له شوروي وروسته دولتونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

له شوروي وروسته دولتونه چې پخوانۍ شوروي  یا پخواني شوروي جمهوریتونه هم بلل کیږي هغه خپلواک دولتونه دې چې په کال ۱۹۹۱ کې د شوروي اتحاد له تجزیې  وروسته را منځ ته یا بیا ځلې را منځ ته شول. دهغوی تر خپلواکۍ د مخه، دا جمهوریتونو د اتحاد په بڼه د شوروي اتحاد لوړه کچه جوړونکي و. په ټوله کې ۱۵ له شوروې وروسته  جمهوریتونه دي: د ارمانیا جمهوریت، آزربایجان، بلاروس، ایستونیا، جورجیا، قزاقستان، قرغزستان، لیتویا، لیتوانیا، مولدوا، روسیه، تاجکستان، ترکمنستان، اوکراین او ازبکستان و. د دې هېوادونو څخه هر یو د هغوی اړوند اتحادي جمهوریت له نوم څخه وروسته را تلو لکه : د ارمانیا  شوروي سوسیالیستي جمهوریت، د آزربایجان شوروي سوسیالیستي جمهوریت ، بلاروس شوروي سوسیالیستي جمهوریت ، ایستونیا شوروي سوسیالیستي جمهوریت ، جورجیا شوروي سوسیالیستي جمهوریت ، قزاقستان شوروي سوسیالیستي جمهوریت ، قرغزستان شوروي سوسیالیستي جمهوریت ، لیتویا شوروي سوسیالیستي جمهوریت ، لیتوانیا شوروي سوسیالیستي جمهوریت ، مولدوا شوروي سوسیالیستي جمهوریت ، دروسیې شوروي سوسیالیستي جمهوریت ، تاجکستان شوروي سوسیالیستي جمهوریت ، ترکمنستان شوروي سوسیالیستي جمهوریت ، اوکراین شوروي سوسیالیستي جمهوریت او ازبکستان شوروي سوسیالیستي جمهوریت. په روسي ژبه کې ( بهر ته نژدې) ближнее зарубежье  اصطلاح کله نا کله د پخواني شوروی دولتونو ته کارول کېږي. [۱]

د سړې جګړې له پای ته رسېدو وروسته، په ټوله کې  نړیوالې ټولنې په غیر رسمې توګه روسیه  د شوروي اتحاد د ځاي ناستي دولت په توګه په رسمیت و پېژندله نه یواځې د شوروي فدراتیف سوسیالیستي جمهوریت. په مقابل کې، پاتې نور له شوروي وروسته دولتونه د هغوی د اړونده اتحادي جمهوریتونو د ځای ناستو په توګه په رسمیت وپېژندل شول، که څه هم په دې ظرفیت کې په ټوله کې د یواځيني قانوني ځای ناستي موقف د رلودونکي یعنې روسیه د اوکراین د مخالفت سره مخامخ شوه که څه هم د قانون له مخې اوکراین هم د اوکراینی سوسیالیستی جمهوریت او هم شوروی اتحاد ځای ناستی دولت و. دا پوښتنه چې آیا روسیه یا اوکراین په کال ۱۹۹۱ کې شوروي اتحاد ځای ناستی شو له دې امله را منځ ته شوه چې دواړو هېوادونو تر منځ د شوروي دولت پورې اړونده هغو سیمو په اړوند منازعه موجوده وه چې اوس د روسیې  او اوکراین د پولو په واسطه وېشل شوي دي.   [۲][۳][۴]

د بالتیکي دولتونو اتحادي جمهوریتونه ( ایستونیا، لیتویا، لیتوانیا) هغه لومړني دولتونه و چې شوروي اتجاد څخه د ملی خپلواکی په اعلانولو سره د کال ۱۹۹۰ د مارچ او مې تر منځ بېل شول، هغوی د بالتیک اصلي هېوادونو حقوقي تداوم ته  په اشارې سره ادعا کوله چې د بالتیک حاکمیت، په کال ۱۹۴۰ کې د شوروي د الحاق د جنګ غوښتنې طبیعت په بنسټ په قانوني ډول دوام وموند  . له دې وروسته ۱۲ پاتې اتحادي جمهوریتونه له اتحاد څخه بېل شول او مستقل همګټې هېوادونه یې تأسیس کړل او ډېری یې وروسته د روسیې په مشرۍ د ټولیزامنیتی تړون سازمان سره یوځای شول. [۵][۶][۷][۸][۹]

له بلې خوا، درې بالتیکي هیوادونود روسیې تر حاکمیت لاندې پخواني شوروي سره د نژدې بشپړې جدایۍ سیاست غوره کړ او په ځای یې له اروپایي اتحادیې او ناتوسره په یوځای کېدو تمرکز وکړ، دې هېوادونو د کال ۲۰۰۴ په مارچ کې په بري سره د ناټو غړیتوب ترلاسه کړ او دوه میاشتې وروسته د اروپایي اتجادیي غړیتوب ورکړل شو. د شوروي اتجاد له انحلال او له ناټو او اروپايي اتحادیې سره د بالتیک هېوادونو یوځای کېدو څخه وروسته د اروپایي اتحادیې ډېریو مامورینو پخواني شوروي دولتونو سره د اروپايي اتحادیې د هوکړه لیکونود لرلو په اهمیت ټینګار وکړ. له کال ۲۰۰۰ څخه را په دې خوا اوکراین او جورجیا په فعاله توګه د روسیې د زیاتېدونکې دښمنۍ او د دې هېوادونو په داخلي چارو کې د مداخلې له امله د ناتو د غړیتوب لاس ته راوړلو په لټه کې و. په شرقي خوا کې د ناټو د پراختیا لرلید سیمه ایز کړکېچونه پراخ کړل چې له ۲۰۰۸ څخه را په دې خوا د روسیې او جورجیا او ۲۰۱۴ څخه را په دې خوا د روسیې او اوکراین د جګړې دپراختیا لامل شول.

د پخواني شوروي د منازعاتو له امله، یوشمیر تر منازعې لاندې دولتونه چې په مختلفو کچو يې نړیواله  رسمیت پېژندنه تر لاسه کړې وه د پخواني شوروې په حاکمیت کې را مڼځ ته شول چې د ترانسنیستریا د روسیې تر ملاتړ لاندې په شرقي مولدوا کې قسما په رسمیت پېژندل شوی دولت، افقازیا او جنوبي اوسیتیا  په شمالي جورجیا کې دوه د روسیې تر ملاتړ لاندې قسما په رسمیت پېژندل شوي دولتونه، او د آرتساخ  دولت له ارمانیا څخه په جنوب شرقي  ازرباییجان جلا شوی ناپېژندل شوی دولت  کې شامل و. ملګرو ملتونو د تاریخ په لړ کې په( نژدې بهر کې ) د روسینې تر ملاتړ لاندې دولتونه غیر قانوني وبلل او په ځای یې هغوی ته د روسیې له خوا د  اشغال شويو ملکیتونو په سترګه کتل. د (میدان له انقلاب) څخه وروسته په اوکراین کې په ۲۰۱۴ کې د روسیې تر ملاتړ لاندې دولتونه رامنځ ته شول لکه : په جنوبي اوکراین کې د کریمیا جمهوریت چې  په کال ۲۰۱۴ کې د روسیې له خوا تر الحاق دمخه یې د استقلال دعوه کوله، د دونتسک د خلکو جمهوریت او لوهانسک د خلکو جمهوریت چې دواړه د اوکراین په دونباس کې پراته وه او په کال  ۲۰۱۴ کې یې مخکې له دې چې په ۲۰۲۲ کې دروسیې له خوا تر الحاق لاندې راشی د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې په منځ کې خبلواکې اعلان کړې وه. [۱۰]

نوم[سمول]

د روسیې  او د پخواني شوروي پورې اړوندو دولتونو  په سیاسي ژبه کې، د  ( بهر ته نژدې) ближнее зарубежье اصطلاح هغو  خپلواکو جمهوریتونو ته کارول کېږي چې د شوروي اتحاد له تجزیې څخه وروسته را منځ ته شول. په انګلیسي ژبه کې د دې اصطلاح زیاتیدونکې استعمال په سیمه کې د روسیې له خوا د معنی لرونکي نفوذ درلودلو د حق له یقیني کولو سره تړلې ده. د روسیې ولسمشرویلادیمیر پوتین اعلان کړې  چې داسیمه باید د روسیې د نفوذ حوزه وي او له ستراتیژیک اړخه د روسیې د ګټو له پاره حیاتي وي. دا هغه نظریه ده چې د جیمز مونرو ( د امریکا پنځم ولسمشر ۱۸۱۷-۱۸۲۵) نظریې د پرتلې وړده. [۱۱][۱۲][۱۳]

د اسشتید پرېس د سبک لارښود ( دا یورسنیز لارښود دي) د پخواني شوروي جمهوریتونه خلاصه شوي شکل د نه استعمال سپارښتنه کوي مګر داچې په راپور پورې اړوند وي. [۱۴]

اقتصاد[سمول]

د شوروي اتحاد  تجزیه د سوسیالیستي شوروي اتحاد د جمهوریتونو د عمومې رکود د پورته کېدو او پرېوتلو او اقتصادي پرځېدو له امله را منځ ته شو.  کله چې د شوروي د پلان جوړونې سازمان (ګوسپلان) دا پلان چې  دشوروي سوسیالیستي جمهوریتونو څخه د تولید زنجیرونه واوړي مات شو، د جمهوریتونو تر منځ هم اقتصادي اتصالات پرې شول چې ورسره د پخواني شوروي په اتصاد باندې جدې اغیېزي پرېوتې.  

د پخواني شوروي ډیریو دولتونو له ۱۹۹۰ څخه تر ۱۹۹۱ پورې  د فرماني اقتصاد څخه د مارکت اقتصاد ته انتقال پیل  کړ او د خپل اقتصادي سیستم  په بیا جوړولو او نوي کولو باندې یې پیل وکړ چې ډیرې وخت یې د نیو لیبرال شاک تېراپي ( د پالیسیو یوه ټولګه ده چې موخه یې د اقتصاد آزادول و) له پالیسیو پیروي کوله چې متفاوتې پایلې یې درلودې. په ټوله کې، دا پروسه د جدي اقتصادي انحطاط لامل شو او د ۱۹۹۰ او ۱۹۹۵ کلونو ترمنځ د داخلي ناخالصو عوایدو کچه ۴۰٪ ټيټه شوه چې د ۱۹۳۰ او ۱۹۳۴ کلونو تر منځ د هغه انحطاط په پرتله  چې امریکا د ستر بحران په مهال وزغامه  او ۲۷٪ و خورا جدي و.  له کاپیتلیستي اصولو سره په تطابق د عامه خدماتو تمویل په ناببره توګه د روغتیا او پوهنې او نورو ټولنیزو پروګرامونو کې د کمو پیسو مصرفولو لامل شو چې د جدي فقر او اقتصادي نا برابرۍ د ‌ډیروالي لامل شو. په کال ۱۹۹۰ کې د پخواني شوروي په بلاک کې د عمده خرڅلاو خصوصي کولو سره یو ځای اقتصادي ټکانونو، د یومیلیون کاري عمر درلودونکو افرادو د مړینې کېدولامل شو. د اقتصاد پوه ستیون روسفیلد له خوا ترسره شوی تحقیق تأییدوی چې د ۱۹۹۰ او ۱۹۹۸ کلونو تر منځ ۳.۴ میلیونه روسان له وخت د مخه مړه شول اولامل یې تر یوه حده د شاک تېراپي ( د پالیسیو یوه ټولګه ده چې موخه یې د اقتصاد آزادول و) هغه پالیسیانې وې چې د واشنګتن کانسېنسس ( دا دهغو لسو اقتصادي پالیسیانو ټولګه وه چې په واشنګیتن کې د ځينو بنسټونو لکه نړیوال بانک، نړیوال پولي صدوق او د امریکا د خزانې دپارتمنت له خوا تجویز شوې وې اود کړکېچ ځپلوهېوادونو ته په پام کې نیول شوې وې) د پالیسیانو د تحمیل له امله و.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

لومړنی انتقالي انحطاط بلاخره قابو کړل شو، او له ۱۹۹۵ څخه وروسته د شوروي په پخوانیو دولتونو کې اقتصاد په رغېدو شو، داخلي نا خالص عواید له منفي کچې مثبتې ودې لوري ته حرکت وکړ. تر کال ۲۰۰۷ پورې، د پخواني شوروي له ۱۵ څخه ۱۰ هېوادونو دکال ۱۹۹۱ د ناخالصو عوایدو کچې ورغولې. د اقتصاد پوه برانکو میلانوویک په وینا، په کال ۲۰۱۵ کې د پخواني شوروي ډېریو دولتونو اونورو کمونیستي هېوادونو لاهم د ۱۹۹۱ کال د تولیداتو کچې ته نه و رسیدلی چې بوسنیا هرګونیا، جورجیا، قرغزستان، مولدوا، سربیا، تاجکستان او اوکراین په کې شامل و.  [۲۲]

سرچينې[سمول]

  1. "Managing Conflict in the Former Soviet Union: Russian and American Perspectives". harvard.edu. 30 October 1997. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ ډيسمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. On Legal Succession of Ukraine, Articles 7 and 8.
  3. "Про правонаступництво України". Zakon.rada.gov.ua. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Раздел СССР. РФ обсудит нулевой вариант долгов СССР, если Украина компенсирует $20 млрд долга‏". Korrespondent.net. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Van Elsuwege, Peter (2008). From Soviet Republics to Eu Member States: A Legal and Political Assessment of the Baltic States' Accession to the EU. 1. BRILL. د کتاب پاڼې xxii. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789004169456. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Smith, David James (2001). Estonia. Routledge. د کتاب پاڼې 20. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-26728-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  8. Moga, Teodor Lucian; Alexeev, Denis (2013). "Post-Soviet States Between Russia and the EU: Reviving Geopolitical Competition? A Dual Perspective" (PDF). Connections. 13 (1): 41–52. doi:10.11610/Connections.13.1.03. JSTOR 26326349 – عبر JSTOR. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په 2019-04-05 باندې). EU, Ex-Soviet Republics To Extend Partnership Beyond 2020. Radio Free Europe/Radio Liberty
  10. (په 2014-03-17 باندې). Crimea declares independence.
  11. William Safire (1994-05-22). "ON LANGUAGE; The Near Abroad". The New York Times. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اپرېل ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Robert Kagan (په 2008-02-06 باندې). New Europe, Old Russia.
  13. Steven Erlanger (2001-02-25). "The World; Learning to Fear Putin's Gaze". The New York Times. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اپرېل ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  15. GDP decline: transition and Great Depression compared, Kalikova and Associates Law Firm, Kyrgyzstan. Retrieved 13 January 2009.
  16. Study Finds Poverty Deepening in Former Communist Countries, New York Times, 12 October 2000
  17. Scheidel, Walter (2017). The Great Leveler: Violence and the History of Inequality from the Stone Age to the Twenty-First Century. Princeton University Press. د کتاب پاڼې 222. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0691165028. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Death surge linked with mass privatisation". University of Oxford. 2009. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ جولای ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Privatisation 'raised death rate'. BBC, 15 January 2009. Retrieved 19 November 2014.
  20. Rosefielde, Steven (2001). "Premature Deaths: Russia's Radical Economic Transition in Soviet Perspective". Europe-Asia Studies. 53 (8): 1159–1176. doi:10.1080/09668130120093174. S2CID 145733112. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Transition: The First Ten Years – Analysis and Lessons for Eastern Europe and the Former Soviet Union, The World Bank, Washington, DC, 2002, p. 4.
  22. "Edit/Review Countries". 9 May 2006. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ مې ۲۰۰۶ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)