د اوکراین شوروي سوسالیستي جمهوریت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اوکراین شوروي سوسیالیستي جمهوریت (اوکرایني SSR،یا UkrSS ) د شوروي اوکراین په نوم هم پېژندل کېده، د ۱۹۹۱ز کال له ماتې نیولې تر د ۱۹۹۲ کال پیل پورې د شوروي اتحاد اصلي برخه وه. د اوکرایین شوروي سوسیالیستي جمهوریت په سرود کې جمهوریت په ساده ډول د اوکراین په نوم یاد شوی. جمهوریت د شوروي اتحاد د کمونست ګوند له خواد جمهوریت د څانګې په وسیله اداره کېده، د اوکراین کمونست ګوند د شوروي اتحاد د اتحادي جمهوریت په توګه، د یو لوړ مرکزي واحد دولتي ګوند په توګه موجود و. د اوکراین لومړی بالشویک جمهوریت د ۱۹۱۷ ز کال په ډسمبر کې د روسیې د بالشویک انقلاب له پیل وروسته د اوکراین د شوروي جمهوریت په توګه تاسیس شو. د اوکراین کورنۍ جګړه د بېلابېلو اوکرایني جمهوریتونو ترمنځ رامنځته شوې، چې د اوکراین ملتپالو، اوکرایني انارشیستانو او اوکرایني بالشویکانو له خوا د ګاونډیو هېوادونو په مرسته او یا هم پر وړاندې يې رامنځته شوې ده. د اوکراین SSR د روسیې د کورنۍ جګړې په لړ کې د شوروي – اوکراین په جګړه کې د اوکراین د خلکو جمهوریت له ماتې وروسته د بالشویکانو له خوا تاسیس شو. د شوروي پروټو دولت په توګه د اوکراین SSR د بیلوروسیا له SSR سره یو ځای د ملګرو ملتونو بنسټ ایښودونکی غړی شو، که څه هم دوی په قانوني توګه له شوروي اتحاده بهرهیوادونو سره په خپلو چارو کې د ټولې اتحادیې ریاست له خوا استازیتوب کاروه. د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته، د اوکراین SSRد اوکرایین په خپلواک دولت بدل شو، که څه هم اساسي قانون د ۱۹۹۶ زکال د جون په میاشت کې د نوي اساسي قانون تر منل کېدو پورې کارېده. [۱]

د خپل ۷۲ کلن تاریخ په اوږدو کې د جمهوریت سرحدونه څوځله بدل شوي، هغه د پام وړ برخه چې اوس لوېدیځ اوکراین دی په ۱۹۳۹کې له پولېنډ جمهوریت سره د شوروي ځواکونو په وسیله یوځای شوی او په ۱۹۴۵ ز کال کې له چکوسلواکیا نه کارپاتیان روتینیا ته اضافه شوی. د هغه له تاسیس نه د خارکوف ختیځ ښار د جمهوریت پلازمینې په توګه کار کاوه. په هر حال له حکومتي څوکۍ وروسته په ۱۹۳۴ ز کال کې د اوکراین تاریخي پلازمېنه کیف ښار ته لیږدول شوې، چې د اوکراین د SSRد پاتې کېدو لپاره پلازمېنه پاتې شوه او د شوروي اتحاد له ماتېدو وروسته د خپلواک اوکراین پلازمینه پاتې شوه.[۲][۳]

له جغرافیايی پلوه د اوکراینSSRپه ختیځه اروپا کې د تور سمندر په شمال کې موقعیت درلود، چې له شوروي جمهوریتونو مالداویا، بیلوروسیا او روسیې سره پوله لري. له چکسلواکیا سره د اوکراینSSRپوله د شوروي اتحاد لوېدیځه سرحدي نقطه جوړه کړه. د شوروي د۱۹۸۹ز کال د سرشمېرنې له مخې جمهوریت د ۵۱۷۰۶۷۴۶ اوسېدونکو نفوس درلود، چې د شوروي اتحاد له ماتېدو وروسته په چټکۍ سره راټیټ شو.

نوم[سمول]

په ۱۹۱۹ ز کال کې یې اصلي نوم د اوکراین سوسیالیست شوروي جمهوریت و. د ۱۹۳۶ د شوروي د اساسي قانون له تصویب وروسته د ټولو شوروي جمهوریتونو نومونه بدل شول، د دویم (سوسیالیست) او درېیم (په روسیه کې سوویتسکایایا په اوکراین کې رادیانکا) کلیمې بدلې شوې. د ۱۹۳۶ کال د ډسمبر په ۵ مه د شوروي اتحاد اتم فوق العاده کانګرس د جمهوریت نوم د اوکرایین شوروي سوسیالیست جمهوریت ته بدل کړ، چې د ۱۹۳۷ز  کال د جنورۍ په ۳۱مه د اوکرایین د شوروي اتحاد د څوارلسم فوق العاده کانګرس له خوا تصویب شو.[۴]

د اوکراین نوم په (لاتین: Vkraina )کې د بحث موضوع ده. دا تر ډېره داسې انګېرل کېږي، چې له سلاویکي کلیمې «اوکرینا» نه اخیستل شوی، چې معنا یې«سرحدي ځمکه» ده. دا د لومړي ځل لپاره په ۱۲مه پېړۍ کې د کیوان روس (روتینیا) د سیمې د یوې برخې د تعریف کولو لپاره کارول شوی و، چې هلته کیف د روس پلازمېنه وه. دا نوم له دولسمې پېړۍ راهیسې په بېلابېلو لارو کارول کېږي، د مثال په توګه زپوروزیان کوساکس به هیټمینېت اوکراین باله.

دپولنډ – لیتوانیا ګډ دولت کې دغه نوم، د کیف وویووډیشپ لویې برخې لپاره غیر رسمي حیثیت درلود.

«اوکرین» په انګلیسي کې په معمول ډول کارول کېده، سره له دې چې اوکراین یو ځانګړی مضمون نه لري. د اوکراین د خپلواکۍ له اعلان راهیسې دا بڼه د انګلیسي ژبې په نړۍ کې کمه شوې ده او د سټایل لارښودونه په مسلکي لیکنو کې د هغې د کارولو په اړه خبرداری ورکوي. د متحده ایالاتو د سفیر ویلیمټیلر په وینا «اوکراین» اوس د دې هیواد حاکمیت ته د سپکاوي معنا لري. د اوکراین دریځ دا دی، چې د «یوکراین کارول له ګرامري او سیاسي دواړو پلوه ناسم دی.»[۵][۶][۷][۸][۹]

تاریخ[سمول]

دتزار له ړنګېدو او د روسیې د سترواکۍ د ړنګېدو د بهیر له پیلېدو وروسته په اوکراین کې ډېرو خلکو د اوکراین د جمهوریت د رامنځته کېدو هیله درلوده. له ۱۹۱۷نه تر ۱۹۲۳ ز کال پورې د کورنۍ جګړې په لړ کې ډېری ډلې رامنځته شوې دي، چې د نوي زېږېدلي جمهوریت حکومتونو ادعا کوي، هر یویې ملاتړي او مخالفین لري. په دوی کې دوه خورا مشهور وو، لومړی په کیف کې یو حکومت و، چې د اوکراین د خلکو جمهوریتUNR) ) په نوم یادېږي او په خارکوف کې یو حکومت چې د اوکراین شوروي جمهوریتUSR) ) په نوم یادېږي. د کیف مېشتهUNR په نړیواله کچه پېژندل شوی او د مرکزي ځواک له خوا یې د بریسټ– لیتوسک له تړون وروسته ملاتړ شوی، په داسې حال کې چې یوازې د شوروي روسي ځواکونوله خواد خارکوف مېشتهUSRملاتړکېده، په داسې حال کې چې د سپینو روسانو د پاتې ځواکونو له خوا نه دUNR او نه دUSRملاتړشوی.

تاسیس: ۱۹۱۷ـ۱۹۲۲[سمول]

د روسیې د ۱۹۱۷ کال له انقلاب وروسته ډېرو ډلو د یوه خپلواک اوکراین د دولت د جوړولو هڅه وکړه، په بدل کې یې د یو بل پر وړاندې همکاري او مبارزه وکړه. د اوکراین د خلکو جمهوریت په جوړولو کې لږ تر لږه یو شمېر سوسیالیستي ډلو برخه اخیستې وه، چې بالشویکان، مینشویکان، سوسیالیست-انقلابیان او نور په کې ډېر وو. په پیل کې ترټولو مشهوره ډله محلي سوسیالیست انقلابي ګوند و، چې محلي حکومت یې له فدراليستانو او مینشویکانو سره یوځای جوړ کړ.

په پیټروګراد کې د اکتوبر له انقلاب نه سمدستي وروسته بالشویکانو د کیف بلشویک پاڅون هڅولی و،چې د انقلاب ملاتړ وکړي او کیف خوندي کړي. په هر حال، د ځایی خلکو د کافي ملاتړ د نشتوالي او د انقلاب ضد مرکزي راډا له امله د کیف بالشویک ډله جلا شوه. ډېر خلک خارکوف ته لاړل او د ختیځ اوکراین ښارونو او صنعتي مرکزونو ملاتړیې ترلاسه کړ. دا اقدام وروسته د خلکو د کمیسارانو (یوجینیا بوش) له خوایوه تېروتنه وبلل شوه. دوی د ډسمبر په ۱۷مه مرکزي رادا ته یووروستی شرط خپور کړ، چې د شوروي حکومت په رسمیت وپېژني؛ خو رادا ډېره نیوکه لرله. بالشویکانویو جلا کنګره راوبلله او د ۱۹۱۷ ز کال د ډسمبر په ۲۴مه یې د اوکراین لومړی شوروي جمهوریت اعلان کړ او ادعا یې وکړه، چې مرکزي رادا اوملاتړي یې غیرقانوني دي، چې باید له منځه یوړل شي. په هیواد کې د شوروي رژیم د نصبولو لپاره د اوکرایین د خلکو له جمهوریت سره جګړه پیل شوه او د شوروي روسیې په مستقیم ملاتړ د اوکراین ملي ځواکونه په عمل کې له منځه ولاړل. د اوکرایین حکومت له بهرنیو پانګوالو غوښتنه وکړه، چې د مرکزي قدرتونو پر وړاندې ملاتړ ومومي، ځکه چې نورو یې له پېژندلو ډډه کړې. د بریست-لیتوفسک له تړون وروسته د روسیېSFSR د اوکراین ټولې نیول شوې سیمې ترلاسه کړې، ځکه چې بالشویکان له اوکراین نه په زور ایستل شوي وو. د شوروي اوکراين حکومت د ۱۹۱۸ کال د نومبر په ۲۰مه نېټه له خپلې وروستۍ غونډې وروسته منحل شو.[۱۰]

سرچينې[سمول]

  1. (په 27 October 1986 باندې). Soviets Begin Recovery From Disaster's Damage.
  2. "Activities of the Member States – Ukraine". United Nations. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جنوري ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Ukraine: vie politique depuis 1991". Larousse. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Ukrainian Soviet Socialist Republic". Guide to the history of the Communist Party and the Soviet Union in 1898 (په روسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اپرېل ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Ukraine – Definition". Merriam-Webster Online Dictionary. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مې ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په 25 March 2014 باندې). 'Ukraine' or 'the Ukraine'? It's more controversial than you think..
  7. "The "the" is gone". The Ukrainian Weekly. 8 December 1991. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Adam Taylor (9 December 2013). "Why Ukraine Isn't 'The Ukraine,' And Why That Matters Now". Business Insider. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Geoghegan, Tom (7 June 2012), "Ukraine or the Ukraine: Why do some country names have 'the'?", BBC News Magazine, BBC الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Subtelny 2000، ص. 365.