیت شورا ( انګريزي:United Nations Security Council لنډيز (UNSC)) د ملګرو ملتونو تر ادارې لاندې دوهم لوی سازمان دی چې په نړۍ کې د سولې او امنیت مسولیت په غاړه لري. دا 15 غړي هېوادونه لري چې 5 یې دایمي غړي دي. دا دايمي غړي د لغوه کولو حق لري، په دې مانا چې د امنيت په شورا کې د هرې موضوع د حل لپاره، د ساده اکثريت په لرلو سره، دا ضروري ده چې پنځه دايمي غړي په دې موافقه وکړي، که نه نو رايه نه شي ورکولاى. پر د دې واکونه د ملګرو ملتونو په منشور کې تعریف شوي او د امنیت شورا پرېکړه لیکونو له لارې کارول کیږي. واکونه د سوله ساتو عملیاتو، د نړیوالو بندیزونو د لګولو او د پوځي اقدام د اختیار لپاره کارول کیږي.
دایمي غړي[سمول]
هېواد | اوسنی استازی | اوسنی استازی هېواد | د هېواد پخوانی استازی |
---|---|---|---|
![]() |
لي باوډونګ [۱] | ![]() |
![]() |
![]() |
ګرارډ اراوډ [۲] | ![]() |
— |
![]() |
ویتالي چرکین [۲] | شوروي اتحاد(۱۹۹۲-تراوسه) | شوروي اتحاد (۱۹۴۶-۱۹۹۱) |
![]() |
سر مارک لایل ګرانټ [۲] | ![]() |
— |
![]() |
سوسن رایس [۲] | ![]() |
— |
غیر دایمي غړي[سمول]
په نورو غیر دایمي غړو کې 3 غړي له افریقا، 2 غړي له لاتینې امریکا، 2 غړي له غربي اروپا ، 1 غړي له ختیځې اروپا ، 2 غړي له اسیا څخه دي. نن ورځ، بورکینا فاسو، کوسټاریکا، کروشیا، لیبیا، ویتنام، اتریش، جاپان، مکسیکو، ترکیه او یوګانډا غیر دایمي غړي دي.
هېواد | سيمه ييز يووالی | خپلواک استازی |
---|---|---|
![]() |
لاتينه امريکا او کارابين | نيسټر اوسوريو لنډونو |
![]() |
لوېديځه اروپا او نور | پيټر وټګ |
![]() |
اسيا | هرديپ سينګ پوري |
![]() |
اسيا | جوز فيلپ مورايس کابرال |
![]() |
افريقا | باسو سنکو |
|
ختيځه اروپا | اګشين مهدي ايو |
---|---|---|
ګواتيمالا | لاتينه امريکا او کارابين | ګرټ روزنتهال |
![]() |
افريقا او عرب ليګ | محمد لاولچکي |
![]() |
اسيا | عبدالله حسين هارون |
|
افريقا | کوجومينن |
د دایمي غړیتوب لپاره نوماند هېوادونه[سمول]
جاپان، جرمني او برازیل د دغه سازمان د دایمي غړیتوب لپاره نوماندان دي.
انتقاد[سمول]
د لغوه کولو حق د ادارې وقار په جدي توګه زیانمن کړی او د لویو قدرتونو د وسیلې په توګه بدل شوی چې روسیه 123 ځله، امریکا 82 ځله، بریتانیا 32 ځله، فرانسې 18 ځله او چین لږ څه مسؤلیت لري، دا حق یوازې 6 ځله کارول شوی. په داسې حال کې چې کوي روسیې او امریکا په وار وار له دغه حق څخه په غیر مسوولانه ډول استفاده کړې ده. د دوی د بې مسؤلیتۍ پایله دا ده چې د کشمیر او فلسطین مسله تر نن ورځې پورې حل شوې نه ده. د دریمې نړۍ په ځانګړې توګه د اسلامي نړۍ دایمي استازیتوب نشته.
نور وګوره[سمول]
- G4
- د قهوه کلب