د وارسا تړون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د وارسا تړون (Warsaw Pact) یا د وارسا هوکړه چې په رسمي توګه د دوستۍ، همکارۍ او متقابلې مرستې د تړون په نوم پېژندل کېږي د ټولیزې دفاع هغه هوکړه وه چې د پولنډ په وارسا ښار کې د شوروي اتحاد او په مرکزي او ختیځه اروپا کې ختیځ بلاک ته د اړوندو اوو نورو سوسیالیستي هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوه. د «وارسا تړون» اصطلاح هم دغې هوکړې او هم د دغې هوکړې په پایله کې رامنځته شوي دفاعي اتحاد یا د وارسا هوکړې سازمان (Warsaw Treaty Organization) ته اشاره کوي. د وارسا تړون په مرکزي او ختیځه اروپا کې د سوسیالیستي هېوادونو د سیمه یئزو اقتصادي همکاریو د شورا پوځي جوړښت رامنځته کړ. دغه تړون په ۱۹۵۴ زکال کې د لندن او پاریس د غونډو پر بنسټ په ۱۹۵۵ زکال کې له شمالي اتلانتیک سازمان (ناټو) سره د لویدیځ جرمني د یوځای کېدو په غبرګون کې رامنځته شو. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

د وارسا تړون چې شوروي اتحاد یې په سر کې ځای درلود د ناټو پر وړاندې د پوځي قدرت د توازن ساتنې په موخه رامنځته شو. له دې سره چې د دغه دوه سازمانونو ترمنځ هېڅ مستقیمې پوځي نښتې شتون نه درلود، خو دواړه په ایډیالوژیک بنسټ باندې په نیابتي جګړو کې ښکېل و. ناټو او وراسا دواړه د پوځي ځواکونو د پراختیا او په دواړو تړونونو کې د زیاتو هېوادونو د ورګډ کېدو لامل وګرځېدل. د دغه تړون د غړو هېوادونو له خوا تر ټولو لوی پوځي اقدام د ۱۹۶۸ زکال په اګست میاشت کې په چکسلواکیا باندې برید و چې له البانیا او رومانیا پرته د دغه تړون د ټولو غړو هېوادونو ځواکونو په کې ونډه لرله؛ همدغه چاره لامل وګرځېده څو له یوې میاشتې څخه په کم وخت کې البانیا له دغه تړون وویستل شي. دغه تړون په ختیځ بلاک هېوادونو کې د ۱۹۸۹ زکال د انقلابونو له پراختیا را وروسته په پولنډ کې د یو موټي توب غوښتونکي خوځښت، د ۱۹۸۹ زکال په جون میاشت کې دپولنډ د قانون جوړونې د ټاکنو له بریا او د ۱۹۸۹ زکال په اګست میاشت کې د پان اروپايي روغې جوړې پر بنسټ له پاشل کېدو سره مخ شو. [۹][۱۰][۱۱][۱۲]

ختیځ جرمني په ۱۹۹۰ زکال کې د جرمني له اتحاد وروسته له دغه تړون ووت. دغه تړون د ۱۹۹۱ زکال د فبروري په ۲۵ مه د پاتې شپږو غړو هېوادونو د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو په ناسته کې چې په هنګري کې جوړه شوې وه له منځه ولاړ. خپله شوروي اتحاد د ۱۹۹۱ زکال په ډسمبر میاشت کې وپاشل شو، په داسې حال کې چې د پخواني شوروي اتحاد جمهوریتونو ډېر ژر د ټولیز امنیت د هوکړې سازمان رامنځته کړ. په راتلونکو شلو کلونو کې د وارسا تړون غړي هېوادونه یوازې د شوري اتحاد له جمهوریتونو پرته (ختیځ جرمني له لویدیځ جرمني سره د اتحاد پر بنسټ او د چک او سلواک جمهوریتونه د جلا هېوادونو په توګه) او سربېره پردې بالتیک هېوادونه چې د شوري اتحاد برخه و له ناټو سازمان سره یوځای شول.

غړي هېوادونه[سمول]

د دغه تړون په لاسلیک کوونکو بنسټ اېښودونکو کې لاندې کمونیستي دولتونه شامل و:

  • د البانیا د خلکو سوسیالیستي جمهوریت (په ۱۹۶۱ زکال کې د شوروي – البانیا ترمنځ د فاصلې رامنځته کېدو له امله البانیا د دغه تړون له ملاتړ لاس واخیست، خو په رسمي توګه د ۱۹۶۸ زکال د سپټمبر په ۱۳ مه له دغه تړون څخه ووت)
  • د بلغاریا د خلکو جمهوریت[۱۳]
  • چکسلواکیا[۱۳]
  • ختیځ جرمني، د جرمني دیموکراتیک جمهوریت (په رسمي ډول د ۱۹۹۰ زکال د سپټمبر په ۲۴ مه د جرمني د اتحاد په موخه د شوروي په هوکړه له دغه تړون څخه د «پام وړ خو سختو مراسمو» په ترڅ کې ووت او اکتوبر د ۳مې نېټې د شپې له نیمايي وروسته یې شتون نه درلود).[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]
  • د هنګري د خلکو جمهوریت (د لنډ مهال لپاره د ۱۹۵۶ زکال د نومبر له لومړۍ نېټې څخه تر څلورمې نیټې پورې د هنګري د انقلاب پر مهال له دغه تړون جلا شو).[۱۹]
  • د پولنډ د خلکو جمهوریت[۲۰]
  • د رومانیا د خلکو سوسیالیستي جمهوریت (له شوروي اتحاد څخه جلا د وارسا تړون یوازنی خپلواک غړی هېواد و چې د ۱۹۶۰مې لسیزې تر لومړیو پورې یې د شوروي اتحاد له چاپېرتوب څخه ځان خلاص کړ)
  • شوروي اتحاد

ناظرین[سمول]

منګولیا: د ۱۹۶۳ زکال په جولای میاشت کې د منګولیا د خلکو جمهوریت د وارسا تړون د ۹مې مادې پر بنسټ په دغه تړون کې د شاملېدو غوښته وکړه. د چین او شوروي اتحاد ترمنځ د درز د شتون له امله منګولیا د ناظر هېواد په توګه پاتې شو. دا لومړی ځل و چې د شوروي اتحاد د عمل ابتکار د وارسا تړون د یو غیر شوروي غړي له خوا رد شو، رومانیا له وارسا تړون سره د منګولیا د یوځای کېدو څخه مخه ونیوله. شوروي دولت په ۱۹۶۶ زکال کې هوکړه وکړه په منګولیا کې پوځي ځواک ځای پر ځای کړي. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

په پیل کې چین، شمالي کوریا او ویتنام هم د ناظرینو په توګه و، خو د ۱۹۶۰مې لسیزې په لومړیو کې د چین او شوروي ترمنځ د درز رامنځته کېدو له امله چین د ناظر په توګه له خپل ځایګي لاس واخیست. [۲۵]

جوړښت[سمول]

د وارسا تړون سازمان دوه اړخه لرل: سیاسي مشورتي کمېټې سیاسي چارې مخته وکړې، بل پلو د دغه سازمان د وسله والو ترکیبي ځواکونو قوماندانۍ بیا څو ملیتي ځواکونه کنټرول کول چې مرکز یې د پولنډ په وارسا کې و.

په داسې حال کې چې وارسا تړون د ناټو په څېر د جمعي امنیت اتحاد ته ورته و، خو له هغو سره یې اساسي توپیرونه لرل. د دغې تړون اته غړي هېوادونه ژمن و چې که چېرې په یو غړي هېواد برید وشي ټول به یې ځواب ته وردانګي؛ همدارنګه د غړو هېوادونو ترمنځ اړیکې د یو بل په کورنیو چارو کې د متقابلې لاس وهنې څخه د ډډه کولو، د یوبل ملي حاکمیت ته د درناوي او سیاسي خپلواکۍ پر بنسټ وې. [۲۶]

ورته مهال په عملي توګه دغه تړون د شوروي سترواکۍ د اصطلاح په اډانه کې په ختیځ بلاک هېوادونو باندې د شوروي اتحاد د مستقیمې واکمنۍ څرګندويي کوله چې په لویدیځ بلاک باندې د متحده ایالاتو له اغېز سره د پرتلې وړ نه و. د وراسا تړون ټول قوماندان باید هم مهاله د شوروي اتحاد مخکښ چارواکي وای چې د نامعلومې مودې له پاره ټاکل کېدل؛ ورته مهال د وارسا تړون د ټولو غړو هېوادونو د ګډو ځواکونو اعلي قوماندان چې ټول دغه ځواکونه یې په واک کې و د شوروي اتحاد د دفاع وزیر لومړی مرستیال او همدارنګه د دغو ځواکونو لوی درستیز د شوروي اتحاد د ځواکونو د لوی درستیز لومړی مرستیال و. برخلاف د ناټو د عمومي منشي او د پوځي کمېټې د مشر د څوکیو لپاره کسان د ټاکلي مهال لپاره ګمارل کېږي او د ټولو غړو هېوادونو د چارواکو په هوکړه ټاکل کېږي. [۲۷]

په ناټو باندې د امریکا د واکمنۍ (تر ډېره په پوځي او اقتصادي ډګر کې) سربېره د شمالي اتلانتیک د اتحاد ټولې پرېکړې د شمالي اتلانتیک شورا د غړو هېوادونو په ټولیزه هوکړه وي؛ په دغه اتحاد کې د هېوادونو د غړیتوب اړوند پرېکړه هم د امریکا په واک کې نه ده بلکې یو طبیعي دیموکراتیک بهیر لري. په وارسا تړون کې ټولې پرېکړې د شوروي اتحاد له خوا په یوازې توګه کېدلې. د وارسا تړون غړو هېوادونو په دغه سازمان کې د غړیتوب اړوند د مذاکرې او پرېکړې کولو په برخو کې مساوي حقونه نه لرل. [۲۸]

ستراتیژي[سمول]

د وارسا تړون د جوړېدو موخه دا وه چې شوري اتحاد غوښتل د دې مخه ونیسي څو مرکزي اروپا او ختیځه اروپا د شوروي اتحاد د مخالفینو پر مرکز وانه وړي. دغې پالیسۍ له ایډیالوژیکو او جیوستراتیژیکو لاملونو څخه سرچینه اخیسته. له ایډیالوژیک پلوه شوروي اتحاد د سوسیالیستي نړیوال خوځښت د رهبر په توګه د سوسیالېزم او کمونېزم د تعریف حق خپل باله. له همدې امله دغې چارې په هغه صورت کې د مداخلې اړتیا پېښوله چې څرګنده به شوه سوسیالیستي اصلي نظریات هماغه ډول چې د برژنف په دوکتورینو کې واضح شوي، نقض کېږي.

سرچينې[سمول]

  1. "Introduction". www.php.isn.ethz.ch. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Text of Warsaw Pact" (PDF). United Nations Treaty Collection. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۰۲ اکتوبر ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اگسټ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Milestones: 1953–1960 - Office of the Historian". history.state.gov. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Formation of Nato and Warsaw Pact". History Channel. مؤرشف من الأصل في ۲۳ ډيسمبر ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ ډيسمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "The Warsaw Pact is formed". History Channel. مؤرشف من الأصل في ۲۳ ډيسمبر ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ ډيسمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "In reaction to West Germany's NATO accession, the Soviet Union and its Eastern European client states formed the Warsaw Pact in 1955." Citation from: NATO website. "A short history of NATO". nato.int. مؤرشف من الأصل في ۲۶ مارچ ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ ډيسمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. The Warsaw Pact Reconsidered: International Relations in Eastern Europe, 1955–1969 Laurien Crump Routledge, p. 21–22, 11 February 2015
  8. The Oder-Neisse Line: The United States, Poland, and Germany in the Cold War Debra J. Allen page 158 "Treaties approving Bonn's participation in NATO were ratified in May 1955...shortly thereafter Soviet Union...created the Warsaw Pact to counter the perceived threat of NATO"
  9. Amos Yoder (1993). Communism in Transition: The End of the Soviet Empires. Taylor & Francis. د کتاب پاڼې 58. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8448-1738-5. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جنوري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Bob Reinalda (11 September 2009). Routledge History of International Organizations: From 1815 to the Present Day. Routledge. د کتاب پاڼې 369. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-134-02405-6. مؤرشف من الأصل في ۰۱ جنوري ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جنوري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "آرشیف کاپي". Archived from the original on ۲۳ ډيسمبر ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: BOT: original-url status unknown (link) Cover Story: The Holy Alliance By Carl Bernstein Sunday, 24 June 2001
  12. Thomas Roser: DDR-Massenflucht: Ein Picknick hebt die Welt aus den Angeln (German – Mass exodus of the GDR: A picnic clears the world) in: Die Presse 16 August 2018
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ "The Warsaw Pact is formed - May 14, 1955 - HISTORY.com". مؤرشف من الأصل في ۱۸ اگسټ ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Webb, Adrian (9 September 2014). Adrian Webb, Routledge, 9 sept. 2014, Longman Companion to Germany Since 1945, p. 59. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781317884248. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Bozo, Édéric (2009). Frédéric Bozo, Berghahn Books, 2009, Mitterrand, the End of the Cold War, and German Unification, p. 297. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781845457877. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Winkler, Heinrich August (2006). Heinrich August Winkler, Oxford University Press, 2006, Germany: 1933-1990, p. 537. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-926598-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Childs, David (17 December 2014). David Childs, Routledge, 17 dec. 2014, Germany in the Twentieth Century, p. 261. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781317542285. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Gray, Richard T.; Wilke, Sabine (1996). Richard T. Gray, Sabine Wilke, University of Washington Press, 1996, German Unification and Its Discontents, p. 54 (LIV). د کتاب نړيواله کره شمېره 9780295974910. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "The Warsaw Pact is formed - May 14, 1955 - HISTORY.com". مؤرشف من الأصل في ۱۸ اگسټ ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "The Warsaw Pact is formed - May 14, 1955 - HISTORY.com". مؤرشف من الأصل في ۱۸ اگسټ ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Mastny, Vojtech; Byrne, Malcolm (1 January 2005). A Cardboard Castle?: An Inside History of the Warsaw Pact, 1955-1991. Central European University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789637326080. مؤرشف من الأصل في ۲۳ اگسټ ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۱۸ – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Crump, Laurien (11 February 2015). Laurien Crump, Routledge, Feb 11, 2015, The Warsaw Pact Reconsidered: International Relations in Eastern Europe, 1955-1969, p. 77. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781317555308. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Lüthi, Lorenz M. (19 March 2020). Lorenz M. Lüthi, Cambridge University Press, Mar 19, 2020, Cold Wars: Asia, the Middle East, Europe, p. 398. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781108418331. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Soviet Troops to Leave Mongolia in 2 Years". Reuters. 3 March 1990. مؤرشف من الأصل في ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۱۸ – عبر LA Times. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. ABC-CLIO (3 March 1990). "Warsaw Treaty Organization". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ اگسټ ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "How the Russians Used the Warsaw Pact". مؤرشف من الأصل في ۲۳ اگسټ ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Differences Between Nato and the Warsaw Pact". Atlantische Tijdingen (57): 1–16. 1967. https://www.jstor.org/stable/45343492. Retrieved 9 January 2022. 
  28. "Differences Between Nato and the Warsaw Pact". Atlantische Tijdingen (57): 1–16. 1967. https://www.jstor.org/stable/45343492. Retrieved 9 January 2022.